| | |
  Time [GMT +4.5] : 05 Jul , 20:01:28 | |
23 Apr 2007   11:29:30 am
نجلۍ او سپوږمۍ
شاعره: خاطره اسحق زۍ- لمر ټلويزيون

يوه نجلي وه نازنينه
ښايسته او نمکينه
د هغې د مخ ښکلا
حيرانه کړې وه دنيا
يوه شپه وخته بام ته
سپوږمۍ خير شوه مخ يې پټ کړ
سپوږمي ږغ وکړ ته څوک يې
چې زما رڼا دې داسې را تياره کړه
نجلۍ نارې کړې ښکلا يم
لکه تالنده ، بريښنا يم
دا زما د مخ ځلا وه
چي يې ته وځورولې
ځواب ورکړ سپوږمۍ داسې
چې نجلۍ يې کړه لا ځوابه
***
ښکلې نه يې ته، اصلي ښکلا زما ده
په تياره کې دغه ټوله رڼا زماده
هر سړی مين په مادی
ګوت په غاښ راته حيران دي
چې دا څنګه ښکلا ستا ده
تباه کړې يې دنيا ده
مونږ خو واړه په سجده يو
له ماښامه تر سهاره
***
نجلۍ غبرګې کړې خبرې
ځواب يې ورکړ د سپوږمۍ
اې زما ناسکه خورې
ولې داسې درواغ وايې
ته که هرڅومره ښايسته شې
بيا دې هم پر مخ يو داغ دی
که هر څومره رڼا ستا وي
بيا خو هم سيوری له تا دی
په ښکلا ځکه نازيږم
چې بې داغه مخ ګرځېږم
***
سپوږمۍ درسته هکه پکه
چې يې ماته داڅه ووې
سپوږمي نوره په ژړا شوه
اوف يې وکيښ ودربارته
په دې منځ د ملا وشول اذانونه
***
لمر را وخوت
د سپوږمۍ و حال ته راغی
ته خپه يې ولې ګرانې
لکه ګل غوندې خزان کې
سپوږمۍ ژر کړسر راپورته
خپل داستان يې ور بيان کړ
***
ځواب غبرګ کړ لمر دغسې
اې، زما ليونۍ ګرانې
تا به داسې ځواب وېلی
ستا د څو ورځو ځواني ده
لکه ګل غوندي رژيږي
زما ښکلا خو پاتې کيږي
نه يې حد نه يې زوال شته
سپوږمۍ بېرته په خندا شوه
په اسمان کې په نڅا شوه

1385 ، 11 ، 23
  تبصرې  :  [3]  |  برخه : شعرونه    |   zalaa  :  له طرفه
09 Apr 2007   12:06:59 pm
ځور
خاطره اسحق زۍ - لمر تلويزيون
ستا بې وفايې مې ځوروينه [imgl]
[/imgl]
ناسته ځکه يم خواشينه
د چا له سحر تارومار شوه
زموږ پرشوره ليوني مينه
يه له ازله خو داسي نه و
ولي تقدير مو شو رنګينه
هوډ مو په منځ کي وفاداري وه
بي وفايې دې و کړه په مينه
دشمن له شانه يرغل را وکړ
که نه ما نه بايلله دغه مينه
په ريښتنې مينه الله راضي وي
د خدای رضاِ، لرې نه شينه
راشه اې ياره زياتي پخلا شو
چې داسې وخت بيا نه راځينه
1385 ، 11 ، 9
  تبصرې  :  [7]  |  برخه : ښځه او ټولنه    |   zalaa  :  له طرفه
09 Apr 2007   11:57:33 am
ولورو د كچې لوړوالۍ او د هغه ناوړه پايلې
حيات الله حليم
د هيواد په ځينو برخو كې د ولور د كچې لوړوالۍ ددې سبب شوى چې زياتره پيغلې او ځوانان په مجردى كې خپل ژوند تير كړي.
په اسلامي شريعت كې د ميړه په كور كې د ښځې د ژوند د تضمين په موخه مهر ايښودل شوى خو اوس خلك په خپلو لورګانو د ولور په نوم زياتې پيسې اخلي او هغه د دنيا د متاع په څير پلوري.
د افغانستان د علومو اكاډمى د دايرۍ المعارف رئيس شاغلى حبيب الله رفيع وايي چې ولور او مهر كومه اړيكه نه لري. مهر هغه شرعي نصاب دى چې پخپله د ښځې حق دى خو ولور هغه ناروا پيسې دي چې د شرعي مهر نه د تعبير په پلمه د نجلۍ د پلار او خپلوانو لخوا په سپين سترګې سره اخيستل كيږي.
د حبيب الله رفيع په وينا په پښتنې قبايلو كې ولور له پخوا زمانو څخه دود و چې ښه بېلګه ئې د خوشحال خان په شعرونو كې څرګنده ليدلى شو او همدارنګه په پخوانى يونان كې كې هم په لو رانو ولور اخيستل كيده هغه په دې ډول چې كه به د چا لور زيات ښكلى وه زياتې پېسې به ورباندې اخيستل كيده او كه به په ښايست كه ميانه وه لږې پيسې به د زوم څخه اخيستل كيده او كه به كم بخته نجلى بدرنګه وه او ښائسته به نه وه نو پلار به ئې له خپله ځانه د زوم كورنۍ ته په لور باندې پيسې وركولې.
د پژواك خبري اژانس رئيس شاغلى دانش كړوخيل د ولور د څرنګوالې په هكله وايي په افغاني ټولنه كې د ولور د لوړوالي له امله د هيواد ډېر ځوانان بې ودونو پاتې كيږي،ډېر يې په كلونو كلونو د ولور د پوره كولو لپاره مسافري كوي او ځينې يې په مسافرۍ كې د ور پيښې حادثې له امله د واده ارمان د ځان سره ګور ته وړي.
كله كله داسې هم شوي چې د واده څښتن خپله ټوله شمني په ولور كښې د جينۍ پلار ته وركړي او بيا خپل ژوند نه شي جوړولاې او پوره وړى هم شي. د جينۍ كورنۍ په خپله لور يا خور باندې زړه نه خوږوي او د خاوند د شتمني دلاسه وركولو له امله بيا ئې لور ډېر بد حالت كې ژوند تيروي. چې د ټولنې نورې ناخوالې هم مينځ ته راوړي.
كورنۍ نه يوازې دا چې د خپلې لور يا خور ميراث نه وركوي بلكې نور هم يې د خاوند څخه شته اخلي چې خپله بيا همغه جينۍ په غربت كې ژوند كوي.
خو دا چې د ولور زياتوالۍ د ځوانانو په ژوند څومره ناوړه اغيزې لري د غزني له ولايت څخه ۴۹ 45 كلن ګل محمد بيا وايي چې نن څوك خپلو لورګانو په په خوشحالۍ پېسې نه ګرځي او په هغه چا پسې ګرځي چې د دوي جيبونه د ولور په پېسو ښه ور ډك كړي. هغه وايي چې د دوي په سيمه كې يوه نجلۍ چې د يو ځوان په نامه كوژده شوې وه ديارلس كاله ئې د پلار په كور كې تير كړه ، ځكه د هلك كورنۍ څه نه درلودل او د انجلۍ پلار هم دواړه پښې په يوه موزه كې ځاې كړې وي او د ترحم او عاطفې حس يې په ذهن خپل ځاې پيسو ته پر ايښې و تر څو چې هلك د كليوالو د خبرو او د پيغورونو د لاسه خپل ځان د وطن څخه ورك كړ چې اوس يې هم د مړه او ژوندي درك نشته.
د نوموړي ولايت د ټولنيزو چارو پوهه محمد اياز ترنګ له ملالۍ مجلې سره د يوې مركې په ترڅ كې د دوي دواړو د خبرو په تائيد وويل چې اوس دلته د ولور لوړيدو يوازينۍ او اساسي علت له بهر نه راوړل شوې پيسې دي ،چې په نظر وړ پيغله ورغورځول كيږي. او د نجونو د پلرونو سره دا انصاف نشته چې څوك به پيسې لري څوك نه ، ځكه د لورانو سوداګرو ته د هر چا جيبونه ډك ښكاري . اوس مهال د غزني په سهيل او سهيل لويديځو سيمو كې ولور تر اوو او اتو لكو افغانيو پورې رسيږي. د غزني په ښار كې ۶۵ 65كلن هټيوال حاجي خروټۍ بيا وايي چې دلته د ولور لوړوالۍ د هغه په قسطونو د اداء كولو له وجې هم دي چې د زوم كورنۍ به ئې تر څلورو پنځو كالو پورې ادا كوي. هغه هم په دې شرط چې د خسر يې رحم ورباندې راشي او خپله لور معامله وركړي .
د غزني په ګاونډ كې د پكتيكا ولايت د سرحوخي د سيمې نه حاجي ګل نواز وايي چې پخوا د دوي په سيمه كې د ولورو كچه ډېره ټيټه وه او وجه يې دا وه چې نجلۍ به له خپلې سيمې نه ايستل كيده او كه به چا خپله لور له سيمې ايستله او لري ځاې ته به يې واده كوله نو بيا ئې د ولور كچه پنځه برابره زياته وه چې څلور برابره به ئې په سيمه ايزو مشرانو ويشل كيده.
د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړۍ محمد عارف غروال د ولورو د زياتوالۍ او كموالۍ په اړه بيا د يوې مركې په ترڅ كې وويل چې د پكتيا او خوست په پښتنې قومونو كې ولور له پيل څخه كم و خو يو ځل د محمد ظاهر شاه د حكومت په زمانه كې د ولور كچه ناڅاپه لوړه شوه چې په نتيجه كې د پير مقتدا په مداخله بيرته دا كچه راټيټه او يو معين حد ورته وټاكل شو چې ۸۰۰۰ اته زره افغانى و هغه زياته كړه چې وروسته به خلكو هيلې ورته جوړولې د لور په څنګ كې به يې نور شيان په ګرانه د زوم په كورنۍ پلورل خو بيا ( (پير مقتدا )په مداخله دا ولور ۱۲۰۰۰ دولسو زرو افغانيو ته لوړ شواو حيله ځينې وويستل شوي چې اوس مهال په دې سيمو كې د ولور يو يا يو نيم لك افغانى دي.
خو دا چې د افغانستان د سترې محكمې نظر د مهر او ولور په اړوند څه دى د هغه محكمې د دارالافتاء رئيس محمد صديق حزب اللهى وويل چې په اسلامي فقاهت كې نكاح يو شرعي ركن دى او بهتره د ښځو هغه ده چې د مهر اندازه ئې كمه وي چې دا اندازه په شريعت كې لس درهمه چې د يو مثقال طلا معادل ده ټاكل شوى او هغه څوك چې د ولور په نوم كومې پيسې جيب ته اچوي حرامي دي.
څرنګه چې ولور اوس د دودونو په حاشيه كې يوه رسمي كړنه اوښتى او څوك ئې مخه نه شي نيوالاى نو د افغانستان د ښځو چارو د وزارت د حقوقو رئيسې اغلې قاضي فوزيي وويل چې ولور د اسلام د مبارك دين له اصولو سره اړخ نه لګوي ځكه اسلام نجلۍ ته مهر ټاكلى چې په هغه كې څوك د تصرف حق نه لري مګر د نجلۍ په خوښه كه خپل ولور هر چاته وركوي د هغه خپل زړه دى.
دا مهال د هيواد په بېلابېلو برخو كې ولور ځان ته شكلونه لري د افغانستان د علومو اكاډمى منشي نصرالله وويل چې د هيواد د ټولو سيمو بر خلاف په لغمان كې مخكې له دېنه چې نجلۍ وركړل شي د زوم كورنۍ كتل كيږي او هېڅكله د زوم كورنۍ ته نه ويل كيږي چې د نجلۍ پلار ورنه څومره پيسې غواړي او د نكاح په شپه مهر تعينيږي چې اندازه ئې ډېره كمه وي خو همدې ولايت ته څيرمه ( په نورستان كې بيا د ښځو ولور په غواګانو حسابيږي او ځينې وخت ميږي او وزي هم پكې وركول كيږي خو هيڅكله په نورستان كې ښځه په بدو نه وركول كيږي. )
د وردګو د ولايت يو مخور مشر حاجي محمد خالد بيا وايي چې اكثر ټولنيز مفاسد په همدې ځوانه طبقه كې د محروميتونوو له وجې را پيدا كيږي. ځكه چې كه ځوان وي وس ئې نه رسيږي چې د نجلۍ ولور اداء كړي او كه پيغله وي پلار ئې په لكهاو ولور غواړي چې په دواړو صورتو د هغود پلرونو لخوا دخپلو ځوانو اولادونو په احساساتو لوبې كيږي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړى سناتورسميع جان شيرزاده بيا په دې عقيده دى چې له يوه طرفه د ځوانانو لپاره په ملك كې داسې وړ كار نشته چې ځوانان په زړه پورې ا قتصادي لاس ته راوړنه ولري او يا هم د نجونو ولور پوره كړي ځكه هغوي په غريبى كې ايله دومره څه ګټلى شي چې يوازې ئې د كورنى د اعاشې دپاره كفايت وكړي. هغوي به څنګه په دې توانيږي چې د خپل كور د چلولو تر څنګ د ولور پيسې هم وګټي سميع جان شيزاده زياته كړه چې بله هيڅ لاره نشته پرته له دې د نجونو پلرونه خداې(ج)په سر حاضر كړ ي او د ولور كچې را ټېټې كړي.
د هېواد ورځپاڼې رئيس شاغلى توريالى ځاځى بيا په ځاځيو كې په نجلۍ د ولور اخيستلو په موضوع داسې رڼا واچوله : د ثور د كودتا مخكې په ځاځيو كې ولور ډېر كم او يوازې دومره پيسې به اخيستل كيدې چې د نجلۍ دپاره ګاڼه ، جهيز او جامې ورباندې برابر كړې او ځينو خو به هيڅ پيسې نه اخيستې، خو د جهاد په دوران كې او په تيره بيا د جهاد څخه وروسته په ځاځيو كې د ولور موضوع يو ځل بيا مطرح شوه، چې په نتيجه كې په دې سيمه كې د ولور كچه څو برابره لوړه شوه. ددې تر څنګ د زوم په كورنۍ باندې ټكري، جوړې او لونګۍ هم ايښودل كيږي چې داسې بريښي زمونږ سيمې ته هم د ولور د كچې لوړوالۍ د هيواد له نورو سيمو څخه راغلى وي. هغه زياته كړه ددې كار بل لامل دا هم دى چې ځينې قوماندانانو ډېرې پيسې پيدا كړې او هم د ځينو كورنيو ځامن په غربي نړۍ په تيره بيا لندن او امريكا او جرمني كې زياتې پيسې ترلاسه كوي او يو شمير خو يې دلته په بهرنيو مرستندويو موسسو او انجو ګانو څخه په ډالرو تنخاګانې اخلي چې دې ټولو حالاتو د ښځو په ولور كې له توان څخه پورته زياتوالۍ راوستى دى.
انجينر خيالي جان د هيواد د جنوب ختيځو سيمو څخه د ملالۍ مجلې له خبريال سره د ولورونو د كچې په هكله د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې وويل : زمونږ په سيمه كې مخكې له دېنه چې يوه پيغله كوم ځوان ته وركړل شي پيغله او ځوان حق نلري چې يو د بل سره وګوري او يا يو د بل په هكله د نظر څرګندونه وكړي. ځينې وختونه داسې هم پيښيږي چې نجلۍ د زياتو پيسو په مقابل كې بوډا سړې ته هم وركړي چې د بوډا سړې او ځوان د ولورو ترمينځ تقريباً دوه نيم برابره توپير موجود وي او ځينې وختونه خو زمونږ په سيمه كې هغه كسان چې زياتې پيسې ولري دوه دوه ودونه هم كوي او زمونږ په سيمه كې ډېر داسې ليدل كيږي چې يو ځوان د پيسو د نشتوالى له كبله تر40 كالو پورې هم واده ونكړي.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ښځه او ټولنه    |   zalaa  :  له طرفه
09 Apr 2007   11:40:53 am
ښځې د ماشوم په زيان خپل ژوند په مرګ ګواښي
سهيلا محسني
اوولس کلنې فيروزې خپلې سترګې په ځمکې کې ښخې کړې وې او ورو ورو يې ژړل. د هغې تورې جامې په ځان اوڅادرۍ يې په سر وه او د خپلې مور ترڅنګه ناسته وه. هغې هم ژړل. فيروزه (مستعار نوم) په کابل کې يو شخصي کلينيک ته د ماشوم د غير قانوني زيانولو (کورتاژ) لپاره راغلې وه. د هغې شرم له ورايه څرګندېده. هغې وويل: "ما رښتيا هم ناسم کا رکړى دى. خو هغه ماته وويل له تا سره واده کوم او زه يې وغولولم."
هغه له خپل يو پنځه ويشت کلن ګاونډي څخه اميندواره شوې وه. فيروزې هغه مهال خپلې مور ته اقرار وکړ، چې د هغه سړي کورنۍ د هغې په مشرې خور مرکه وکړه.د ماشوم په زيانولو باندې څلور زره افغانۍ لګښت راځي او د هغه نجلۍ د مور له خولۍ دا د شرم د پټولو لپاره څه شى نه دى.د فيروزې مور وايي: "که پلار يې (د هغې له اميندوارۍ) خبر شو، نو وبه يي وژني. موږ د ډاکتر تر احسان لاندې يو چې مرسته يې راسره وکړه."فيروزه په دې کارکې يوازينۍ نجلۍ نه ده. هر کال يو زيات شمېر مېرمنې خپل ماشومان زيانوي. قانون او عام نظر ماتوي او زياتره خپل ځان له فزيکي ګواښ سره مخامخ کوي. لکه څنګه چې دا يو غير قانوني عمل دى، نو له دې امله کومه شمېره په لاس کې نه شته. خو د روغتيايي څارنې چارواکي ددې پېښو د مخ په زياتېدو خبرې کوي.
د غزني ولايت يو اوسيدونکې، دېرش کلنه پښتنه هم کلينيک ته راغلې وه. هغې په داسې حال کې، چې د خپلو اوښکو د څڅېدو مخه يې نيوله، وويل، چې درې مياشتې دمخه هغه مهال امينداواره شوه، چې خسر يې ورباندې تېرى وکړ.
ښتنه وايي، د هغې مېړه شپږ کاله دمخه د کار لپاره ايران ته تللى و او هغه يې له خپو دوو پېغلو خويندو سره له خپل پلار سره پرېښې وه. هغه هم لکه د فېروزې په څېر ددې کار له پايلو ډارېده.هغې وويل: "که زما مېړه له دې کاره خبر شو، نو وبه مې وژني، خو خداى به زما خسر ته سزا ورکړي. زه بېګناه وم."هغه ډاکترې چې کورتاژ يې تر سره کړ، د خپل نوم له څرګندولو يي ډده وکړه. هغې وويل: "سره له دې د ماشوم زيانول د قانون يو مخالف کار دى، خو له دغو ناروغانو سره بايد مرسته وشي؛ ځکه ژوند او حيثيت يې له ګواښ سره مخامخ دى.
وموړې ډاکترې وويل، چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تررانسکورېدو وروسته له واده کولو څخه د مخه اميندوارۍ او ماشوم زيانولو په پېښو کې زياتوالى راغلى دى. نوموړې په دې پېښو کې د زياتوالي پړه د ټولينيزو محدوديتونو په اسانه کېدو واچوله.د سترې محکمې يو قانون پوه، خواجه محمد صديقي وويل، د هېواد د اساسي قانون او د اسلامي شريعت له مخې د ماشوم زيانول غير قانوني دي. هغه وويل، دا کار لويه ګناه هم ده.صديقي وويل، د جنايي قانون د ٤٠٢ مادې له مخې د يوې ژوندۍ نطفې د قصدي وژنې سزا په اوو کالو بند محکومېدل دي. که يو څوک په ناپوهۍ يوۍ ښځې ته داسې درمل ورکړي، چې د ماشوم د زيانولو لامل شي، نو له يوې څخه تر شپږو مياشتو بند باندې محکوميږي.د زور له مخې د بدلمنۍ په پېښو کې ښځه بېګناه بلل کيږي او نارينه په پنځلس کاله بند محکوميږي.د طالبانو پرمهال ښځې د نامشروع امينداوارۍ او ماشوم زيانولو له امله وژل کېدې. خو د صديقي په وينا: "هغو ملايانو چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ورزشي لوبغالي کې خلک په ډبرو ويشتل، يو ناسم کار و."په ملالۍ روغتون کې د جراحۍ او اولترا سوند (ultra-sound) يوه ماهره، هما کيري له دې ټکي سره موافقه لري، چې د نامشروع امينداوارۍ او د ماشوم زيانولوپه شمېر کې چټک زياتوالى راغلى دى.
ښځې په کليو او بانډو کې، چې زياتره ډاکتران نه لري، د ماشوم د زيانولو پر مهال له لوى خطر سره ځان مخامخ کوي. د ملي امنيت په روغتون کې د ښځينه ناروغيو يوه ډاکتره، نادره اکرم خېل وايي، هلته (په کليو او بانډو کې ) دا کار زياتره د زړو ښځو له خوا تر سره کيږي. هغوى په رحم کې د يو کوچنى بوټى په ايښوولو، چې د (پنيرک د لرګي) په نوم ياديږي، ماشوم زيانوي. ډاکتران وايي، چې کېداى شي، دا کار د وينې د بهېدلو لامل شي او د مور ژوند له خطر سره مخامخ کړي.
د کابل اوسېدونکې ٥٠ کلنه مريم وايي، هغې ليدلي، چې په کليو او بانډو کې داميندوارې ښځې په ګېډه يوه لويه ډبره ايښوول کيږي او تر هغې يې وهي، چې نطفه مړه شي.ډاکتر اکرم خېل وايي، هغه سقطونه، چې د ميندو د ژوند دساتلو له امله اړين وي، قانوني بڼه لري او په افغانستان کې د روغيتا وزارت له موافقې وروسته سر ته رسيږي
خو آن هغه مېرمنې چې د قانوني سقط هڅه کوي، روغتيا يي له خطر سره مخامخ کيږي. د ٣٢ کلنې فريېا په رحم کې څلور مياشتنۍ نطفه مړه شوې وه او د ملالۍ روغتون ته د کورتاژ لپاره راغلې وه. هغه وايي، چې پروسږکال هم د همدې ستونزې له امله دې روغتون ته راغلې وه او د عملياتو پر مهال يې زيات خوږ وزغملو او ډېره وينه يې زيان کړه. هغه وايي: "کله چې ما له ډاکترانو څخه د هغې د لامل په هکله پوښتنه وکړه، نو ډاکترانو وويل، چې هغوى سم سامان الات او وسايل نه لري، خداى پوهيږي، چې که دا ځل له دې عملياتو ژوندۍ راووځم."
د روغتون چارواکو ومنله، چې په روغتون کې ددې کارلپاره لازم سامان الات نه شته.
ډاکتر کبيري وويل: "د درېو لسيزو جګړو او کمزوري اقتصاد له امله روغتون نه شي کولاى طبي عصري وسايل تر لاسه کړي. د ميندو د مړينې له لاملو څخه يو لامل دا هم دى."
په ٢٠٠٢ کال کې په هېواد کې د يونسيف يوې سروې په افغانستان کې د نړۍ په کچه د ميندو د مړينې شمېره ډېره لوړه ښوولې ده.ډاکتر اکرم خېل له دې خبرې انکار وکړ، چې ګوندې په روغتون کې غر قانوني کورتاژونه سرته رسيږي. هغه وايي، هغه شمېر خلک مې نه خوښيږي، چې دا راز کارونه کوي. نوموړې وايي: "هرڅومره چې ډاکتران له دې ناروغانو سره مرسته وکړي، په هماغه اندازه د نامشروع اميندوارۍ په شمېر کې زياتوالى راځي."
د نامشروع اميندوارۍ او غيرقانوني کورتاژونو ډول ډول لاملونه تر سترګو کيږي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ د جرايمو د تحقيق رييس، عبدالجميل پړه د ودونو په لوړ لګښت اچوي، چې په قانوني توګه د کوژده شويو ځوانانو او پېغلو د واده مخه نيسي. هغه زياته کړه، ترکومه ځايه چې هغه ته پته ده، تر اوسه ځوک د غير قانوني کورتاژ له امله تر عدلي څارنې لاندې نيول شوى نه دى.
د ملالۍ روغتون ډاکتره، کبيري د فلمونو په زياتوالي پړه واچوله، چې د ځوانانو د بېلارۍ لامل کيږي. هغې وړانديز وکړ، چې حکومت بايد خپرونې تر خپل کنترول لاندې راولي او ځوانانو ته د نارينه او ښځو داړيکو د ټينګولو په اړه لازمه ښوونه او روزنه چمتو کړي.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ښځه او ټولنه    |   zalaa  :  له طرفه
09 Apr 2007   11:28:17 am
ماشومه مينه، د امنه مايار وېبلاګ
نبيله مسعود - کابل
ماشومه مينه د امنه مايار ښځينه ټولنيز وېبلاګ دی، چې دا اوس اوس پرليکه شوی دی. په دغه وېبلاګ کې ښځينه مسايل خپريږي. امنه مايار د پښتو ژبې تکړه ليکواله او له څو کلونو راهيسې د مرسل ښځينه مجلې مسووله مديره ده. د ښځينه وو وېبلاګونو جوړېدل او پر انټرنېټ د پښتنو خويندو را ښکاره کېدل موږ ته دا زېری را کوي، چې که خدای کړل پښتو به نوره د يونسکو په مړو ژبو کې نه شمېرل کيږي. هيله ده پښتنې خويندې پښتنې واوسي او د خپل کولتور په چوپړ کې له خپلو وروڼو شاته پاته نشي. ملالې په ميوند که په ټپو د غازيانو مرسته وکړه، موږ بايد په نورو ډګرونو کې هم دغه دود ژوندی وساتو او يوازې په کورنيو کارونو پورې ايسارې پاتې نشو. د همدغسې هڅو په هيله
د اغلې امنه مايار وېبلاګ ته له دې لارې ورتلای شئ http://mursal.blogfa.com/
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ښځه او ټولنه    |   zalaa  :  له طرفه
 
1 2 3 4 5 6 Next
برخي
[18] ښځه او ټولنه
[2] ښځه او اسلام
[2] ښځه او روغتيا
[2] ټولیزه برخه
[6] شعرونه
Jun 2008 جولاې 2008 Aug 2008
S M T W T F S
    1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30 31   
ارشيف
[5] اپريل 2007
[9] فبروري 2007
[1] جنوري 2007
[6] دسمبر 2006
[8] نومبر 2006
[1] جولاې 2006
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006