|
|
| 28 Jun 2007 09:56:18 am |
دريمه ګڼه |
|
|
| دترنک خپلواکې مهالنې خپرونې د دريمې ګڼې مضامين |
|
| |
تبصرې : [6] | برخه : ترنك خپلواكه خپرونه | szabuli : له طرفه |
|
|
|
| 29 May 2007 04:53:34 pm |
په زابل كې پسرلنۍ لوبي پاى ته ورسېدې |
|
|
د زابل دفوټبا ل په سياليوکې اتحاد لوبډله ګټونکې شوه
د غبرګولي ٨مه، پژواک خبري آژانس
د زابل ولايت په کلات ښار کې د فوټبال د پسرلنيو سياليو پاى لوبه د اتحاد د لوبډلې په قهرمانۍ پاى ته ورسېده .
ددغه ولايت د اولمپيک امر احمدويس د غبرګولي په ٨ مه، پژواک خبري آژانس ته وويل چې پاى لوبه د شيخ متي لېسې او اتحاد لوبډلو ترمنځ تېر ماښام ترسره شوه، چې د اتحاد لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
دهغه په وينا، په دغو سياليو کې ، چې تېره اونۍ پيل شوې وې د زابل د اتحاد،شيخ متي ، ځوانانو،استقلال اوافغان لوبډلو برخه اخيستې وه .
د ويس په وينا، تېر ماښام په پاى لوبه کې اتحاد لوبډلې خپل مخالف لوري ته د صفر په مقابله کې په څلورو ګولونو ماتې ورکړه .
نوموړي وويل چې په پاى کې د اولمپيک د امريت لخوا ګټونکې لومړۍ او دويمې لوبډلې ته مډالونه او برى ليکونه ورکړل شول .
د شيخ متي لوبډلې يوتن لوبغاړي نثار احمد څپاند پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګټل او باېلل د هرې لوبې يوه برخه وي، خو ده خوښي څرګنده کړه چې ښه لوبه يې ترسره کړه .
ده زياته کړه چې په يوه جګړه ځپلي ولايت کې لوبې ترسره کول ښه ګام دى او له چارواکيو يې وغوښتل چې په راتلونکي کې دې هم لوبو ته زياته پاملرنه وکړي .
د اتحا د لوبډلې يوتن غړي حکمت الله عادل د فوټبال دسيالۍ د پاى لوبې په ګټلو ډېر خوښ و .
نوموړي پژواک اژانس ته وويل : (( زه ډېر خوشحاله يم چې لوبه مو په ګټه تمامه شوه، خوددې لپاره ، چې ښه تشويق شو، بايد نورو ولايتونوته دلوبې لپاره زمينه راته مساعده شي . ))
احمدويس وويل چې دوى به په راتلونکي کې خپلو لوبغاړو ته نورو ولايتونو ته دسفر او سياليو زمينه مساعده کړي .
په زابل کې د فوټبال لوبې يو تن مينه وال بسم الله پښتون مل وايي چې دوى فکر نه کاوه چې په دغه ولايت کې دې د فوټبال دومره ښې سيالۍ ترسره شي .
پښتون مل زياته کړه چې د پاى لوبې نندارې ته تر ٥٠٠ څخه زيات مينه وال راغلي و ، چې خپله دا څرګندوي ، چې خلک نور له جګړو په تنګ شوي دي .
سعيد زابلى |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : بيلابيلې ليكنې | szabuli : له طرفه |
|
|
|
| 29 May 2007 04:41:03 pm |
سرليكنه |
|
|
تاريخي ابداتو ساتنه
اداره
په هېوادکې دتاريخي ابداتوساتل ددولت ترڅنګ ددې هېواد د هربچي دنده اوفريضه جوړېږي .
په دې ورسيتوکې چې کله زموږپه هېوادکې اوږدې جګړې وزرونه خواره کړل دنوروټولوشتمنيوترڅنګ يې زموږتاريخي ابدات هم له تالان سره مخ کړل اوس چې په سيمه کې دولت دبيارغاونې ترنوم لاندي خپل ګړندى فعاليت پيل کړى دى هيله ده چې دنورې بيارغونې ترڅنګ دتاريخي ځاينوبيارغونه اوساتنه هم وکړي .
موږچې کله په نيکونووياړواويادادعوه کوچې موږداوږده تاريخ لرونکي يواواوږدلويې امپراطورۍ اودميړانې کيسې موترشاپرې ايښې دي نودهغودعولپاره بايدهغه تاريځي ابدات چي تردې مهاله له جنګونونه څه ناڅه پاتي دي بايدوساتل شي چې په اينده کې يې دملي موزيم په څيرنورې نړۍ ته وړاندې کړو .
دامهال موږدهېوادنوروسيموپه پرتله په زابل ،کندهاراوهلمندکې موږله يوه داسي بدناورين سره مخ يو هغه تاريخي ځايونه چې دسکټ توغنديونه په امان پاتي شوخواوس يې وينوګوروچي دځينوزورواکوله خوااوياهم دمجبوره کورنيوله خوا هغه له منځه وړل کيږي اوياهلته نوي کورنه اباديږي .
په هلمندکې دبست تاريخ کلا ده چي زورواکي په کې کښتونه کري اوياکورنه په کې جوړه وي .په کندهارکې دنارنج ماڼۍ ده چي په خاوره يې اوس نورنوي کورنه اباديږي دحضرت احمدشاباباکوردى چې دکورنۍ له خواتقريبانوريې پخوانۍ تاريخي ارزښت له لاسه ورکړى .اوهمداسي په دې ولايت کې دشيرسورخ زيارت دى چي دبيارغاونې په نوم ناجوړه پاتې دى پردې سربېره په زابل ولايت کې دکلات دغونډۍ تاريخي کلاده ،دښالم کلا،په تازي کې دسلطان ملخي کلا،دغشي څلى ،دښه بولان هديره ،اونورداسي ګڼ تاريخ ځايونه دي چي اوږدتاريخي قدامت لري خوتراوسه پورې همداسي پاتي دي که دوخت دولت ورته پاملرنه ونه کړي نوډيرژردى چې موږبه ددې تاريخي ځاينوڅخه بې برخې شو.
په داسي حال کې چې دولت په هرولايت کې داطلاعاتواوکلتورپه نامه رياستونه هم لري خوتراوسه هم يوه رياست په دې اړه چې کومه دنده ورسپارل شوې ده نه ده ترسره کړې . په دې هيله چې دې ټکي ته په پوره رښتينولي سره پام وکړي ترڅوموږپه راتلونکي کې ددې پرځاى چې په پاڼوکې نوروقامونه ته تاريخ ښييوپخپله ورته هغه سيمه هغه کلاګانې اودهغوميړنيوچې تاريخ موپرې روښانه دى ارام ګاوې ورته وښييو.
دپښتوسره دزړه له تله دخواخوږۍ په هيله
دترنک اداره |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : ترنك خپلواكه خپرونه | szabuli : له طرفه |
|
|
|
| 29 May 2007 04:37:30 pm |
ولايتونوكې دترنك پتې |
|
|
دترنك خپلواكې مهالنۍ خپرونې
د ترلاسه کولو پتې
کلات :
ډاکترهدايت الله فيضي او بسم الله پښتون مل، فيضي درملتون
كندهار
سيداحمد قانع (افغان قرطاسيه پلورنځى )
غزني :
شيراحمد حيدر
کابل :
ځوان شاعر محمد هارون حکيمي
هلمند:
الحاج محمداسماعيل شريعتيار
هرات :
عبدالله شاه ژوندون
لويه پکتيا:
محمد صابر بې ريا |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : ترنك خپلواكه خپرونه | szabuli : له طرفه |
|
|
|
| 29 May 2007 04:35:50 pm |
بشرمل ناصرپه ليک نازولي يو |
|
|
بشرمل ناصرپه ليک نازولي يو
ګرانه زابليه! د ژوندستورى دې ځلاند او فکر دې سمسور شه، د زړه له تله مبارکي در ته وايم .
کله چې مې د ملګري محمدابراهيم مسيح سره د (ترنک) جرېده وليده او د زابل نوم ور باندې په ښکلوتورو پسوللى و، د زړه هغه تنده مې ماته شوه، چې له مودو راهيسې يې په زړه کې ځورولم، دا فکر به راسره پيدا شو چې د زابل سيمه خو خپل ادبي، فرهنګي تاريخ لري نو ولې داسي يوه جرېده نشته چې خلګ د زابل له تاريخ سره اشنا کړي، اوس مې د هيلو تت څراغونه بېرته د رڼاګانوغوښتنې ته لېواله شول .
د ترنک جرېده که څه هم لمن تنګه لري خو له داسې تاريخي ولايت څخه خپرېږي، چې هغه خپل ارزښت لري، موږ به د اخلاص په لپودعاګانې کوو، چې دا جرېده ژوندۍ وساتې او د ځکندن سلګيو ته پاته نه شي.
د پښتو ژبې لپاره هر ډول مرستې ته غاړه ږدم ، ستا دې قدم ته د نېکمرغۍ قدم وايم، د خپل وطن، ژبې او تاريخ سره يې فرهادي مينه ګڼم .
د زابل دړدېدلى ولس به خپل د زړه خواله په دې جرېده (ترنک) کې په ورين تندي سره چاپ ته سپاري.
بشرمل ناصر کلات
ترنک: بشرمل ناصرصاحب، دا چې د ترنک په خپرېدوسره دې خوښي ښودلې، مرستې ته دې ټټر ډبولى او په رنځېدلوګوتو دې قلم ته لاس اوچت کړى، موږ ته دې د خواخوږۍ توري کښلي دي، مننه کوو، خو موږ هم په دې هيله چې لوى خداى(ج) تا ته نور له هغه رنځه چې ستا تنکۍ ځوانۍ يې له ډېرې مودې راهيسې دردونو له امله ځورېږي د يوه سالم صحت دعاګانې کوو، او دا هم ستاسو د دعاوو لامل و چې زه يې داسې يوه فرهنګي کار ته وهڅولم او هيله ده چي دا کار را سره په ژوندکې تلپاتى اوعادي وګرځي.
خو ورورکيه که د ترنک مينه والوته د ترنک د څپو له نغمه ګرو زمزموسره د خپلو خوږو غزلو ملتيا ور وبخښې، مينه وال به دې د احسان پوروړي وي، صحت دې مل، د ژوند ډېوه دې بله . |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ترنك خپلواكه خپرونه | szabuli : له طرفه |
|
| |
| 1 2 3 ...12 13 14 Next |