| | |
  Time [GMT +4.5] : 07 Sep , 02:19:39 | |
06 Nov 2007   01:28:25 pm
په وردګو کې ښوونه او روزنه د ناورين په لور
عام ولس هيله درلوده چې په هېواد كې د نوي نظام په راتګ سره به دولت له هرڅه د مخه په ښوونه او روزنه ډېره پانګونه وكړي، خو متاسفانه په دې برخه كې دولت ډېر وروسته پاتې شو. تر ټولو لوى عامل يې په افغانستان كې د دوه ګونو تنخواګانو رامنځ ته كېدل و.
دوه ګوني معاشونه د دې سبب شول چې د لوړو تحصيلي درجو خاوندانو په دولتي تنخوا له پوهنې وزارت سره كار پرېښود او په ان جي او ګانو كې يې كارونه پيل كړل. په دغه برخه كې د افغان دولت ترڅنګ نړيوالې ټولنې هم پاملرنه ونه كړه او په لوى لاس يې په هېواد كې د معارف كچه ټيټه كړه.
د دې تر څنګ ځينې نور داسې عوامل هم و، چې په پوهنه يې اغيز درلود، لكه كورنۍ جګړه، بې امني، خو ځينې داسې ولايتونه هم وو، چې په هغه كې ډېره كمه كورنۍ جګړه شوې وه، له هغې ډلې څخه يو هم د وردګو ولايت دى.
د وردګو په ولايت كې د جهاد له پيل څخه ښوونځي پيل شول، خلك يې د طبيعي موقعيت له امله يوازې د زده كړې پلويان وو، ځكه په وردګو كې دومره د كركيلې ځمكې نشته چې ټول وګړي يې ورباندې هوسا ژوند وكړي، د بندرونو په څېر هېڅ سوداګريز ارزښت او موقعيت نه لري، مركزي ښارګوټۍ يې هم نشته، كوم ښار يې چې د مركز تر عنوان لاندې شتون لري هغه د كابل په غرب كې له ټولو ولسواليو څخه لرې پروت دى، ډېر وخت د جګړې لومړۍ كرښه هم په ميدان ښار كې وه. له دې امله هم په دغه ښار كې كوم سوداګريز كار نه شو ترسره كېداى.
د وردګو ولايت په امنيت او پوهنه باندې اغيز لرونكى بل لامل له ګاونډيو ولايتونو سره نېكې اړيكې وې، د بېلګې په ډول د کورنيو جګړو او پاټكچيانو پرمهال يوازينى ولايت چې پاټك نه درلود نو هغه د وردګو ولايت دى. د وردګو قومي مشرانو له ګاونډيو ولايتونو سره ښې اړيكې درلودې، آن تر دې چې طالبانو غوښتل له وردګو ولايت څخه په باميانو جګړه وكړي خو قومي مشرانو ترخپله وسه كوښښ وكړ چې دغه كار ته طالبان پرې نه ږدي، همداراز دوى يو له بل سره آزاده سوداګري او تګ راتګ كاوه.
دغه ټولو عواملو د وردګو ولايت په روزنيزه پراختيا كې ستره ونډه درلوده، همدا لامل و، چې د هېواد په ډېرو پوهنتونونو كې ډېرى محصلين د وردګو ولايت اوسېدونكي ځوانان وو، په ټولو ولايتونو كې له وردګو ځوانانو سره يو ډول تبعيض رامنځ ته شو. آن تر دې چې د لنډ مهالي او منځمهالي حکومتونو په دوره كې د لوړو زده كړو وزارت په لوى لاس وردګ زده كوونكي په پوهنتون كې له شموليت څخه بهر پرېښودل، دوى خپل دغه ناوړه عمل ته هیڅ راز معقول استدلال نه درلود خو د وزارت په سطح يې په دې هکله یوازینۍ استراتيژي دا وه، چې وردګ بايد په كم شمېر پوهنتون ته لار و مومي.
همداراز يو بل عامل چې په وردګو ولايت کې يې د ښوونې او روزنې په پراخېدونکي بهير کې ستونزه رامنځ ته کړه، هغه د وخت د ښوونې او روزنې وزير جناب قانوني صاحب هغه پرېکړه وه چې د عربو خيريه موسسه لجنة الدعوة الاسلامية يې له تروريستانو سره په اړيکو درلودلو تورنه او بالاخره یې په هیواد کې د یاد شوې موسسې د فعالیت لغو اعلان کړ. دغه کړنه هم په لوى لاس له وردګو ولايت سره د تبعيض له مخې ترسره شوه. نوموړې موسسې د هېواد په ډېرو برخو کې په روغتيايي او ښوونيزه برخه کې اغيزمن فعاليت درلود، خو ډېره برخه يې په وردګو کې فعاله وه او دا هم ځکه چې د کورنيو جګړو پرمهال د مجاهدينو په هېواد مينو او علم دوسته قوماندانانو له خوا دوى ته د فعاليت اجازه ورکړل شوه او د کار زمينه ورته برابره شوه. ښاغلي قانوني د دغه موسسې له چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل فعاليتونه له وردګو څخه کم او په پروان او پنجشير کې ډېر فعاليت وکړي، خو نوموړې موسسې نوره بوديجه نه درلوده او د وردګو ولايت د وفادارۍ له امله يې و نه غوښتل چې په وردګو کې فعاليت بند او يا کم کړي، آن تر دې چې له د دغه موسسې يوه افغان مسوول له قانوني سره د خبرو پرمهال ورته وويل چې له دې موسسې څخه تا خپله هم تنخوا اخيسته که دغه موسسه له تروريستانو سره مرسته کوي نو ته به هم تروريست وې، چې بالآخره يې د وردګو له شريفو خلکو سره دغه راز یوه لویه جفا وکړ.
دا ټول هغه عوامل وو چې د وردګو د ښوونې او روزنې د پرمختګ په برخه کې په څو تېرو کلونو کې ترسر تېر کړل. خو کوم وضعيت چې اوس په ښوونځيو کې روان دى ډېر د تاسف وړ دى. په ښوونځيو کې وړ استادان نشته، د ښوونځيو لپاره باتدبيره مديران نه دي مقرر شوي، د ښوونځيو د ودانيو ساتلو ته هېڅ پام نشته، د نوو ودانيو د جوړولو لپاره بيخي له دولت څخه هېر دى، د جغتو، چک او دايمردادو په ولسواليو کې داسې د پام وړ تعلیمي موسساتو جوړل او بیا رغونه نه ده رامنځته شوې چې د اړوندو سیمو خلک یې د یوې دوستانه ګیلې په شکل خپلو ولایتي چارواکو ته وړاند کوي او له دوی څخه نوموړو سیمو ته د بیا رغولو د کارونو د غزولو غوښتنه کوي.
له اخلاقي پلوه هم په ښوونځيو کې ستونزې مخ په زياتېدو دي، آن تردې چې د ښوونځيو د مديرانو له خوا د مرکز پلاوي د يو څه انګورو په خوړولو مصروف کيږي او له ټولګيو څخه ليدنه نه کوي او مرکز ته په درواغو خپل رپوټ ورکوي. د درسونو کيفيت هره ورځ ډېر ټيټيږي. ځينې بااحساسه کسانو ته هېڅ د فعاليت موقع نه ورکول کيږي. ځينې نور مديران بيا له ښوونځيو سره د بااحساسه وطنوالو د مرستو څخه شخصي ګټې پورته کوي. اوس هم ډېر دخوښۍ ځاى دى چې په وردګو ولايت کې د ښوونځيو د سون پېښې د نورو ولايتونو په پرتله کمې ليدل کيږي، خو په دې برخه کې هم ځينې داسې عوامل کار کوي چې د افغان پوليسو له خوا د سياسي تضاد له مخې داسې فضا رامنځ ته کيږي چې ښوونځي وسوځول شي، بېلګه يې د ميدان ښار د درانيو د ليسې سوځول وو چې عاملينو يې د پوليسو جامې پرتن کړې وې. موږ هيله من يو چې که څه بيا هم په هېواد کې جګړه دوام لري خو ولس به پرې نږدي چې څوک ښوونځي ته ستونزې جوړې کړي. په دې اړه د هر وردګ عالم، سپين ږيري، قومي مشر او ځوان مشروع دنده ده چې له ښوونځيو څخه دفاع وکړي او د هغوى په لا پياوړيتوب کې هڅې وکړي.
په دې وروستيو کې د غازي محمد جانخان د علمي او مشورتي ټولنې له خوا د وردګو د ټولو ليسو لپاره له اووم څخه تر دوولسم ټولګي پورې کتابونه چاپ شول او په شفاف ډول خپله وردګو محصلينو تر ښوونځيو ورسول او په زده کوونکو يې توزيع کړل، دا کار د داسې ستاينې وړ دى چې موږ ورته الفاظ نه لرو. د مالي لګښت ورکوونکو ته يې دې الله جل جلاله عظيم اجر ورکړي. دغه پورتنيو ټکو ته په پام سره د ښوونې او روزنې له محترم وزير او نورو اړوندو ولايتي چارواکو څخه هيله کوو چې که د هېواد آبادي غواړي نو د پوهنې په برخه کې دې له تبعيض پرته پاملرنه وکړي، د ښوونکو د تنخوا اخيستلو په چارو کې د تسهيلات راولي. اوس مهال ولايتي چارواکي له ښوونکو څخه د د وى د معاش يوه لويه برخه په رشوت کې اخلي چې ډېره مايوس کوونکې ستونزه ده.
کوم ښوونځي چې ودانۍ نه لري د هغو د ودانيو په جوړولو کې دې لازمې هڅې وشي، که وزارت ادعا لري چې امنيتي وضعه کړکېچنه ده، خو ډاډ ورکولى شو چې د وردګو خلک به په خپل ځان مال او ناموس سره له ښوونځيو دفاع وکړي خو که دوى د دې همت وکړي چې په وردګو کې د ښوونځيو شته ودانۍ بېرته جوړې او کوم چې نوو ودانيو ته اړتيا لري له سره ورغوي.
په پاى کې له ديني علماوو څخه هم هيله کوو چې له ښوونځيو سره خپلې اړيکې نژدې وساتي او د شاګردانو په ديني روزنه کې خپله د استادانو په حيث برخه واخلي. د اسلام د هغه دايمي حکم امر بالمعروف او نهى عن المنکر له مخې دې د ښوونځيو له لارې د خپلو اولادونو اخلاقي او ديني روزنه وکړي.
که پورتنيو يادو شوو ټکو ته هر بااحساسه افغان، څه چارواکي او څه عوام ژمن شي او په ورين تندي او اخلاص هڅې وکړي، د وردګو ولايت به يوه فاضله ټولنه ولري او خپله به دخپل ولس د اسلامي مدنيت، پرمختګ، سولې، پخلاينې او علميت جوګه شي.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : تولنه    |   M Ismail Naveed  :  له طرفه
09 Jul 2007   01:52:49 pm
د شخصيتونو ترور او د ولسمشر چوپتيا
د ولسمشر څخه د خلكو په خاصه توګه د پښتنو دا تمه نه وه، چې پښتانه شخصيتونه ترور شي او دى بيا هم له مصلحت څخه كار واخلي. مصلحت ځينې وخت ګټه لري خو كله چې بنسټيز قوانين ترپښو لاندې كيږي، دا مهال د مصلحت پايلې په سيند لاهو كيږي. ښاغلي ولسمشر همداسې وكړل، شخصيتونه ترور كيږي او دى لا چوپ پاتې دى. د شخصيت له ترور څخه مې موخه د سړي وژل نه دي، په ډېر وحشت سره د يوه سړي د شخصيت د معنوي اړخ له منځه وړل دي. لكه د لوى څارنوال سپكاوى د دين محمد جرات له خوا، د آصف ننګ د ستمي مډيا له خوا او ...
د سړي وژنه يا ترور خو د سړي خپلې راتلونكې ته كوم زيان نه لري، خو د سړي د شخصيت ترور داسې ناوړه عمل دى چې په هغه سړي باندې د راتلونكي لپاره د ادارو او ملت اعتماد او باور له منځه ځي. د ستمي مډيا رهبر چينل طلوع ټلويزيون د زنګ خطر هره خپرونه د شخصيتونو د ترور لپاره جوړيږي.
ډېر وخت د يوه شخصيت ترور كول د بل شخصيت د ترور سناريو ته لاره اواروي او له دې امله دويم شخصيت هم ترور كوي، د بېلګې په توګه د آصف ننګ موضوع يوه كاري غلطي وه، خو ستمي مډيا دغه موضوع داسې وكاروله چې د څو نورو شخصيتونو د ترور لپاره لاره اواره كړي. د جناب فهيم دشتي خپرونه كابل اونيزه د ننګ لوى تصوير خپروي او ورسره ليكي چې د پاكستاني جاسوسانو نيونه، آيا د دې څه ثبوت دى چې ننګ د پاكستان جاسوس دى؟ دوى څنګه په مطبوعاتو كې افترا كوي؟ شخصيتونه ترور كوي؟ ننګ د قلم خاوند وو، ننګ د پښتو ليكوالۍ يوه ستنه وه، دا چې ننګ پخوا له حزب اسلامي سره وو، دا خو ددې دليل نشي كېداى چې نوموړى د پاكستان جاسوس دى. آيا د ستم د دغې رسنۍ (كابل اونيزې) مشر فهيم دشتي د ايران، فرانسې او روسيې جاسوس نه دى؟ آيا د جاسوسۍ هغه اسناد چې په ننګ شتون لري د هغې څو چنده په فهيم دشتي شتون نه لري؟
د آصف ننګ موضوع اوس د ښاغلي سپنتا له خوا د ډاكټر فاروق وردګ په وړاندې كارول كيږي، ځكه چې داسې انګېرل شوې وه چې په پارلمان كې د اسپنتا د استيضاح پر مهال ډاكټر فاروق وردګ داسې چارې سرته رسولې وې چې له اسپنتا څخه يې د باور رايه واخسته. دغه موضوع اوس ولسمشر هم د ښاغلي فاروق په وړاندې كاروي او ستمي ميډيا د دغه پروسې د ګړنديتوب لپاره ډېرې ګړندۍ هڅې كوي.
د بې پرې ژورنالستانو ټولنې هم د داسې يوه ليكوال د حقونو او د هغه د شخصيت د ترور په وړاندې هېڅ كوم داسې غبرګون ونه ښود چې دغه ستمي ميډيا څارنوالۍ ته راوكاږي او د قانون له مخې ورسره چلند وشي. د دغه ټولنې ځينې مشران هم د ولسمشر په څېر مصلحت ته پام كوي او هغوى هم د ځان د شخصيت د ترور پرځاى د ځان په ترور ويريږي. دغه موضوع ستمي ميډيا داسې د ځان په ګټه وكاروله چې د قانون مخالفه او د ژورناليزم د اخلاقو اصولو ته پكې هېڅ پام ونشو. آزاد ليكوال او ژورنالستان بايد دغه رسنۍ محكمې ته راوكاږي او د قانون له مخې ورسره دعوه وكړي، خو په دې اړه لا تر اوسه هېڅ ونشول. د دوى د خپرونو امتيازات بايد سلب او كه خپرونې غواړي له سره بايد په نورو نومونو كار پيل كړي.
د آصف ننګ د موضوع ترټولو لويه جزا د هغه له كاره ګوښه كول وو، خو برعكس هغه زندان ته بوتلل شو چې دا هم ولسمشر ته د داسې مشورو پايله وه چې د ستم په مفكوره ولاړې وې. ولسمشر ته په كار وه چې په دا ډول موضوعاتو كې چې د ده په شخصيت باندې يې تېرۍ كړۍ وو، له شخصي پلوه محكمې ته راكش كړى واى او څومره جديت چې ولسمشر په دغه موضوع كې له ځانه وښود په ځينو ملي موضوعاتو كې به يې ښودلى واى. د بېلګې په ډول د حاجي عبدالقدير د ترور د عاملينو موندنه او مجازات، د ډاكټر عبدالرحمن د قاتلينو موندنه او مجازات او ...
خو كوم كارونه چې ستمي مډيا او ستمي مافيا يې سرته رسوي هغه بايد وزغمل شي او كومې سهوې او اشتباه ګانې كه پښتانه كوي لكه آصف ننګ او يا هم د اسپنتا په موضوع كې ډاكټر فاروق وردګ هغه بايد تر هغه حده تعقيب شي چې له كاره ګوښه، بندي او ګني ترور شي. دا د كوم انصاف له مخې؟!
دا د دې له امله چې ولسمشر ته پښتنو رايه نه ده وركړې او دى د ستمي مافيا په رايو رييس جمهور شوى دى!!! افغان ملت په دا ډول كړنو سخت خواشينۍ كيږي. په سيمه كې جګړه ورباندې تپل شوې، په حكومت كې يې د شخصيتونو د ترور سناريو اعمال تر كار لاندې نيول شوى دى، آخر د پښتنو د تجريد او كه د پښتنو د له منځه وړلو سناريو او پلان جوړ شوى دى او عملي كيږي.
دا سوچ د ټولې دخيلې خواوې تر مغزو وباسي، پښتانه ۱۵ ميليونه نفوس نه په عام وژنه له منځه ځي او نه د شخصيتونو په ترور، خو د دا ډول پاليسۍ تعقيب او اعمال به د حكومت په وړاندې پاڅونونه رامنځ ته كړي او د دولت د ناكامۍ سبب به شي. آيا بيا هم د ستم مفكورې وال ټلوالو ته وايم چې بې له پښتنو حكومت كولاى شئ؟ له دغه ګران هېواد څخه دفاع كولاى شئ؟
نه! مهمه دا ده چې مډيا د تفرقې پرځاى تفاهم ته كار وكړي، ولسمشر دې د شخصي مسايلو په وړاندې د دومره جديت پرځاى په ملي مسايلو كې دومره جديت وښيي. د مطبوعاتو متخلفين دې محكمې ته را وكاږل شي، د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي او د پښتنو په وړاندې دې د بې ځايه مبارزو په ځاى دې په هېواد كې سولې ته كار وشي او ولسمشر دې هم د دغه شخصيتونو په اعاده كې خپلې هرراز مرستې ونه سپموي او د ستمي فكره مشاورينو له مشورو څخه دې ډډه وكړي.
ډاكټر فاروق وردګ يو تكړه كدر، ښه مدير، ملي شخصيت، له سيمه ييز، ژبني او توكميز تعصب څخه پاك او مدبر افغان دى، د هېواد په نوي سياسي سمون كې يې كارونه د ستايلو وړ دي، د ده د دا ډول كارونو ستيانه په نړيواله او ملي سطحه د عامو خلكو په خولو جاري وه. ښاغلى ډاكټر فاروق په غلا، جنګي جنايت، هېواد ورانونه، د مخدره توكو په معافيا، د ماشوم تښتونې په معافيا او نورو قانون خلاف كړنو كې هېڅ ونډه نه لري، څنګه كېداى شي چې داسې كسان چې شهكارونه يې ثابت خو له صحنې څخه يې د وتلو هڅې ملت وزغمي، بس چې ښاغلى علي احمد جلالي او ډاكټر اشرف غني احمدزى مو له لاسه وركړل نور ولسمشر بايد دا ډول هڅو ته د پاى ټكى كيږدي. ګني په هېواد كې به پښتانه لا خفه او د حكومت په وړاندې به د مخالفينو صف پياوړى كړي.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : سياست    |   M Ismail Naveed  :  له طرفه
02 Jun 2007   01:13:19 pm
د متحدې ملي؟! جبهې ترشا نامريي لاسونه
لاس له وينو مينځې خو څېره دې بدلېداى نشي
څوك به د كابل ورانې كوڅې له ياده وباسي

د عقدو پر بنسټ ولاړه نوې جبهه چې څوكلونه ورته كار روان وو څو اونۍ مخكې د افغان دولت پر وړاندې د يوه اپوزيسيون په توګه راڅرګنده شوه. دوى خپل راتلونكى پروګرام ټولنې ته وړاندې كړ، د هغه له جملې څخه د واليانو انتخابي كول، د نظام بدلون پارلماني ته، په اساسي قانون كې بدلونونه او ... د روسيې غږ راديو د حمل په ۲۱ مه په ۴:۳۰ تبصره كوله چې په افغانستان كې وضعيت تردې هم وخيم كېدونكى دى، دوى د خپلې تبصرې په اوږدو كې د دولت ستونزې راوړې او وروسته يې دا زياته كړه چې د طالبانو واقعي قيامت راتلونكى دى، دوى زياته كړه چې كرزى له طالبانو سره غواړي داسې سياسي لوبه وكړي چې يو شمېر يې په دولت كې شامل كړي او ځينې نور لو نورو لارو متقاعد كړي او نه غواړي مستقيم ورسره ټكر وكړي. دوى وايي چې دغه كار د كرزي او شمالي ټلوالې په اړيكو نېغ اغيز وكړ او په افغانستان كې له دې امله داسې اپوزسيون رامنځ ته شو چې غواړي د كرزي واك محدود كړي. دوى په خپله تبصره كې زياته كړه چې غربي ايتلاف د ماينونو، چريكي او انتحاري يرغلونو څخه نشي كولاى نور مقاومت وكړي. زما په اند دلته تر ټولو قوي امكان دادى چې د اپوزسيون او طالبانو سرچينه هغه هېوادونه دي چې غواړي غربي ايتلاف په افغانستان كې ناكام كړي. متحده ملي؟ جبهه غواړي سياسي لوبه پر مخ بوزي او طالبان غواړي د جګړې لارې دولت تر فشار لاندې راولي، په پټه ددوى تر منځ د مرستو او خبرو اترو قوي امكان شته، لكه څه موده وړاندې چې استاد رباني د داسې كار شونتيا له يوې تركي ورځپاڼې سره په مركه كې څرګنده كړې وه.
د روسيې غږ راديو د حمل په ۲۶ مه د ۴:۳۰ بجو په خپله تبصره كې وويل: اوسمهال ايتلافي ځواكونه په هوايي حملو باندې اكتفا كوي له دې امله كولاى شي ځمكنۍ وضعه د خپل فعاليت لپاره څه ناڅه وړ وګرځوي، دوى وويل چې پخوانۍ روسى جنرال ګروشيك وايي د تعجب ځاى دى چې نن ورځ ناټو او ايتلاف هېڅ نه دي تجربه كړي، دوى د ګروموف دا قول را اخيستى وو چې په انګلستان كې يې سنډې تلګراف ورځپاڼې ته ويلى وچې په افغانستان كې د خارجي تيري په وړاندې مقاومت همېشه عنعنوي شكل درلودلاى و.
دا ډول ټول تحليلونه په ښكاره ددې څرګندوونكي دي چې شرقي بلاك د اپوزيسيون او طالبانو كار او فعاليت عنعنوي او د خلكو خوځښت معرفي كوي چې دا د پاكستان د مذهبي مشرانو او پوځي جنرالانو له خبرو اترو سره ورته والى لري او په دې دلالت كوي چې په دغه مقاومت كې د ايران، پاكستان او روسيې بشپړ لاس دى او دوى غواړي له دوو مختلفو لارو څخه خپلې موخې ترلاسه كړي، له نظامي لارې څخه د طالبانو په واسطه له سياسي لارې څخه د متحدې ملي؟ جبهې په واسطه.
آن ځينې سياسي شنونكي په دې اند دي چې د اجمل نقشبندي په وژنه كې د طالبانو مشاورين د متحدې ملي جبهې غړي وي.
دا خو دجبهې ترشا د افغان ملت د دښمنانو د شتون په اړه وو اوس به راشو دليكنې پاتې موضوعاتو ته چې غواړم لاندې پوښتنو ته پكې ځواب ووايم:
- په متحده ملي ؟؟؟ جبهه كې په كوم معيار كسان سره را ټول شوي دي؟
- د دغې جبهې د جوړېدلو لامل څه و؟
- د دغې جبهې اصلي موخه څه ده ؟
- ايا دغه جبهه به، جبهه پاتې شي؟
- مصطفى ظاهر ولې په دغه جبهه كې ور ګډ شوى دى؟
لومړۍ پوښتنې ته په ځواب كې په ډاډ ليكلى شم چې د دغه جبهې د رييسه شورا غړي هريو د يوه تور شاليد درلودونكي دي، څوك د كې جي بي اجنټان يا پخواني كمونستان، د چا د هېوادوالو په وينو لاسونه سره، څوك هم د قدرت سپږې خوړلي كسان، څوك د غدارۍ په برخه كې نوميالي او څوك د اسلام پال تر عنوان لاندې اسلام ځپلي سره راټول شوي دي او غواړي ملت يو ځل بيا د تېر په څېر له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ كړي.
كه لږ څه تشريح وركړم، استاد رباني د چوكۍ له مينې اوس هم خپل وجدان ته ملامت دى او غواړي داسې هڅې وكړي چې په هغه كې اوسنۍ حاكمه نظام تضعيف كړي، كله په خپلو مركو كې له طالبانو سره مرستې ته چمتووالى ښيي او كله هم د اسراييلو د رسميت لپاره وړانديزونه كوي، يوازې غواړي چې دى او د ده پلويان قدرت ولري، د دې لپاره له هرچا سره هرڅه ته تيار دى، دى هغه مذهبي رهبر دى چې د اسلام پالنې تر عنوان لاندې يې اسلام ځپلى دى، همداراز د هغه جنګسالارانو له ډلې څخه شمېرل كيږي چې ګڼ هېوادوال يې غواړي محكمې ته راوكاږي.
ښاغلى اسماعيل خان هم د ده هغه پياوړى قوماندان دى چې په هرات كې يې د استبداد تورې تيارې خورې كړې وې او غوښتل يې د هغه ځاى ټولنه د قانون پرځاى د ده د پلويانو د غوښتنو لاندې ژوند وكړي، خو د خداى كارونه له خداى سره دي، دا خوب يې رښتيا نه شو، همداراز له جګړه مارانو څخه هم شمېرل كيږي، چې بايد محاكمې ته را وكاږل شي.
جناب نورالحق علومي او سيد محمد ګلاب زوى چې پخواني كمونستان دي، اوس يو ځل بيا غواړي هېواد ته د روسانو پليد لاسونه راوغځوي، د دوى دا ډول ايتلاف د دې استازيتوب كوي چې دوى اوس هم له خپلوكړنو څخه پښېمانه نه دي بلكې غواړي يوځل بيا په هېواد كې ستونزې رامنځ ته كړي. دوى له دغه خيانتونو سره سره د هېواد د دوه نيم ميليونو شهيدانو په وينو تويولو كې مسوول كسان دي. ملت بايد دوى محاكمې ته راوغواړي ترڅو د خپلو تېرو كړنو ځواب ووايي.
اكبري صاحب خو اوس هم د مړي په ډانس وياړي او غواړي يوځل بيا خپل پخواني جنايتونه له دغه جبهې څخه تكرار كړي، د كابل د جنايتونو پرمهال به يې چې كله بې ګناه انسانان وژل نو په مړو به يې ډانس(رقص مرده) پرې كاوه، هغه داسې چې كله به يې له انسان څخه سر پرېكړ نو د رګونو خولې به يې په جوشو غوړيو كې و ايشولې او بيابه په هغه كې دمه ايساره شوه او پورته پورته به يې ټوپونه وهل. خو دوى لا دمحاكمې وړ نه دي.
د افغانستان د نظامي ډګر خړ ستورۍ جنرال دوستم خو په شمال كې په زرګونو بې ګناه كسان ووژل او همداراز يې په افغانستان كې د نورو ډول جنايتونو ارتكاب ته چمتووالى ښودلى دى. دده ډله هم په ګيلم جم مشهوره شوه، د هېواد په سراسر كې دې ريفرنډم وشي او د ګيلم جم د موخو اواعمالو پوښتنه دې وشي چې ځه ډول اعمال يې ترسره كول؟
همداراز ځينې نور هغه كسان ورسره دي چې افكار يې متعصب، ځان غوښتونكي او مستبد دي، دوى هم په هېواد كې د سولې پرمهال د ناآراميو په رامنځ ته كېدلوكې پوره ونډه لري. دوى ددې لپاره چې ځان ته تش په نامه ملي نوم وركړي د ملت د بابا له لمسي مصطفى ظاهر، علومي او ګلاب زوى څخه چې د هېواد د لوى مليت پښتنو تش په نامه استازيتوب وكړي له ځان سره يوځاى كړي دي، دوى هم بې له دې چې د خپلو ولسونو بد حالت ته پام وكړي يوځل بيا غواړي له هغوى سره جفا وكړي.
خو له پورتنيو ټولو توضيحاتو او د دوى شخصيتونو اوشاليد ته په پام سره دې پايلې ته رسيږو چې دا ايتلاف او جبهه يوه نامقدسه جبهه ده، ځكه دوى د عقيدې پر بنسټ او د هېواد د يووالي لپاره نه دي سره راټول شوي، يوازې دوى غواړي چې خپلو شومو موخو ته ورسيږي. حال داچې دوى ټول ايډيولوژيك كسان وو، چا ځان ته اخوانيان ويل، چا كمونستان او چا هم ... دوى هغه مهال دا ډول جبهې مردودې بللې، د دوى ډېرو كسانو د دا ډول افكارو درلودونكي كسان ترور كول خو اوس خپله په دا ډول فكر سره راټوليږي او ايتلاف كوي. ايډيولوژيك خلك چې خپلې ايډيولوژۍ ناكامې كړي بيا نو قومي او ژبنيو اړيكو ته مخه كوي او غواړي په هغه كې بريالي شي، خو دا مهال ډېر ناوخته وي ځكه دوى په خپلو ايډيولوژيكو مبارزو كې پوره ولس ته ځان ثابت كړى وي.
دويمې پوښتنې ته په ځواب كې دا ليكم چې دا ايتلاف يوازې په عقدو او ستونزو جوړولو باندې ولاړ دى له دې امله يو مردود ايتلاف دى، د دوى د دغه جبهې د رامنځ ته كېدلو تر ټولومهم عامل ځان ژغورنه ده. مصطفى ظاهر د دې له امله چې شاهي كورنۍ فكر كاوه چې د هېواد په اساسي قانون كې به بيا شاهي نظام غوره شي خو داسې و نه شول نو دوى ځان په ډاګ يوازې وليد او ويې غوښتل چې دې نظام ته د ستونزو په لټولو پيل وكړي نو له دغه جبهې سره يوځاى شو.
استاد رباني خو هېڅكله د دې فكر نه كاوه چې ده ته به څوك د ټوپكسالار خطاب كوي خو حال دا چې اوس د مطبوعاتو او نورو د ژبې په يوه اصطلاح بدله شوې ده. ده فكر كاوه چې د همېش لپاره به د ده ځواكونه او افراد په قدرت كې وي. خو د خداى خوښه داسې نه وه شرايط ورباندې ډېر بد راغلل هغه ټول واك او ځواك يې له منځ لاړ او د دې عقدې له مخې يې په ستونزو جوړولو باندې پيل وكړ.
د فدرالي نظام غوښتونكې ډله چې پدرام او بيژن يې مخكښان وو د هېواد تجزيې ته د پرديو په لمسون راوړاندې شوي او دوى غوښتل چې لومړى د هېواد نظام په اساسي قانون كې پارلماني تصويب كړي او وروسته يې د پارلمان په واسطه تعديل او په فدرالي واړوي چې خوشبختانه دا خوب يې د ملت استازيو رښتيا كېدو ته پرې نه ښود. د دغه عقدو له مخې دوى خپل فعاليت ته دوام وركړ، خو هېڅكله هم د دوى شمېر زيات نه شو، هروخت به دوى سره تجزيه او وېشل كېدل، دا ځكه چې دوى كوم مذهبي خلك نه وو او ملت هم په دوى باور نه درلود، د هېواد په ډېرو حساسو شېبو كې يې په بهر كې له ملت څخه ليرې په عيش او عشرت كې شپې اتېرولې.
دريمه پوښتنه دا ده چې د دوى موخې څه دي، په حقيقت كې دوى د پرديو په لمسون غواړي د هېواد د خاورې بشپړتيا او د حكومت مشروعتيا ته صدمه ورسوي، دوى غواړي لومړى نظام پارلماني او وروسته يې فدرالي كړي او بيا خپلو وروستيو ناوړه موخو ته چې د دښمن موخې دي ورسيږي. د دوى دغه ټولې هڅې په حقيقت كې د افغانستان د يووالي له منځه وړل دي، هغه كه په قومي لحاظ، ژبني لحاظ او يا هم په جغرافيوي لحاظ وي.
څلورمه پوښتنه داده چې ايا دوى به د يوې جبهې په ډول دوام وكړي كه څنګه، دا ټولو ته ثابته ده چې په افغانستان كې اوس ملت د دې وړتيا لري چې ازمويل شوي بيا نه آزمايي، دوى ټولو آزموينه وركړې ده، دوى ټول تور شاليد لري. له دوى څخه څوك ښې خاطرې نه لري، دوى له خپل دين، وطن او ملت سره په همېشني ډول خيانت كړى او دا هڅه يې دوام دى. دوى به ترهغه وخته فعال پاتې شي چې دوى خپلو لاسپوڅو ته پيسې وركوي، كله يې چې مالي ملاتړ ختم شي نو د دوى نظريه به هم له خاورو سره خاورې شي.
د دوى هغه اړيكه چې دوى ورباندې راټول شوي دي ملت ته نا مقدسه ده، نو ځكه دايمي كېداى نه شي، ملت د خپلې خاورې بشپړتيا ته درناوى لري، دوى د نفاق پر ځاى اتفاق ته ژمن دي او هېڅكله به له دوى څخه ملاتړ ونه كړي.
پنځمه پوښتنه دا ده چې مصطفى ظاهر ولې له دوى سره يوځاى شوى دى؟ نوموړى ښاغلى هېڅ كومه سياسي تجربه نه لري، په ملت كې هم كوم ځانګړى نفوذ نه لري، د ده هغه خوب چې غوښتل يې نظام شاهي شي هغه هم رښتيا نه شو. له دې امله نوموړي ځان په ټولنه او دولت كې يوازې احساس كړ او له دې امله يې هڅه وكړه چې د تجريد شوو له ډلې سره يوځاى شي. خو دا به د ده په سياسي شاليد كې تر ټولو بد ټكى او پيل وي.
دا جبهه يوازې د ۱۳۸۵ كال دقوس د مياشتې د بشري حقونو د څار د ډلې د رپوټ او په هېواد كې د انتقالي عدالت د پروګرام په وړاندې د ځان ساتلو جبهه ده. دوى د ميلاسوويچ محاكمه او د صدام محاكمې وليدلې او په خپل ځان هم وډارشول له دې امله يې خپلو مرستندويه هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه وكړه او سره يوځاى شول. دوى د ملي پخلاينې د طرحې له عملي كولو څخه د نظارت كولو او د هغه د تعميل لپاره په دولت باندې فشار راوړولو لپاره او په اخر كې خپلو اصلي موخو ته چې د هېواد تجزيه ده د رسېدو لپاره راجوړ كړل شوي دي. ګني دا ناممكنه وه چې مجاهدين نومي دې له ايډيولوژيكو كمونستانو سره يوځاى شي.
په پايله كې ملت ته دغه څېرې ښې معلومې دي، هېڅكله هم ورباندې اعتماد نه كوي او دوى بې له دې چې د خلكو اذهان د څو ورځو لپاره مغشوش كړي نورڅه نه شي كولاى.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : سياست    |   M Ismail Naveed  :  له طرفه
23 Apr 2007   02:52:44 pm
د ملي پخلاينې منشور او متحده ملي?! ټلواله
په پارلمان كې د درېيمې ډلې د تشكيل له مرامونو څخه بايد ملت، نړيوال او افغان دولت ملاتړ وكړي او كله چې ولسمشر دغه ننګينه پرېكړه توشيح كړه، نو په ملت كې يې خپل باور له صفر سره ضرب كړ.
د ملي روغې جوړې طرحه د سلواغې په ١١مه، د ولسي جرګې له خوا تصويب شوه، موخه يې د سولې او امنيت رامنځته کول، د ښکېلو غاړو تر منځ روغه جوړه او د تېرو وختونو تربګنيو ختمول ياد شوي دي. په دغه طرحه كې د تېرو درېو لسيزو په جګړو کې ښکېلې خواوې د ملي روغې جوړې په پروګرام کې شاملې دي، چې تر هېڅ حقوقي او عدلي تعقيب لاندې به نه نيول کيږي او له هر ډول تيري څخه به په امن کې وي. كرزي هم له لږ څېړنې وروسته په ډېر لږ بدلون نوموړې طرحه توشيح كړه. دې طرحې دغه جګسالارانو ته نور جرات هم وركړ او آن تردې چې د متحدې ملي؟ جبهې تر عنوان لاندې د تش په نامه ښي اړخو او چپيانو تر منځ ايتلاف يې جوړ كړ. دا هغه اقدام وو چې دوى د خپلې محاكمې په وړاندې ملت ته لومړۍ دفاعيه ځواب وركړ او ملت ته يې د دې پيغام وركړ چې جنايت كاران ښي اړخي او چپ اړخي نه غواړي، په حيقيقت كې ټول يو جنايتكاران دي. هغوى ته ايډيالوژي، دين او ټولنيز ارزښتونه د درناوي وړ نه دي، دوى له هر جاني څخه د اړتيا پر مهال د مرستې غوښتنه كوي او هر جنايتكار يې مرستې ته رادانګي، ځكه چې په مرام او موخو كې سره يو دي. دوى د ملت د غولولو لپاره د اسلام له نامه او افغانيت څخه كار اخلي، ګني نور د دوى موخه او هدف جنايت دى.
د ملي روغې جوړې طرحه او د متحدې ملي؟ جبهې جوړښت د همدغه مافيا دفاعي كړۍ دي، چې د ملت د حقونو په وړاندې يې له ځان څخه تاو كړې دي. دوى د ځان د دفاع لپاره دا كار ترسره كړ. په حقيقت كې د هماغه طرحې اجرايوي بڼه به د متحدې ملي؟ جبهې له خوا څارل كيږي.
د حمل د مياشتې په ۲۲ مه آزادۍ راډيو په خپل يوه رپوټ كې وويل چې ځينې بنيادونه وايي چې دغه نامتجانسه ډله كه له نن نه ۲۰ كاله وړاندې رامنځ ته شوې واى دومره وژنه او د هېواد ورانۍ به نه رامنځ ته كېده. نه د دغه ډلې د ټولو غړو د ژوند تجربه جنايت او د خلكو وژنه ده. دوى نه اوس د وراني او وژنې مخنيوى كوي او نه يې هم پخوا كولو. د دوى ماهيت جنايت دى.
د دغه ډلې ډېرى غړي د شمالي ايتلاف (ټلوالې) كسان دي، دوى يوازې د بشري حقونو د څار د ټولنې د ۱۳۸۵ كال د رپوټ په وړاندې د غبرګون لپاره دغه ډله رامنځ ته كړه. د بشري حقونو د څار د ټولنې د اسيايي برخې رييس بريډ اډمس له ازادۍ راډيو سره په مركه كې ويلي چې د دغه ټلوالې غړو د افغانستان په تېرو خونړيو جګړو كې مهم او بنسټيز رول درلودلى او اوسمهال په افغان حكومت او پارلمان كې مهمې چوكۍ لري. دى زياتوي چې په دې اړه موږ څېړنې كړي دي او د اوسني حكومت څو تنه لوړ رتبه چارواكي او د پارلمان غړي په نويمه لسيزه كې دكابل په جنګي جنايتونو كې ښكاره لاس درلود.
ښه داوه چې كرزي د بريډ آډمس له خبرو څخه دوه ورځې وړاندې د انتقالي عدالت د پلي كولو لپاره د دولت د عمل پروګرام اعلام كړ.
د روسانو له وتلو وروسته د وطن ټول ورانۍ د همدغه جنګ سالارانو د جنايتونو له امله رامنځ ته شو، هر يوه يې د خپل بادار لپاره د هېواد په وراني او د خلكو په وژلو او ربړولو باندې زړه تش كړ.خو جنګي جنايتكاران سره له دې ځينې دومره زړورې بې بنسټه خبرې او دلايل هم وايي چې ملت نور هم تر روحي فشار لاندې راولي، د بېلګې په ډول د حوت د مياشتې په ۲۲ مه په آريانا ټلويزيون كې صديق چكري د كابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي له يوه استاد ښاغلي ودير صافي سره په يوه ګردي ميز كې ګډون درلود. په دغه بحث كې صديق چكري وويل چې موږ خو د هېواد قهرمانان يو له قهرمان څخه چا حساب اخيستى، كه له قهرمان سره حساب كيږي نور اځۍ اول وزير اكبر خان محاكمه كړو چې مكناټن يې وژلى و او يا هم احمدشاه بابا محاكمه كړو چې افغانان يې بيول د پاني پت جګړې ته او هلته په جنګ كې وژل كېدل.
د صديق چكري د دې خبرې په ځواب كې په زړورتيا ليكم چې ښاغليه ته او ستا رهبر استاد رباني او ستاسو نور هغه ټوپكسالاران چې د هېواد په ړنګولو كې يې مهمه ونډه درلوده لومړى هېڅ د هېواد له اتلانو سره د مقايسې وړنه دي، زموږ په سيمه كې يو متل دى وايي د فلاني نوم دې چې اخيست لومړى اودس كوه او بيا يې اخله، چكري صاحب! ته خو چې د احمدشاه بابا او يا غازي اكبرخان نوم اخلې نو لومړى اودس كوه او بيا يې نوم اخله. ته او ستا د ملګرو قهرماني هغه مهال ثابته شوه چې د پنجشير په يوه دره كې ايسار وى او وروسته مو له نړيوالو څخه د افغانانو پر وړاندې د بي ۵۲ ډوله الوتكو د لاسخت بمبار غوښتنه كوله. دې ته هم قهرمانان وايي؟!
تاسې ټول هغه ايډيالوژي ځپلي او اسلام ځپلي ياست چې د اسلام د مبارك دين په بدنامولو كې مو تر ټولو لويه ونډه درلودلې ده. د مسلمان او مجاهد د اعمالو معيار حلال او حرام وي، سياست يې د مسلمانانو د چارو غمخوري او مرسته او تدبير وي، تاسې تش په نامه مجاهدو او قهرمانانو خو د كار معيار سمتي، ژبنۍ، قومي، ډله ييزې ګټې وې، سياست مو هم د ماكياولي شيطاني سياست و چې ورور وژنې ته مو اسلامي بڼه وركوله.
د تاجكستان د حكومت د هغه مخالفو مسلمانانو چې د جهاد پر مهال يې له افغانانو سره مټ په مټ او اوږه په اوږه له روسانو سره جګړه كوله خو وروسته مو د خپلو سياسي موخو لپاره چې په افغانستان كې مو نور ځاى نه درلود، د هغوى له وژنې مو د كولاب د هوايي ډګر په لاسته راوړلو كې ګټه واخيسته، دې ته هم اسلام وايي؟ هغوى مسلمان مهاجرين وو چې د تاجكستان له اختناقي فضا څخه يې د افغانستان ملت ته پنا راوړې وه، دا جنايت نه دى؟
ښاغلي صديق چكري په همدغه بحث كې وويل چې له موږ څخه ملت شكايت نه لري، موږ د غازي ستډيوم په غونډه كې ۱۵۰ زره كسان راټول كړي وو چې له موږ څخه يې ملاتړ وكړ آيا دا د ۳۰ ميليونه ملت استازي وو كه ستاسو لاسپوڅي؟ نه ستاسو لاسپوڅي.
په جمعيت كې خو اوس هېڅ دومره كسان نشته، د كنګرې د ګوند په يوه غونډه كې يوه سكولر فكره كس پوښتنه كړې وه چې جمعيت به اوس څومره نفوذ ولري؟ يوه بل ځوان په بيړه ځواب وركړى وو چې اوس په جمعيت كې يوازې استاد رباني او بل هم د استاد رباني وياند پاتې دي.
پوښتنه دلته راولاړيږي، چې ډيموكراتيك نظامونه ټول دومره فاسد وي او كه يوازې په افغانستان كې هر ډول نظام د فساد او درغلى ښكار كيږي. په افغانستان كې نن خلك د انتقالي عدالت پروګرام، د بشري حقونو كميسيون، د ملكي خدماتو او اداري اصلاحاتوكميسيون، د اسلامي ورولۍ او سولې د ټينګښت كميسيون او ... ټولو ته د شك او يو ډول درغلو ادارو په توګه ګوري. د دولت درى ګونې برخې اوس په پوره ډول له ملت سره په درغلۍ كې دي، ملت ته دا ثابته شوې چې دوى يوازې د ځانونو د مصونيت او پانګوالۍ لپاره په ملت هر ډول ظلم روا بولي او چې دوى امتياز ولري لكه چې ملت امتياز لري.
دا ډول اعمال د نړۍ هغه فكر چې ډيموكراسي يې بولي خلكو ته تر ابهام لاندې ښكاروي. د ډيموكراسۍ ځينې منتقدين وايي چې ډيموكراسي هغه نظام دى چې كميت پر حاكميت برلاسى كوي او په افغانستان كې د دغه نظر د ثبوت لپاره بشپړ دلايل شته:
- د هرڅه نه وړاندې د ولسمشر په فرمان د نوي مشاور امان الله ګذر ټاكنه هغه څه وو چې په ښار او بانډو كې به خلكو ويل چې نوموړى قوماندان به له غلا څخه پرته بل د څه نېكه مشوره وركړي. ده خو د دې پر ځاى چې محاكمې ته راوكاږل شي نور هم تقدير او عزت وموند.
- دولت لا تر اوسه په احساساتي ډول خپل كارونه په هره بيانيه كې ټول په ترتيب بيانوي اما له شفافيت څخه يې مو خداى مه خبروه.
- دولت د هر كار د شفاف تر سره كولو لپاره كميسيونونه رامنځ ته كړي، چې له يوه پلوه د ټولو كار له درغليو ډك دى. د بېلګې په ډول د ملكي خدماتو او اداري اصلاحاتو كميسيون ته خپله د پارلمان وكيلان د اداري فساد د كميسيون خطاب كوي، له رسنيو څخه يې ټول مسوول چارواكي اوري او ګوري خو هېڅوك پرې غوږ نه ګروي. د بشري حقونو د كميسيون مشره سيماسمر د وحدت ګوند د مركزي كميټې چې په افغانستان كې د بشري حقونو په نقض تورن دى، غړې ده، نو دا به څنګه د انتقالي عدالت په پروسه كې اغيزمنه واقع شي. د اسلامي ورورولۍ او سولې د ټينګښت كميسيون، ټول هغه كسان چې په شخصي ژوند كې ستونزې ولري او يا هم بې خرڅه شوى وي د يوه ميل كلاشنكوف په تسليمولو سره وايي چې د دولت له مخالفينو څخه بېل شوم او تاسو سره همكاري كوم، له دې امله د امنيت خرڅ او يوډول امتياز په ترلاسه كولو سره خپل ژوند ته سمون وركوي. څوك چې د دولت مخالفين دي هغه هماغسې په غرونو كې د جګړې انتظار باسي او د دولت هر عمل ناروا بولي.
له دغو حقايقو څخه د ټولو كميسيونونو مشران او د دولت لوړ پوړي چارواكي آن تر ولسمشر پورې خبر دي خو په شفافيت يې هېڅ غور نه دى كړى، ځكه چې تاوان يې دوى ته نه بلكې عامو وګړو ته رسيږي.
- د اداري فساد په وړاندې د جهاد د مخكښ لوى څارنوال عبدالجبار ثابت په اړه خلك وايي چې ولسمشر د خپل اعتماد او باور د بيا ترلاسه كولو لپاره نوموړى مخكې كړ، خو دا چې د دولت درى ګونې برخې ورسره لازمه مرسته نه كوي، د نوموړي جهاد هم د يادو شوو كميسيونونو د كار په څېر ناكام بريښي.
- په دولت كې ټول هغه كسان چې د اداري سمون او وړواكۍ له شعار څخه به يې ملاتړ كولو خپلې وظيفې پرېښودې، بېلګه يې ډاكټرعلي احمد جلالي او ډاكټر اشرف غني احمدزى دي.ځكه دوى به شفافيت، امنيت، د ټوپكسالارانو له واك څخه د دولتي شتمنيو په خونديتوب ټينګاركاوه.
همداراز ډېر نور داسې مسايل شته چې د دولت لوى چارواكي په كې نېغ په نېغه تورن دي، لكه د مخدره توكو قاچاق، د انسانانو قاچاق، عامه وژنې، غصب او نور، خو دولت د دغه هر ډول تورونو په وړاندې سخت غبرګون ښودلى او هرډول اسناد يې په دې اړه بې بنسټه بللي دي.
نو دغه ټول دلايل ډيموكراټيك نظامونه تر پوښتنې لاندې راولي او د دوى دا اعمال به افغانستان كې ډيموكراسي هم د تېرو نورو ايډيالوژيو په څېر ناكامه كړي.اوس خلك په دې نظر دي چې هرڅه شعار دى چې د رسنيو او مطبوعاتو له لارې تبليغ كيږي، عمل او په عمل كې شفافيت هېڅ نشته.
زيانمن شوي افغانان په دې اند دي چې هره ورځ د دوى په حقونو يرغلګرې ډلې قوت مومي او دولت او نړيوالو خپله د دغو ډلو پياوړيتوب ته لاره اواره كړې ده. دوى اوس له نړيوالې ټولنې څخه هم ناهيلي شوي دي او دغه ناهيليتوب به د دولت د مخالفينو په پياوړي كېدو كې لويه ونډه ومومي. هغه مهال به دوى ښه پانګوال شوي وي او په هېواد كې له لږ اړ دوړ څخه وروسته به له هېواد څخه پښې سپكې كړي.
دوى هغه مهال د داسې يوې طرحې د تصويب په لټه كې شول چې په نړۍ كې يې د بشري حقونو په تيري د ځينو كسانو د محاكمې خبرونه واورېدل، لكه ميلاسوويچ چې په بوسنيا كې يې ګڼ شمېر مسلمانان وژلي و، وروسته و نيول شو او د هاګ د محكمې له خوا د ده محاكمه روانه وه چې په يوه مرموز ډول يې ځان وژنه وكړه. د عراق پخوانۍ دكتاتور مشر صدام حسين چې په عراق كې د ګڼ شمېر شيعه ګانو د وژلو په تور له محاكمې وروسته اعدام شو. د افغانستان بشري جنايتكارانو هم دغه حالت ته تمه درلوده او ورڅخه په وېره كې وو، نو ځكه يې ګام پورته كړ او يوه ننګينه پرېكړه يې وكړه چې د ملي روغې جوړې تر عنوان لاندې يې ولسمشر ته د توشيح لپاره وړاندې كړي. په دې اړه د بشرحقونو د خونديتوب ټولو ادارو نيوكه وكړه او دغه پرېكړه يې د دوى حق و نه باله. خو افغان حكومت او پارلمان دغه طرحه په افغانستان كې د نوي سياسي او اجتماعي ژوند لپاره معقوله طرحه او د لاښې سياسي فضا لپاره يو ګام وباله.
حال دا چې ځينې وكيلان وايي چې د نوموړې طرحې نصاب پوره نه و كه همداسې وي نو دا يوه پوره مسوده نه وه خو كه پوره و يا نه و، اوس ولسمشر په لږ بدلون توشيح كړه، مګر بيا هم افغان ملت ته د منلو وړ نه ده، ځكه كومو كسانو چې ظلم يې كړئ او اوس د خپل ځان د معاف كېدو په خاطر دا هر څه كوي، نو د خپل ملت څخه خو به يې يو ځل بښنه غوښتې وه. دغه ملت خو دوى دومره كلونه وځوراوه نو د يوې بښنې حق خو يې پرې درلود.
بل دا چې كرزى به څومره وخت باچا وي، چې دا مسوده عملي كړي.د حكومتونو عمرونه نظر د ملت عمر ته ډېر لنډ وي. دوى ته لږ تر لږ دا په كار، اړين او وړ و چې له زيانمن ولس څخه يې بښنه غوښتې واى لكه چې د امريكا ريس جمهور په هيروشيما او ناګاساكي باندې د اتوم د كارولو له امله جاپان ته لاړ او د چاپان له خلكو او ريس جمهور څخه يې بښنه وغوښته، نو دوئ دې هم له خپل ملت څخه بښنه وغواړي. ولې د خلكو په سترګو كې خاوري شيندي او خپل ځانونه پخپله په پټه معافوي. كنه د افغانستان خلك له خټې انتقام اخيستونكي دي.
د ولسي جرګې دغه پريکړه نه يوازې له هر ډول عدلي تعقيب نه د بشري جنايتونو له تور سره د مخامخ کسانو د خونديتوب وړانديز کوي بلکې تر څنګ يې دا هم وايي چې نړيوال کنوانسينونه يوازې د ولسي جرګې له هوکړې وروسته د منلو دي.
په داسې حال كې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د ولسي جرګې د دغه پرېكړې سره د مخالفت پر مهال وويل(افغانستان د داسې ځانګړو نړيوالو تړونونو د امضا کوونکو هېوادونو له ډلې دى چې ارزښت يې له داخلي حقوقو لوړ بلل کيږي. له دغو تړونونو سره مخالفت له بغاوت پرته بله معنى نه لري. په اصل کې موږ له حقوقي اړخه له دغو تړونونو سره د مخالفت حق نه لرو. د نړيوالو حقوقو په ډګر کې د رووانډا، بالکان، ختيځ تيمور او سويلي افريقا تجربو ته په کتو سره د بشري او جنګي جنايتونو په ګډون ځينې جنايتونه داسې دي چه له لويه سره د بخښنې په مقوله کې شاملېداى نه شي. يوازې هغه څوک د بخښنې دا ډول وړانديز مخې ته کولى شي چې په حقوقو نه پوهيږي.))
د دوى د حال ښه مصداق د افريقا د انسان خوړونكو هغه كيسه ده چې چا د ملګرو ملتونو ادارې ته شكايت كړى وو چې په يوه افريقايي هېواد كې اوس هم سړي خوړونكي انسانان شته، دوى د خپلې دندې سره سم د هماغه هېواد چارواكو ته ليك استولى وو چې په دې اړه معلومات راكړئ، ددې هېواد چارواكو ورته ليكلي وو چې اوس زموږ په هېواد كې سړي خوړونكي نشته او دا رپوټ بشپړ غلط دى، ځكه يو شمېر كسان وو هغه موږ وخوړل.
لكه څنګه چې په پيل كې مو د دولت په كميسيونونو رڼا واچوله، د ډېرو وزارتونو برخليك هم د يادو شووكميسيونونو او ادارو په څېر دى او په ټول دولت كې اداري فساد په اداري ناورين بدل شوى، فقر، ايډز او ټولنيز طبقات ورځ په ورځ پياوړي او افغانستان شموله كيږي، خو دولت ورته هېڅ مشخصه ستراتيژي نه لري، له همدې امله كارپوهان د افغانستان لپاره راتلونكى روڼ او روښانه نه بولي. هېواد بيا د تاريخ په ډېرو حساسو شېبو كې له ستونزو سره لاس او ګريوان دى، خو له دغوټولو بدو حالاتو څخه د وتو لار شته، دولت دې شفافيت ته مخه كړي، د ځينو اصلاحاتو لپاره دې جدي ګامونه پورته كړي، د ملت غوښتنې دې په پام كې ونيول شي، كار د اهل كار ته وسپارل شي، د جګړې پر ځاى دې سولې ته ډېر كوښښ وكړي، د علماوو او ملايانو د كار او روزګار لپاره دې په ملي ستراتيژي كې لازم تدابير ونيول شي، د ځوان كهوول د بيكارۍ مخه دې هم ونيسي، كه دولت دا كارونه په جدي ډول عملي كړي نو ژر ده چې د ستونزو شمېره به څوچنده را كښته شي.اما دولت د شومو مصلحتونو له مخې لا تراوسه ور باندې هېڅ غور نه دى كړى. اوسمهال افغان ملت په دولت باندې د بې باورۍ اوج ته رسېدلى، چې پايلې به يې ډېرې ناوړه پېښې وي او راتلونكى يې هم د ابهام په وريځو كې پټ كړى دى.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : سياست    |   M Ismail Naveed  :  له طرفه
10 Feb 2007   08:58:53 am
آيا ناټو به راتلونكى كال بيا ړانده او كاڼه عمليات كوي؟
2006 م كال د ولسمشر كرزي د واكمنۍ او د ډيموكراسۍ د تعميل په بهير كې تر ټولو خونړى كال و، د تېركال په تاوتريخوالو كې 4000 تنه افغانان ووژل شول، چې لويه شمېره يې ملكي وګړي وو. ناټو هم د ملكي وګړو وژنه د خپلو ناكاميو له عواملو څخه وبلله او په تېرو نهو مياشتو کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو شمېر هم له نهه زرو څخه، 33 زرو ته پورته شو. د ناټو پخواني قوماندان ډګرجنرال ريچارډ د قوماندې د ترلاسه كولو پر مهال ويلي و، چې تر قوماندې لاندې ځواکونه به ېې په يرغليزو بريدونو کې ښکيل نه وي، يوازې مخنيوونكي عمليات به ترسره كوي، خو اوس د ناټو نوي قوماندان مكنيل له طالبانو سره سوله ناكامه هڅه وبلله او جګړه يې د دوى د ماتولو لپاره يو ځل بيا په ژبه راوړله. په دې وروستيو كې هم د ناټو پخواني قوماندان ريچارډ راتلونكى كال د سختو جګړو كال اعلام كړ، خپل دښمن ته يې زيګنال وركړ، خو ملت پوه نه شو، چې دا شين چراغ و او كه سور، ملت دې ته په اندېښنه كې دى چې ناټو به په راتلونكي كال كې يرغليز عمليات كوي، د تېر كال په پرتله به تلفات بيا ډېر ملكي وګړي وي او كه په موخو كې به له دقت څخه كار واخلي؟

دا ټول هغه څه دي چې په لرو پرتو سيمو كې د دولت د نفوذ په ضعف او د نړيوالو د ستراتيژۍ ناكامي ښيي. په دغه سيمو كې د طالبانو نفوذ ځينې عوامل لري چې په لاندې ډول دي:
لومړى، سيمه ييز وګړي بې سواده دي، ځكه ژر غوليږي او له هرې ډلې سره لاس يو كولاى شي، د دوى دعلمي كچې او سواد د سطحې په لوړولو بايد دولت او نړيوال پانګه اچونه وكړي.
دويم، ناټو په ځينو سيمو كې داسې عمليات هم ترسره كړي چې ډېرۍ زيانمن كسان يې عام او بې ګناه وګړي وو، چې دې هم د مخالفينو په زياتوالي كې رول درلودلى دى.
دريم، نړيوالې ټولنې او افغان دولت د نا امنه سيمو خلكو ته كار و نه موند، د پخوا په څېر يې د نشه يي توكو كركيلې ته پرېښودل. بنسټيزې پروژې يې پيل نه كړې چې خلك د اوږدې مودې لپاره په كې په كار شي.
څلورم، د نړيوالې ټولنې او افغان دولت خدمات او پاملرنه د هېواد ټولو سيمو ته په متوازن ډول نه وه، چې دغه رويې هم خلك له دولت سره حساس او له يو ډول د پرديتوب له احساس سره مخ شول، چې دې هم د طالبانو فعاليت ته لاره اواره كړه.
پنځم، د مركزي دولت استازو يعنې واليانو د دولت او ملت تر منځ اړيكه كمه نه شواى كړاى، دا واټن هله كمېده چې اداري فساد او درغلي له منځه تللې واى. په كارونو كې شفافيت موجود واى.
شپږم، د افغاني پوځ او پوليسو د پياوړي كولو په اړه د افغان دولت او نړيوالې ټولنې بې غوري او ټګي، آن تر دې چې په زابل غوندې جګړه ځپلې سيمه كې پوليسو ته د څلورو مياشتو تنخوا نه وه وركړل شوې، دوى دومره اوږده موده خپل او د خپلې كورنۍ لګښت له كومه كاوه؟ په دې برخه كې دولت بشپړ بې غوره او ټګ و.
اووم، په سيموكې د پخوانيو قوماندانانو واكمني او د وړواكۍ پر بنسټ د دولتي ادارو د كاركوونكو نشتوالى.
اتم، تر اوسه چې په كومو سيمو كې عام خلك ووژل شول د هغې په اړه د هغو كسانو چې غلط معلومات يې وركړي وو، هېڅ ډول څېړنه او قانوني عكس العمل و نه ښودل شو، چې دې هم ملت له بې باورۍ سره مخ كړ.

دا ټول هغه عوامل دي چې سويلي او سويل ختيځې سيمې يې له نا امنيو سره مخ كړې دي. راتلونكي كال ته د ناټو مشري چې له بريتانويانو څخه امريكايانو ته تسليم شوه او د سختو جګړو خبرې هم ورسره تودې وساتل شوې، ملت يې په دې اندېښنه كې اچولى چې دا ځل به بيا داسې ړانده او كاڼه عمليات ترسره كيږي او عام وګړي به وژل كيږي او كه څنګه؟
خو دا په نړۍ كې ثابته شوې ده، چې په جګړه كې ملكيانو ته هېڅ تضمين شتون نه لري، له دې امله افغان دولت اونړيوالو ته تر ټولو غوره لاره داده، چې خلكو ته اوږد مهاله كار برابر كړي، اقتصادي حالت ته يې پام وشي، د مركزي حكومت د واحدونو په تقويه كې دې په شفافيت او وړواكۍ سره وړاندې ګامونه واخلي، نو كله چې وزګاري ختمه شي، د خلكو اقتصادي حالت ښه شي، جنګ ته به څوك زړه ښه كړي؟ خو كه خلك نور هم له فقر او ستونزو سره مخ شي، له دولت څخه به يې نور هم زړه ستړى شي او له مخالفينو سره به لاس يو كړي. دا مهال به بيا جګړې اور واخلي او د ملت، دغه له اندېښنو ډك او وحشي خوب به يو ځل بيا د سر په سترګو ټول وګوري.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : سياست    |   M Ismail Naveed  :  له طرفه
 
1 2 3 ...15 16 17 Next
برخي
[7] فلشونه
[1] ماسره اړيكې
[4] نړۍ
[5] نثرونه
[1] ويب پاڼې
[2] ډیموکراسي
[6] يادښتونه
[4] ژورناليزم
[1] پلان جوړونه
[1] انڅورونه
[1] اسطوره
[11] تولنه
[1] د ليکوالو انځورونه
[1] د ليکوالو ايميلونه
[1] د ليکوالو شمېرې
[29] سياست
[1] ستاسو نظر
[1] شعرونه
Aug 2008 سپتمبر 2008 Oct 2008
S M T W T F S
  1 2 3 4 5 6
7 8 9 10 11 12 13
14 15 16 17 18 19 20
21 22 23 24 25 26 27
28 29 30     
ارشيف
[8] نومبر 2007
[5] جنوري 2007
[9] دسمبر 2006
[4] اکتوبر 2006
[2] سپتمبر 2006
[2] اګست 2006
[12] جولاې 2006
[5] جون 2006
[4] مئ 2006
[8] اپريل 2006
[9] مارچ 2006
[17] فبروري 2006
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006