| | |
  Time [GMT +4.5] : 07 Sep , 02:04:13 | |
26 Feb 2008   11:44:47 am
پښتو ویبلاګونه او تبصرې
پښتو ویبلاګونه او تبصرې
ګل آغا احمدي وردګ
د پښتو ژبې ویبلاګونه د معاصرې زمانې د کلتوري هلو ځلو په لړ کې د خدمت او کار کولو هغه فرهنګي وسیلې ګڼلی شو چې په ډیر آسانه، ګړندۍ او اغیزمنه توګه د لیکوال له ذهن څخه د هغه د ګوتو او فکر په هڅه تولید شوي توکي اخلي او د ټولې انساني نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مینه والو مخې ته په مینه مینه ږدي.
پښتو ویبلاګونه چې د انټرنیټ پر مټ نن د لیکوالو، لوستونکو، څیړونکو او کره کتونکو په چوپړ کې قرار لري د یوه داسې الهي نعمت حیثیت لري چې که په مثبته، روغه او ریښتنې توګه د خپل پښتني فرهنګ په غوړیدو کې ترې کار واخیستل شي نو د عامه پوهاوي او ستر خدمت تر څنګ به یې خاوند ته د لوی خدای (ج) په مهربانۍ او د جاریه صدقې په حیث اخروي اجر هم حاصلیږي. نو راځی چې له دې کلتوري مورچلونو څخه د یوې سالمې سیالۍ په توګه کار واخلو او په داسې توګه یې د چلولو هوډ وکړو چې زموږ د ټولنې نوې راټوکیدلې غوزې د ښیرازه سمسورتیا او غوړیدو په لوري ګړندي او په ګټورو معلوماتو یې سمبال کړي.
هغه وروڼه او خویندې چې په ویبلاګونو کې د خپرو شوو مطالبو په هکله تبصرې یا کره کتنې کوي ښه به دا وي چې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي:
لومړی: هره خبره، هر قول او هره څرګندونه له ټولو د مخه باید د لوی خدای (ج) د رضا د حصول او د هیواد د سترو ملي ګټو په چوکاټ کې برابره کړي.
دویم: که لیکنه ښه وي او د کره کتونکي په نظر کلتوري ښکلاوې ولري نو مهرباني دې وکړي هغه ښکلاوې دې بیان کړي چې ده ته پرې لیکنه ښه ښکاره شوې ده. زه فکر کوم یوازې دا خبره به کافي نه وي چې ډیره ښه لیکنه ده او ډیره مې خوښه شوه، یا دا چې فلانی د ډیر وخت راهیسې پيژنم ښې لیکنې کوي. له دې خبرې څخه موخه دا ده چې که د ښې لیکنې ښکلاوې بیان شي نو زموږ هغو لیکوالانو ته به هم یو الهام وي چې د خپلو لیکنو د ښه کولو په تکل پسې راوتلي دي.
دریم: که لیکنه د لوستونکي، تبصره کوونکي او کره کتونکي په نظر د لیکوالۍ د آرونو په تول برابره نه وي نو اړوند اړخونه دې مهرباني وکړي له رغنده وړاندیزونو سره یو ځای هغه ټکي په ګوته کړي چې د ده له نظره د لیکوالۍ په تول برابر نه دي.
څلورم: لوستونکي، کره کتونکي او تبصره کوونکي دې د هر لیکوال په هکله که یې هغه خوښیږي او یا یې نه خوښیږي، که یې ملګری وي او یا یې ملګری نه وي نو د نظر د څرګندونو په وخت کې دې د اړوندې لیکنې په هکله یوازې او یوازې د لیکوالۍ آرونه په نظر کې و نیسي. په دې باره کې په حقیقي یا مستعارو نومونو د هر ډول شخصي عقدې، کینې، ښکنځلو، او یا داسې نورو ناوړه خبرو بیانول پرته له دې چې نظر ورکوونکی د ګناه لورته بوزي، شخصیت یې ټیټ وښي بل څه لاسته راوړنه نه لري. همدارنګه دا خبره په ډاګه کوي چې د ناوړه نظریاتو تبصره کوونکی د انسانیت د یوې داسې ضعیفې مرتبې خاوند دی چې حتی د قلم، ګوتو او لیکوالۍ حرمت په پام کې نه نیسي او څه یې چې په خپل بې لارې فکر کې ور جوړیږي نو د عامو لوستونکو مخې ته یې ږدي چې په حقیقت کې دغه کار یوه اخلاقي نیمګړتیا ده. په داسې مواردو کې باید پاملرنه وکړو چې د ځمکې او آسمانونو خاوند زموږ په هر عمل، قول او لیکنه ناظر او حاضر دی.
پنځم: د پښتو ویبلاګونو خاوندانو ته ښايی چې داسې لیکنې په خپلو ویبلاګونو کې د کره کتنې او تبصرو لپاره وړاندې کړي چې ده ته له ټولو ښه ښکاره شوې وي، هیله من پیغام ولري او د ملي ګټو په بنسټ ولاړې وي. همدارنګه په خپله لیکنه کره کتونکو ته د تبصرې کړکۍ د دې لپاره پرانیزي څو هغه په خپل هنر کې د پوخوالي خواته بوزي.
شپږم: تبصره کوونکو او کره کتونکو ته ښايي چې خپل نظریات په ډیرو ښکلو الفاظو او د لیکوال سره د خپلې لیکنې د مرستې په ډول څرګندې کړي. همدارنګه ښايي چې د خپلې لیکنې له محتوی څخه هغه زړه سوی او لارښوونه څرګنده شي چې د یوه لیکوال لپاره یې د خپلې تبصرې په ترڅ کې وړاندې کوي.
ستاسو نظر په دې هکله څه دی؟
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : مشورې    |   ahmadi  :  له طرفه
26 Feb 2008   11:39:34 am
د ښامار غوټۍ
د ښامار غوټۍ
دا د شرم، دا د عیب، دا د عار غوټۍ
دا ناولې، ناجایزې ، د ناتار غوټۍ
د ښایست باغچه اورونو لاندې کړې
د سکروټو، د خوګلن او د سره نار غوټۍ
چې د ټول جهان پیغور ورسره مل دی
دلته مستې دي د زهرو او د مار غوټۍ
ها ټپي پیکر یې ټول راته چیچلی
یاغي شوې دي د نسل د کشتار غوټۍ
توره شپه ده د ښکلا په تصویرونو
د افغان په کور را ماتې د ښامار غوټۍ
موږ د اوښکو په منګول کې عظمت غواړو
خدایه ورکې کړې د بنګو او کوکنار غوټۍ
۶ کب ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۵ فبروري ۲۰۰۸ میلادي/ کابل
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : شعرونه    |   ahmadi  :  له طرفه
05 Feb 2008   01:05:47 pm
د علاج شربت
د علاج شربت
مینې راشه میلمنه شه د انسان له کوره تاو شه
بیا د دې بیلتون وهلي ټول جهان له کوره تاو شه
چې د رحم نسیم خپور شي د نفرت په بړبوکیو
د زخمي زړونو د سوي ګلستان له کوره تاو شه
شیرین جام د محبت د پرښتو په لاس کې راوړه
په نشه نشه د وړانګو د جانان له کوره تاو شه
د ښکلا زیور مې ورک دی زه د حسن منګول غواړم
بیا د تږي، ځوریدلي، ډک ارمان له کوره تاو شه
که د رحم خیرات وکړې ستا به څه کم شي ناځوانې
په پاخه عزم د هیلو د کاروان له کوره تاو شه
په دې وچو شونډو کیږده د علاج د شربت څاڅکي
بیا د سولې په جامه کې د افغان له کوره تاو شه
۷ وږی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۹ آګست ۲۰۰۷ میلادي
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : شعرونه    |   ahmadi  :  له طرفه
05 Feb 2008   12:45:53 pm
د خلاصون یوازینۍ لاره
د خلاصون یوازنیۍ لاره

ګل آغا احمدي وردګ
که د بشري ټولنو تاریخ ته لنډ نظر وشي چې د تمدن او پرمختګ تر ټولو لوی عامل یې څه وو نو ډیر ژر به څیړونکي ته پته ولګیږي چې د انسانانو د ښیرازۍ تر ټولو لوی عامل سیستماتیکه ښوونه او روزنه ده چې یوه ټولنه د خپل ژوند د معراج هسکو پوړیو ته رسولی شي.
دا سمه خبره ده چې د ښوونې او روزنې تر څنګ په یوه ټولنه کې د غوره قانون، ځواکمن اقتصاد، پیاوړې امنیت، اغیزمن اداري نظام او غښتلې ارادې موجودیت هغه څیزونه دي چې له ښوونې او روزنې سره ګام په ګام د ژوند د پرمختګونو رخسار ته نږدې کيږي او پر غومبورو یې د ښکلا زرغون خالونه ږدي خو بیا هم که په ژوره توګه ورته وکتل شي نو بنسټیزه ښوونه او روزنه د دې ټولو څیزونو د موجودیت تر ټولو ستر لامل دی.
که ټولنه په منظمه ښوونه او روزنه سمباله شي نو هلته بیا د جهل پردې څیرې کیږي، د تورتم لوغړنې بلاوې د ناوړه فعالیت شونتیا نه مومي او د پرمختګونو روښانه بهیر د ځمکې او آسمانونو په کنارو کې د آبادۍ سندرې وايي.
اساسي خبره دا ده چې سیستماتیکه ښوونه او روزنه په څه ډول د یوې ټولنې میلمنه کیدای شي؟
د دې خبرې ځواب موندل که څه هم چې آسانه خبره نه ده خو داسې هم نه ده چې ناممکنه دې وي بلکي بنسټیزه ښووونه او روزنه زموږ د ټولنې په فعلي شرایطو کې باید له کورنۍ څخه سرچینه واخلي او کورنۍ ده چې د یوه ماشوم لومړنۍ ښوونځۍ یا اولینه مدرسه ګڼل کیږي.
مور، پلار، خویندې، وروڼه، ملا امام او نور اړوند اړخونه د ماشوم په روزنه او د ښوونې او روزنې بهیر ته په آماده کولو کې لویه اغیزه لري او هغه ماشوم چې د زده کړې د لومړنیو اساساتو زده کولو ته د خپلې کورنۍ له خوا آماده شوی وي نو په ډیره آسانۍ سره کولی چې د ښوونځۍ یا مدرسې د زده کړې لومړی بهیر په بریالیتوب سره طی کړي. له کورنۍ روزنې څخه موخه نه یوازې د څو مختصرو کلیمو زده کړه ده چې ماشوم ته باید ور و ښودل شي بلکي کوښښ وشي چې هغه د خپلې سویې سره سم د ژوند په ټولو چارو پوه کړای شي. باید وویل شي چې له همدې ماشومانو او د کور له خلکو کلي جوړیږي او له همدې کلیو بیا ټولنه تشکیل مومي نو که چیرې د ټولنې لومړۍ خښتې او یا په بله مانا د ښوونیز نظام د بنسټ لومړني کاڼي په سمه توګه ولګیږي نو بیا دغه بنسټ تر بشپړیدو پورې په روغه توګه مخ پر وړاندې درومي او ټولنه د سیستماتیکې ښوونې او روزنې لاره پیدا کوي.
د زده کوونکي له تعلیمي غوښتنو او سویې سره سم په ښوونځۍ کې د لیک لوست او ټولنیزو آدابو د بهیر برابرول هغه بل ګام دی چې یو ماشوم په خپله ټولنه کې د پرمختګ، خوښۍ او آبادۍ په لاره برابروي. نو په دې توګه ویلای شو چې کله د یوې ټولنې افراد د سالمې روزنې بهیر ته ولویدل نو د ټولنې ټول وګړي به اصلاح، د پرمختګ په لاره به برابر او د نیکمرغۍ وړانګې به یې په لاسونو کې د رڼا د خوریدو په تکل نیولې وي چې ټولنې ته پرته له نیکمرغۍ بل څه نه راوړي. نو له دې څخه جوته شوه چې له ټولنیزو رنځونو، تورتم او هراړخیزو ستونزو څخه د یوې ټولنې د خلاصون یوازینی لاره منظمه ښوونه او روزنه ده چې لوی خدای (ج) یې زده کړه پر ټولو مسلمانانو فرض ګڼلې ده. خدای دې زموږ افغاني ټولنه د پوهې په ریښتنې، ویاړمنه او رنګینه ګاڼه باندې سمبال کړي. آمین
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ښوونه او روزنه    |   ahmadi  :  له طرفه
05 Feb 2008   12:40:50 pm
د کرنې او انرژۍ له وزارتونو څخه د وردګو ګیله
د کرنې او انرژۍ له وزارتونو څخه د وردګو ګیله
ګوربتوال
که له یوې خوا افغانان خوښ دي او د ځینو مثبتو کړنو په لیدلو سره هیله ورته پیدا کیږي چې حکومت دورځې په تیریدو سره د قانونیت په لوري درومي خو که بلې خوا ورته وګورو نو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې شخصي، سمتي، ګوندي، ژبنیو او داسې نورو ناوړه پدیدو آن د وزارتونو اداراتو ته داسې لاره موندلې ده چې بیا نو ملي پلانونه، ملي استراتیژي او ملي ګامونه هسې یو خوب او خیال ورته ښکاري. په حکومت کې یو شمیر ځانګړې کړۍ، لوړ رتبه مقامات. خاص اشخاص او خاصې حلقې له یو شمیر ولایتونو سره د مور او میرې چلند کوي چې په دې لړ کې د وردګو او میدان ولایت د یادولو وړ دی چې تر اوسه پورې د کرنې (زراعت) انرژۍ او اوبو وزارتونو په دې تیرو شوو ښپږو کلونو کې په نوموړي ولایت کې هیڅ ډول پروژه نه ده عملي کړې په داسې حال کې چې هر وزارت د ولایتونو لپاره خپله کلنۍ بودجه، کاري پلان او ریاست لري خو بیا هم دې دواړو وزارتونو د وردګو له ولایت سره داسې چلند خپل کړی دی چې په هیڅ راز د منلو وړ نه دی.
د وردګو خلک د نوموړو وزارتونو له مقاماتو څخه کلک ګیله من دي او له هغوی څخه په دې هکله د ټولنیز عدالت غوښتنه کوي او خپل حق ځینې غواړي. په همدې توګه د هیواد له ولسمشر جلالتمآب کرزي صاحب، د وزیرانو له شورا، کابینې له غړو، پارلمان او نورو اړوندو اړخونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د قانون او ملي استراتیژۍ له مخې دې د کرنې او انرژۍ وزارت څخه پوښتنه وشي چې ولې دغه ولایت د خپلو پراختیايی پروګرامونو تر پوښښ لاندې نه راولي؟ ګناه یې څه ده او کومه یوه سلیقه ده چې د دې وزارتونو مقامات یې اړ ویستلي دي چې دغه ولایت او خلک یې له خپله نظره لرې وغورزوي؟
په وردګو کې د کرنې د وزارت مسوولیتونه
باید وویل شي چې د وردګو او میدان د ولایت د ۹۵٪ څخه د زیاتو خلکو ژوند په کرنه باندې ولاړ دی او د کال د دوبي او مني په موسمونو کې د کرنې د اوبو له کموالي سره مخ وي. له بلې خوا د دې ولایت میوه او سابه د هیواد په کچه نوم لري نو که چیرې له نظره څخه و غورزول شي نو د میوو او سبو کچه یې ورو ورو را ټیټیږي او بیا به داسې زیړې او سرې مڼې نه د هیوادوالو لاس ته ورشي او نه به نړیوالو مارکیټونه ته صادرې شي چې د دې ولایت په ځمکه کې زرغونیږي او ثمر ته رسیږي. همدارنګه د ولایت بزګران نوو اصلاح شوو تخمونو، میوه دارو او بې میوې نیالګیو، کیمیاوي سرې او داسې نورو اړوندو توکو ته د هر کرنیز کال په پیل کې سخته اړتیا لري چې د کرنې بنسټونه یې پیاوړي او په سیمه کې یو زرغون انقلاب ته لاره پرانیزي.
له بلې خوا که د کرنې په چارو کې په لویه پيمانه خلک په کار شي نو بیا خو د تاوتریخوالي په راکمولو کې هم ډیر ګټور ثابتیږي.
په همدې توګه ضروري ده چې په سیمه کې د میوې او ترکارۍ د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې شي څو زموږ د سیمې بزګران و کولای شي چې د غوره ګټې په لاسته راوړلو سره د خپلو تولیداتو کچه لوړه او په مناسب وخت کې یې په ښه بیه و پلوري.
له دې څخه علاوه ضروري ده چې د کرنې وزارت په سیمه کې د بزګرانو لپاره روزنیز کورسونه جوړ کړي څو له هغوی سره د کرنې په چارو کې مرسته وکړي. وزارت یوازې د دې لپاره نه دی چې لوکس موټر واخلي، وزیر او رییسان یې لوکس و ګرزي او یوې ځانګړې سیمې ته خپل ټول خدمات متوجه کړي بلکي وزارت د هیواد په سطح باید پلان ولري او وردګ د هیواد یوه اساسي برخه ده.

په وردګو کې د انرژۍ او اوبو د وزارت مسوولیتونه
د انرژۍ او اوبو د وزرات لپاره هم ګڼې داسې پروژه شته دي چې د وردګو په ولایت کې یې باید کار کړي:
لومړی: د چک د بریښنا فابریکه
دا دي د لنډمهالي یا موقت حکومت څخه شپږ کلونه تیریږي چې د چک د بریښنا فابریکه په نیمه فعال شکل باندې پاتې ده او تر اوسه پورې د اوبو او بریښنا وزرات هیڅ ډول پاملرنه نه ده ورته کړې او که موسسه هم ورغلې ده نو د انرژۍ وزیر صاحب د یوه منت په وسیله بیرته پسې را اخیستې او له کاره یې منع کړې ده. له یوې خوا زموږ حکومت وایي چې زیربناوې نشته او له ګاونډیو هیوادونو څخه یې د بریښنا رانیولو ته زړه ښه کړی دی خو له بلې خوا د چک د بریښنا د فابریکې په شمول هغه نیمې او نیم ګورې زیربناوې چې شته دي ولې د اوبو او بريښنا وزارت نه رغوي چې د بریښنا په موجودیت سره سیمه د ارامۍ، عصریت او خوښۍ په لوري درومي او د کار کولو سلګونه زمینې پيدا کیږي چې د سیمې په آرامۍ کې هم لوی رول لوبولی شي.
د اوبو او بریښنا وزارت ته ضروري ده چې د خپل قانوني حق او د حکومت د استراتیژۍ له مخې دغه فابریکه تر خپل کاري پوښښ لاندې راولې، په دې هکله زړه سواندي ګامونه پورته کړي څو فابریکه ورغول شي او د بریښنا مزي یې د وردګو نورو ولسوالیو ته هم و غزول شي.
په همدې توګه په وردګو کې د لمر او باد له انرژۍ څخه هم په لویه پيمانه کار اخیستل کیدای شي چې موږ د انرژۍ وزارت هڅوو څو د خپل قانوني سهمیې له مخې زموږ حق را کړي او په سیمه کې د اړتیا وړ پروژې جوړې کړي. په دوهم ګام کې موږ هیله من یو چې دوردګو د ګوربت دواړو لوریو، تنګی، تنګي سیدانو او داسې نورو سیمو د ابو د بندونو د جوړولو په هکله هم نوموړی وزارت له ولایتي چارواکو سره ګډه همکاري وکړي او زموږ په حق باندې خوله پټه نه کړي.
و ما علینا الی البلاغ
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : د وردګو ولایت    |   ahmadi  :  له طرفه
 
1 2 3 ...31 32 33 Next
برخي
[4] لنډې کیسې
[29] لنډې ادبي ټوټې
[1] له موز سره تماس
[1] لیکونه او څوابونه
[1] منیجمنت او اداره
[2] میډیا او ژونالیزم
[2] مڼې ګل مشاعره
[6] څانګه به نن سبا کې ګل شي
[4] مشورې
[7] نبوي سیرت
[1] ولسي ادب
[3] ولسي جرګه او پارلمان
[1] ژوند لیک
[6] ښوونه او روزنه
[3] ټولنه
[1] پیغامونه او خبرتیاوې
[1] انرژي
[3] اړیکتیایي او خبرتیایي ټکنالوجي
[1] ادبي لیکني
[2] حقوق
[2] د نورو تبصرې
[6] د هیواد پرمختګ
[8] د وردګو ولایت
[4] د وردګو خدمتګار شخصیتونه
[3] د ژبې وده
[2] د جغتو مهالنۍ سرلیکنې
[2] دیني چارې
[23] رمضان
[2] سوله، ورورګلوي، یووالی
[5] سیاسي لیکني
[24] شعرونه
[2] طنزونه
Aug 2008 سپتمبر 2008 Oct 2008
S M T W T F S
  1 2 3 4 5 6
7 8 9 10 11 12 13
14 15 16 17 18 19 20
21 22 23 24 25 26 27
28 29 30     
ارشيف
[6] سپتمبر 2007
[2] مئ 2007
[7] مارچ 2007
[26] فبروري 2007
[1] جنوري 2007
[15] دسمبر 2006
[45] نومبر 2006
[17] اګست 2006
[20] جولاې 2006
[10] جون 2006
[13] اپريل 2006
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006