| | |
  Time [GMT +4.5] : 05 Jul , 20:02:08 | |
08 Sep 2007   10:20:01 am
د ژوند پړاونه
چې وړکى وي او تيروتنه وکړى نو وايي ځه خير دى ماشوم دى نه پوهيږى، کله چې زلمي شي او ناسم کار وکړى بيا وايي ياره په دې عمر کې داسي کارونه کيږي ځوان دى.
کله چې دکور، ښځې او بچو خاوند شي او يو ناسم کار وکړى بيا نو وايې ياره دغريب يوه ډله ماشومان دي او ډيرې کورنې ستونزې لري فکر يي پريشانه دى. کله چې بيا يوڅه موده تيره شې او د زړښت پړاو ته ورسيږي او ناسم کار وکړى بيا نو وايي ياره بوډا دى عمر يي خوړلى دى عصاب يي کار نه کوي ترينه وشو.
د پوښتنه دا ده چې انسان د ژوند په کوم پړاو کې پوهيږي؟ ځينې وايي انسان خپلې هرې تيروتنې ته دتجربې نوم ورکوي نوکه ژوند په داسې تجربو ولاړ وي معنا به يې څه وي؟
پيښور د اګيست دوهمه ٢٠٠١ کال
  تبصرې  :  [1]  |  برخه : نثرونه    |   ibrahim amiri  :  له طرفه
08 Sep 2007   10:14:01 am
تعليم
خلک وايې په ماشوم باندې دى درس ووايه تعليم پرى وکړه چې سم سړى ترينه جوړ شي.
آيا تعليم همدې ته وايي چې له خلکو سره رخه کول زده کړي؟ آيا سم سړى دې ته وايي چې دنورو غيبت وکړي؟ او يا دتعليم معنا دا ده چې دخپلو گټو په خاطر دنورو په مرى پښه ږدي.
تر کومه چې ماليدلي هغه چا چې تعليم کړى دهغه په وجود کې دغه ټولي خبرې ليدل کيږي. نو که دتعليم نه مقصد همدا وي څه فکر کوي دابه له ماشوم سره لوى ظلم نه وي؟!!
پيښور آرباب روډ
د جوﻻئ نهمه ٢٠٠١
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : نثرونه    |   ibrahim amiri  :  له طرفه
29 Jul 2007   04:45:52 pm
تنهايي
د تنهايې د نوم له اوريدو سره ښايي د يوازيتوب په فکر شي
خو زه او زما تنهايې د يو بل ښه ملګري يو
خپل له محفله خوند اخلو
بنډار کوو، کيسو کوو ځکه خو شاعر هم وايي
ورته ګورم په ليدو يي نه مړيږم.
تنهايي مې د جانان جامى اغوستى
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : نثرونه    |   ibrahim amiri  :  له طرفه
29 Jul 2007   04:44:19 pm
غمازان
زما د ليکنو له لوستلو وروسته ښايي فکر وکړي چې له ژونده ډير ناهيلي يم. خو داسى نه ده بلکې ما له هيلې سره د ژوند تړون له هغه وخته کړى چې دنيا ته راغلم، خو دا دنياوال دي چې زمونږ ترمينځ غمازي کوي. خو خير وايي :
د غماز برخه خواره ده
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : نثرونه    |   ibrahim amiri  :  له طرفه
29 Jul 2007   04:43:12 pm
بې حيا خلک
ښايې ډير مو اوريدلي وي چې له ما يې حيا نه کيږي.
که دې موضوع ته زما له سترګو وګورئ زما په فکر په اوسنې وخت کې د يو شمير خلکو حيا له هغه چا راځي چې يا پيسې ولري او يا هم مقام
زه چې نه پيسې او نه مقام لرم ځکه نو له مانه څوک حيا نه کوي، او ماسره په بې حيايې خبرې کوي. دا بې حيا خلک بې عقل هم دي نه پوهيږي چې زه که پيسې او مقام نلرم حيا خو لرم.
د مئ لومړى نيټه ٢٠٠٧ کال
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : نثرونه    |   ibrahim amiri  :  له طرفه
 
1 2 3 ...5 6 7 Next
برخي
[24] نثرونه
[3] ټوکى ټکالى
[4] لنډى کيسې
[1] خوږى او ترخې خاطرې
[1] د ليکوال سپارښتنه
[1] غوره خبرې
Jun 2008 جولاې 2008 Aug 2008
S M T W T F S
    1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30 31   
ارشيف
[4] جولاې 2007
[3] اپريل 2007
[1] مارچ 2007
[5] جنوري 2007
[2] دسمبر 2006
[7] نومبر 2006
[9] اکتوبر 2006
[3] سپتمبر 2006
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006