Shnez Pashto Weblog

جنرال دوستم د محاصرې په حال کې دى
د شمال ټلوالې پخوانى غړى او  ازبک ټوپکسالار جنرال عبدالرشيد دوستم د کابل د امنيې قوماندانۍ د پوليس تر محاصره لاندې دى. د کابل امنيې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال محمدسالم ......

د امن سيمه ييزه جرګه که يو افغان پر يوه ټغر
دا دى  له يو کال منډو ترړو څخه وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ د امن سيمه ييزه جرګه جوړه شوه. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغې جرګې د جوړېدو لپاره د جوړو شويو کميسيونونو ......

د ((لپه)) مجلې پرله پسې اوومه او اتمه گڼه چاپ شوه
د څرک مدني او کولتوري ټولنې درې مياشتنۍ مجله ((لپه)) تازه له چاپه راووته.
په دغه مجله کې علمي، ټولنيزې او سياسي ليکنې د درنو ليکوالو لکه ښاغلي محمدعثمان روستار تره ......

د وردګو والي له وردګ فرهنګيانو سره:
په دې ولايت کې د امنيت د ګډوډۍ لامل د دولتي ادارو ترمنځ نه همغږي ده
د وردګو پوليس د دې ولايت ټولو وګړو ته د القاعده خطاب کوي؛ ځکه چې پښتانه دي.

د وردګو ولايت والي ......

د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر ښځه مړه شوه
دغه جاپانۍ ښځه، چې له ښو خوړو او ډېر استراحت سره يې بې شانه علاقه وه تېره ورځ د دوشنبې په ورځ د روان کال د اګست د مياشتې په 13 نېټه د 114 کلنۍ په عمر له دې نړۍ څخه و کوچېده. ......