|
|
| 22 Aug 2008 08:32:22 pm |
ازاد شعر |
|
|
ته ضرورت لرې
زموږ دعاوولره
چی دی ګناه ومینځي
چی درته توره نړۍ
رڼا رڼا کړی یاره
موږ پدې نه پوهیږو
چی ستا غوښتنه څه ده
نه چاده لار ښودلې
وموږ لار ورکو لره
شیطان له اوره جوړ دئ
اور دخدای نه خوښیږی
اورته سجدي کړي خلګ
خو موږ لانه پوهیږو
اوپه هیڅ نه یو خبر
چی پر مزار دې
بلوو شمعي داور |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : شعرونه | umare55 : له طرفه |
|
|
|
| 22 Aug 2008 08:18:01 pm |
غزل |
|
|
دغه څوک دئ چی له مینی دئ منکر
نه پوهیږم مسلمان دئ که کافر
دادعشق شمعه خو ډېره ده لرغونې
له ازله راروان دئ دابهیر
زړونه نه دي یا بډوګي دي یاتریخي
چی دښکلو په طلب نه وی زهیر
هغه خلګ ازاد نه بلکه مریان دي
چی په پښوکی یی اړنه وی دا ځنځیر
حیوانان په محبت انسانان کیږی
ځکه ولاړ وکوه کهف لره قطمیر
شاعری او ملا یی سره ضد نه دي
زه حقیار هم مولانا یم هم شاعر |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : شعرونه | umare55 : له طرفه |
|
|
|
| 22 Aug 2008 07:36:58 pm |
غزل |
|
|
ورځ می شپه سوه چی په لوری زما راغله
دیار غم وو لکه توره بلا راغله
په کوم لوری به ترې ځان ژغورم دتللو
دقسمت لوبه له مخ او له شا راغله
ورته کوز به دحسینو وي سرونه
که دبخت ستاره مخ ته دچا راغله
دا چی اوري می پر مخ باران داوښکو
زما دفکر په اسمان کی خو بیا راغله
شېخه هیر به دي اذکار شي که دې مخته
پښتنه دجنت حوره پر خوا راغله
څه ازارمی دئ اخیستئ نه پوهیږم
چی لړۍ زما پر عمر سیاه راغله
عمری او بخت خو دومره سره لرې
لکه څوک چی وای ځوانی دبوډا راغله |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : شعرونه | umare55 : له طرفه |
|
|
|
| 22 Aug 2008 07:26:06 pm |
دستر کلاسک شاعر حميد بابا غزل |
|
|
دنو خطوپه صفت می زبان نښلي
چی تر دام لاندې دانه خوري مرغان نښلي
دایی خط په کناره دمخ جنبش کا
که په خوان دشیرنۍ مچان نښلي
داله نازه کا خوبان خبري تتي
که دلاړو په خوږو یی زبان نښلي
پا کبازان کا په نوخطو ښکلیو مینه
دهڼا په شنو کوترو بازان نښلي
هسی موړ کړم دیار غم له خپله عمره
چی په حلق کی می اوبه دحیوان نښلي
دانایان په دنیا نښته سره نه کا
دا په داچی په مرداره سګان نښلي
چی داوسپینی ځنځیر شلوي په ګوتو
هغه دېو په اومه تار داحسان نښلي
ښه جامه و نیکنامی یی په کار نه وی
له نیکانو سره ځکه بدان نښلي
څه ماڼه به حمید کا له بیګانه وو
چی خپل یار ورسره مشت اوګریوان نښلي |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : شعرونه | umare55 : له طرفه |
|
|
|
| 20 Aug 2008 11:01:46 am |
غزل |
|
|
دامی خوالره له ورایه دلبر راغئ
یا له پا سه ښکته زمکې ته لمر راغئ
زدوګیر یی دتور خط ګوره په مخ کی
په مکه بیا دزنګیانو لښکر راغئ
دایی خط په داد دوصل مشرف کړم
که همای می په تندی برابر راغئ
دوصال خواږه می زهر شو کهیږم
پکې غم دجدایۍ زرزر راغئ
کاروبار دعاشقۍ ګاڼه ماسهل
باری ګران شه راته اوس چی په سرراغئ
دسکون په نیم سیری به یی پرې نکړم
هسی لوی دیار دهجر سفر راغئ
چی ترزور لاندې یی زه هسی چیت پیت شوم
دامی غم په تندی راغئ که غر راغئ
پری به ووهمه ځان له ډېره قهره
که می دا ساعت تر لاسه خنجر راغئ
دارم ښا پیرو باندې اختر شه
چی ملوک کچکول په لاس قلندر راغئ
داحمید دیار دخط له غمه ژاړی
که باران دپسرلی په دردر راغئ |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : شعرونه | umare55 : له طرفه |
|
| |
| 1 2 3 ...14 15 16 Next |