| | |
  Time [GMT +4.5] : 05 Jul , 20:02:56 | |
05 Jul 2008   09:18:01 am
غـــــزل : دريا خان حقمل
پټكى چې ولوېږي له سره په اوږو كې تم شي
كاه نا كله رڼې اوښكې په لېمو كې تم شي

ټول رقيبان مي د زړګي كچكول په كاڼو ولي
دى به ترڅو لكه ملنګ ستا په كوڅو كې تم شي ؟

كه سړى هر څو په زړه سخت وي خو مشكله به وي
چې دغه زړه دي د جانان په ستنېدو كې تم شي

شپه د مينو ساتېري وي دا به هم مني خو
ګمان حرام دى چې دا ستوري په سپېدو كې تم شي

حقمله هر څو كې تلوار وي مګر ځي به څنګه ؟
لا به تر ډېره ددې كور په دروازو كې تم شي
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : شعرونه    |   Syed Shah Saqeem  :  له طرفه
04 Jun 2008   10:37:12 am
مينه ،ع.هلال غزني
په دي کلي کي هررازوګړي اوسي
څوک مين په کاڼوولي
اوڅوک مينه ګنا بولي
ددوي منځ کي اختلاف دی
پکي ډيري ويني توي سوي
پکي ډيرسرونه مات سول
ډيري ميندي سولي کونډي
ډيري خوندي سوي بي وروره
څوک مو نه ګوري اخلاص ته
هرځوک خپله چاره کاندي
دوي نفرت کي دي لوي سوي
دنفرت تراني وايي
په غفلت کي دي لوی سوي
دغفلت تراني وايي
په همدي يي ګوزاره دی
بس په دي باندي پاييږي
نور څه نه وايم زړګيه
خو بس دومره درته وايم
دچاخيال ساتلاي نسي
دچاويرته ګراني پوه سه
دوي دشک په سترګه ګوري
ته دزړه په غوږګراني
دايوه خبره واوره
پام چي شونډي په دي
خلاصي نه کړي
دخداي لپاره ګوره
پام به کوي
دلته چي نوم زما
په خوله وانه خلي
دغه وګړي مينه نه پيژني
دخيال وزرونه دي لږورو رپوه
دتوتکۍ په شان معصومي نجلۍ
له هغه برکنډوپه ورو
راواوړه
راسه ورغوي کي مي
ځاله وکړه
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : شعرونه    |   deewa  :  له طرفه
13 May 2008   04:32:27 pm
هغه لوی لوی زیارتونه مي یادیږي : سميع الدين افغاني
خړ سیندونه سیلابونه مې یادیږي
د وطن شنه شنه فصلونه مې یادیږي

د ودونو او دودونو رواجونو
ها دیرې ها مجلسونه مي یادیږي

سندریز خوږې نغمې دحجرومینځ کې
ها ګیسونه او کټونه مي یادیږي

په جوزا کې د توتانو په موسم کې
د فصلونو درمندونه مي یادیږي

مصلي اود درمند شاخۍ په لاس کې
تورچنګړ لوی لوی چجونه مي یادیږي

د دهقان په لاس چه تیګه دمیزان شي
لپکي او خجورونه می یادیږي

د چینې نه د اوبو منګی په سر کې
ها د پیغلو کتارونه مي یادیږي

مړ او بل د اوربلکو الوتنې
د بامو د سر خوبونه مي یادیږي

په اختر کې د ځوانانو ډلې ډلې
ها میلې او اتڼونه مي یادیوي

د پی مخو ښکلو پېغلو بیر او بار کي
هغه لوی لوی زیارتونه مي یادیږي

رنګ په رنګ ښکلې جامې د طاعتونو
په مسجد کې ښه وعذونه مي یادیږي

څومره ښکلې څه ښایسته کلي بانډې دي
جم او جوش د بازارونو مي یادیږي

یادول یی زیاتوي د زړه دردونه
افغاني ها تیر وختونه مي یادیږي
  تبصرې  :  [1]  |  برخه : شعرونه    |   Syed Shah Saqeem  :  له طرفه
02 May 2008   10:18:30 am
غزل عبدالرحيم هلال
نوربه هرڅه هيرکړم له ياده به دي ښه نه باسم
وخت به څه واخلي چي ترڅودي له خپل زړه نه باسم
زړه مي په بله لارقدم واخست ويي نه منله
نوروس مي نسته اوس به داقصات له ده نه باسم
مادي دشوندو سمندر څخه په لپه کي وړي
داڅل مي نيت کړي اوبه به له ورخه نه باسم
ګلاب خزان يوړل اغزي يي زما په برخه پاتي
په زوره نه څو يي سوکه سوکه راونه باسم
دلته چي راسي نوزړګی به دي پريژدي ته به ځي
يوازي غاړه دي جانانه په راتله نه باسم
\2008-04-23
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : شعرونه    |   deewa  :  له طرفه
14 Apr 2008   10:35:47 am
غزل ،عبدالرحيم هلال
دلته خلک ټول له ژونده ستړي دي
تاو يي تر احساس دجبر پړي دي
چايي دپلارتوره چايي سپر واخيست
چايي له کمانه غيشي وړي دي
دارته يي دکارسرونه پورته سول
ته واچي دهرچاپوروړي وي
هسي نه اسمان ورباندي وژاړي
دي وطن کي ټول بي ګنا مړي دي
شکاري جل وهلي ساه په ورواخلي
بس له هوسايني غربت وړي دي
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : شعرونه    |   deewa  :  له طرفه
 
1 2 3 4 5 6 Next
برخي
[6] لنډې كيسې
[1] ټولګري
[1] ادبي ټوټې
[19] شعرونه
[3] غزليز ې نغمې
Jun 2008 جولاې 2008 Aug 2008
S M T W T F S
    1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30 31   
ارشيف
[1] جون 2008
[2] مئ 2008
[3] اپريل 2008
[1] فبروري 2008
[5] جنوري 2008
[1] نومبر 2007
[6] سپتمبر 2007
[2] جولاې 2007
[9] مارچ 2007
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006