Lmar Poshto WEblog

داؤدبخت مندوخېل - ږوب .........غزل
څنګه چي د قدر شپه په کال کې پټه- پټه سته
داسې ستا څېره زما په خيال کې پټه- پټه سته

څنګه چي غمونه تر حد زيات په بېلتانه کې دي
دا رنګه مزه لا په وصال کې پټه- پټه سته

ماته ......

غزل........ بازخان الميار (قمردين کارېز، ږوب)
دوښمنه ستا سېک دي څښتن وباسي
چي پښتانه تا تر مېچن وباسي
زما تر زړه هر آه داسې وځي
لکه چي تار يې څوک تر ستن وباسي
چي د اسمان ټکې و موږ ته غواړي
زور دې خالق تر خپل بدن ......

غزل...........اخترمحمد مسرور- ږوب (سوهېلي پښتونخوا)
داسې نوى ژوند مو پيل کړ، داسې نوي تدبيرونه
لکه پل چي ماشوم واخلي په پام- پام اخلي ګامونه
د خلقت په دروازه کې سړيتوب بېخي شمارېږي
ګنې ډېر دي په نړۍ کې پر اوږو باندې ......

د كره كتنې معيار..................د قلم غشي....كالم
په كوم كور كې چي يو مشر پر ماشومانو ږغ نه كوي او له بدو كارونو يې نه را ګرځوي، نو څرګنده ده چي هغه ماشومان به پر ناسمو او ناوړو لارو روږدي كېږي او ژوند به يې د بربادۍ ......

شعري اړتيا كه شعري سرزوري؟................د قلم غشي...كالم
زه چي كله د شعر او ادب نړۍ ته راغلم، نو د يو- نيم شاعر په شعر كې به مي چي كومه ګرامري تېروتنه تر سترګو شوه، ترې وبه مي پوښتل: "دا ولې؟" هغه به ويل: "دا شعري اړتيا يا شعري ......