ګرانو لوستونكو!
د دې ويبلاګ ليكنې د هغه په ليكوال پورې اړه لري، چې بيا چاپول او كاپي كول
يې بايد د ليكوال په اجازه ترسره شي، كه څوك غواړي ځينې ليكنې په چاپي
خپرونو كې چاپ كړي، بايد له ليكوال سره خامخا سلا وكړي، كنه قانوني چلند
ورسره كېږي. ګران كتونكي دې پام ورته وكړي. |
|
|
| 14 Jun 2008 08:03:48 am |
غزل...........اخترمحمد مسرور- ږوب (سوهېلي پښتونخوا) |
|
|
داسې نوى ژوند مو پيل کړ، داسې نوي تدبيرونه
لکه پل چي ماشوم واخلي په پام- پام اخلي ګامونه
د خلقت په دروازه کې سړيتوب بېخي شمارېږي
ګنې ډېر دي په نړۍ کې پر اوږو باندې سرونه
نيم ايمان مي ژوندى شوى، نيم ژوندون مې را ستون کړى
اوس به خود په نڅا ګرځم، اوس به خود خورمه رقصونه
نن وجدان درشل پرانيستى، هر څه- هر څه تسکين غواړي
لېونۍ چيغې را باسي له تالو ساړۀ ږغونه
سپېرۀ باد ښکاري اوښتى، پر اوو پولو بل لور ته
چي لالا سينه سپړلې نوى سور، نوي سازونه
تغير مو ژوند نيولى، په يو نوي توپان باندې
دي هڅانده نوي ژوند ته، جانانه رنګين خيالونه
هر چا دوې ګونې ټومبلې اې مسروره پر مخ باندې
موږ خو هسې چيغې وکړې، هسې تېر مو کړل وختونه |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : شعرونه | myakhel : له طرفه |
|
|
|
| 19 Sep 2007 05:19:07 am |
د كره كتنې معيار..................د قلم غشي....كالم |
|
|
په كوم كور كې چي يو مشر پر ماشومانو ږغ نه كوي او له بدو كارونو يې نه را ګرځوي، نو څرګنده ده چي هغه ماشومان به پر ناسمو او ناوړو لارو روږدي كېږي او ژوند به يې د بربادۍ كندې ته لوېږي، همدارنګه كه د ټولنې ځينې پوه او روڼ اندي كسان په ټولنه كې موجودو ناوړه كارونو ته ګوته ونه نيسي او د له منځه وړلو لپاره يې چورت ونه وهي، نو امكان نه لري چي هغه ټولنه دي د پرمختګ او د تمدن پر لور پړاوونه ووهي.
د ژوند په هره برخه كې له خپل اصلي حالته چپ او ناسم كارونه غندل، ګوته ورته نيول يا نقد پرې كول ټول د كره كتنې په څانګه كې راځي، چي په دې كې يوه هم د ادب برخه ده او كره كتونكيو هغې برخې ته د ادبي كره كتنې نوم وركړى دى. په ادبي كره كتنه كې عموماً د شاعر يا ليكوال له خوا ليكل شوى شعر، لنډه كيسه يا كومه بله ليكنه د يوۀ يا څو كره كتونكيو له خوا كتل كېږي، كره او كوټه يې را برسېره كېږي او د يوۀ سالم فكر له مخې يې- د ادب معيار ته په كتنې سره- ښه او بد اړخ ارزول كېږي، خو له بده مرغه يوې خواته له لويه سره زموږ په ژبه كې د كره كتنې اړخ نېستمن او كمزورى دى، په تېره بيا په داسې سيمو كې خو د يوۀ ليكوال پر ليكنه كره كتنه كول، په لوى لاس ځان ته دوښمنان پيدا كول دي، په كومو سيمو كې چي زموږ ادب په بشپړه توګه غوړېدلى نه دى او يا كه څه نا څه غوړېدلى هم دى، موږ ورڅخه د خپلو شخصي ګټو په خاطر كار اخيستى دى او نور مو نو نه په جدي توګه د ژبې معياري كېدو ته پام كړى دى او نه مو هم ادب د معيار او كره كتنې په تاله تللى دى. لنډه يې دا چي موږ د يو چا د ليكنې پر ځاى د هغه پر شخصيت باندې نيوكو كولو ته كره كتنه وايو او ښايي موږ ځكه د ليكوال تر ليكنې د هغه پر شخصيت ډېرې خبرې كوو، چي موږ د هغه پر ليكنه باندې د ږغېدو او علمي كره كتنې توان نه لرو، په داسې حال كې نو زموږ لپاره دا يو ډېر د افسوس ځاى دى، چي له يوې خوا تكړه كره كتونكي نه لرو او كه چېرې يو څو كره كتونكي وهم لرو او يا يو- نيم ليكوال وغواړي چي د معياري كره كتنې په برخه كې كار وكړي، له بده مرغه بيا نو... بيا نو موږ كله په ځان كې دومره زغم لرو، چي يو څوك دي زموږ پر ليكنه يا شعر باندې و ږغېږي، ښه او بد اړخ اړخونه دي يې په ګوته كړي او موږ دي لاس تر زنې ورته كښېنو.
له لويه سره په هر انسان كې دا يوه فطري غريضه ده، چي هغه د هيڅ يوۀ كار او د هيڅ يوۀ شي متضاد نه مني، كه څه هم ځينې داسې شيان وي چي د دوى په وس نه وي، خو بيا هم مجبور وي چي متضاد يې قبول كړي. د بېلګې په توګه موږ ته خوښي خوند راكوي، خو له غمه ورټ (كركه) كوو، روڼا ته هوسېږو، خو تيارو ته بد وايو، ژوند راته ښه ښكاري، خو مرګ ته تر خپله وسه غاړه نه ږدو (په داسې حال كې چي مرګ مو د عقيدې له مخې هم منلى دى) او كه يو څوك زموږ صفت كوي يا موږ په ښه نامه يادوي، نو موږ خوند خو ترې اخلو چي ترې اخلو، بلكې هغه څوك چي زموږ صفت كوي (كه موږ د صفت وړ يو كه نه) موږ پټكى هم ور تړو او تر هر چا يې ښه سړى هم ګڼو، خو كه يو څوك زموږ نيمګړتيا او تېروتنه را په ګوته كوي، نو پر موږ بده لګېږي او نه يواځې د هغه سړي دا كار غندو، چي ګواكې ولې زموږ نيمګړتيا او تېروتنه را په ګوته كوي، بلكې د هغه دا كار موږ يو ډول له ځانه سره دوښمني بولو او هغه ته د كوروداني او مننې پر ځاى، له سپكاوي ډكې جملې كاروو.
زه خپله په دې نظر يم چي كه زه په يو شي نه پوهېږم، نو بايد چي خبرې هم نه پر وكړم او نه ورته د بې ځايه او نه منونكي دليل د موندلو هڅه وكړم، ځكه دا كار نه يواځې دا چي لوستونكي ته د هماغې موضوع په سمه او پر ځاى پوهېدنه كې ستونځې زېږوي، بلكې خپله د ليكوال قلم او فكر ته هم زيان سوي، چي بيا به يې خلك په اړه داسې څه وايي، چي "د دې ليكوال خو هم موضوع نه ده څرګنده، په هره موضوع كې ګوتې وهي، خو څوك نه پوهېږي چي دى څه وايي او چاته يې وايي".
ځينې كره كتونكي وايي چي "د معياري كره كتنې په وسيله د يوې ژبې ادب، تاريخ او سياست د نړۍ له نورو ژبو سره په سيالۍ كې درېدلاى او اوږه په اوږه سفر ورسره كولاى شي"، خو له بده مرغه موږ معياري كره كتنه خو څه چي، ساده كره كتنه هم د خپلې يوې ليكنې لپاره تاواني او د خپلې شخصيتپالنې لپاره د زهرو غوړپ بولو او نه غواړو چي د خپلې ژبې ادب، تاريخ او سياست مو د كره كتنې او نقد په وسيله د نړۍ د نورو ژبو د ادبياتو سيال شي، دا ځكه چي موږ كه ليك كوو هم، نو په سلو كې شپېته سلينه ښايي داسې ليكوال ولرو، چي هغوى د ژبې او ادب د پرمختګ او ودې لپاره په ليك ګوتې نه دي پورې كړي، بلكې هغوى د خپلو شخصي غوښتنو، نوميالي كېدو او د ټولنې په خلكو كې تش د نوم اخيستو تر حده د څه نا څه ليكلو لپاره په ګوتو كې د قلم نيولو زحمت پر ځان وړى دى. په داسې حال كې به نو ژبه څنګه د معيار پوړيو ته اوچته شي او څه به يو كره كتونكى د خپلې ژبې له ورېښمينو او نرمو بلڅو (څڼو) څخه، خوړجنې او نازېبا سپږې او كرانګه د ښكلا او معيار په ږمنځه- ږمنځ كړي.
كېداى شي يو چاته دا پوښتنه ور پيدا شي چي معياري
كره كتنه نو څه ډول وي او څوك يې بايد وكړي، د دې لپاره د ژوند په هره برخه كې معيارونه او اصولونو ټاكل شوي دي او دې ته هيڅ اړتيا نه شته، چي يو څوك را ولاړ شي او د هر شي د كره كتنې لپاره نوي معيارونه او اصولونه وټاكي، د بېلګې په توګه كه يو انجينر داسې يو سړك جوړ كړي، چي په منځ كې يې د لاس په كچه سوري وكاږي او ووايي چي "دا زما اېجاد يا اختراع ده"، نو فكر كوم بل هيڅوك او هيڅ يو انجينر به يې ورسره ونه مني، ځكه چي د سړك جوړونې لپاره اصول مخكې له مخكې ټاكل سوي دي، چي پلانكى يا پلانكى شى كه د سړك جوړونې په كار كې وكارول شي، دا د موټرو په تګ راتګ كې ستونځې پېښوي، همدارنګه د يوې ژبې د ګرامر، د ليكنې او شعري جوړښت لپاره اصولونه مخكې له مخكې ټاكل شوي دي، نو بايد چي موږ د هماغو ټاكل شويو اصولونو له مخې د خپلې ژبې ادبيات د معيار په تله وتلو او كره و كوټه يې سره بېل كړو.
په داسې حال كې به مو نو ژبه، ادبيات، تاريخ او سياست له هره پلوه د نړۍ له نورو ژبو او د هغو ژبو له ادبياتو، تاريخ او سياسته سره د سيالۍ وړ كړى وي او موږ به د "ليكوال" او د يوۀ "قلموال" د سپېڅلي نامه په توګه خپله سپېڅلې او ريښتينې دنده او رسالت په سمه توګه تر سره كړى وي |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ((د قلم غشي)) كالم | myakhel : له طرفه |
|
|
|
| 19 Sep 2007 05:17:11 am |
شعري اړتيا كه شعري سرزوري؟................د قلم غشي...كالم |
|
|
زه چي كله د شعر او ادب نړۍ ته راغلم، نو د يو- نيم شاعر په شعر كې به مي چي كومه ګرامري تېروتنه تر سترګو شوه، ترې وبه مي پوښتل: "دا ولې؟" هغه به ويل: "دا شعري اړتيا يا شعري ضرورت دى". كه "كابل" او "غل" قافيه سره وتړي، وايي دا شعري اړتيا ده، "تياره" او "شپه" قافيې هم د شعري اړتيا له مخې تړي او باك نه په كوي، مګر "خبرو، لښكرو، "حورو، كافورو" او نادِرو" څلور ډوله قافيې په يوه غزل كې څنګه تړل كېږي؟، "بڼو (بڼكو)، څڼو"، له "لوڼو، لستوڼو او وروڼو" قافيو سره تړلو ته هم شعري اړتيا ويل كېږي؟ آيا "غوښتونو" د "اميدونو او ښارونو" همقافيه تورى دى، ولې بايد د قافيې لپاره "غوښتنو" په "غوښتونو" وليكل شي؟ "خپلوۍ" په كوم دليل له "خوى او زوى" قافيو سره تړل كېداى شي. زه نه پوهېږم چي شعري اړتيا څه ډول وي او د شعري اړتيا لپاره كوم چوكاټ هم شته كه نه، چي څوك ترې ونه وځي، كه يه بس چي كوم تورى يې هر ډول په شعر كې وتاړه پروا نه كوي، كه يې د ژبې ګرامر پكې تر پښو لاندې كړ څه بده خبره نه ده.
زما په نظر شاعر بايد هڅه وكړي، چي د شعر ليكلو پر وخت د ژبې ګرامر، اصطلاحات، د توريو جوړښت، تلفظ او د شعر اصول په پام كې ونيسي، خو كه چېرې په كوم بيت كې اړتيا پېښېږي، چي يو- نيم تورى په لهجوي تلفظ، په نابشپړه بڼه يا له ګرامري اصولو سره ناسم وتړل شي، هغه به شعري اړتيا وګڼو، خو په دې شعري اړتيا كې بايد دومره له سرزورۍ هم كار وانه خيستل شي، چي تل يې په هماغه ناسمه بڼه وكاروو او له نورو هغو كسانو څخه- چي له ژبنيو باريكيو سره ناولده وي- د توريو اصله بڼه هېره كړو. د بېلګې په توګه په لاندېني بيت كې هم له شعري اړتيا څخه كار اخيستل شوى، خو كېداى شي
د يوسفزۍ لهجې ويونكيو ته اوس هم پكې كوم د ګوتنيونې ځاى ښكاره نه شي، ځكه هغوى په عادي خبرو كې هم چندانې ګرامر ته پام نه كوي:
كور كې يواځې يمه شور مي نه شته
بلا نيازبين يمـه بل ورور مي نه شته
د پورتني بيت په لومړۍ مسرۍ كې "كور كې" بايد "په كور كې" وي، خو دلته به يې شعري اړتيا ومنو، ځكه چي كه "په" ورسره زيات شي، نو شعر ماتېږي، خو كه يو څوك را ولاړېږي او په يوه غزل كې (په پل پسې ځم، په غل پسې ځم) دوه ځايه له ګرامري اصولو سرغړونه كوي او د "پل په پلۀ، غل په غلۀ" مفعولي حالتونو ته پام نه كوي، برسېره پر دې شعري اړتيا هم ورته وايي، دا نو زما په نظر د ژبې د ګرامر مرۍ ور خپه كول دي. دې ته كه څوك د شعري اړتيا نوم وركوي، وركوي دي يې، خو زه يې شعري سرزوري بولم.
دلته د يوۀ شاعر يو بيت سره لولو، چي له شعري اړتيا(!!) څخه په كاراخيستنې سره يې د توري پر تلفظ خاورې اړولې دي:
نه وينو تياره ده سپينه لمره! لږ را وَوَزه
بيرته لـه دې تللي ماځيګره لږ را وَوَزه
اوس نو انصاف او قضاوت په تاسې، كه يو شاعر د يوې غزلې لپاره د توري تلفظ ته زيان رسوي او "را ووزه" درې سېلابيز تورى په څلور سېلابه تړي، نو زما په نظر دا د نورو هغو كسانو لپاره لاره هوارول دي، چي "د شعري اړتيا" له وسلې څخه په كاراخيستنې سره، له ژبې سره سرزوري كوي او هيڅ ډول ژبنيو باريكيو ته پام نه كوي يا نه په پوهېږي.
په ټوليز ډول له شعري اړتيا څخه كار اخيستونكي شاعران موږ په دوو ډلو وېشلاى شو، چي يوه ډله يې په شعوري توګه ګرامري تېروتنې كوي او بله ډله يې له ژبنيو او ګرامري اصولو سره د نابلدتيا يا نه پوهېدنې له امله تېروځي. هغه شاعران چي په ښاري ژوند كې- له نورو ژبو سره د ډېر سر و كار او اغېز له امله- يې خپله ژبه تش تر څو ساعتيز كورني چاپېرياله پورې د ويلو ژبه وي، هغوى ملامت نه دي، په سمه توګه د توريو د كارېدنې بشپړه هيله هم نه شي ترې كېداى، خو هغه شاعران چي له ښاره په څنګزنو كليوالو سيمو كې يې خاړپوڅې كړې وي، بايد د شعري اړتيا لپاره د توريو پر اصلي بڼه او ښكلا خاورې وانه ړوي.
يو شاعر وايي: "موږ اوس د لوى خلګو د ناستې نه يو"، كله چي موږ يو چاته اشاره كوو، نو وايو چي "دوى لوى خلك دي"، خو كله چي يو چاته له لويو خلكو سره نسبت وركوو، نو وايو "پلانكى د لويو خلكو د ناستې نه دى".
د يوۀ بل شاعر شعر هم سره لولو، خو نه پوهېږم چي دۀ به له شعري اړتيا كار اخيستى وي او كه به د يوسفزۍ لهجې په هكله زما د مخكينۍ خبرې ثبوت پكې وړاندې شوى وي:
يــار د زړه كلــي كــوي د نـظر نــه
دې مكان ته ځي راځي خو په "ور" نه
موږ په خبرو كې وايو: "د كور ور يې تړلى و"، په دې جمله كې پر "تړلي" ټينګار شوى دى، خو كله چي موږ يواځې د كور د ورۀ په اړه خبره كوو، نو وايو چي: "د كور ورۀ ته يې و درېدم" يا پورتنۍ مسرۍ "دې مكان ته ځي راځي خو په ورۀ نه". په پښتو كې دغه ډول توري په مفعولي حالت كې خپله بڼه بدلوي، خو كېداى شي چي دې ښاغلي شاعر د شعري اړتيا له مخې نه وي تړلى، بلكې د دوى په يوسفزۍ لهجه كې خلك په عادي خبرو كې هم دغې سترې تېروتنې ته پام نه كوي. د بېلګې په توګه دوى وايي: "زه غر ته ختلى وم، پلانكى د خر (په بخښنې سره) زوى دى، ايمل د پښتون زوى دى، زه واښه په لور رېبم"، حال دا چي په مفعولي حالتونو كې "غر په غرۀ، خر په خرۀ، پښتون په پښتانه، لور په لارۀ" بدلېږي.
زما له ټولو هغو شاعرانو څخه- چي د شعر ليكلو پر وخت شعري اړتيا ورته پېښېږي- دا هيله او غوښتنه ده، چي بايد يو- نيم ځاى كه د شعري اړتيا له مخې د "په كور كې يم" پر ځاى "كور كې يم" يا "په اور كې سوځي" پر ځاى "اور كې سوځي" وليكي (كه څه هم دا هم يوه ګرامري تېروتنه ده)، كېداى شي له ګرامر او ژبې سره د نابلدو كسانو لپاره د لاروركۍ لامل ونه ګرځي، خو كه موږ تورى پرې كوو يا يې فاعل او مفعول ته پام نه كوو، نو دا به زما په نظر پر خپله ژبه باندې جبر او تېرى كول وي. په داسې حال كې يې نو بيا شعري اړتيا نه، بايد شعري سرزوري يې وبولو |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ((د قلم غشي)) كالم | myakhel : له طرفه |
|
|
|
| 03 Sep 2007 12:25:23 am |
د ژبې سوچوالى، اندېښنې او دسيسې.........د قلم غشي.......كالم |
|
|
د تېرې اوونۍ په كالم كې مي چي د هغو ليكوالو په اړه ويلي و، چي وايي: "د پرديو ژبو د توريو په خپلولو سره ژبه پراخېږي"، ورسره سم په ناڅاپي توګه تېره اوونۍ ښاغلي عمرګل عسكر همدغه خبره په خپل كالم (وړانګې) كې بيا تكرار كړې وه چي: "د پرديو توريو په خپلولو سره ژبه پراخېږي". ښاغلى عسكر د دې خبرې د ثبوت لپاره (اردو) ژبه د مثال په توګه يادوي. دا خبره خو ټولو ته څرګنده ده چي (اردو) د لښكر مانا وركوي او خپله اردو ژبه ځان ته ځانګړي توري نه لري، ځكه چي دا ژبه په هند كې د څو قومونو د يو ځايي اوسېدنې له امله د اړتيا پر بنسټ جوړه شوه. په اردو ژبه كې د توريو يا لغاتو زياته برخه د عربي، پارسي او هندي توريو ده. د دې تر څنګ د سنسكرت، پښتو، پنجابي، بنګالي، پرتګالي، يوناني، فرانسوي او انګليسي ژبو توري هم پكې شته، مرستيال فعلونه يې هم له هندي ژبې اخيستي دي او ليكدود يې له عربي ژبې اخيستى دى، خو پښتو ځان ته يوه بېله او بشپړه ژبه ده، چي تر شا يې زرګونه كلونه لرونكى تاريخي قام او خاوره وجود لري، نو عسكر صاحب ولې د داسې يوې ژبې د مثال په وړاندې كولو سره د خپلې ژبې خپل لرغوني او سوچه توري وژني او پر ځاى يې پردي توري را ژوندي كوي.
عسكر صاحب د خپل كالم په يوه بله برخه كې د يوۀ ژبپوه غوندې (په داسې حال كې چي دى خپله وايي زه په ژبنيو او ګرامري باريكيو نه پوهېږم) پر هغو كسانو سترګې ور برګې كړې دي چي وايي: "د پرديو ژبو د توريو له كارولو دي ډډه وشي". او ورپسې پوښتنه كوي: "دا نيوكه چي هر څوك كوي، آيا هغه په تاريخي لحاظ او په لساني لحاظ د ژبو د صوتي او نفسياتي تعلق په حواله پوره- پوره پوهه او علم لري او كه نه"؟. لومړۍ خبره خو دا ده چي كوم څوك د سوچه پښتو د دودېدلو او رواجېدلو خبره كوي او د دې كار پلويان دي، دا نيوكه نه ده، بلكې يوه هيله او ارمان دى او بل دا چي د ژبې د سوچه كېدو خبره هيڅ له ژبې، ګرامر او ږغپوهنې سره كار نه لري.
زه نه پوهېږم چي ښاغلي عمرګل عسكر د ژبې سوچوالى څه شي ته وايي؟ دى د عربي او پارسي تر څنګ د اردو ژبې مثال وركوي چي ګواكې موږ له دغو ژبو څخه ځكه ځان نه شو خلاسولاى چي موږ له دغو ژبو سره تاريخي، كلتوري او علمي اړيكې لرو، سمه ده دا خبره به يې هم ومنو، خو د دې مانا دا نه ده چي كه ته په خپله ژبه كې خپل زاړه او لرغوني توري لرې، هغه هم مه را ژوندي كوه، ځكه چي ته خو له عربي او پارسي سره تاريخي اړيكې لرې، په ښوونځيو او پوهنتونونو كې دي اردو او انګليسي ژبې ورته ويل كېږي، د هغو ژبو توري را اخله او په پوره زړورتيا او سرزورۍ سره يې په خپله ژبه ګډوه. د ښاغلي عسكر او د ده غوندې څو نورو په شمېر كسانو دا اندېښنه- چي ژبه هيڅكله نه شي سوچه كېداى- په سلو كې پينځوس ښايي پر ځاى وي، خو د پرديو ژبو له پور او اغېزه د خلاسون لپاره دا هيڅ ګرانه نه ده چي موږ خپل ورك، سره شيندلي او زموږ د سپين سرو او سپين ږيرو په سينو كې مرګوني توري بيرته را ژوندي كړو.
څنګه چي ما په خپل تېر كالم كې هم دې ټكي ته اشاره كړې وه، چي په ښاري ژوند كې له چا څخه د سوچه پښتو ويلو او ليكلو هيله نه شي كېداى، ښايي د ځينو نورو كسانو غوندې ښاغلى عسكر هم د ښاري چاپېريال د زيات اغېز له امله نه شي كولاى چي كره او سوچه پښتو وليكي، بلكې دا هم تر ډېرې كچې ممكنه ده چي په ذهن كې يې د خپلې ژبې د سوچه او لرغونيو توريو پر ځاى د پرديو ژبو زېرمه او ذخيره ډېره وي. په داسې حال كې نو ولس هيچاته دا حق نه وركوي چي ژبه دي يې د خپلو توريو پر شتوالي برسېره يو څوك په پرديو توريو برګه كړي. په هر حال زه ښاغلى عمرګل عسكر له سوچه او لرغونيو توريو سره پر اختلاف كولو نه ګرموم، ځكه چي د دې اختلاف د بنسټ ډبره يو بل چا(!!) ايښې ده، چي ولس به يې تر دغې جفا هيڅكله ور تېر نه شي.
ښاغلى عسكر يو بل ځاى ليكي: "د هرې ژبې د ټكي د تقدس او احترام تقاضا دا ده چي هغه هم هغه شان وليكلى شي او په هم هغه معنا كښې دي استعمال كړى شي". ما په تېر كالم كې هم يادونه كړې وه چي يوه ژبه هغه مهال د نورو ژبو توريو ته اړتيا لري او ترې پور كوي يې، چي هغه ژبه خپل توري ونه لري، پاته شوه دا خبره چي له هرې ژبې اخيستي توري دي په هماغه بڼه وليكل شي، دا خبره د ژبپوهنې د اصولو له مخې بېځايه ده، ځكه دا كار نه يواځې پښتنو كړى، بلكې عربو او پارسي ژبيو خلكو هم كړى دى. د بېلګې په توګه عرب وايي زه "كراچي" په "كراتشي"، "پشاور" په "بشاور" او "ډيموكرېسي" په "ديموكراسي" وايم او ليكم. دليل يې دا دى چي زه په عربي كې "چ، پ، ډ او مجهوله يې" نه لرم، نو موږ چي د پښتو په خپلو ځانګړيو حروفو كې د عربي يا د پارسي "ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ ،ع، ف او ق" نه لرو، نو ولې بايد له دوى څخه هر اخيستى تورى د دوى په بڼه وليكو، ځكه زموږ ولس هم دا حروف نه سي تلفظولاى او دا كار له پخوا راهيسې تر ډېرې كچې شوى هم دى، چي د عربي، سنسكرت او هندي ژبو د توريو خپله اصلي بڼه، زموږ په ولس كې د زياتې كارېدنې له امله پښتو شوې ده. لكه "تعجيل په تازيله، حصار په ايسار، فوج په پوځ، قاب په غاب، قطار په كتار او نور داسې ډېر توري شته، چي بڼه يې پښتو شوې ده.
د ښاغلي عمرګل عسكر يوې سترې تېروتنې ته ستاسې پام را ګرځوم، نه پوهېږم چي دا خبره يې په كوم دليل او د كوم ماخذ له مخې كړې ده، يو ځاى ليكي: "دلته دا هم ياد ساتل په كار ده، چي د سنسكرت ژبه پښتو ژبه وه يا دا چي پښتو ته د سنسكرت نوم وركړل شوى و". زما د مالوماتو له مخې نه خو سنسكرت پښتو ژبه وه او نه هم پښتو ته هيڅكله د سنسكرت ژبې نوم وركړل شوى دى، بلكې سنسكرت ځان ته يوه بېله او لرغونې ژبه ده، چي په هند كې د پنډتانو او ځينو نورو خلكو له خوا ويل كېدله او اوس يې د ارواښاد علامه رشاد بابا له وينا سره سم ويونكي هم د ګوتو په شمېر خلك پاته دي. دا سمه ده چي د سنسكرت يا هندي ژبه د ځينو تاريخونو په استناد له پښتو ژبې سره ژورې تاريخي اړيكې لري او هنديان او پښتانه د پښت (نسل) له مخې دواړه قومونه آرين بلل شوي دي، خو دا خبره بېځايه ده چي سنسكرت پښتو وه يا د پښتو نوم پخوا سنسكرت و.
ښاغلى عسكر يو بل ځاى د بي بي سي پر پښتو څانګه وارى كوي او وايي چي: "هلته د ژبې د مختلفو ټكو د جوړولو يوه بې اصولي روانه ده چي د دې خبرې هيڅ علمي، اخلاقي او قانوني استحقاق نه لري چي له خپله مخه پښتو ټكي د لسانياتو د اصولونو په چپه جوړ كړي". دلته بايد وويل شي، چي ښاغلى عسكر صاحب يوې خواته ځان له ژبنيو او ګرامري باريكيو ناخبر بولي، خو دلته وايي چي د بي بي سي رېډيو كاركوونكي د ژبپوهنې له اصولو سره ناسم توري جوړوي. څومره چي زه خبر يم، نه خو د بي بي سي كاركوونكي په خپل سر توري جوړوي او نه هم د ده له وينا سره سم په دې كار كې استادي كوي، ځكه هغه توري چي په بي بي سي كې ويل كېږي يا د پښتو لرغوني او سوچه توري دي او يا كه نوي جوړ شوي توري هم پكې ويل كېږي هغه پوهاند ډاكټر مجاور احمدزيار د ژبپوهنې د اصولو له مخې جوړ كړي دي، پوهاند زيار هغه څوك دى چي په ژبپوهنه كې يې ډاكټري (PHD) كړې ده، نو كه د داسې يو چا پر جوړو كړيو توريو څوك دا نيوكه كوي چي ګواكې دا د ژبپوهنې له اصولو سره سم نه دي جوړ شوي، نو دا هغه خبره ده چي وايي "له ژرندې زه راځم، په ميده اوړو ته خبر يې". لږ تر لږه ښاغلي عسكر صاحب به له هغو توريو څخه يو څو توري وړاندې كړي واى او هغه به يې د ژبپوهنې د اصولو په روڼا كې ناسم بللي واى او په علمي دليل به يې رد كړي واى.
د ښاغلي عسكر له خبرو داسې څرګندېږي چي دى نه يواځې د نويو توريو (نيولوګيزم) د جوړولو مخالف دى، بلكې د پښتو هغه سوچه او لرغوني توري يې هم پر سترګو او غوږو بد لګېږي، چي اوس هم په ولس كې ژوندي دي. دلته به د ښاغلي عسكر د همدې يوۀ كالم هغه توري را واخلو، چي پر ځاى يې په پښتو كې خپل لرغوني او ناجوړكړي توري شته، دا چي دى يې نه كاروي، دى او د ده فكر پوه شه. د بېلګې په توګه موږ "ري ايكشن ته غبرګون، استعمالولو ته كارول، مكمل ته بشپړ، فيصلې ته پرېكړه، تسلي بخش ته ډاډمن، ارتقا ته پرمختګ او وده، لسان ته ژبه، صوت ته ږغ، روابط ته اړيكې، اثر ته اغېز، كثرت ته ډېر او نقل ته پېښې" توري لرو، همداسې په لسګونو نور توري چي ښاغلي عسكر تر خپلو پښتو توريو غوره بللي دي، اوس نو پرېكړه تاسې ته پرېږدم چي دا د پښتو د سوچه كېدلو او لرغونيو توريو د را ژوندي كېدلو په وړاندې علمي اختلاف دى، كه د پښتو پر ضد يوه دسيسه يې وبولو او كه زما هغه مخكينۍ خبره، چي د چا په ذهن كې د خپلو توريو پانګه او زېرمه نه وي، هغه به ليكي هم د نورو ژبو په رنګ لړلې برګه پښتو او ملاتړ به هم د هغې برګې پښتو كوي.
زه له ښاغلي عمرګل عسكره دا پوښتنه كوم، چي كه دى د خپلو سوچه او لرغونيو توريو پر كاروونكيو تور لګوي او نيوكه پرې كوي، چي دا كار ونه كړي- په داسې حال كې چي هغوى پر حق دي- نو دى- چي زما په نظر دا خبره يې سراسر د ژبې په تاوان ده- څنګه ځان ته دا حق وركوي، چي پردي توري په زوره په خپله ژبه ګډ كړي. د سوچه توريو كارول او رابرسېره كول- په يوۀ كور كې د خپلو ماشومانو له زياتېدلو سره برابره خبره ده، خو د پرديو توريو راوړل داسې دي، لكه يو څوك چي خپل كور ته پردي خلك راولي.
ښاغلي عسكر يو بل ځاى د كوټې د رېډيو او ټيلويژن د پښتو خپرونو په وياندويانو پسې هم لښته را اخيستې ده او هغوى يې هم روغې تڼۍ نه دي پرې ايښي. پر هغوى يې هم د بي بي سي د پېښو كولو او سوچه توريو د كارولو تور لګولى دى، خو د هيڅ يوۀ توري بېلګه يې هم نه ده وركړې، چي آيا د ده له وينا سره سم په كوم توري يې خلك نه پوهېږي؟. كه ريښتيا څوك په هغه توري نه پوهېداى، نو دغو وياندويانو به د بيا لپاره نه كارولاى. زما په نظر پر يو چا باندې بې دليله يا بې ثبوته نيوكه كول، نه يواځې دا چي علمي اغېز نه ښندي، بلكې مخالف لوري ته يا په ټوليز ډول د ټولو خلكو په نظر كې د ځان حيثيت را ټيټول دي.
زه له ټولو ليكوالو څخه دا هيله او غوښتنه كوم، چي راشئ د خپلو پخوانيو او لرغونيو توريو په موندلو او را برسېره كولو سره خپله ژبه تر خپله وسه سوچه كړو او په دې لاره كې ټولې پرتې اندېښنې او دسيسې د يوۀ ملي فكر او احساس له مخې لرې كړو، د دې لپاره چي خداى مه كړه سبا خپل راتلونكي پښت او نسل ته خړمخي نه يو |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ((د قلم غشي)) كالم | myakhel : له طرفه |
|
|
|
| 03 Sep 2007 12:23:27 am |
پوچ دليل، پوچه وراشه..............د قلم غشي.....كالم |
|
|
ليكوال صاحب! پرون مي په يوه مجله كې ستاسې ليكنه تر سترګو شوه، په ډېرې لېوالتيا مي يې په لوستلو پيل وكړ، خو كه ريښتيا درته ووايم، په ډېرو توريو يې نه پوهېدم، چي ټوله جمله به مي دوه درې ځله ولوستله، بيا به پوه شوم، چي دا تورى څه مانا وركوي. تاسې ډېر پارسي او عربي توري كارولي وو، ولې مو په خپله ليكنه كې د "قديم" پر ځاى "لرغونى" نه و ليكلى؟ ولې مو د "همه جهت" پر ځاى "هراړخيز" تورى نه ليكه؟
ليكوال بې له دې چي د لوستونكي پوښتنو ته چورت ووهي، د هغه اندېښنه په پام كې ونيسي، سمدستي يې ورته وويل:
"په دې ژبه پراخېږي، تنګ نظري نه ده په كار!! "
پښتانه وايي: "پړ هم وراشه لري"، زه له ژبپوهانو دا پوښتنه كوم، چي آيا د ژبې د پراخېدو لاره دغه ده، چي د خپلې ژبې تورى په لوى لاس پورې وهه او پر ځاى يې پردي توري ته ځاى وركړه. كه چېرې د كوم كرايې كور څښتن له خپل كوره كرايه دار وباسي، نو څرګنده ده، چي ځاى به يې بل كور نيسي او هغه كور به بلې كوڅې ته ځي. زما په نظر يوه ژبه هغه مهال د نورو ژبو په توريو او لغاتو لويېږي، چي هغه ژبه د كوم شي لپاره خپل توري ونه لري، ځكه د دې ساده مثال دا دى، چي كه له كوم سړي سره خپله پيسې وي، نو هغه له بل چا څخه پيسې په پور نه اخلي، هر كله چي يو څوك پيسو ته اړتيا ولري، نو هغه مهال پور اخيستلو ته اړتيا پېښېږي.
د توريو يا لغاتو پورونه هم كټ مټ همداسې ده، كه موږ په خپله ژبه كې كوم شي ته تورى ونه لرو، نو هغه مهال موږ له نورو ژبو څخه پور ته اړتيا لرو.
يو وخت مي په كوم كتاب كې لوستي وو، چي "يو ليكوال بايد په ذهن كې د توريو ډېره غني پانګه ولري"، خو له بده مرغه زموږ د ځينو ليكوالو د ذهن دغه خلا پرديو توريو ډكه كړې ده او تر ټولو د اريانۍ خبره خو دا ده، چي زموږ كوم ليكوال په خپل ذهن كې د خپلې مورنۍ ژبې د توريو پانګه نه لري، نو پر ځاى يې پردي توري په دې دليل كاروي، چي ګواكې په دې كار سره زما ژبه پراخېږي.
له دې څخه داسې څرګندېږي، چي زموږ ليكوال په خپل ذهن كې د خپلې ژبې د توريو پانګه نه لري، دا پر خپل ځاى يوه غميزه ده، خو وايي "پكه، دا دي لا بله سپكه"، يو شمېر يې د عربي او پارسي ژبو توري د دې لپاره كاروي، چي وايي : "خلك به وايي، دا خو ريښتيا هم عالم سړى دى، ځكه چي په ليكنه كې يې ډېر پارسي او عربي توري راوړي دي" او دغه ډار يې هم د كره او سمې پښتو له ليكلو را ګرځوي، چي هسې نه يواځې د سوچه پښتو په ليكلو مي څوك نالوستى او جاهل ونه ګڼي. دلته به د بېلګې په توګه زموږ د يوۀ ليكوال يوه جمله سره ولولو:
"كه موصوف په عربي ژبه مكمل عبور نه هم لري، نو واجبي ګرفت به ضرور ورته حاصل وي".
آيا دغه پورتنۍ جمله موږ په كوم دليل د داسې يوۀ ليكوال جمله وبولو، چي هغه دي خپله مورنۍ ژبه د پرديو ژبو د ښكېلاك (استعمار) له منګولو خلاسه كړي او د خپلې مورنۍ ژبې د وركو توريو په موندلو او را برسېره كولو كې دي زيار وګالي.
دا سمه ده، چي زموږ ډېر داسې ليكوال، چي له مودو راهيسې په ښارونو كې ژوند كوي، هغوى به د ليكنې پر وخت د خپلو سوچه پښتو توريو په موندلو كې پاته راغلي وي، خو د دې دا مانا نه ده، چي كه ستا په ذهن كې ستا له اړتيا سره سم پښتو تورى نه شته، هغه به په ټول پښتني وطن كې هم نه وي، پروا نه كوي له عربي يا له پارسي ژبې يا په ډېر افسوس سره له اردو(!!) يې را واخله.
زموږ ډېر ليكوال پر ځاى د دې چي په سمه او سوچه پښتو كې د ليكنې هڅه وكړي، نورو هغو ليكوالو ته هم په سپكه سترګه ګوري، چي تر خپله وسه د نورو ژبو له منت وړلو پرته په خپله سوچه پښتو كې ليك كوي. له دې څخه موږ دوې خبرې اټكلولاى شو، لومړى دا چي يا خو دغه ليكوال د پښتو د چوپړ او خدمت په نيت د ليكوالۍ ډګر ته نه دي را وتلي او نه غواړي چي پښتو دي زموږ د څنګلوريو ژبو- چي دوى پور ترې اخلي- سياله شي او دويم دا چي دوى په خپل ذهن كې د خپلې ژبې د توريو پانګه نه لري، نو پر نورو هغو ليكوالو يې هم سترګې سرې وي، چي دا كار په ښه توګه، په برياليتوب سره تر سره كوي.
كه يو ليكوال په ريښتينې توګه غواړي، چي خپلې ژبې ته د خدمت وړ وګرځي، نو زما په نظر ايماني او وجداني دنده يې دا ده، چي بايد د خپل ولس د ويښتيا او بيدارۍ لپاره خپل قلم د قام او هېواد د مينې له اوبو ډك كړي او هغوى ته په خپله مورنۍ ژبه كې داسې څه وليكي، چي هغوى يې د زړه په سترګو ولولي، ويې مني او ويې پالي، كه داسې نه وي، نو په هسې پوچو دليلونو يو ليكوال د خپل ولس په زړه كې ځاى نه شي موندلاى |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ((د قلم غشي)) كالم | myakhel : له طرفه |
|
| |
| 1 2 3 4 5 Next |