| | |
  Time [GMT +4.5] : 05 Jul , 20:03:12 | |
03 Dec 2006   01:59:05 pm
لـــويه خدايه لــــــويـــه خــــــــــ
لـــويه خدايه لــــــويـــه خــــــــــدايه
داوګــړي نـــــورکــړې خــــــــــــدايه
دلـــتــــه دي دنــېـــټ لـــــمنــــــــــې
زمـــوږکـــيږدۍدي پــــکې پلـنـــې
لــــويه خـــدايه لـــــويه خــــــــــدايه
داوګـــړي نـــورکـــــــړې خـــــــدايه
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ملي ټرمینا    |   khan khadim kochai  :  له طرفه
03 Dec 2006   01:57:09 pm
له (دويمه سقاوي) کتاب څخه،ددرېمې اوڅلورمې پ&#
له (دويمه سقاوي) کتاب څخه،ددرېمې اوڅلورمې په بهيرياپړاوکې ٨٥/کال/دليندۍپنځمه نېټه.
له اړوندلوري څخه په مننې اودژبنۍلاسوهنې ياسمونې په بښنې سره ستاسوپه چوپړکې دځيرلواوپاملرنې وړتاريخي پېښې:
د١٣٧٠/ل/کال/دوري يوولسمه نېټه.
خوست ولايت تردوواوونيوسختوجګړوڅخه ورروسته دمجاهدينولاس ته ورغى.
دغويي لومړۍنېټه:
دکابل حکومت دسکارټ توغندي دلګېدوله امله دکونړپه اسدابادکې درې سوه تنه ووژل شول اوترشپږوسووڅخه ډېرخلک ټپيان شول،دغه توغندي دمجاهدينوپه يوې زېرمې لګېدلي وو.
دغويي درېمه نېټه.
حکمتيارلوړه وکړه چې له کابل رژيم څخه به دکونړولايت دوژلشويواوټپي شويوخلکوغچ اخلي.
دغويي څلورمه نېټه.
رباني هم په کونړولايت کې دکابل رژيم دغه ظالمانه کاروايي وغندله.
سياف هم له ملګروملتونوڅخه وغوښتل چې په روسيې زورواچوي ترڅوله کابل حکومت سره خپلې سياسي اوپوځي مرستې بندې کړي.
دغبرګولي پنځمه نېټه.
دکابل اوپاکستان حکومتونودافغانستان دشخړې په اړونددملګروملتونوپنځه بنديزه پرېکړه وستايله، دمجاهدينو ډېرومشرانودغه جوړښت ردکړ،ويل ترڅوچې نجيب دکابل پرګدۍناست وي داډول جوړښتونه ګټه نه لري.
دغبرګولي دوولسمه نېټه.
حکمتيارپه يوه خپرنيزه غونډه کې دملګروملتونودغه پنځه بنديزه پرېکړه يولوريزه دافغانانوترمنځ دروغې جوړې اړوک کاروګاڼه داسې خبرتيايې هم ورکړه چې ګواکي افغان پوځ به دکابل حکومت په اړوک پاڅون وکړي.
دغبرګولي اته ويشتمه نېټه.
سياف ديوه ليک په ترڅ کې دپاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دملګروملتونوپرېکړه ونه مني اوکه ددې کاروس نه لري نولږترلږه چاته دې اجازه نه ورکوي چې دپرېکړې دپلي کولوله پاره يې خاوره وکاروله شي.
دغبرګولي دېرشمه نېټه.
ببرک کارمل په روسيه کې له پنځه کلنۍهستوګنې څخه وروسته کابل ته ستون شو.
دچنګاښ پنځه ويشتمه نېټه.
ببرک کارمل چې يوه مياشت وړاندې کابل ته ستون شوى ووله بي-بي-سي سره يې په خپله لومړنۍمرکه کې وويل:په افغانستان کې دروسي ځواکونودلاسوهنې اړوک وواوس دحکومت په بلنه کابل ته راغلى دى.
دزمري درويشتمه نېټه.
دروسانواونظارشوراترمنځ په اشکمش کې خبرې اترې وشوې.
دوږي شپږمه نېټه.
تهران چاپ کيهان ورځپاڼې په خپله يوه ګڼه کې وليکل:حکمتياردافغانانودتشتت اوپاشلتيالامېل دى،له روسانوڅخه دهغه ګواښ ياخترډېردى.
دوږي اتلسمه نېټه.
په روسيه کې له وروستيوبدلونونوڅخه وروسته روسي پلاوى دلومړي ځل له پاره کابل ته راغى له حکومتي چارواکوسره يې وکتل،هغوى دهرډول پوځي اوسياسي مرستوژمنه ورکړه.
دوږي پنځه ويشتمه نېټه.
ډاکټرنجيب لله په خپله راډيويي اوټلوېژني ويناکې له ټولوغاړوان له ظاهرشاه څخه وغوښتل چې دسولې په ټينګښت کې دامريکااوروسيې دتکل مرسته وکړي،له کورنيوکوماندانانوڅخه يې وغوښتل ترڅواوربندومني.
دوږي اووويشتمه نېټه.
مجاهدينوداوربندوړانديزردکړهغه يې دوکه وګڼله.
دتلې اتمه نېټه.
ډاکټرنجيب لله ديوې خپرنيزې غونډې په ترڅ کې له مجاهدينوڅخه وغوښتل چې ترواک لاندې سيموکې پرټاکنولاس پورې کړي.
دتلې يوولسمه نېټه.
سياف،رباني اوخالص دروسيې ورستى جوړښت دجهادله پاره يوه ټګنه يادرغلي وګڼله.
دتلې اتلسمه نېټه.
مجددي له امريکاغږسره په يوه مرکه کې وويل چې دافغانستان ٩٩%خلک دروسيې وروستى جوړښت اوسياسي اوارى مني.
دتلې يوويشتمه نېټه.
حکمتياردروسيې وروستى جوړښت ردکړ،وېل که هرچادغه جوړښت ومانه پاى به يې دنجيب لله غوندې وي.
دلړم ديارلسمه نېټه.
ظاهرشاه په خپل کورکې ديوداسې چاله لوري دچړې په وسيله ټپي شوچې دخبريال په نوم ورغلى وو.
دلړم اوولسمه نېټه.
درباني په مشرۍ دمجاهدينويوه ډله سعودي عربستان ته لاړه چې له هغې لارې څخه مسکوته خپل ځانونه ورسوي،محمدي،محسني،وقاد،مسعودخليلي،منهاج، حشمت لله مجددي اواحمدګيلاني ددغه پلاوي غړي وو، رباني په اسلام ابادکې يوې خپرنيزې غونډې ته وويل:دافغانستان جګړه له روسيې څخه پيل شوې اوهلته بايدپاى ته ورسېږي.
دليندۍپنځمه نېټه.
حکمتيارپه يوه خپرنيزه غونډه کې وويل:ترڅوچې دافغانستان دشخړې اوارى نه وي رامنځته شوى چمتونه دى چې روسي بنديان خوشي کړي.
دليندۍلسمه نېټه.
داسلامي حزب،اسلامي جميعت اوحرکت انقلاب اسلامي ګوندونوترمنځ يولړګونګې غونډې وشوې.
دليندۍاتلسمه نېټه.
حکمتيارديوې مرکې په ترڅ کې دنيوکې په ډول وويل:پاکستان غواړي ظاهرشاه بېرته دواک په ګدۍکېنوي.
دمرغومي پنځه ويشتمه نېټه.
ډاکټرنجيب لله دروسانودوتلوورځ دافغانستان دملي ژغورنې په نامه ونوموله.
دسلواغې اتمه نېټه.
مجددي دپاکستان دوروستي جوړښت هرکلى وکړ،خودپاکستان په اسلامي جماعت يې نيوکه وکړه چې دافغانستان په کورنيوچاروکې لاسوهنه کوي.
دسلواغې دروېشمه نېټه.
رباني ديوې خپرنيزې غونډې په ترڅ کې درې تنه روسي بنديان دهغه هيوادپلاوي ته وسپارل چې داوزبک هيواد استازي هم پکې ګډون درلود.
دسلواغې پنځه ويشتمه نېټه.
دکابل خلکودلومړي ځل له پاره تر١٩٨٠م/کال څخه وروسته دروسانودوتلوپه لمانځنه لاريون وکړدهغوى تېرى يې وغانده.
دکب لسمه نېټه.
حکمتياردافغانستان دلانجې دغوڅولوپه موخه څلوربنديزجوړښت وړاندې کړ.
دکب اووويشتمه نېټه.
ډاکټرنجيب لله الام وکړچې دملګروملتونوله خواديوه لنډمهاله حکومت په جوړېدلوسره چمتودى چې له واک څخه تېرشي.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ملي ټرمینا    |   khan khadim kochai  :  له طرفه
03 Dec 2006   01:54:07 pm
داورينوپېښويوبل کال نوى شو١٣٧١/ل/کال دوري 
١٣٧١/ل/کال.
داورينوپېښويوبل کال نوى شو١٣٧١/ل/کال دوري څلورمه نېټه.
_ مزارښارچې دکابل رژيم لوى منځى ووددوستم ځواکونواودمجاهدينودګډولې يااېتلاف لاس ته ورغى.
دوري شپاړسمه نېټه.
_ کابل حکومت دپاکستان دمرستوهرکلى وکړ،هغه دافغانستان دستونزې په غوڅولوکې غوره هڅه وبلله.
دوري شپږويشتمه نېټه.
_ مجاهدينوله حکومتي ډلوسره دګډولې يااېتلاف له لارې دبګرام هوايي ډګرونيوه.
دوري اووويشتمه نېټه.
_ د ٦٠٠ /تنوپه شاوخواکې اوزبک مليشې په الوتکوکې دکابل له شاوخواڅخه منځکي ته ولېږدول شوې چې دمجاهدينوله خوادکېدونکي بريدمخنيوى وکړي.
دوري اووويشتمه نېټه.
_ دکابل حکومت مشرډاکټرنجيب لله غوښتل له کابل څخه بهرځان وباسي،ويل کېږي په دووبجوپنځلسوشېبوهغه دتللوهڅه وکړه خوداړوک خلکوله لوري ايسارکړل شواړشوچې دملګروملتونوپه يوه دفترکې پناواخلي.
دوري اووويشتمه نېټه.
_ کابل ګارنېزيون کوماندانۍکابل ښاريانوته الام وکړچې نظم اوډېسپلين ګډوډنه کړي.
دوري نهه ويشتمه نېټه.
_ اسلامي حزب له دغې ناکرارۍڅخه دوتلوپه موخه څووړانديزونه وکړل.
دوري دېرشمه نېټه.
_ حکمتيارکابل حکومت ته پيغام ولېږه که دولت ترشپږوورځوګواکي دغويي تراوومې پورې مجاهدينوته ورونه سپارل شي نوپه کابل به بريدوکړي.
دوري يودېرشمه نېټه.
_ بنين سيوان دمليشواومجاهدينوله کوماندانانوسره دليدنې له پاره مزارته ولاړ.
دغويي دويمه نېټه.
_ احمدشاه مسعوددپاکستان له علماوڅخه هيله وکړه چې په کابل ښاردحکمتياردبريدمخنيوى وکړي.
دغويي درېمه نېټه.
_ دجمهورريس مرستيال رفېع دلوګرولايت محمداغې په ولسوالۍکې له حکمتيارسره وکتل.
دغويي شپږمه نېټه.
_ کابل دخالي په ورځ دمجاهدينولاس ته ورغى.
دغويي شپږمه نېټه.
_ دحکمتياراومسعودترمنځ په کابل کې سخته جګړه روانه ده.
دغويي لسمه نېټه.
_ مسعوددغويي په (٩ دمازديګرپه شاوخواکې کابل ښارته ننه وت.
دغويي ديارلسمه نېټه.
_ دحرکت انقلاب اسلامي درې ډلې په پېښورکې ديوې خپرنيزې غونډې په ترڅ کې سره يوځاى شوې.
دغويي څوارلسمه نېټه.
_ مجددي خپله کابينه الام کړه.
دغويي يوويشتمه نېټه.
_ دکابل ميشتوجهادي مشرانواوحکمتيارترمنځ هوکړه وشوه چې جګړې دې بندې شي.
دغويي اتلسمه نېټه.
_ سياف وويل له کمونېسټانوسره حکومت جوړول داېتلاف ماناورکوي.
دغويي شلمه نېټه.
_ حکمتيارپه جلال ابادکې په يوه خپرنيزه غونډه کې له ګلمج مليشوڅخه وغوښتنه وکړه چې له کابل ښارڅخه دې ووزي.
دغويي څلورويشتمه نېټه.
_ دروسيې دبهرنيوچارودوزيرکوزيروپ اومسعودترکتنې وروسته يوه الاميه خپره شوه چې کمونيزم پکې وغندل شو.
دغويي اووويشتمه نېټه.
_ حکمتيارپه سروبي کې ديوې خپرنيزې غونډې په ترڅ کې څرګنده کړه چې دکابل له حکومت سره هوکړې ته رسېدلى دى.
دغويي نهه ويشتمه نېټه.
_ مسعودله يوشمېرپاکستاني مشرانوڅخه داى-اېس-اى دمشرجاوېدناصرګډون،وغوښتل چې په سمسمکې کې ورسره مرسته وکړي.
دغبرګولي پنځمه نېټه.
_ مجددي په يودوه ورځني رسمي سپرپاکستان ته ولاړ دواکمنۍددورې دالومړى سپروو.
دغبرګولي اتمه نېټه.
_ هغه الوتکه چې دمجددي په ګډون (١٠٠ تنه پکې ووکابل هوايي ډګرته نيږدې وويشتل شوه.
دغبرګولي يوولسمه نېټه.
_ په چلستون ماڼۍکې دجهادي شوراله خواغونډه جوړه شوه دمجددي په الوتکه باندې دتوغوندي بريددورانکارو خلکوکاروبللشو.
دغبرګولي دوولسمه نېټه.
_ دوحدت اواتحادګوندونوترمنځ نيښته وشوه.
دغبرګولي اوولسمه نېټه.
_ دافغانستان دبهرنيوچارو،وزارت دنړۍله ټولوهيوادونوپه ځانګړې توګه له ګاونډي اواسلامي هيوادونوڅخه وغوښتل چې ددغه هيوادپه کورنيوچاروکې لاسوهنه ونه کړي.
دغبرګولي اووويشتمه نېټه.
_ مجددي جهادي مشران په ځانګړي ډول رباني تورن کړچې له خپلوژمنوڅخه اوښتي دي،دهغه دحکومت ترڅنګ يې بل حکومت جوړکړى دى.
دچنګاښ لومړۍنېټه.
_ حکمتيارګواښ وکړکه مجددي په ټاکلي وخت رباني ته واک ونه سپاري نوپرکابل به يرغل وکړي.
دچنګاښ پنځمه نېټه.
_ په کابل ښارکې دوحدت اوجمعيت ګوندترمنځ نيښته وشوه.
دچنګاښ اتمه نېټه.
_ مجددي دچنګاښ په (٧ نېټه واک جهادي شوراته وسپاره.
دچنګاښ يوولسمه نېټه.
_ رباني خپله لومړنۍراډيوټلوېژني ويناواوروله.
دچنګاښ يودېرشمه نېټه.
_ استادپريدپه څلورژرندوکې له حکمتيارسره وکتل.
دزمري لسمه نېټه.
_ کابل هوايي ډګرله سختوتوغندي بريدونولاندې راغى،اسلامي حزب دبريدټټروواهه.
دزمري يوولسمه نېټه.
_ رباني ديوفرمان له مخې مولوي محمدنبي دخپل مرستيال په توګه وټاکه.
دزمري اتلسمه نېټه.
_ دسهارپه (٥بجوداسلامي حزب اواسلامي جمعيت دځواکونوترمنځ سختې نيښتې وشوې.
دزمري نولسمه نېټه.
_ دروسيې په سپارت بريدوشودبريدله امله دسپارت دوه کارکوونکي ووژل شول.
دزمري پنځه ويشتمه نېټه.
_ رباني له نوروهيوادونوڅخه وغوښتل چې داسلامي حزب دفترونه وتړي،دروسيې سپارت ددووتنوکارکوونکودوژلوله امله يې له هغه هيوادڅخه بښنه وغوښتله.
دزمري شپږويشتمه نېټه.
_ رباني الام وکړچې حکمتيارله دې څخه وروسته دقيادي شوراغړى نه دى.
دزمري يودېرشمه نېټه.
_ حکمتياردبهرنيودوتلوله پاره اوربندته غاړه کېښوده.
دوږي اتمه نېټه.
_ حکمتيارهغوکسانوته خبردارى ورکړچې له کابل څخه وتل ترهغه مهاله پورې دې بېرته نه راځي چې ددوستم مليشې له ښارڅخه نه وي وتلې.
دوږي شپاړسمه نېټه.
_ ترشلوکلونوڅخه وروسته په لومړي ځل دغلاپه توردرې تنه دخلکوپه وړاندې په سولۍياغرغره کړل شول.
دوږي اته ويشتمه نېټه.
_ حکمتياراورباني په پغمان کې سره وکتل.
دتلې لومړۍڼېټه.
_ وحدت ګوندله حکومت سره خپل همغاړيتړب وښوده.
دتلې څلورمه نېټه.
_ څلوتنه نورپه زرنيګارپارک کې غرغره کړل شول.
دتلې ديارلسمه نېټه.
_ دکابل حکومت پرېکړه وکړه چې په يوه اوونۍکې به مليښې دکابل له ښارڅخه باسي.
دتلې پنځه ويشتمه نېټه.
_ په دغه ورځ څلوروجهادي مشرانوحکمتيار،خالص، محمدي اوسياف دننګرهاردسولي له پلاوي سره په څرخي پله کې وليدل.
دلړم درېمه نېټه.
_ رباني په يوه خپرنيزه غونډه کې الام کړه دلړم په څلورمه نېټه چې دواک موده يې تمامېږي ټول واک به قيادي شوراته سپاري.
دليندۍڅلورمه نېټه.
_ رباني له هغه لوړپوړي روسي پلاوي څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل سپارت پرانېزي چې کابل ته راغلى.
دليندۍاته ويشتمه نېټه.
_ داهل وعقدشورالومړنۍغونډه په کابل کې پيل کړه.
دمرغومي څلورمه نېټه.
_ کابل حکومت ددوستم ملي اسلامي غورځنګ په رسميت وپېژانده.(٢.
دمرغومي اوومه نېټه.
_ رباني داهل وعقدشوراله خواد١٣٧١/ل/کال دج پر(٩ نېټه ددووکلونوله پاره دجمهورريس په توګه وټاکل شو.
دمرغومي نهمه نېټه.
_ دملګروملتونواستازي موسوريس په افغانستان کې داهل وعقدشورادپرېکړوپه اړوندخواشيني څرګنده کړه،ځکه چې په دغه شوراکې مشران هوکړې ته نه دي رسېدلې اوخلک ددې شوراپلويان نه دي.
دمرغومي دولسمه نېټه.
_ داهل وعقدشوراڅوپرېکړې وکړې:
١_ ټولې نااسلامي ډلې دې کاراوهڅوته نه پرېښودل کېږي.
٢_ له مسلکي خلکوڅخه دې يوه اسلامي اردوجوړه شي.
٣_ راډيوټلويژن دې خپل پروګرامونه اسلامي کړي.
٤_ په دفترونوکې دې کاراسلامي خلکوته وسپارل شي.
دمرغومي ديارلسمه نېټه.
_ رباني دجمهورريس په توګه لوړه وکړه.
دمرغومي شلمه نېټه.
_ په کابل کې دځينې ډلوترمنځ جګړه ونيښته.
دمرغومي اته ويشتمه نېټه.
_ دوستم غوښتنه وکړه چې په واک کې دې شريک کړل شي.
دسلواغې شپږمه نېټه.
_ داسلامي حزب اونظارشوراترمنځ دسختوجګړوپه ترڅ کې په سلګونوکسان مړه اوژوبل شول نوازشريف اودسعودي پاچادجنګ بندولووړانديزوکړ.
دسلواغې لسمه نېټه.
_ پخواني پاچامحمدظاهرشاه دپرخ بنسټه حکومت د جوړېدلوله پاره دملګروملتونوله څارنې لاندې دلوى جرګې دجوړېدلوغوښتنه وکړه.
دسلواغې څوارلسمه نېټه.
_ دملګروملتونودخيريه ټولنوڅلورغړي په جلال ابادکې ووژل شول.
دسلواغې شپاړسمه نېټه.
_ داسلامي حزب،وحدت اومسعودترمنځه په جګړوکې په زرګونوکسان مړه اوژوبل شول.
دسلواغې يوويشتمه نېټه.
_ مولوي منصورله څلوروساتندويانوسره په پکتياکې ووژل شو.
دسلواغې دوه ويشتمه نېټه.
_ پاکستانى جنرال حميدګل له خپلوعربي ملګروسره په دغه هيله کابل ته ولاړچې واک مولوي محمدي ته وسپاري.
دکب درېمه نېټه.
_ پاکستان ته ددوستم دپټ سپرخبرونه خپاره شول.
دکب يوولسمه نېټه.
_ رباني له پاکستان مشرانوسره دخبروله پاره پاکستان ته راغى.
دکب دوولسمه نېټه.
_ تنظيمي مشرانوددوستم دنمايندګانوپه ګډون دنوازشريف اواسحاق خان په منځګړيتوب په اسلام ابادکې مخامخ خبرې وکړې.
دکب شپاړسمه نېټه.
_ په اسلام اباد،دنوازشريف په کورکې دسعودي عرب اوداېران داستازوپه ګډون له شپږورځوخبروڅخه وروسته دافغان مشرانوترمنځ روغه وشوه،په دغه تړون کې رباني د(١٨ مياشتوله پاره جمهوراوحکمتياردلومړي وزيرپه توګه وټاکل شول.
دکب نولسمه نېټه.
_ په سعودي کې له نوازشريف سره يوځاى جهادي مشرانودروغې جوړې په تړون باندې شاه فهدلاسليک وکړ.
دکب اته ويشتمه نېټه.
_ په کابل کې دښځوله خوالاريون وشوله رباني څخه يې غوښتنه وکړه چې دحکومتي کسانوله لوري دې دکورونو لوټونه اودښځوبې پته کول بندشي.
دکب درويشتمه نېټه.
_ نوازشريف له جهادي مشرانوسره تهران ته ولاړله اېراني مشرانوسره يې دروغې جوړې په تړون لاسليکونه وکړل.
دکب پنځه ويشتمه نېټه.
_ په جلال ابادکې داسلام اباددتړون په رڼاکې دافغان مشرانوله خوادکابينې په جوړولوکارپيل شو.
دکب نهه ويشتمه نېټه.
_ داسلام ابادتړول وګواښل شورباني داسلام اباددتړون په اړوندوويل:بايدټول دفاعي واکونه ددفاع له وزيرمسعودسره وي(٣.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ملي ټرمینا    |   khan khadim kochai  :  له طرفه
26 Nov 2006   04:33:11 pm
ستاسوخپل ويبلاګ کيږدۍوګورئ
ستاسوخپل ويبلاګ کيږدۍوګورئ.
ستاسودبې برخې،خوارکۍ،ځورېدلې ټولنې دغرورنښه کيږدۍوګورئ.
له پامه څخه دغورځېدلې ټولنې دپت اوبرم ساتندويه سېب ياسرپناکيږدۍوګورئ.
له ښوونځي،روغتون،سړک اوودانۍڅخه لرې دپښتني ټولنې دغروراو وياړونوساتونکې کيږدۍوګورئ.
ستاسودهيواددلوڼو،زامنووړوکې نړۍدبازاري مشرانوله پام څخه لرې غورځېدلې پنااوالونياکيږدۍوګورئ،
دهغوخلکوسرپنااوسېب وګورئ چې وخت په وخت يې ددغه خراسان موډه خراسان بوله هيواداوخلکودژغورنې له پاره خپلې ګرانې وينې تويه کړې دي،خودغوخورانوته بياخپلې برخې نه دي ورکړل شوې،
دهغوخلکوسېب اوسرپناوګورئ چې نورښاغلي ورته مېنه ځاى اوڅړځاى نه ورکوي کيږدۍوګورئ،
دهغوخلکوسرپنااوسېب وګورئ چې ستاسوپه څېروينه اومينه لري کيږدۍوګرئ،
دهغه چاجونګړه وګورئ چې ددغوخوارانواومتازه خلکودبرخوياحقونو داخيستلوپه نوم سوداګري،مزې،چړچې کوي کيږدۍوګورئ،
درنځورو،ګوډو،ړندو،ميندو،پلرونو،لوڼو،زامنواړمنو،متازه خلکودژوندتېرلو ځاله اوټاټوبى کيږدۍوګورئ،
دهغوخلکوکيږدۍوګورئ چې دجنګي کلادخراساني افغانستان بازاري خپل سري مشران اوکشران يې په غرونو،دښتواوډاګونوکې نه پرېږدي،
دهغوخلکوکيږدۍوګورئ چې دخپلومړيوله پاره هديره اومړيستون نه لري،
دهغوخلکوسرپنا،سېب اوپناګاوګورئ چې دجنګي کلاخراساني افغانستان جنګي جنګسالارنودبون دګډولې يااېتلاف انجويي سوداګرواوبدماشانوخپلې ځمکې اوڅړځايونه ترې نيولي دي کيږدۍدرته يادوم،
کيږدۍدانټرنېټ په نړيوال کلي کې کيږدۍدانټرنېټ په نړۍکې په لاندې پتواو موندنوسره يوه کيږدۍبه ستاسوله پاره بېلابېلې په زړه پورې بېلبرې ولري،کيږدۍبه دنوښت اوخوځښت نښه وي،
کيږدۍپه خپله وګورئ،خپلودوستان،ملګرواوخپلوانوته يې دکتلوبلنه اوپتې ورکړئ،
يادونه:په لومړيوشپوورځوکې زموږهغه ليکونه دکيږديوپرمخ باندې ليدلى شئ چې دوخت له ناخوالوسره په اړوندليکل شويدي.دخپلوخلکودژونددښه کولو،خبرولو،پوهه ولو،دخپلې ژبې دخدمت، غوړېدنې،دکيږدۍښکولي کولو،ښايست اومنځپانګې دبډاينې له پاره خپل ليکونه اواندونه راواستوئ.
ستاسودمرستې اوهمکارۍپه هيله.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ملي ټرمینا    |   khan khadim kochai  :  له طرفه
26 Nov 2006   04:16:34 pm
په سيمه کې لوېديزوال له پاکستان څخه ښه دوست &
١٣٨٤دکب مياشت خادم کوچى
په سيمه کې لوېديزوال له پاکستان څخه ښه دوست پيداکولى شي؟؟نـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه!!
په دغه خبره باندې هرڅوک پوهه اوخبردي چې دژونددغه بهير يانړۍدکشمکش اوغورځوپرځوکوردى چې دخلکواوهيوادونو ترمنځه په بېلابېلابڼه ښکاره کېږي اوهمداسې به ژوندروان وي.
دتاريخي ژوندپه دغه ټول بهيرکې دنړۍډېرې سيمې په ځانګړي ډول زموږسيمه په دوونړيوالوځواکيزوسيمووېشل شوې ده له بده مرغه دځواک اوسياسي اغېزپه يولوري کې افغانستان پروت دى اوپه بل لوري کې يې پاکستان پروت دى، دخواشينۍځاى دى چې دژرندې دځواک ددغه دواړوپلونو ترمنځ پښتانه پراته دي،هروخت چې دنړيوالې جګړې داورلمبې اوتورلوګي راپورته شوي دي دجګړوددغه تورتم پنځون زموږسيمه اغېزمنه اوزيانمنه کړې ده،له زيانونوسره سره دغه سيمه دنړۍ دپوځي ځواکونوترمنځ ديوايسار،کېړاومنډوپه دودپاتې شوې ده،يادنړيوالودځواک لړۍهمدلته غوڅه شوېده.
دشورويانواولوېديزوالودوروستي ټکرله امله وليدل شول چې لوېديزوالودجګړې دګټلوسنګراولنګرپه پاکستان کې په دغه بانه اولاپوشاپواچولى ووچې ګواکي شورويانوپه افغانستان باندې تېرى کړى دى ياپه دغه هيوادکې لاس وهنه کوي.
دوخت دشورويانو،اېرانستان اوهندله سياست سره هغوزړو خيالونواودتېرتاريخ دلشکرکشيودوديزوهلوځلومرسته وکړه چې دهنددګرم سېل په لوربه دخراساني هيوادونولښکرې روانې وې اوسيمه به يې ترخپل خراساني يرغل لاندې راوستله،په لږ توپيرسره چې نن به دکراچۍسمندرغاړوته دپخواني هندتودو اوبوته رسېدوډنډوره وهل کېدله ټولوخراساني هيوادونوله شورويانوسره دهنددتودواوبوتاوده ګودرونه په خوب ليدل دهغې جګړې دګټلوهلې څلې يې کولې چې لوېديزوالوپه پاکستان کې سنګرورته نيولى وو.
دجګړې بيابيانوي کولواوشاربلوداسې پېښې راوپنځولې چې لوېديزوال په خپل سياسي اوپوځي شته والي سره سيمې ته راغلل دوئ غوښتي دي اوغواړي چې په سيمه کې برلاسى رول اوونډه ولري ياددغې سيمې يوډول واکمنان اومشران اوسي، خودغه ډول يومخيزه اويواړخيزه تګلاره هغوئ ستړي کوي، دجګړې له نوروبرخه والوسره سره لوېديزوالودافغانستان د پېښوپه اړوند،دجګړې يو وتلى لوبغاړى پاکستان هم يوډول يوازې کړى ياڅنډې ته کړى،شړلى اوپرېښولى ښکاره کېږي له همدې امله به وي چې دافغانستان دخلکواولوېديزوالوله په اړوندبه ستونزې پيداکېږي.
کوم هيوادونه چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ په شخړوکې خپله ګټه وين ياپه دغه سيمه کې دواک نيونې خوبونه ويني لکه اېرانستان،تاجکستان،تورک نژاده هيوادونه،شورويان اوهند هغوى به دستونزوپه پيداکولوکې مرسته کوي.
دخراساني افغانستان مشرانوتل هڅه کړې ده چې خپل سياست ته دخراسان له لوري پراختياورکړي خراساني دوستان هم دهندپه تودواوبوکې ولمبه وي له افغانستان څخه يې جنګي کلااوپاړسيستان جوړکړى سيمه هم بايدچې داسې ودانه اوښېرازه کړي دوئ ښه ګڼي چې پاړسودربارته پراختياورکړي.
دشورويانوپه شته والي سره دافغانستان سياسي مشرانوهڅه وکړه چې دخراسان له لوري افغانستان ته پراختياورکړي ځکه دنړۍډېرهيوادونه اوخلک دنړۍددوه ګوني سياست په همدغه بهيرکې وو.
لوېديزوال چې نن ورځ له هوايي لاروڅخه افغانستان ته راغلي دي اوپه خپل زورباندې نازېږي ترډېره ځايه پورې داسم کارنه شي بلل کېدلى،دسيمې دپېښوپه خوځېدلوسره لوېديزوال اړکېږي چې له پاکستان سره يوډول دوستانه اړيکې ولري، دهمدغه ډول ستونزوله امله دافغانستان خلک اودغه جنګي کلاافغانستان بياهم له خپلوګاونډيانوسره په ډاګ پاتې کېږي اوس دجنګي کلادمشرانوخوښه ده،چې له خراسانيانوسره نړۍ جوړوي اوکه يوخپلواک سياست اونړۍخپلوي.
دژوندخواږه موپه برخه شه.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ملي ټرمینا    |   khan khadim kochai  :  له طرفه
 
1 2 3 Next
برخي
[12] ملي ټرمینا
[2] ټولګړي
[1] پښتو او پښت
Jun 2008 جولاې 2008 Aug 2008
S M T W T F S
    1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30 31   
ارشيف
[3] دسمبر 2006
[12] نومبر 2006
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006