|
|
| 09 Aug 2007 05:04:09 pm |
کله چې چاپلين سترديکتاتور و |
|
|
دمشهورکميدين اوتراژيديک پخواني فلمي لوبغاړي چارلي چاپلين دزمانې شکايتونه ډيرزيات وو دده تروخته ډيره لويه اختراع راډيو اوالوتکه وه. دده دکارپرمهال يوښکلى فلم جوړشو خورامشهورفلم و ، اونوم يې سترديکتاتورپرې کيښود . پدې فلم کې چې ښايسته ډيرکلونه پرې اوړي چارلي ديويهودي ډم رول لوبوي چې دهتلرسرتيروله خوا ځورول کيږي خويوه ورځ دى دسترديکتاتورپرځاى راغوښتل کيږي اوچارې ده ته سپارل کيږي. دلته دچارلي چاپلين دزمانې شکايتونه دسترديکتاتورپه جامه کې ديوبې وزله خومهربانه ډم نه واورى :
((هيله لرم وبښى خوزه نه غواړم چې يوامپراتورواوسيږم ، دازما کارندى ، زه نه غواړم چې پرچا واک وچلوم زه غواړم چې که امکان ولري له هرچا سره که يهود وي که غيريهود ، که توروي اوکه سپين مرسته وکړم .موږ ټول غواړو چې يوله بل سره مرسته وکړو همدې ته بشريت وايي ، موږ ټول غواړو چې ديوبل له خوښيو سره ژوند وکړو نه له خواشينيو سره اونه غواړو چې يوبل ته دکرکې اوحقارت په سترګه وګورو .
پدې نړۍ کې دهرچالپاره يوه خونه شته اوپدې نړۍ کې دهرچا لپاره هرڅه شته . په ژوند کې دازادۍ اوښکلا لوري ته لارې پريمانه دي خوله موږ نه هغه لارې ورکې شوې دي . حرص چې زموږ په روح کې يې زهرشيندلي ټولې لارې بندې کړې دي اوموږ يې دذلت اووينو خواته ورپورې وهلي يو .
موږ چټکه وده رامنځ ته کړه خوپه خپلو ځانونو موبنديزونه لګولي دي . ماشيني پرمختګ نعمتونه زيات کړل خوموږ يې نورهم وږي کړو ، موږ فکرزيات کوو خواحساس موډيرکم دى ، موږ ترماشين نه انسانيت ته اوډيرترذکاوت نه مهربانۍ اوښيګڼې ته ډيراړيو ، له دغه کيفيت نه پرته به ژوند يوازې تاوتريخوالى وي اوهرڅه به له لاسه ووزي .
الوتکې اوراديو موږ يوبل ته ډيرنږدې کړي يو ، دغه اختراعات موږ دبشري ښيګڼې اوموږ ټول ديوې عامې ورورولۍ خواته رابولي حتى همدا اوس زما آواز دنړۍ په ميلونونه انسانان اوري، په ميلونونو نهيلي نارينه ، ښځې اوواړه ماشومان .
هغوى ته چې زما اواز اوري وايم چې تاسو مه نااميده کيږى زموږ اوسنۍ بدمرغي دانسان تريخ طبيعت دى ، انسان چې دانسانيت دپرمختګ له تګلارې نه ويره لري . دانسان کرکه پاى ته رسي اوظالمان له منځه ځي اوهغه واک چې دوى له خلکو نه نيولى بيرته به خلکو ته ورسپارل کيږي خوآزادي به ترهغو پورې خوره نشي ترڅو چې خلک وژل کيږي .خلکو !! ډيرځانونه انسان وژونکوته مه سپارى ، هغوى ته چې تاسو نااميده کوي اوله تاسو مريان جوړوي هغوى ته چې تاسو په ډلو ويشي اوتاسو ته وايي چې څه وکړىء . ستاسو پالنې کوي خودڅارويو دپادو په څير،له تاسو نه دتوپ دمرميو په توګه کاراخلي ، ځانونه دغو غيرطبيعي انسانانوته مه سپارى ، دغوماشيني انسانانوته چې دماشين په څيرفکرکوي اوماشيني زړونه لري ، تاسو ماشين نه ياست ستاسو په زړونو کې دانسانيت لپاره مينه شته .
سرتيرو دغلامۍ لپاره نه دآزادۍ لپاره جګړه وکړى اصلي ځواک ستاسو دى دماشين درامنځ ته کولو اودخوښيو درامنځ ته کولو ځواک ، تاسو خلک کولاى شى چې ژوند ته آزادي اوښکلا وروبښى اوله ژوند نه يوپه زړه پورې سفرجوړکړى . راځى چې له دغه ځواک نه دديموکراسۍ په نامه کارواخلو .
موږ دنوې نړۍ خواته درومو دمهربانۍ دنوې نړۍ خواته هلته چې انسانان دښمني اوبې رحمي نه کوي . دانسانانو ارواوو وزرونه کړي اوپه پاى کې به الوتل پيل کړي هغوى دزيړې زرغونې په لوري الوزي ، داميدونودرڼا په لوري ، دراتلونکې په لوري ديوې پرتمينې راتلونکې په لوري چې په تا، په ما اوپه موږ ټولو پورې اړه لري .
وګوره پاس وګوره ! )) |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : هنر | abasin : له طرفه |
|
|
|
| 05 Aug 2007 10:39:00 am |
نړۍ ګټه کړې که تاوان ؟ |
|
|
چې کله په زيږديز اټکل دنومبرلسمه ورځ رابره شي نو دنړۍ ديوعجيب سړي کليزه به لمانځل کيژي .
تاسووپوهيږى هغه به څوک وي ؟
کلاشينکوف ، خوهغه کلاشينکوف نه چې ډزې کوي او وينې بهوي بلکې دهغه مخترع .
د١٩٢٠ ميلادي کال دنومبرپه لسمه نيټه اوسنى کلاشينکوف جوړونکى ميخايل کلاشينکوف وزيږيد .
ترلومړي نړيوال جنګ وروسته چې ددرندو اوپه سختۍ سره دوسلو دانتقال ستونزې ورترپامه وې ميخايل کلاشينکوف هوډ وکړچې يوه داسې وسله رامنځ ته کړي چې انتقال يې اسانه اونتيجه يې بې ساري وي . هغه پخپله په لومړي جنګ کې ټپي شوى و، همدې درد اوهمدې اړتيا ته په پام سره په کاربوخت شو . نوموړي لومړنى کلاشينکوف په روغتون کې جوړکړ . دې صنعتګربې ساري تجربه وکړه خو نړۍ په وينوکې لولپه شوه . |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : هنر | abasin : له طرفه |
|
|
|
| 05 Aug 2007 10:29:16 am |
يونوى ټايټانيک دفلم له برکته سفرپيلوي |
|
|
يوه تفريحي بيړۍ چې امکانات يې انفرادي دي صحنې ته راوزي . ځکه چې تاريخي تايتانيک ته ورته جوړه ده اونوم يې هم ټايټانيک دى .
واشنګټن پست ورځپاڼې ليکلي چې دابيړۍ دوولس پوړيزه ده اودمسافرو لپاره له هوټله ترسنګارځايه هرڅه لري .
داورځپاڼه څرګندوي :اټکل شوى چې نوې ټايټانيک به دخپلې ډوبې شوې پخوانۍ هغې په پرتله زيات مسافرجذب کړي . ځکه له يوه پلوه ټايټانيک فلم دشهرت هنګامه جوړه کړې اوله بلې خوا ددې بيړې په وړاندې دډاډ ضريب دزړې ټايټانيک څوبرابره لوړدى .
دنوې بيړۍ چلوونکي به ددرې مياشتني سفرپه بدل کې له مسافرونه ١٧ زره ډالرکرايه اخلي .خو کوم فلم دټايټانيک بيړۍ لپاره هنګامه جوړه کړه اوزړه ټايټانيک څه وه ؟
ټايټانيک هغه امريکايى فلم دى چې دلوديځ په مدرنه سينماکې پوره وستايل شو.
دنوموړي فلم ډايرکټرښاغلى جيسم کامرون وايي چې په دغه فلم ٢٦٠ ميلونه ډالرلګښت شوى دى . نوموړى فلم چې ديوې تاريخي پيښې پربنسټ جوړشوى پوره هنري ارزښت لري ، هغه لويه بيړۍ چې شپږ پوړيزه جوړه وه اودشلمې پيړۍ دصنعت يوه لوړه نمونه ګڼل کيده له ايرلند څخه امريکا ته دکنګل له هغه لويې ټوټې سره چې تراوبولاندې روانه وه ولګيده اوډوبه شوه . داپيښه د١٩١٢ عيسوي کال داپريل په ١٤ نيټه رامنځ ته شوې ده ، دغه بيړۍ چې ٢٥٠٠ کسه سپرلۍ يې لرلې څه دپاسه ١٥٠٠ مسافرپکې مړه شول چې زياتره يې دلاندنيو طبقو غريب اوبې وسه خلک ووچې دژوندي پاتې کيدو امکان ورته برابرنشو .
نوموړى فلم چې په ١٩٩٧ عيسوي کال تکميل شو په لومړيو کلونو کې يې پوره يومليارد ډالروګټل همدارنګه وتوانيد چې داسکاريوولس سينمايي جايزې چې دهاليوډ له خوا غوره فلمونوته ورکول کيږي لاس ته راوړې همدغه جادويي فلم اوس هم په ټوله نړۍ کې په بې ساري ډول مشهوردى . |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : هنر | abasin : له طرفه |
|
|
|
| 18 Jun 2007 03:47:41 pm |
په نړۍ کې دتياتررڼا |
|
|
له ميلاد نه پخوا په شپږمه پيړۍ كې په اتن كې دلومړی ځل لپاره تياترپيل شوی دی دهغه اصلي بنسټ ايښودونكي پخپله يونانيان وو،ځكه چې دهنراوادبياتو دې مهمې څانګې دهغوى په ورځني ژوندانه كې زيات اهميت درلود اوله همدې امله يې داخلاقو په عالي اصولو ځانونه پو ه اوخبرول .
دميلاددنهمې پيړۍ دشاعرهومر حماسي شعرونه اواوري پيد تراژيدۍ وې چې په لرغوني يونان كې يې مذهب اواخلاق يوله بله سره وتړل .په پخواني يونان كې تياتردولسونو له پاره په يوه ستر مدرسه بد ل شوى و .چې خلكوته يې دژوند كولو اداب اولارې چارې ورښودلې ددې لپاره چې ټولو موضوعګانو به اجتماعي بڼه لرله ،همدا لامل و چې ټول ولسونه به يې دنندارې لپاره ورتلل .
تياتراودتياترهنرپه دوزره اوپنځه سوه كلنه دوره كې يانې دلومړي سرنه ترننه پورې په هره زمانه كې دمحيطي شرايطو اوتخنيكي انكشافاتو سره سمې بيلې او ځانګړې مرحلې سرته رسولې ،اوكوم بدلونونه چې دتياترپه بيارغونه اوپرمختګ كې رامنځ ته شوي دجلاجلاهيوادونو دتمدن اوكلتورښكارندوى دي داتلسمې پيړۍ په پاى اودنولسمې پيړى په پيل كې تياترپه اروپاكې ديوه درسي محدود ځاى بڼه درلوده چې دنندارې اوله لوبغاړو سره يې پوره اوپه زړه پورې مرسته نه شوه كولاى خودشلمې پيړۍ په سركې دصحنې جوړولوفن دومره پرمختګ وكړ چې ډراماتيك اثاراوډراماتيك عمل له نويو نندارو جوړولو سره سره دلوبغاړو پوهه اوځانګړى مسلكي مهارت څوچنده زيات كړ.
دالكتريك په رامنځ ته كيدواوپيدايښت سره نور(رڼا )په ننداره ځايونوكې په درسي ډول په كارواچول شوه چې دډرام ،ماحول ،څرنګوالى اوژوروالى په زړه پورې ښكاره كړاى شي اودنندارې اتمو سفير بدل كاندي ]له بلې خوانه يې دنويو تخنيكي مهارتونو رواجونو اودرڼا په استعمالولو سره يې داصل امكان منځ ته راوړ چې په ننداره كې دننه دهرراز اغيزو زمينه درڼا په وسيله برابره شي ،كه يونايي اوروسي ډرامې په غورسره وكتل شي وڅيړل شي نو جوتيږي چې په دغو ډراموكې ټولې كيسې په پيښو اوواقعاتو باندې ليكل شوې دي اوهغه بيا په ډراماتيكه بڼه په داسې توګه مخ په وړاندې بيول شوې چې پخپله اصلي مانا ورڅخه درامه جوړه شوې ده
كله چې موږ نوې زمانې ته راځو اودبرنارد شاو غوندې دنورو سترو ليكوالو ډرامې وينو نو دا اصل په ډاګه كيږي چې په ډرامه كې په پيښو اوواقعاتو كوم ډول زور اچول كيده په اوسنۍ زمانه كې هغه زور دواقعاتو اوپيښو په تجزيه اوتحليل بدل شوى دى اوهمدا اصل دنوې زمانې دډرامو پيل بولي .
پخوا به داتل اودهغه دمخالف لوري طاقت اوحركات دډرامې رول بلل كيده اما دنوې زمانې په ډرامه كې په دې اصل ټينګاركيږي چې چې دحركت ترشاه كوم وجوهات يا كوم روحياتي كشالې نغښتې دي .داوس زمانې ډرامه ليكونكي معمولا په ډرامه كې ډيرجزياتو اوتفصيل ته نه ځي اوتحليل دليدونكي اوريدونكي تخيل ته پريږدي .
هنري اثار دنندارې په ډول ليدونكو اواوريدونكو ته وړاندې كول دنوي عصرله لومړنيو غوښتنو څخه شميرل كيږي اودنن اوپرون دواړه پوهان په دې ټينګاركوي چې هنردانسانانو له لومړنيو غوښتنو دى
دپخواني يو نان ولسونه ددې لپاره دتياترنندارې ته نه تلل چې دڅو شيبو اويا ساعتونو لپاره دنندارې په ليدو سره پام بدل كړي اوتفريح وكړي بلكې موخه يې داوه چې هغه يې دخپل ژوندانه لپاره دمدرسې اوښوونځي په توګه منلى و اورښتيا خبره ده چې دژوند دچارو داډول انعكاس په ژوند اوروحياتورسا اغيز كوي .له دې خبرې موخه داده چې دسټيج دسر نندارې دنننۍ زمانې دخلكو ستونزې_ اړتياوې منعكسې كړي .
انساني ټولنه په ټوله مانا له مختلفو سوژو اومسايلو څخه ډكه ده اوهرهنري اثر چې ډراماتيك رنګ ولري طبيعي خبره ده چې ديوې مسلې پربنسټ منځ ته راځي .
له دې سره سره چې په افغانستان كې اوس مهال تياتراوتياترنندارو ته چندان پاملرنه نه كيږي بياهم ويلاى شو داغوره لاره ده چې په ټولنه كې داصلاحاتو ،كارنده بدلونونو اوذهنيتونو دپياوړتيا سبب شي ،دغه راز زمونږ ټولنه اوزمونږ وګړي هم په دې بركت له علمي پلوه پرمخ ځي چې هغه ديونانيانو په څيرديو علمي مركز اوښوونځي په توګه ومني اودابه داوسني تياتردپرمختګ غوره لامل شي . |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : هنر | abasin : له طرفه |
|
|
|
| 06 Jun 2007 01:04:08 pm |
ماته څانگه |
|
|
شکيباڅانګې اماج ته فردوس جنت نصيب شه
هغه لشې لشې باڼه داشنا نشته نشته
دمرګې ژرندې ومرې ډيردې غنمرګ خوړلې
خداې بښلې شكيبا څانګه اما ج دمحمد ربې لورد۱۳۶۴هجری شمسی کال دسلواغی په دولسمه دسهار په پنځه بجې دكرايې په يو كوركې نړۍ ته سترګې وغړولې ، دروسي دير غل پرمهال په ۱۳۶۹هجرې شمسي كال يي كورنۍ دپا كستا ن كويټې ښا رته و كوچيده خپلې لومړنۍ اومنځنۍ زده كړې يې په ۱۳۷۱ هجرې شمسې كال دخپل ورور شكيب سره دكوټې ښار د (سټلايټ ټا ون په ايسټل ايكسپورټ پبلك سكول) كې تر سره كړي چې وروسته په همدغه ښا ر كې د (افوا) په نوم په يو ښځينه منځنې ښونځې کې دزده كړوپه موخه شامله شوه او ثا نوې زده كړې يې په ۲۰۰۳ ميلا دي كا ل د (ګورنمنټ ګرلز كا لج )كې پا ى ته ورسولې . ددې ترڅنګ يې طبې لومړنۍ زده كړې هم وكړې هيو اد ته دراستنيد و سره سم يې د نا هيد شهيد په ليسه كې خپلې زدكړې سرته ورسولې كله چې لويه جرګه جوړه شوه نو خداى بښلې شكيبا اما ج دنا هيد شهيد دليسې لخوا دهغې دلوړ استعداد له مخې وروپيژند ل شوه او هلته يې ديوې مقالې په لوستلو سره دلويې جرګې دغړولخو ا په تودو چك چكو بدرګه شوه چې ددې په ژوند كې يې لوي بدلون را وسته او همغه وه چې مطبوعا تو ته يې مخه كړه دخداې بښلې پلا ر انجنير محمد ربې وايې هغې دخپلې ژبې او افغانې جاموسره بي كچه مينه لرله.
لكه څرنګه چې دلوې جرګې مقا لې دهغې په ژوند كې بدلون را وستې وو نو په دوه زره شپږم ميلا دې كا ل دشمشا د تلويزون د پيليدا سره سم خداې بښلې د(ښځو نړۍ ) خپرونه پر مخ وړله ، وروسته بيا د ما ښا م مېلمه خپرونې كوربه شوه. اروا ښا دې دغه خپرونه هم په ډيره بريا لۍ توګه پر مخ وړله .خداى بښلې څانګې ته لو ى څښتن تعا لي لو ړ استعد اد او پيا وړى ذوق وركړى ووهمدا لا مل وو چې د پښتو خبرونو دوياندې په تو ګه تردې مهال په خپله دند ه كې په بريا لۍ توګه پا تې شوې وه اوددې تر څنګ يې يو ه بله سيا سي خپرونه (نړۍ په رسنيو كې) هم پرمخ وړله دخداى بښلې څانګې اماج خوله به تل له خند ا ډكه وه هرسهار چې به دفتر ته راغله لومړى به په ټولوڅانګووګرځيده او دټولو همكارانوسر به يې ستړې مه شې وكړه بيا به خپلې شعبې ته را غله خپل كمپيوتر ته به كيناسته دبهرني خبرونوپه ژباړه به لګيا شوه. هغې ډيرځانګړى خويونه درلودل له هرچاسره به يې دهغه نفسيا تو سر سم چلند كا وه په تيرو دوه كالونوكې له دې نه څوك نه ووخفه شوې .
دخداې بښلې مور په اوښلنو سترګو وايي چې اما ج زما له نوروبچيانو نه ځانګړې خويونه لرل دهغې په وينا دخداى بښلې لومړنى ارمان لوړې زده كړې وې او هيوا د په روانو حالاتو به ډيره خواشينې كيده.
دما شوم په څير زړه يې درلود او په ډيره وړه خبره به خفه كيد ه خو بيا به ډير زرخوشا ليده. دخپلوانو په را تګ سره به يي په مخ دخوشا لۍ نښې له ورا يه ښكا ريدلي.
زيا ت وخت به يې د خا طروكتا بچه مخ ته پرته وه او هغه به يې كتل كله كله به د كتا ب په لوستلو ويده وه .
دخد اي بښلې ورور شكيب وايي چې ما او خداى بښلې شكيبا خور به په كوچنيتوب كې ګيلا سونه را وخيستل او دسيند غا ړې ته به ولا ړو ما هيا ن به مو نيو ل او يو ډنډونكى به موورته جوړكړى و په هغې كې به مواچول سهارچې به راغلو هغه ما هيا ن به نه وو هغه به ډيره خواشينې شوه .
دخداې بښلې خور شكيلا ايمان وايي چې ارواښا دې به دفلسفي كتا بونه ډير لوستل اوهغې د اردو شعرونه هم ليكل.
خداې بښلې دلوړ استعداد له امله دژورنا لستې په توګه درياست جمهورې نه دخبراخيستلو لپا ره وټاكل شوه او همدغه وه چې په لږه موده كې يې شمشا د وځلاوه .
خداى بښلې له خپلو همكا رانو سره صميما نه چلند او د خپلې دندې سره بي كچې مېنې دهمكا رانو په زړونو كې لا رې جوړې كړي وې. څانكه اما ج چې په كومه شپه رژيده دهغې په ما زيګر يې دخداى په امانې وروسته وويل سبا سهار زه نشم راتلاى ما ډير ټينګا روكړ خو دهغې خبره سمه وه همداسې وشول هغه رانغله اودتل لپا ره را نغله. هغه تا نده څانګه په همدغه ما ښا م ديوظالم په لا س په خپل كوركې پاڼې پاڼې ورژيده هغې دژوند يويشتم پسرلۍ لا نه ووبشپړكړى چې دمرګ زورورې سيلۍ ورژوله او له دې فا ني نړۍ يې دتل لپا ره سترګې پټې كړې خداى بښلې څانګې نه يواځې دهغې كورنۍ له ځا ن سر ه وژړوله بلكې دشمشا د ټول همكا ران اوليدونكې يې دويرپه ټغركينول څانګه كه ورژيده خو د خپلو همكارانو،ليدنوكواومينه والو په زړونو كې راشنه شوه اودتل لپا ره به ژوندۍ وي هغه نه مري هغې به دتاريخ په زرينوپا ڼوكې دناهيد اوملالې په څيرسرلوړې وي اودهغې نا ځوانه قاتل ته به يې اروا وايي :
دڅانګې خداى ته به هغه وخت څه ځواب وركوې
چې تكه سره دې وي ددې پيغلې په وينه لمن
خداى بښلې شكيبا څانګه كه په يويشتم پسرلي دخزان سيلۍ وررژوله خو دشمشا د په زړه كې را شنه شوه او دتل لپا ره به را شنه وي
څه پيكه پيكه موسم دى
هرې خواته غم ا و غم دى
دامحفل نيمګړې ښكا ر ي
يوسړى ورپكې كم دى
خداى بښلې دجمعې په سهارديولړمراسموپه ترڅ كې په خپل پلارني ټاټوبې كې خاوروته وسپا رل شوه
نا ځوانه څنګه ؟لا س دې نه رپيده ؟
دغه بدرنګه لا س دې نه رپيده ؟
څنګه دګل څانګه دې ما ته كړله ؟
مړشې بې ننګه لا س دې نه رپيده ؟
تا چې دګل وينې په لپوڅكلې
خونه دې ړنګه لا س دې نه رپيده ؟
وړې سلګې دګل دې نه اوريدې ؟
چيغې نا رې دې دګل نه اورېدې؟
دګل په خوله باندې دې لا س ايښى وو
دوا ادې چيغې دې نه ا وريدې ؟
ګوته دې څرنګه ما شې له ورتلې ؟
اخ! دهغې چيغې دې نه اوريدې ؟
په وينو سره څانګه دې نه ليد له ؟
په وينو سرې چيغې دې نه اوريدې؟
هغه نا زكې او معصومې ګوتې
نا ځوا نه ستا ګريوان ته نه رسيدې
مرګيه تا هم نا ځواني كړې ده
ددې نا ځوا ن ګريوان ته نه رسيدې ؟
څانګې خولګۍ دې له سرووينوډكه
خودغه سرې وينې به رنګ راوړي
خداى دې داورلمبوكې وسوځوي
څوك چې دبل خونې له جنګ رواړي
دغه خاموشه فضا وژړوي
زرشى په منډه راشى ټول ملګرو
عطر داوښكوپرې را ووروى
په جنا زه دګل را ټول ملګرو
زما په څانګه خاورې مه اړوى
زما نرګس زما غاټول ملګرو
ځارشم لمنه درته نيسم خاورې
دانرګسي سترګې چې خاورې نكړې
لكه دموريې كلكه غيږ كې نيسه
پا م ګلا بي سترګې چې خاورې نكړې
څانګه را شنه كړه څانګه وټوكوه
داميوندي سترګې چې خاورې نكړې
شررساپى
-----------
----------
څانګه ماته شوه
محمد نعمان دوست
بيا د ټوپک شپېلۍ نه اور ووته
بيايې يو شنه ( څانګه ) را ماته کړله
بيا کوم بدرنګه لمرته لاړې تو کړې
بيايې زرينه وړانګه ماته کړله
بيا د ښکلا قاتل په تورو لاسو
د سره ګلاب غاړه را ماته کړله
يو سره غونچه يې تر پښو لاندې کړه
د خپل وحشت تنده يې ماته کړله
غوټۍ ، غوټۍ له ( څانګې ) ورژېدې
غوټۍ ، غوټۍ له څانګې وينې راغلې
( څانګه ) سپېرو خاورو ته ستړې لاړه
د مور پر مخ يې اوښکې سپينې راغلې
بېګا يو تور ښامار کابل ته راغى
يوه حسينه پرښته يې يو ړه
د چا په دې ښار ښکلا نه ده پېرزو
زموږ له بڼه ګلدسته يې يو ړه
څانګې ! قاتل دې خداى په سترګو ړوند کا
چې په ګل څانګه يې ګوزار وکړ
خدازده ته کوم سپېره نظر وخوړې ؟
چې دې بدرنګه په تا وار وکړ |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : M_abasin@yahoo.com | abasin : له طرفه |
|
| |
| 1 2 3 ...5 6 7 Next |