| | |
  Time [GMT +4.5] : 07 Sep , 02:39:54 | |
09 Jun 2008   10:45:23 am
د يوه ژورناليست په وير
عبدالصمد روحاني بالاخره ، لکه څنګه يې ،چې ((تمه ))کېده د بيان ازادۍ د دښمنانو په لومه کې ونښت. هغه په شهادت ورسېد او نور به يې څوک تازه غږ له راډيو ونه نغوږي. د هغه غږ په ستوني کې خپ کړاى شو او اوس به يې يوازې ياد پاتې وي.
هلمند دې پر خپل بد قسمت وژاړي، چې هره ورځ يې له غېږې د زلميانو جنازې وځي.موږ د نړيوالې لوبې ډګر يو او دغه ډګر په لر اوبر کې يوازې د ((پښتانه )) سيمه ده. پښتون به مري او وژل کيږي ترڅو ويښ شي او د نړيوالې لوبې پر رازونو وپوهيږي. موږ يوازې د مرګ لپاره پيدا يو او د ژوند دبخت سيوري مو له سرونو کډه کړې ده.
د ارواښاد روحاني پرمرګ مې زړه ودردېد. دغه درد موږ هره ورځ زغمو، ځکه هره ورځ مو يو ورور، يوه خور او يو پلار و يوه مور وژل کيږي. دا د جګړې د دواړو افغاني اړخونو برخليک دى.
[imgr]
[/imgr]
نن سهار مې ورځپاڼې کتلې......... يوه يوه مې وکتله... ويسا، اراده، راه نجات، انيس، اصلاح، هېواد،څراغ، دغو ټولو يې پر مرګ وير کړى و. خو څو داسې ورځپاڼې هم شته، چې د بيان د ازادۍ ډنډورې وهي، خو د ژبې او قوم مساله بيا ټول اصول او اصليتونه ترې اخلي:
ارمان ملي، پيمان او هشت صبح!
درېواړو د يوه جګړه ځپلي ولايت د يوه زلمي ژورناليست پر مړينه يوازې د خبر خپراوي او خواشينۍ زحمت هم نه و اېستلاى. هغوى د کامبخش د ازدۍ لپاره پراخ کمپاين کوي، چې تر اوسه لا ژوندى دى او ستر هېوادونه يې ننګه کوي، خو هغه ، چې د خپل مسلک او حقيقت څرګنداوي قرباني شوى، پر مرګ يې يوه تشه يادونه هم نه کوي. دا د کابل د بيان د ازادۍ مدافعانو دريځ دى.
برېښناليک مې وکوت.د ازادو ژورناليستانو ټولنې، سفما، د سويلي اسيا د رسنيو کميسيون، دژورناليستانو د دفاع کمېټې، اطلاعات او فرهنګ وزارت او ... ټولو خواشينۍ ښودلې وې، خو د ژورناليستانو د ملي(!) اتحاديې په نامه مې څه پکې ونه ليدل. دغه ښاغلي کېداى شي يا پرې خبر نه وي او يا به يې د خپل سياسي کمپاين لپاره مهمه موضوع نه ګڼي.
غوا که توره ده، شودې يې سپينې دي. اوس هرڅوک پوهيږي، چې دلته د ژوند او ژواک، يا حق او ازادۍ معيار او اصل څه دى.
قومي او ژبنيو تبعيضونو اوس له موږ نه ټول رنګونه او اصول اخستي دي.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ورځني یادښتونه    |   sahaar  :  له طرفه
05 Jun 2008   12:06:39 pm
اشتهار او د افغانستان د تبليغاتو بازار
ټلويزيون د اشتهار او تبليغ تر ټولو غوره او اغيزناکه سرچينه ګڼل کيږي. په تبليغاتو کې د ټلويزيون رول د هغه په ځانګړنو (انځور، ګرافيکس، غږ او...) پورې تړاو مومي. ډېرى هغه سوداګريز اشتهارونه، چې د ټلويزيون په پرده خپريږي ((تيزر)) نوميږي. د ټلويزيوني اشتهار په جوړاوي کې وخت ، لګښت او نوښت ستر رول لري. د اشتهار د توليد په دريواړو پړاوونو ( تر توليد مخکې، توليد او ترتوليد وروسته) کې بايد د اشتهار اغيز، د مخاطب غوښتنې او د اشتهاري توکو څرنګتيا په پام کې ونيول شي. د اشتهار سناريو جوړاوى، د لوبغاړو غوراوى، فلم اخسته، غږ، ګرافيکس، اوډون خورا مهم او په همدغه ترڅ کې ځانګړې پاملرنه غواړي. د اشتهار اډانه، د هغه د سبک او کړندود په څېر د اشتهار د ستراتيژۍ يوه برخه ده. څو اډانه يي اشتهارونه د اغيز په برخه کې سره وېشل کيږي او خپل پيغام ترمخاطب پورې په سمه توګه نه رسوي. يوه اډانه، يوه سناريو او يو پيغام د اشتهار د بري ضمانت کوي. اشتهارونه، د کيسې، نمايش، طنز، ټوکې او.... په بېلابېلو اډانو کې وړاندې کيږي، خو د يوه غوره او له سکالو سره وړ سبک او اغيزناکې پيغام لارې غوراوى مهم دي. اشتهار تر توليد وروسته يوه ازمويښتي پړاو ته ننوځي او د مخاطبانو پر يوه کوچنۍ ډله ازمويل کيږي.

اشتهار څنګه ليکل کيږي؟
ټلويزيوني اشتهار له ډرامې، فلم او نورو نندارو سره توپير کوي. په اشتهار کې وخت او متن لږ، خو پيغام غښتلى او اغيزناک وي. د کليمو غورچاڼ، ګرافيکس، د لفظي- ګرافيکي ژبې يووالى، رنګبندي، د مخاطب اړتياوې او طبع ټول په پام کې نيول کيږي. کمزورى او بې خونده اعلان ستاسې محصولاتو ته ضربه رسوي.
په اشتهار کې ترټولو مهم څيز د يوه نوي څيز وړاندې کول دي. په ډک بازار کې نوى څيز د خلکو پام ور اړوي، خو که توکي زاړه او تکراري وي، اعلان ته يې اړتيا نه پېښيږي. اشتهار د محصولاتو ښېګړې او ځانګړنې بيانوي او د محصول لپاره د بازارموندنې په لټه کې وي. په اشتهار کې هغه څه وليکئ، چې د محصولاتو او پېرونکو ترمنځ اړيکي ټينګ کړاى شي. د کمپنۍ د څښتن، يا د اشتهارجوړونې د کمپنۍ غوښتنې اشتهار او محصولات دواړه بربادوي.

موږ او اشتهارونه:
په افغانستان کې د ټلويزيوني اشتهار ورکولو چاره ډېره نوې ده. پخوا د اشتهار بازار سوړ و، خو اوس پر ټلويزيوني چينلونو د اشتهار وار نه وي. يوشمېر اعلانونه خورا په زړه پورې او له نوښته ډک دي، خو ځينې نور هغه بيا د مخاطبانو سترګې درندوي. د اشتهارونو د وخت ډېروالى، يورنګي، دروندوالى او تريخوالى هغه څه دي، چې افغان مخاطبان ترې هره شيبه سر ټکوي.
د ملي اردو، پوليسو، بهرنيو ځواکونو، اتصالات شرکت او يو شمېر هغو رسټورانټونو اعلانونه، چې په ملي ټلويزيون کې جوړ شوي، خورا کمزوري او په همدغه ترڅ کې ځوروونکي دي. د امنيتي ځواکونو په اشتهارونو کې سناريو، کيسه، ګرافيکس او ډيالوګ د خپلې کمزورتيا او نامسلکي توب له امله پيغام تر خپلې موخې (مخاطب پورې) نه رسوي. همدا، چې ليدونکي پر دغسې اعلانونو پېښ شي، ژر چينل بدلوي او پرځاى يې بل څه ګوري. اوس د ټلويزيوني چينلونو شمېر ډېر او د ټلويزيون ريموټ د مخاطب په لاس کې دى، همدا، چې يو څيز يې خوښ نشي، چينل بدلوي او که دغه چاره دوامداره وي، ښايي له اړوندې شبکې سره خپل اړيکي وشلوي.
دا اوس پر ټلويزيوني چينلونو ډېرى د اتصالات مخابراتې شبکې اعلانونه خپريږي. دغه اعلانونه له پيل نه ترپايه خشن، درانده او اروا ځوروونکي دي. بې واره د ډول ډنګول، د بيرغونو له انتقال سره درانده غږونه، بېخونده ډيالوګونه، کمزورى ګرافيک او ترټولو بد د اعلان دروندوالى پر مخاطبانو ډېرې بدې اغيزې شيندي. ډېرى ليدونکي، چې دغسې غوږ کڼوونکي او خشن اشتهارونه ګوري، له يو ډول اروايي ستونزو سره مخامخيږي.
پرون مې د بي بي سي په کورني چينل کې يوه ډرامه کتله. په دې ډرامه کې اعلانونه په ډېره ځيرکۍ سره راغلي وو. دوه تنه په يوه رسټورانټ کې سره ناست و، هم د رسټورانټ نوم پکې برېښېده او هم د کوکاکولا اعلان. دا يو شعوري کار دى، خو پر لوستونکو يې په غير شعوري توګه ، يا داسې ګوري، چې هيڅ ونه پوهيږي، چې په ډرامه کې دغه څيز د اعلان په توګه ځاى پرځاى شوى دى.
ددې لپاره، چې زموږ اشتهاري بهير بريالى او د محصولاتو لپاره پر بازارموندنې برلاسي شوي وو، په کار ده، د خپلو اشتهارونو په بڼه، اډانه او څرنګتيا کې بدلون راولو. د اشتهار مسلکي کول د هغه اغيز ، رول او پيغام پياوړى کوي.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : خبریالي    |   sahaar  :  له طرفه
25 Feb 2008   09:39:22 am
سايبر يا انلاين خبريالي او پښتانه خبريالان
سايبر او انلاين دوه نوې نومونې دي، چې دمګړۍ د خبريالۍ په ډګر کې خورا ډېرې کارول کيږي. دغه دواړې نومونې د نوې ټکنالوژۍ زېږندې دي او ټولې چارې يې پر نړيجال (انټرنېټ) اوکمپيوټر راڅرخي. سايبر خبريالي د رسنيزو چاو د بېلابېلو بڼو يوه نوې ترکيبي بڼه ده او ټوله ډډه يې پر انټرنېټ او کمپيوټر وي. سايبر يو داسې چاپېريال ګڼل کيږي، چې هلته د خبري ډولونو د جوړاوي او غورچاڼ شونتيا ډېره وي. په دغه چاپېريال کې د رسنيو بېلابېلې بڼې سره ګډيږي او له منځپانګې نه د لګښتوالو د تعامل او راکړې ورکړې لامل ګرځي. په سايبر خبريالۍ کې وسايل او ان ځايونه بايد په يو نه يو ډول د بدلون او ځاى پرځاى کولو وړ او بېلابېلې بڼې غوره کړاى شي.
د امريکا د فلوريډا پوهنتون د خبريالۍ او اړيکو پوهنځي استادې ((مينډي مک اډامس)) په وينا، سايبر خبريالي همغه انلاين خبريالي ده او انلاين خبريالي بايد د انلاين رسنيو په ځانګړنو سره وړاندې شي. د انلاين رسنيو خبريال تل په دې لټه کې وي، چې ډېر انځورونه او ډېر غږونه ومومي: فلش وکاروي او له سلايډونو کار واخلي. په سايبر کې د کاروونکي لټه لږ، خو د سسټم هغه بيا له بريده ډېره وي.(١)
د سايبر يا انلاين نومونو په راوتو سره د خبريالۍ يو شمېر ارونو او دود فورمولبنديو تغيير کړى دى. چاپي او برېښنايي رسنۍ اړې دي، له سايبر فضا او انلاين خبري بهير سره ځانونه همغاړي او سيال کړي. د سيالۍ دغې روحيې د چاپي رسنيو تر ګواښ لاندې راتلونکې ته يوځل بيا سا ورپوکلې ده.
د پوهاندې مينډي مک اډامس په وينا، په انلاين خبريالۍ کې څو ډوله فرمټونه او ټکنالوژي کارول کيږي:
• ټکسټText : ( ثابت متن، د لېږد وړ متنونه او لېنکونه)
• انځور Picture( ځانګړي او خپلواک انځورونه، د سلايډ شويو انځورونو ټولګه او ګالري)
• ګرافيکGraphics ( ثابت او فيکس شوى، لېږد وړ خوځند او لېنک يا پيوند)
• غږSound : ( ژوندى، تکرارېدونکي غږونه، نه تکرارېدونکي غږونه)

سايبر خبريالي په کومو بڼو موندل کيږي؟
سايبر خبريالي د انټرنېټ په فضا کې په بېلا بېلو بڼو موندل کيږي. د ورځپاڼو انټرنېټي نسخې، انټرنېټي ورځپاڼې او اژانسونه، خبري سايټونه، وېبلاګونه ، ار اېس اېس او انلاين ژورناليزم يې جوتې بېلګې دي. مولټي ميډيا(غږ، انځور ، انيميشن او متن)،(٢) اپډېټ، د مالوماتو افقي وېش، پرځانګړو رسنيزو وسايلو تمتيا له منځه وړل او لاسرسى، نامحدود خپراوى،ناسانسورتيا، تعاملي وړتيا( د تبصرې او هايپرلينکونو له لارې)، شخصي کېدل او له زمان او مکان نه ازادي د سايبر خبريالۍ مهمې ځانګړنې دي.



په وېب کې څه ډول توکي پرليکه کړو؟
د انلاين او سايبر فضا خبريالي له چاپي هغو سره توپير کوي. وېب او وېبلاګ ته د خبر، رپوټ او نورو ژورناليستيکي توکو په ليکلو کې ځانګړي ارونه په پام کې نيول کيږي. د وېب ليکنې تر ټولو ستره ځانګړنه له مخاطب سره تعامل يا تعاملي چاره ده. په چاپي رسنيو کې د خبريال او راپورټر ټوله هڅه دا وي، چې لوستوالو ته نوي توکي وړاندې کړي، دغسې راډيو د نوي (طبعي او ناطبعي) غږ، احساساتو او عواطفو اړخ په پام کې نيسي او ټلويزيون تر ډېره پر تصوير ډډه کوي، خو په انلاين او سايبر خبريالي کې بيا اصلي چورلېځ د تعامل وړتيا يا(Inter activity) وي. د تعاملي انيميشنونو يا کليک وړ طرحو (Clickable info graphic) له لارې وړاندې کېدونکې پېښې د انلاين رسنيو تر ټولو راښکونکې او بريالۍ سکالووې ګڼل کيږي.
د سايبر او انلاين خبرونو يا خبري رپوټونو لپاره ډېرى له سرچپه هرم سبک، نرم خبر او الماس خبري سبک نه کار اخستل کيږي(٣) پر ټايپ، ګرافيک، اېډيټ،د سايټ پر مديريت، شبکه يي تګلارو، HTML او نورو مسلکي څيزونو پوهېدا ډېره اړينه ده.
د سايبر او انلاين خبريالۍ ژبه د نورو هغو په څېر ساده او اسانه وي. وېب ته، چې څومره ساده ليکئ، هومره اغيزناک او رغند تماميږي. په دوکې او ټګۍ برګۍ يا ژيړې خبريالۍ سره د مخاطبانو هوس مه ځپئ. هغوى ته د انټرنېټ ستره نړۍ غېږ پرانستې او که ستاسې پر خبر يې زړه اوبه ونه څښي نورو سايټونو ته مخ اړوي. په وېب يا انلاين خبريالۍ کې لوستوال پر لږو مالوماتو بسنه نه کوي. هغوى له تاسې ډېر مالومات غواړي او که وريې نه کړئ پخپله نورو سايټونو ته پسې ځي.
که چېرې ليکنه يا رپوټ له شپږو پاراګرافونو اوږده وي، له منځنيو يا څنګ سرليکونو بايد کار واخستل شي. سرليکونه بايد له متن سره تړاو ولري او منځني هغه بايد پيل او پاى سره ونښلوي.

د انلاين خبريالۍ سرچينې:
په انلاين يا سايبر خبريالۍ کې حقايق او رښتينولي ډېر ځله د چټکتيا او سرعت قرباني کيږي.
د مخ پر وده او درېيمې نړۍ په رسنيو کې ترټولو ستره نيمګړتيا داده، چې د خبرونو او مالوماتو په رښتينولۍ کې هومره پام نه کيږي. د نه پاملرنې لامل دا نه دى، چې دلته په لوى لاس دا کار کيږي، بلکې په نورو څانګو کې د شاته والي ترڅنګ په دې برخه کې هم موږ تر نورې نړۍ وروسته يو. همدا وروسته والى او يولړ نامسلکي کړنې دي، چې زموږ (( مالومات)) هم ترې خوندي نه دي. په پښتو انلاين رسنيو او وېب پاڼو کې دا ستونزه تر نورو هغو ډېره ترسترګو کيږي. انلاين خبريالي په افغانستان کې يوه نوې اصطلاح او کاري سيمه ده، چې ډېر لږ او د ګوتو په شمېر کسان ورسره روږدي دي. په انلاين برخه کې ډېرى بوخت کسان يا دشوق او مينې له مخې راغلي او يا د اړتيا له مخې. دغو دواړو لاملونو زموږ انلاين يا سايبر فضا کړکېچنه کړې ده.
له املايي تېروتنو رانيولې، بيا تر مسلکي او ... هغو پورې نړيواله ميډيا زموږ له هغې نه بېلوي.
سرچينه او مالومات ترډېره د خبريالۍ په ټولو بڼو کې يو ډول ترلاسه کيږي. په انلاين خبريالۍ کې رښتينوالي او تاييد د ټليفون او برېښناليک له لارې هم کېداى شي او که خبريال پخپله د سيمې له ځايه رپوټ ورکړي، دا به نو (( نور على نور)) وي. ددې لپاره، چې پر پېښه باور په يقين بدل کړئ، په يو دوه معتبرو سرچينو يا اژانسونو يې تاييد کړئ.

ستاسې يوه وړه تېروتنه سترې ستونزې زېږوي؟
ژبه ،د ژبې پر ليکنيو تګلارو او د خپراوي پر وسايلو پوهېدا يوه مسلکي اړتيا ده. د نامعياري ژبې او ويونو کارول او ناسمه املا او انشاء سربېره پر دې، چې د پښتو خبريالۍ پر تندي تور داغ پرېږدي، په انټرنېټي پلټونکو ماشينونو کې مخاطبانو ته نورې ستونزې پيدا کوي. د معياري کليدړې نشتوالى، نا معياري پښتو، نامسلکي عمل ،ټول هغه څه دي، چې پښتانه مخاطبان يې له ستونزو سره مخامخ کړيدي.
د بېلګې په توګه:
 د کليمو ترمنځ وړ فاصلې په متن پلټنه کې له مخاطبانو سره مرسته کوي، خو که فاصله او ټکي پرخپل ځاى ونه کاريږي، د مطلب پلټونکو لپاره سردرد جوړيږي. د ساري په ډول، که سردار د (( سر دار)) په بڼه ليکل شوى وي، په پلټونکو ماشينونو (ګوکل، ياهو او...) کې يې څوک نشي موندلاى.
 ليکنښې(.،؟!): بايد له مخکينۍ کليمې سره سرېښ او له وروستۍ هغې نه په يوه سپېس واټن کېښودل شي. دغسې د جملې په پاى کې د وروستۍ کليمې او پاى نښې ترمنځ واټن مه پرېږدئ. د واټن په شته والي کې کېداى شي پاى نښه( .،؟!) د بلې جملې سر ته لاړه شي او لوستوال په متن لوستلو کې له ستونزو سره مخ کړي.
 کله، چې پرانټز، ګيومه، اکولاډ او کروشه ( ((}[ پرانيزئ په سر کې يې فاصله کېږدئ او بيا له فاصلې پرته کليمه پيل کړئ. کله، چې ليکنښه ) )) }] بندوئ له فاصلې پرته يې په وروستۍ کليمه وتړئ او بيا ټکى پسې کېږدئ. (ځينې کسان ټکى له ((لينديو)) مخکې ږدي.)
 ((ى))، ((ک)) او ((ګ)) ډېر ځله په پښتو انلاين متنونو کې ستونزې پيدا کوي. يو شمېر پښتو انلاين متنونه که وګورئ، په ى، ک او ګ سره به مات وي. زموږ ځينې ژبپوهان ديا او ګاف په کارولو کې اختلاف لري، څوک (چې ) ليکي، څوک (چي)، څوک ګ ليکي او څوک گ. دغه ژبنۍ نادودې که سمې نشي پښتانه مخاطبان به تل له دغسې ستونزو سره مخ وي. دغسې پښتو، دري کليدړې، يا پخپله پښتو کليدړې سره توپير کوي او دغه توپيرونه په متن کې ستونزې پيدا کوي. ددې ستونزې لپاره بايد معياري ليکبڼه (فونټ) او کليدړې (کي بورډونه)وکاريږي. دمګړۍPokhto فونټ ډېر کارول کيږي.
 د پښتو ياګانو غلط استعمال ستونزې زېږوي. زموږ په وېبپاڼو کې ترټولو ستره ستونزه همداده، چې معياري ژبه نه کارول کيږي. پر لهجو او ګړدودونو ټينګار موږ له معياره لرې کړي يو، په داسې حال کې، چې اوسنى يوڅه منل شوى معيار په لرو بر کې تر ٨٠ سلنې ډېرکاريږي.

بېخونده سرليکونه، مسلکي نيمګړتياوې:
په وېب او سايبر فضا کې سرليک ډېرى له ليډ او پاس سرليک نه جلا راڅرګنديږي. سرليک بايد په يوازې ځان د پېښې نچوړ وړاندې کړاى شي او له ليډ او پاس سرليک نه روښانه او جوت واوسيږي. له نوم پرته د چا وينا يا نقل قول مه رااخلئ. دا کار په چاپي خپرونو کې ځکه شونى دى، چې پاس يا لاندې ترې د اړوند کس د نوم ليکنې شونتيا ډېره وي، خو په وېب کې بيا دغسې ډېرلږ پېښيږي. که وينا را اخلئ په سر يا پاى کې يې د اړوند کس يا سرچينې نوم هم ليکئ. د وېب لپاره خورا لنډ او د ٣٠ او ٤٠ تورو په اډانه کې سرليک وليکئ. تر دې اوږده سرليکونه د وېب فضا او بڼه خرابوي. د سرليکونو او متنونو لپاره يو ډول فونټ وکاروئ، د فونټ بدلون او رنګول ستونزې پيدا کوي. د سرليکونو په غوراوي کې ښکلا او خيالولۍ څوک نه خوښوي. لوستوال روښانه او له طنز نه وتي سرليکونه ژر لولي.
((طالبان موسى ته خداى په امان ، سنګين ته سلامونه))
په بېنوا وېبپاڼه کې دغه سرليک نه يوازې دا، چې ښکلا نه لري، بلکې د سرليک ليکنې له ارونو او د مخاطب له ذوق پوهنې هم سرغړونه ده. فيچري سرليکونه په فيچري ليکنو کې خوند کوي، نه په وچ او ډنګر خبر کې. په سرليک کې داسې څه وړاندې کړئ، چې په متن کې يې لوستوالو ته وروکولاى شي او که سرليک مو له متن نه لوړ او لوستونکي مو هيله من کړل، په دې پوه شئ، چې هغوى به بيا په نه زړه ستاسې ليکنې ګوري.

سرليک او سرليک توکي:
سرليک له متن سره په تړاو تر مخاطبانو يو راښکونکى او په زړه پورې پيغام لېږدوي.
 پاس سرليک:
د سرليک هغه برخه، چې د ارسرليک د کوچنيوالي لپاره د هغه پر تندي ليکل کيږي.
ناسمه بڼه:
د ملګرو ملتونو سرمنشي: د شمالي کوريا اټومي لانجه بايد په خبرو اواره شي
سمه بڼه:
د ملګرو ملتونو سرمنشي: .................پاس سرليک(کوچنى)
د شمالي کوريا لانجه بايد په خبرو اواره شي ......................ارسرليک(غټ)
دوهمه سمه بڼه سرليک بيا په وېب کې کار نه ورکوي. په وېب کې لومړنى هغه په لنډه بڼه کارول کيږي.

ناسمه بڼه:
د افغانستان د ولايتي شوراګانو د رييسانو په ګډون په کابل کې د ولايتي شوراګانو کلنۍ غونډه جوړيږي

د ورځپاڼو لپاره سمه بڼه:
د افغانستان ولايتي شوراګانو د رييسانو په ګډون:
د ولايتي شوراګانو کلنۍ غونډه جوړيږي



د وېب لپاره:
د ولايتي شوراګانو کلنۍ غونډه جوړيږي
پاس سرليک کله کله د ارسرليک د بشپړتيا لپاره راځي او دسرليک په داخل پورې بشپړ نه وي تړلى:
بېلګه:
يوه نوې څيړنه:
چاى د وينې سرطان مخنيوى کوي

 کوز سرليک:
تر ارسرليک لاندې په کوچنيو تورو ليکل شوې جمله کوزسرليک بلل کيږي. په انلاين رسنيو کې د لنډيز په نامه توکي د نسبي کوزسرليک په نامه يادولاى شو. کوزسرليک په چاپي رسنيو کې ډېرځله د ارسرليک بشپړوونکې جمله وي.

طالب قوماندان له څرخي پله زندان نه وتښتېد
د زندان ساتونکو له ملا نقيب الله نه ١٦ زره امريکايي ډالر د بډو په توګه اخستي دي..(کوزسرليک يا ضمني)

په انلاين خبريالۍ کې کولاى شو د کوزسرليک لپاره له ليډ نه کار واخلو. يو شمېر رسنۍ ليډ په همدې موخه کاروي.

څه وليکو، څه ونه ليکو؟
د انلاين او نورو رسنيو خبريالان بايد په سرليک ليکنه کې لاندې توکي په پام کې ونيسي.
 سرليک بشپړ وي:
سرليک بايد له متن سره په تړاو او بشپړ و اوسيږي. د ساري په ډول که د (( ملګرو ملتونو سرمنشي)) د شمالي کوريا د اټومي لانجې له خبر نه لرې کړو، لوستوال نه پوهيږي، چې دا خبره چا کړې ده.
په انلاين خبريالۍ کې د پاس سرليک اسانتياوې ډېرې لږ دي. ددې لپاره، چې پاس سرليک مو ضايع کړى نه وي، د سرليک په لنډيز سره يې د ارسرليک په سر يا پاى کې راوړلاى شو.
پر ٥٠% افغانستان طالبان واکمن دي
کله، چې د خبر متن ته ورځو، پوهېږو، چې په ٥٠ سلنه خاوره کې طالبان فعال دي. دغه سلنه د واکمنۍ لپاره بېځايه کارول شوې ده. له سرليک نه يوازې او يوازې دا مطلب اخستل کيږي ، چې نيم افغانستان د طالبانو په لاس کې دى او نيم نور هغه ددولت.(٤)

 سرليک ګونګ ونه اوسي:
د سرليک ګونګتيا لوستوال له ارې سکالو نه پر بل لور بيايي. يا دا، چې لوستوال يا مخاطب متن ته نشي راکښلاى. سرليک د متن يا خبر د لومې په توګه بايد خپل رسالت ترسره کړاى شي.
يوځل بيا:
طالبان موسى کلا ته خداى پامان، سنګين ته سلامونه
په دغه سرليک کې سړى نه پوهيږي، چې موسى کلا طالبانو پرېښوه، که ترې و اېستل شول، چې سنګين ته سلامونه کوي؟ د موسى کلا خلکو ناځواني ورسره وکړه، چې سنګين ته سلامونه کوي او که مساله بل څه ده؟ دغه سرليک ښايي د راښکون او نوښت په پلمه کارول شوى وي، خو د مثبتې پايلې پرځاى يې منفي هغه ورکړې ده.

 سرليک شعار ونه اوسي:
يو شمېر لومړني خبريالان، په ځانګړې توګه دولتي رسنۍ د سرليک او شعار ترمنځ توپير نه کوي. هغوى ډېر ښه خبر په ډېره بده بڼه وړاندې کوي:

د لوګر د مسو کان يوې چينايۍ کمپنۍ ته وسپارل شو: ............( پاس سرليک)
عينک د نړۍ د مسو تر ټولو ستر کان...............( ارسرليک)

دغه سرليک له شعار پرته بل څه نه دي. په پاس سرليک کې هڅه شوې سرليک بشپړ شي، خو د ارسرليک غټوالى او شعاري بڼه مخاطبان يوازې او يوازې له يوه شعار سره مخامخوي او بس.

 سرليک با مفهومه واوسي:
سرليک بايد ساده او با مفهومه وليکل شي. لوستوال، اوږد او پيچلى سرليک په سمه توګه نشي درک کولاى. دغسې سرليک بايد د متن مفهوم او پيغام وړاندې کړاى شي:

د ولسمشر د لومړي مرستيال په مرسته:
پر لمرټلويزيون د الجزيرې خپرونو د امتياز لغو رد شوه

دغلته لوستوال يا مخاطب نه پوهيږي، چې د کار پايله څه شوه؟ لمر ټلويزيون د الجزيرې خپرونې بندې دي، که نه؟ دغه سرليک په دا ډول سمولاى شو:

د ولسمشر د لومړي مرستيال په مرسته:
پر لمر ټلويزيون د الجزيرې خپرونې بېرته پيل شوې

يا د بي بي سي دغه ناوړه سرليک ګورئ:

افغانستان يو له مفسدو هېوادونو څخه دى

دغلته لوستوال نه پوهيږي، چې افغانستان او ولس يې مفسد دى، که نه دولت او حکومت.



 فعل يا له فعل پرته:
فعل کارول يا نه کارول د سرليک په څرنګتيا پورې اړه لري. که په فعل سره سرليک ښه راځي، په فعل يې وليکئ او که پرې شعاري کيږي، بيا ښه داده، چې بې فعله يا بېکړه يې وليکئ؟ کله کله بې فعله سرليکونه تر فعل لرونکو هغو راښکونکي او اغيزناک وي:
بېلګې:
طالبانو ته د ايتلافي ځواکونو ګواښ ............( بې فعله- غوره سرليک)
ايتلافي ځواکونو ته طالبانو ګواښ وکړ.......( فعل لرونکى بېخونده سرليک)
يا:
په ځانمرګي بريد کې د پکتيا والي وژل کېدل.......( بې فعله، خو بېخونده سرليک)
د پکتيا والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو..........( غوره فعل لرونکى سرليک)
(د نورو مالوماتو لپاره (خبرڅنګه وليکو؟) کتاب ته مراجعه وکړئ.

پښتو وېب خبريالي:
د وېب خبريالۍ په برخه کې لا تراوسه داسې درسي توکي يا ځانګړي ټولګي نشته، چې زموږ د يو شمېر خبريالانو وړتياوې ورسره لوړې کړي. که د انلاين خبريالۍ اوسني پښتو بهير ته وګورو، په لږو اسانتياوو او د خدمت په نامه ډېر څه کيږي. دغه بهير که په لږ سمسکي همدغسې پرمخ لاړشي، د پښتو انلاين او سايبر خبريالۍ راتلونکې به روښانه وي.
ددې لپاره، چې په پښتو انلاين خبريالۍ کې يادې شوې ستونزې له منځه لاړې شي، لومړى بايد خبريالان خپلې مسلکي وړتياوې ډېرې کړي او پر دې سربېره د خبريالۍ يولړ څرګندې او مشهورې تګلارې او لارښوونې په پام کې ونيسي. پر انلاين وسايلو پوهېدا، مسلکي وړتيا، پر ژبه او پښويه برلاسى، باوري سرچينې، دقيق رپوټ ورکول هغه څه دي، چې له موږ سره د تېروتنو په مخنيوي کې مرسته کوي. معياري ژبه بايد زموږ د خبري ژانرونو بنسټ وګرځي او دغه بنسټ بايد په انلاين برخه کې لا غښتلى کړو.
........................................................................................

(١): سايبر د Cybernetics کليمې يوه برخه ده. دغه کليمه د لومړي ځل لپاره Norbert Wiener وکاروله. هغه سايبر په دې توګه راپېژني: ((موږ پرېکړه کړې، چې په ژونديو توکواو برېښنايي نړۍ کې د اړيکو ټولې مطالعې په Cybernetics ونوموو. دغه کليمه له لاتينۍ Gubernetes سره نږدې رېښه لري او د سلوکو د کنټرول او لارښوونې مانا ورکوي. دغه لاتيني کليمه بيا پخپله له Kubernetes-pilot يونانۍ کليمې سره نښتې ده. Pilot د واکمن په مانا او Cybernetics د پوهې او مطالعې مان ښندي. يانې د اړيکتيايي- مالوماتي کنټرول نظام مطالعه.
(٢): په www.worbal.com/khabaryal کې يې لوستلاى شئ.
(٣): په www.worbal.com/khabaryal کې يې لوستلاى شئ.
(٤): خبرڅنګه وليکو؟(نذيراحمد سهار) او ويرايش اخبار ، د احمد توکلي ليکنه
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : پرليکه خبريالي    |   sahaar  :  له طرفه
17 Jan 2008   12:28:02 pm
د نرم خبر او سخت ياچټک خبر ليډ
د نرم خبر ليډ د کب نيونې چنګک ته ورته وي، چې لوستوال په لومه کې اچوي او د خبر داخل ته يې څکوي. دغه ليډ يوه جمله کېداى شي او د سخت خبر له ليډ سره يې توپير دادى، چې د خبر شپږګونو پوښتنو ته د ځواب ويلو پرځاى فضا داسې انځوروي، چې لوستوال يا مخاطبان د خبر متن لوستنې ته وهڅوي. ددغو پوښتنو ځوابونې ته پوره وخت شته. پر همدغه بنسټ، د نرم خبر ليډ کولاى شي شپږو دود پوښتنو ته ( حتمي نه) په وروستيو جملو او يا د ليډ په دوهم پاراګراف کې ځواب ووايي.
د نرم خبر په ليډ ليکلو کې بايد خيل وکاريږي. موضوع بايد په نامستقيمه توګه د کنايې له لارې وړاندې شي او بيا يې په ځانګړې ادبي او راښکونکې ژبه سپړنه پيل شي. د نرم خبر په ليډ ليکلو کې د رومان په څېر د ليکوال دنده د لوستوال پام اړول دي. لوستونکي بايد په لومه کې راښکيل کړو.


د سخت خبر ليد بېلګه:
يوه ښي اړخي بنسټپال يهودي، نن شپه د اسراييلو لومړى وزير اسحاق رابين، چې په تل ابيب کې يې تر شل زرو ډېرو کسانو سره د سولې په غونډه کې ګډون کړى و، (د تومانچې) په مرکيو له پښو وغورځاوه او د اسراييلو دولت او د منځني ختيز د سولې بهير يې له کړکېچ سره مخ کړ.
((د اسراييلو لومړى وزير ووژل شو)) واشنګټن پسټ ورځپاڼه، د بارټن جلمن ليکنه، يکشنبه، د ١٩٩٥ زکال د نومبر پنځمه

د نرم خبر ليډ بېلګه:

وزن يې ډېر شوى و. اوس يې د سر په ټولو برخو کې سپين ويښتان برېښېدل. اوس يې د پخوانيو جګ پوندو بوټانو پرځاى پلن هغه په پښو کول او د زرينو او ببرو جامو پرځاى يې هغه کالي اغوستل، چې سړى به د تور باتينګړ په څېر پکې ښکارېده. ((بټي لوهابر)) سره له دې، چې لس کاله يې د مېړه د وژنې له امله په زندان کې تېر کړي وو او نور يې په ٥٠ کلنۍ پښه اېښوده ، اوس هم د پخوا په څېر مودبه او خوږه مېرمن ترسترګو کېده. تېره اونۍ يې وويل: (( هيڅ داسې شپه نشته، چې بستر ته لاړ شم او دوعا ونه کړم. دا يو غوره کار دى، چې زه يې کولاى شم)). او همدا لامل دى، چې له البرت هابر نه پاتې شوي ماشومان په اندېښنه کې دي.
((يو جنايي خبر)) د ډيويډ فينکل ليکنه، اېس.ټي پټرزبورګ ټايمز ورځپاڼه، د ١٩٨٥ زکال د مې ٢٦ مه نېټه.

دا د يوه نرم خبر د ليډ ډېره ښکلې بېلګه ده. خبريال د نرم خبر له ليډ څخه په ګټې اخستنې سره د نوښت لپاره د عمل بشپړه خپلواکي لري او په باور سره دغه امتياز ډېر کاروي. خبر لوستونکى د ښځې په اړه له دې پرته، چې وزن يې ډېر شوى نور نه پوهيږي، خو ډيويډ فينکل په خپل ليډ سره په ناڅاپي توګه لوستوال پر دې پوهوي، چې هغه يوه زاندانۍ ده او همدالامل دى،چې ويښتان يې سپين شوي او نشي کولاى جګپوندي بوټان په پښو کړي. هغه په رښتيا له (( خبرې مه کوه، را ويې ښيه)) تګلارې ګټه اخستې او غواړي لوستوال له خبر سره مله وساتي. د هغه کار دومره مسلکي او په لوړه سطح دى، چې لوستوال په چټکۍ سره په متن کې ښکيلوي.

د نرم خبر يوه بله ليډ بېلګه:
دا همغه شيبه ده، چې په خوبونو کې مې په ژړا پيل کوم. اوس ،چې په سانتوس سوازر کې د خپل ماشومتوب د پېر د اپارتمان پر لور په ختلو پوړيو خېژم،په حيرانوونکي ډول ارامه يم. هغه يوازينى ځاى، چې د دومره کلونو له تېرېدو سره سره يې د ((لاکازا)) په توګه يادوم.

(( د ماشومتوب لاکازا ته سفر)) د ميرنا اوجيتو ليکنه، نيويارک ټايمز ورځپاڼه ، د ١٩٩٨ ز کال د فبروري درېيمه

په لومړي کاته کې ښايي فکر وکړئ، چې دا ديوه سخت خبر ليډ دى، خو داسې نه ده. ليکوال (( ميرنااوجيتو)) کورته د ستنېدا پرمهال د خپلو احساساتو ښکارندويي کوي. زما په اند په دغه ليډ کې ډېرڅه ويل کيږي. هغه نه يوازې دا، چې موږ ته کيسه کوي، بلکې د خپل ځان په اړه هم راته غږيږي. هغه له ((لاکازا)) کليمې نه په ګټې اخستنې سره لوستوال ته يو قومي حس وريادوي او ژور انځور وړاندې کوي.
د سخت خبر بله ليډ پېلګه:
د زړه د پيوند په يوه څلورساعته عمليات کې ، چې د ډاکټرانو په وينا،د جمعې په ورځ له ستونزې پرته ترسره شو، د يوه ١٧ کلن زلمي زړه، ٣٤ کلن ((پروس موري)) ته د ژوند توان ورکړ.
(( و خوځېد او د برووس موري زړه شو)) د جاناټن بورسيراکيوس ليکنه، پست سټنډرډ ورځپاڼه، د مې ١٢ مه، ١٩٨٤ زکال

که څه هم دا د يوه سخت خبر پشپړ ليډ ته پاتې کيږي، خو دا ويلاى شو، چې د نرم خبر رېښې او نښې نښانې پکې شته. دغلته ليکوال د څه ويلو پرځاى د څه ښوولو هڅه کړې، چې په زړه پورې برېښي. ليکوال کولاى شواى د ښودنې پرځاى يې موږ ته په ارامه ددغه ٣٤ کلن نارينه په اړه څه ويلي واى. دغه راز (( له ستونزې پرته)) لنډه او پرځاى وينا ډېره په زړه پورې راغلې او سړى خوند ترې اخلي. ليکوال هڅه کوي د دغه عبارت له لارې د زړه عملياتو د پړاوونو په اړه لوستوالو ته ډېر جزئيات وړاندې کړي.
دغه ليډ ډېر پرځاى راغلى او د يوه نرم خبر مطلب له روايي ګرځېدن سره مل دى.

پرنرم خبر ولاړ نوښتګر ليډ:

١٢:٣٠ بجې زه او مېړه مې په يوه رسټورانټ کې پر خوندور ماښامني بوخت وو. ١:٣٠ بجه بېرته کورته را وګرځېدو او په داسې حال کې، چې په پخلنځي کې سره ناست وو، بن او بوداپست ته مو له خپلو څو نورو ملګرو سره د سفر پلان تيار کړ. ٢:٣٠ بجې مې ژوند بيخي بدل شو. هکه پکه او شوک خوړلې د روغتون له بيړني واټ نه راوتلم؛ اوس زه يوه کونډه وم.
(( د ژوندانه له بې اتبارۍ سره مخامخېدل او د مينې له لاسه وتل)) د خوان بک ليکنه، شيکاګو ټربيون، د ١٩٩٣زکال د جولاى ١٢مه نېټه

په دغه ليډ کې تر ټولو راښکونکى څيز د ژورناليست ښکلى او په زړه پورې روايت دى، چې له پېښې غږدن کوي. دا په رښتيا سړى په ليکنه کې د نوښت پر لور هڅوي. ډېره په زړه پورې ، غښتلې او ژوره ليکنه ده. که څه هم مطلب په ښکاره ساده برېښي، خو په خپله لمن کې له بريده ډېرې ښېګړې او ذوق پالنه لري. دا په دې مانا نه ده، چې دا ډېر قوي او ټينګ ليډدى. زما په اند يوه داسې لاره ده، چې په ليکنيو تګلارو کې ډېره کارول کيږي.

د يوه سخت خبر ليډ بېلګه:
د انټاريو د ايالتي ټاکنو په پاى کې د ټورنټو د لاتينې امريکا زلميان د تبليغاتي فعاليتونو په هغه مرکز کې تم شول،چې لګښت يې د ټورنټو د پوليسو ټولنې(TPA) ورکاوه. د بلور او Yonge مټرو په تمځي کې يو اشتهار راځړېدلى و،چې د لاس انجلس د يوې ډلې او يو دريځه پنځو زلميانو انځور يې ښوده او لاندې ترې ليکلي وو: (( دوى يوازې له يوه څيزه ويريږي او هغه ستاسو رايه ده.))


د نرم خبر يو ليډ:
((٢٠ کلن ډانيل ايکپا د وېرې او ډار په مانا ښه پوهيږي. دغه پخوانى محصل يو کال مخکې له نايجريا نه وتښتېد او اړ شو، چې خپله لومړنۍ شپه د ټورنټو په يوه پناه ځي کې تېره کړي. هغه ويل: ((کله،چې له الوتکې راکوز شوم، يوه پيني( پيسه) مې هم نه درلوده. دلته مې هيڅوک هم نه پېژانده او د اوسېدا لپاره هم ځاى او درک نه و. همدا لامل و، چې په هوايي ډګر کې مې د شپې تېرولو هوډ وکړ.))
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : sahaarnazeer@yahoo.com    |   sahaar  :  له طرفه
12 Jan 2008   03:59:12 pm
(( کافي ويد کرن))؛ چاى با عزيزيار، قهوه با مشتري!
(( کافي ويد کرن)) د يوه هندي چينل د يوې خپرونې نوم دى، چې کرن له بېلابېلو هنري څېرو سره مرکې پکې کوي. دا خپرونه د هندي مخاطبانو لپاره ډېره په زړه پورې ده او د راښکون او په زړه پورې والي يو لامل يې دادى، چې له مشهورو هنري څېرو سره پکې غږيږي. په افغانستان کې دا خپرونه د لومړي ځل لپاره د (( چاى با عزيزيار)) په نامه په طلوع ټلويزيون کې راڅرګنده شوه. ما هلته مخامخ هم هغوى ته ويلي وو، چې وچ تقليد کوئ او کاش روغ تقليد هم واى. دا اوس اوس په اينه ټلويزيون کې هم يوه خپرونه خپريږي، چې مېلمنو ته د چاى پرځاى قهوه ورکوي! (( قهوه با مشتري ( نېغ تقليد) کافي ويد کرن)). مشتري د خپرونې د کوربنې (جينۍ) نوم دى او قهوه يې نو له بده مرغه له کرن نه را پټه کړې ده. هند ته دې خداى خير کوي، په افغانستان کې يې د يوې خپرونې دوه ځايه تقليد کيږي؛ په يوه نامه او يوه منځپانګه. دا زموږ د ړانده او ناکامه تقليد او په نشت برابر توليد پايله ده.
ايا دا دومره خوندور نوم دى، چې زموږ دوه ټلويزيوني چينلونه پرې اخته دي؟ له دې بده لا دا، چې په دوو دريو ټلويزيوني چينلونو کې يو سريال او يوه ډرامه خپريږي. ايا د ډرامو او سريالونو کاختي ده؟ ايا دغه تکرار به مخاطبان له ډرامو زړه توري نه کړي؟
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ورځني یادښتونه    |   sahaar  :  له طرفه
 
1 2 3 ...18 19 20 Next
برخي
[4] sahaarnazeer@yahoo.com
[1] ځیړنیزه خبریالي
[1] نور وېبلاګونه
[2] نړیوال اړیکي
[22] ورځني یادښتونه
[5] پرليکه خبريالي
[3] انڅورخبریالي
[20] برېښنایي خبریالي
[6] خبر News
[31] خبریالي
Aug 2008 سپتمبر 2008 Oct 2008
S M T W T F S
  1 2 3 4 5 6
7 8 9 10 11 12 13
14 15 16 17 18 19 20
21 22 23 24 25 26 27
28 29 30     
ارشيف
[3] سپتمبر 2007
[1] جولاې 2007
[4] مئ 2007
[7] فبروري 2007
[6] جنوري 2007
[5] دسمبر 2006
[10] نومبر 2006
[1] اګست 2006
[4] جون 2006
[18] اپريل 2006
[37] مارچ 2006
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006