ګرانو لوستونكو!
د دې ويبلاګ ليكنې د هغه په ليكوال پورې اړه لري، چې بيا چاپول او كاپي كول
يې بايد د ليكوال په اجازه ترسره شي، كه څوك غواړي ځينې ليكنې په چاپي
خپرونو كې چاپ كړي، بايد له ليكوال سره خامخا سلا وكړي، كنه قانوني چلند
ورسره كېږي. ګران كتونكي دې پام ورته وكړي. |
|
|
| 26 Feb 2008 08:51:50 pm |
هوسۍ انتقال شوه |
|
|
سلامونه
تر دې وروسته هوسۍ په لاندېنۍ پته لوستلاى شئ:
www.bloguna.com/hosey
هيله ده تر دې وروسته يې پر دې نوې پاڼه ولولئ
درناوى |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : هلمند | Salih : له طرفه |
|
|
|
| 08 Feb 2008 08:16:12 pm |
رواني داستاني ادبيات |
|
|
استاد اسد اسمايي- فرانسه، بزانسون، د ويكـټـور هوګو كور
عقل د زره په خوښه كار كوي او زره ته ګوري. هغه چې زړه يې نه غواړي عقل په كې لاره نه شي پيدا كولاى.
شوپنهارو
هغه ادبيات چې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته په اروپا او ان په ټولـه نړۍ كې پيدا شول خصوصاً د روانشناسۍ تر اغېزې لاندې دي او تر ډېره حده هغه پولـه چې د هنر، ادبياتو او روانشناسۍ تر منځ موجوده وه لـه منځه لاړه. كه ديونان كلاسيكو ادبياتو ته ځير شو ، دا به جوته شي چې د هغه وخت ادبياتو هم د خپل زمان لـه رواني تندې څخه رنګ اخيستى دى. هومرته چې د خپل وخت خلكو د ملت معمار او د خلكو د لارښود القاب وركړي وو، دهغه د ((ايلياد)) او ((اوديسوس)) ليكنې، د سوفوكل ((اوديپ)) د اوروپيد (( الكتر)) او ((ايفي ژبي)) تر هر څه وړاندې رواني اهميت لري.
سقراط او بيا اپلاتون دهغه وخت پر شاعرانو دا انتقاد كاوه، چې ګواكې هغوى احساسات راپاروي او عقل تر سيوري لاندې نيسي ، يا يې كه په بل ډول ووايم اپلاتون وايي چې شاعران لـه احساساتو ناوړه استفاده كوي. مګر په خپلـه داپلاتون ليكنې دومره شاعرانه دي چې ته به وايې فلسفه د شعر په ژبه بيان شوې ده او زموږ لپاره د هغوى رواني او هنري ارزښت هم د پاملرنې وړ دى.
د ويرژيل د "انيياد" او د دانتې د "الـهي كومېډي" شاعرانه او سمبوليكه ژبه نه يوازې هنري ارزښت لري، بلكې ډېر زيات رواني ارزښت هم لري. د جېمز جويس (اوليسس) په يوه مانا هماغه د هومر د (اوديسوس) ادامه ده، چې د رواني سمبولونو په مرسته يې د ټول بشريت تاريخي ارماني انځور د مانا د تداعۍ په مرسته زموږ په ذهن كې تمثيلوي، يانې دهغه هر سمبول او نخښه تر يوه حده د ټول بشريت تېر ژوند انځوروي.
د مارسل پروست "د تېر شوي وخت په لټه كې" اود ويرجينيا ولف " د سمندري څراغونو پرلوري" نومي اثار، نه يوازې ادبي ارزښت لري، بلكې رواني اهميت يې هم تر ډېره كچه د يادونې او ستاينې وړ دى. د فلوير په آثارو كې هم د پېښې ځاى اغېزلري.
د سامويل بكت " د ګودو په انتظار كې " او د كافكا ليكنې هم د انسان د رواني ډرام سمبوليكه او هنري ژبه د هغې" بېهودګۍ" د تمثيل لپاره استعمال كړې، چې انساني فرد په كې د يوازېتوب لـه اضطراب څخه اغېزمن دى. دغه تر عقل هاخوا تمايلات چې د فرد منطقي سير ته ورته والى لري. لـه شك پرته چې ډېر رواني ارزښت هم لري او كولاى شي د اوسني انسان لـه ستونزو مو خبر كړي. |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ارواپوهنه | Salih : له طرفه |
|
|
|
| 07 Feb 2008 09:10:26 pm |
يخنۍ او سېلابونو د هلمند ٥٠ کوچيان او ٥٠٠٠ څاروي وژلي |
|
|
په هلمند کې يخنۍ او سېلابونو پنځوس تنه کوچيان وژلي او په بېلابېلو سيمو کې يې د هغوى پنځه زره څاروي يې له منځه وړي دي.
په هلمند کې تر يولک زيات کوچيان ژوند کوي، چې د دې ولايت وروستيو سېلابونو او يخنۍ د سر او مال زيانونه وراړولي دي، د ناوې ولسوالۍ يو کوچى حاجي عبدالوهاب وايي زياتره دغو سېلابونو رود ته نژدې سيمو کې کوچيان زيانمن کړي دي.
دغه راز د واشېر ولسوالۍ يو بل کوچي عبدالاحد اشکاني هم د سېلابونو له کبله تاوانونه ليدلي خو وايي چې په دې وروستيو کې د خوراکي موادو بيې لوړې شوې چې د دوى ستونزې يې څو چنده زياتې کړې دي.
په لښکرګاه کې د کوچيانو عمومي مدير عبدالرحيم توکلي وايي په تېرو څو ورځو کې سېلابونو په دې ولايت کې پنځوس تنه وژلي او د کوچيانو پنځه زره څاروي يې هم تلف کړي دي، خو هغه وايي ښايي د تلفاتو دا شمېره نوره هم لوړه شي.
د کوچيانو د شورا مشر محمد داود نورزى، وايي تر خپله وسه يې هڅې کړې دي خو هېچا هم له دغو زيانمنو شويو کورنيو سره څه مرسته نه ده کړې. ان تر وزارتونو يې خپله ستونزه رسولې ده.
د هلمند کوچيانو په تېرو وچکاليو کې خپل زيات څاروي له لاسه ورکړل، اوس مهال يې زياتره د بېوزلۍ له کبله له يوه ځاى څخه بل ځاى ته د کډه کېدو وس نه لري، له دې کبله په دې وروستيو کې ډېرو اورښتونو او بېسارې يخنۍ د سر اومال زيانونه وررسولي، خو زياتره يې د مرستو له نشتوالي شکايتونه کوي چې اړوند مسوولين يې هم تاييدوي. |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : هلمند په راپورونو کې | Salih : له طرفه |
|
|
|
| 06 Feb 2008 08:34:43 pm |
مخکې مو دا انځورونه کتلي وو؟ |
|
|
داسې يو پهلوان مو ليدلى و؟
|
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : خندوونكي انځورونه | Salih : له طرفه |
|
|
|
| 06 Feb 2008 08:14:41 pm |
شاعر |
|
|
ليكوال : هرمان هسه
ژباړه : پيرمحمد كاروان
فلسفي منظوم داستان
هرمان هسه په 1877 ع كال د المان په جنوب كې زېږېدلى دى. په 1946 ع كال يې د نوبل ادبي جايزه واخيسته. د هسه په ټولو اثاروكې د شرق د فلسفې اروا ځلېږي.
د شاعر په نوم ټوټه د هرمان هسه د فلسفي او ښكليو شعرونو لـه جملې ځنې يوه ده، چې د شرق لـه اروا څخه يې سر چينه اخيستې ده.
وايي چې هان فوك چيني شاعر لا په ځوانۍ كې شوق درلود چې ډير څه زده كړي، تر هر څه غېږه را تا و كړي او يو مكمل شاعر شي. دى په خپل وطن كې د زېړ سمندرګي په لمن كې اوسېده . پر مور او پلار ډېر ګران و. د يوې سترې كورنۍ يوه ډېره ښكلې نجلۍ يې ورته كوژده كړه. مور او پلار يې هيلـه درلوده چې د هان فوك دناوې ډولۍ په بختورو او زرينو شېبو كې كورته راوړي. هان فوك شل كلن زلمى و، خورا ښكلې ځواني يې وه، ملنګ خويه او د ښه نيت څښتن و. لـه خلكو سره يې په مينه او موسكا راشه درشه كولـه. په ډېرو علومو كې يې لاس درلود. يو څو لوړو شعرونو، په كم عمرۍ كې مشهور كړى او د ښار د اديبانو په منځ كې يې نوم ګټلى و. كه څه هم شتمن نه وخو په زړه كې يې ګوړې ماتولې چې ډېر ژر به د شتو خاوند شي. د خپلې ناوې جهيز خويې پر خپلو راتلونكو شتو سر بارى بالـه . ناوې يې زښته زياته ښايسته او پاك لمنې وه . لـه دې كبلـه يې زړه باغ باغ و خو بيا هم لـه ژوند راضي نه و، زړه يې لـه ولولو ډك ، ارمان يې دا و چې تر ټولو لوى شاعر شي.
يوه شپه د زېړ سمندرګي پر غاړه د ډيوه ګيو جشن و، هان فوك د ساحل پر غاړه ورو ورو قدم واهه ، يوې ونې ته يې ډ ډه ووهلـه. ونه او بوته وركږه وه او ځينې څانګې - يې په اوبوكې لګېدلې. هان فوك د اوبو - په هنداره كې د زرګونو ډيوه ګيو د لمبېدونكو وړانګو د تصويرونو ننداره كولـه. په بېړيو كې يې ښځي،گ سړي، نجونې او ځوانان ليدل چې يو بل ته سلامونه كوي او د جشن په ښكلو جامو كې د ګلو نو غوندې ښكاري. د وړانګينو او بو زمزمې يې په خوند اورېدې. د سندرغاړو سندرو، د بربط لړزانده نغمو اود شپېلۍ خواږه غږلـه ځانه بې ځانه كړى و. ددې ټولو تر څنګ شين بخونې شپې ته ځيرو چې د معبد د ګيډوونكو منارونو او كومبزو غوندې راځوړنده وه. ځان يې تر هرچا زيات د ښكلا نندارچي وليد، زړه يې بې واره ټوپونه وهل. ددې پر ځاى چې د سيند هغې بلې غاړې ته لاړ شي، لـه خپلې ناوې او دوستانو سره لـه جشن ځنې خوند واخلي دايې غوره وبللـه چې په ټول قوت د ښكلا ننداره وكړي او بيا دا ټولـه ښكلا په يوه شعر كې راټولـه كړي. زړه يې و، چې شين بخو نه شپه ، د اوبو په څپو كې د بلو ډيوه ګيو پړكا ، همدارنګه د مېلمنو خوشحالۍ او د ساحل پر غاړه كږ ې ونې لكه ته د تكيه كړي چوپ نندارچي ټول كيفيات په خپل شعر كې ونغاړي. خو دنيا ټولو جشنو نو او خوښيو خوښي نه وربخښلـه . ځان ورته يوازې نا پېژندويه نندارچي برېښېده . په زړه كې ورګرځېدل چې تنها دده اروا د خلكو په ټولي كې داسې پيداده چې هم ښكلا او هم خپل نا پېژندويه وجود حس كړي. ځكه خو ډېر زړه تنګى شو او تر ډېره په ژورو چورتو نو كې لاړ . تر ډېر سوچ وروسته په دې ورسېده چې كاملـه او حقيقي خوشحالي به هغه وخت تر لاسه كړي تر څو د ښكلا جاويدانه او هميشنۍ دنياګۍ په خپلو شعرونو كې را زرغونه كړي.
هان فوك په دې نه پوهېده چې ويښ دى كه ويده . ناڅا په يې د چادپښو پسته مسته ښكالو په غوږ شوه. يو څوك يې د كږې ونې په خوا كې وليد چې بنفشه يي لباس په غاړه ، پر تمينه څېره ، د مينې او درناوي وړ.... هان فوك لـه ځايه راولاړ شو، نا پېژندويه مېلمه يې په داسې درناوي ونمانځه چې ډېر لوړ خلك پرې نمانځل كېږي. ښه راغلى يې ورته ووايه .
ناپېژندويه موسكا وكړه، يو څو شعرونه يې وويل، داسې شعرونه چې څو شېبې وړاندې د هان فوك په روح كې ورګرځېدل. دومره زړه راښكونكي او ښكلي، لكه د دنيا د ډېرو لويو شعارانو شعرونه، ځوان هك پك شو . په داسې حال كې چې سريې د ناپېژندويه په وړاندې په درناوي ټيټ كړ، په لوړ غږ يې وپوښتل:
دا ته څوك يې چې زما لـه اروا خبر يې او داسې شعرونه دې راته وويل چې تر اوسه مې د شعر لـه استادانو نه وو اورېدلي؟
نا پېژندويه بيا موسكا وكړه، داسې موسكا چې د سترو او كاملو انسانانو پر شونډو يې ليدلاى شوه.
ويې ويل:
كه ستا زړه وي چې شاعر شي، نو ماته راشه . زما كورګى په شمال غربي غرونو كې د لوى سمندر د سر چينې پر غاړه دى. زما نوم د خبرو كامل استاد دى. تر دې خبرو وروسته سپين ږيرى د ونې د تياره سيوري خواته لاړ او تر لږ ځنډ وروسته ترى تم شو. هان فوك اخوا دې خوا منډې ترړې وكړې، خو د خبرو كامل استاد يې ونه موند. لـه ځانه سره يې وويل: لكه چې دا هر څه يو خوب و. په بيړه دبيړ يو خواته ورغى . په جشن كې يې ګډون وكړ. د خلكو په مجلس او د شپېلۍ په غږ كې يې هماغسې د ناپېژندويه سپين ږيري لـه رازونو ډك غږ اورېده . ته وا اراوايې اوس هم لـه سپين ږيري سره ملګرې ده. لكه يو نا بلد، لـه خوب نه په ډكو سترګو د خپلو خوشحالو ملګرو په منځ كې ناست و. ملګرويې دده او دده د نامزادې مينه د ټوكو او شوخۍ موضوع ګرځولې وه.
څو روځې وروسته د هان فوك پلار و پتېيله چې دوستان اوملګري را خبر كړي او د هان فوك د واده جشن ونيسي، خو هان فوك ورسره ونه منلـه او ويې ويل: پلارجانه! زما ګستاخي وبخښه ، زه پوهېگږم چې يو پلار پر زوى څومره حق لري، خو داځل زما لـه سر غړونې راتېر شه. يوازينۍ هيلـه مې دا ده چې يو لوى او هنر مند شاعر شم. كه څه هم ځينې دوستان مې د شعرونو زښته زياته ستاينه كوي، خو زه ډېر ښه پوهېږم چې څومره په اوبو كې يم. زه پوهېږم چې د هنر ددنيا ګۍ يو ماشوم يم او په پالي پالۍ روان يم. پلارجانه! هيلـه لرم يو څه موده مې يوازې پرېږده چې د خپل هنر لمن ونيسم.
كه زه د كور او اور څښتن شم، نو خامخا به لـه خپلـه كاره پاتې شم . اوس چې ځوان يم او بلـه وظيفه نه لرم پرې مې ږده چې ځان د شعر او هنر په خوږه غېږه كې ور واچوم.
پلار يې هك پك شو او ويې ويل:
عجبه ده، دا هنر اوس دومره قيمتي دى چې خپل واده هم ځنډوې؟ كه ستا او ستا د نامزادې ترمنځ كوم تا و تريخوالى راغلى وي، ما ته ووايه چې زه مو سره خواږه كړم. كه سره مرور ياست سره پخلا به موكړم ، كه خو ښه دې نه وي، بلـه نجلۍ به درته وغواړم.
زوى يې قسم وخوړ چې لـه خپلې ناوې سره د پخوا په څېر مينه لري او ددوى تر منځ هيڅ خبره نه ده را پيدا. پلار جانه! زه د ډيوه ګيو د نندارې په شپه په خوب كې لـه يوه استاد سره آشنا شوى يم. اوس نو لـه خپل كامل استاد سره د شاګردۍ وياړ ددنيا پر ټولو نعمتو نو غوره ګڼم. پلار يې وويل : ښه ډېر ښه . ځه يو كال وخت در كوم . كېداى شي په يوه كال كې خپل آرمان ته ورسيږې. ښايي لوى خداى به كامل استاد درته رالېږلى وي. هان فوك لږ غلى شو، غاړه يې تازه كړه او ويې ويل:
څوك نه پوهېږي، كېداى شي دوه كالـه رانه شم. پلارنور څه ونه ويل ډېر اندېښمن د خپل زوى لـه څنګه را ولاړ شو. ځوان خپلې ناوې ته ليك وليكه. په ليك كې يې خداى پاماني ترې واخيسته او ور ويې لېږه. د سفر موزې يې په پښو كړې. هه هه مزل يې وكړ. آخر د سيند هغې سر چينې ته ور ورسېد، چې كامل استاد يې نښه وركړې وه. لـه سر چينې لږ ليرې په ګوښي ځاى كې يې د خپل استاد ساده باده جونګړه وليده. د جونګړې مخې ته د خبرو هماغه كامل استاد پرپوزي ناست و، چې د ډيوه ګيو د نندارې په شپه يې د ساحل پر غاړه كږې ونې ته تكيه وهلې وه. استاد عود غږاوه . كلـه يې چې ځوان مېلمه وليد چې لـه درناوي په ډكه وېره ورنږدې كېږي لـه خپلـه ځايه پاڅېد خو مېلمه ته يې ښه راغلاست ونه وايه ايلـه موسكى شو او بيا يې خپلې نازكې ګوتې د عود پر تارو نو وځغلولې.
يوه زړه وړونكې نغمه د سپينو زرو دورېځو په څېر په دره كې تاوه را تاوه شوه. ځوان لـه ډېرې حيرانۍ پاڅېد او په دې خوږه حيرانۍ كې يې هر څه هېركړل. دخبرو كامل استاد عود يوې خواته كېښود او خپلې جونګړې ته ننوت، هان فوك هم ورپسې روان شو، د خپل كامل استاد نوكري او شاګردي يې پيل كړه. يوه مياشت تېره شوه. په دې يوه مياشت كې هان فوك په دې ورسېد چې خپل پخواني شعرونه يې په دوه توته نه ارزي. يوه مياشت وروسته يې هغه شعرونه هم لـه زړه څخه وغورځول چې لـه خپلو استادانو يې زده كړي وو. سپين ږيري لـه هان فوك سره كمې خبرې كولې، خو ورو ورو يې د چنګ غږول وريا دول ترڅو چې د موسيقۍ مهينې څپې د شاګرد په ټول بدن كې خورې شوې. يوه ورځ هان فوك يو كوچنى شعر وليكه چې د مينې په آسمان كې يې د دوو الوتونكو الوتنه په كې انځور كړې وه. دا شعر يې ډېر خوښ شو، خو جرئت يې ونه كړ چې خپل كامل استاد ته يې وښيي. يو مازديګر د لمر ډوبېدو پرمهال يې دا كوچنى شعر په لوړ غږ واوراوه. استاد يې په ډېره مينه ورته خوږ شو خو څه يې و نه ويل. په خپل چنګ كې يې ورو ورو يوه نازكه نغمه واړولـه. وروسته هوايخه شوه ، د شفق سرخي پسې كمه شوه او توند باد ولګېده . كه څه هم نيمه اوړى و،ولې په خړ آسمان كې يوې جوړې زاڼو په ډېر شوق الوتنه كولـه. دا هر څه د ځوان تر شعرونو ډېر ښكلى و. ځوان غمګين او غلى و. د فطرت ددې ښكلا په وړاندې ځان ورته هېڅ برېښېده. تر يوه كال وروسته هان فوك په چنګ غږولو كې ښه لاسبرى شو خو د شعر ويل، تر اوسه لاګران كار و چې پر خپل ځاى پاته و.
دوه كالـه وروسته يې خپل وطن او عزيزان پر زړه راواورېدل. خپلـه ناوې يې ډېره سخته ورياده شوه. لـه خپل استاد نه يې وغوښتل چې خپل وطن ته د تګ اجازه وركړي. استاد موسكى شو. سر يې وښوراوه. ويې ويل: آزاد يې، هر چېرته چې ځې ورځه، اللـه دې مل شه. كولاى شې دويم ځلي بيا دلته راشې. كولاى شې ټول عمر په خپل كور كې پاتې شې، بس خو ښه دې خپلـه.
شاعر خپل وطن ته د سفر نيت وكړ. زړه ماتى پر لاره روان شو. يوه ورځ سهار د لمر ختو پر مهال د خپل وطن ساحل ته ورورسېد، لـه لرى يې د خپل پلرني ښارپل وليد . بې لـه دې چې د چاور پام شي غلى خپل باغ ته ننوت . لـه كړكۍ نه يې د خپل پلار د خوب كوټه وليده . پلار يې ورو ورو ساه اخيسته او په درانه خوب ويده و، بيا راغى د باغ تر هغو ونو لاندې غلى شو چې د نامزادې د كورتر څنګ يې ولاړې وې، يوې ونې ته ور وخوت. د ونې لـه سره يې خپلـه ناوې وليده چې ولاړه ده او زلفې ږمنځوي. دا ټول څه يې چې په سترګو وليدل لـه هغو تصويرونو سره خوا په خوا شول چې په پر دېسۍ كې يې كښلي وو. ښه و پوهېده چې دى شاعرۍ ته جوړ شوى دى. په دې ورسېده چې د شاعر په تخيل او رويا كې كومه ښكلا او نازكي شته. په واقعي عالم كې د هغې پلټنه بې ځايه ده .وروسته لـه ونې راكوز شو او لـه باغه و تښتېده. د پلـه لـه سره تېر شو او لـه خپل پلرني ښاره ووت . يو ځل بيا هغو لوړو او غرنيو درو ته ور پورته شو.
هلته يې خپل استاد د پخوا په څېر د جونګړې مخې ته پرپوزي ناست و او چنګ يې غږاوه. د ښه راغلي پر ځاى يې ځوان مېلمه ته دوه زړه راښكونكي بيتونه واورول . بيتونه دومره خواږه او لـه ترنمه ډك وو چې د ځوان سترګې د اوښكو پيالې شوې. هان فوك دويم ځلي لـه استاد سره پاتې شو. استاد ته څرګنده شوه چې هان فوك په چنګ غږولو كې ماهر دى هغه و، چې د بربط درس يې ورته پيل كړ. مياشتې ګړندۍ ګړندۍ تېرېدې. د ځوان پر زړه بيا د وطن مينې منګولې ښخې كړې . يوه شپه پټ په پټه د كامل استاد لـه جونګړې وتښتېده . خو كلـه چې د درې وروستني كږ لېچي ته راورسېد، باد د كامل استاد د جونګړې پر ځوړند بر بط ولګېده. د بربط زړه را ښكونكي غږ په هوا كې وزرې خورې كړې، په دې خواږه غږ كې دومره سخت اثر و چې ځوان يو ګام هم مخې نه شو اخيستى. د بربط غږ د كامل استاد جونګړې ته وركشاوه . ځوان بيا هم ورو ورو د
كامل استاد جونګړې ته پستنه ور و ګرځېده.
څه موده وروسته يې خوب وليده چې لـه خپلې مېرمنې سره څنګ تر څنګ په خپل باغ كې نيالګي كېنوي، ماشومان يې نيالګيو ته داوبو پر ځاى خواږه شراب وركوي . كلـه چې راويښ شو سپوږمۍ دكامل استاد د جونګړې په انګړ كې پسته مسته رڼا شيندلې وه.
زړه يې لـه اندېښنو ډك و ، لـه خپلـه ځايه راولاړ شو. د خپل استاد تر څنګ ودرېد. ويې ليدل چې استاد د ناز په خوب ويده دى او سپينه ږيره يې ورو ورو باد ښوروي. كامل استاد ته يې په زړه كې سخته كينه راغلـه ، په زړه كې ور وګرځېدل چې همدغه سپين ږيري يې ژوند ور خراب كړ او ديوه ښكلي راتلونكي په نوم يې دوكه وركړه. په غوسه شو، غاښ چيچنه يې وكړه . په زړه كې وروګرځېدل چې پر سپين ږيري ور ټوپ كړي، د ستر ګو په رپ كې يې تربت كړي. نا څاپه كامل استاد سترګې پرانستې . ډېره خوږه او غمګينه موسكايې پر شونډو وغځېده او لـه ځوانه يې زړه يو وړ. سپين ږيرې ورو وويل:
هان فوكه ! دا په ياد ولره چې ته په هر څه كې د اختيار څښتن يې، زړه دې چې وطن ته لاړ شې او ونې وكرې ( كېنوې) . كولاى شې لـه ما كر كه ولرې، راولاړ شې ما ووژنې. پر مايې فرق نه شته. شاعر چيغې كړې. دا نه شي كېداى چې زه دې لـه تا كركه ولرم، توبه خدايه، لـه تانه كركه عظيمه ګناه ده . لكه لـه خدايه چې زه مخ اړوم. ځوان بيا هم لـه كامل استاد سره پاتې شو . د شپېلۍ او بربط ږغول يې هم ياد كړل. لږ وروسته يې لـه كامل استاد نه د شعر تعليم پيل كړ. ورو ورو ددې ستر هنر په رازونو ورسېد. په اول كې يې ساده ساده شعرونه ويل.
خو داورېدونكو اروا به يې داسې په ګډا راوسته لكه د اوبو د هندارې پر مخ ګډېدونكى باد تېر او راتېر شي.
د لمر راختل او لوېدل ، د غرونو پر سر او د غرونو شاته ، په اوبو كې د كبانو پټېدل لكه سيوري چې د اوبو تل ته منډې وهي. همدارنګه د سپرلي په باد د مجنون ولى د څانګې، تاوېدل را تاوېدل به يې په شعرنو كې داسې راوړل چې اورېدونكو ته به دا ټولې صحنې داسې ژوندۍ سترګو ته نېغې ودرېدې. اورېدونكو به داسې انګېر لـه چې دنيا او آسمان په يوه كاملـه نغمه كې راټول او غاړه غړۍ دي. هر اورېدونكى به د ځوان د شعرونو داورېدو پر وخت يا په غم او يا په خوښۍ په داسې يادونو كې لاهو و، چې يا به يې مينه او يا كركه ترې لرلـه . ماشوم ته يې لوبې او سپين ږيري ته يې مرګ تصويراوه. لـه هان فوك نه دا هېر وو چې څو كالـه يې د ستر سمندرګي پر غاړه لـه كامل استاد سر تېردي. ډېر وخت به يي داسې انګېر لـه چې همدا پرون همدې درې ته راغلى او د سپين ږيري لاهوتي نغمې يې اورېدلې دي. كلـه كلـه به يې داسې اټكل كاوه چې د بشر د ژوند ټول دورونه يې شاته پريښي او نور نو وجود نه لري. يوه ورځ تنها په جونګره كې راويښ شو. كه ګوري چې استاد نه شته، هره خوا يې نارې ووهلې، خو د استاد پته ونه لګېده . هغه شپه داسې وه لكه تازه چې منى راغلى وي، توند باد جونګړه لړزولـه. د غرونو پر سرونو د كوچ د مرغانو سېلونه روان وو. كه څه هم د كوچ وخت نه و، خو دوى نن شپه كوچ كاوه.
هان فوك د سپين ږيري چنګ راواخيست او د خپل پلرني وطن پر خوا رهي شو. څوك به چې په لاره كې په مخه ورغلل، هان فوك ته به يې په ډېر درناوي سلام وكړ، لكه سپين ږيرو ته چې كشران تعظيم كوي. كلـه چې خپل ښار ته راورسېد. پلار او ناوې يې ټول مړه وو . خپل خپلوان يې هم مړه وو. ددوى په كوركې نا پېژندويه خلكو ژوند كاوه. د تصادف لـه مخې په هغه شپه د سيند پر غاړه د ډيوه ګيو جشن و. هان فوك شاعر ها خوا د ساحل په يوه تياره ګوټ كې يوې زړې ونې ته تكيه كړې وه. كلـه يې چې په چنګ كې نغمه واړولـه نجونو او ښځو لـه زړونو ساړه اسوېلي راوايستل ، په ډېر مينه يې د ساحل په تياره ګوټ كې سترګې وګنډلې. ځوانانو لـه چنګ غږوونكي وغوښتل چې ددوى خواته ورشي. خو چنګ غږوونكى يې نه شو ليدلاى . ټولو په لوړ غږ ويل: هغوى چې سترګې غړولې دي، داسې د چنګ خوږې او زړه راښكونكې نغمې يې نه دي اورېدلې.
د هان فوك پر شونډو موسكا خوره وه، د هغه سيند په ننداره كې غرق و چې د زرګونو ډيوه ګيو تصويرونه په كې لمبوزن وو. هان فوك د ډيوه ګيو د رڼا او د رڼا د تصويرونو تر منځ فرق نه شو كولاى . په خپلـه ارواكې يې هم ددې جشن او هغه جشن تر منځ تو پير ونه ليد، چې كلونه وړاندې يو ځوان دلته ولاړ و او د ناپېژندويه استاد خبرو ته يې غوږ نيولى و. |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : رالېږل شوې ليكنې | Salih : له طرفه |
|
| |
| 1 2 3 ...42 43 44 Next |