|
|
| 03 Sep 2008 10:09:49 am |
يو يي بدرګه كړ، بل يي وواژه |
|
|
دسهار پوره اوه نيمې بجې وې چې دكابل هوايي ډګر پرلور غځيدلې واټ دترافيكو پرمخ وتړل شو. شيبه وروسته جوپې جوپې انسانان ښـكته او پورته دسرك دواړو غاړو ته پلي روان شول. ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان له څرمې داوږد ه انتظار له ويرې په پښو مزلو ته زړونه ښه كړل. امنيتي څارونكو دسرك له غاړو څخه دخلكو په شړلو ، موټر چلونكو ته په كنځلو او بايسكل چلوونكو ته په ديكو وركولو واټونه ګرم كړي وو.
دپوليسو پك اپ ډاټسونو كله دډګر پر لوري او كله هم دعامې روغتيا وزارت دڅلور لارې پر خوا په ګړندي حركت دسړك چوپتيا ماتوله، دسر ك دواړو غاړو ته ځائ ځائ د ۲۰۰۸ كال دالمپيك په لوبو كې دبرونزو دمډال ګټونكي روح الله نيكپاه انځورونه ځړول شوي و، يوشمير لوړ پوړي چارواكي چې په سر كې يي دولسمشر مرستيال كريم خليلي ليدل كيده په وار وار دخپلو تورو شيشو موټرو كې هوايي ډاګر ته ورسيدل، خو له دغو ټولو څخه دبيات بنياد ډير فعال ښكاريدو او په موټرسايكلو، موټرو او آن په يوشمير بايسكلونو يي دنيكپاه انځورونه ځړولي وپه دغه بهير كې ديوشمير بهرنيوو ځواكونو موټرې هم ليدل كيدې چې دنيكپاه د راتلو شيبې يي شميرلې.
نن د ولسمشر له راتګ څخه هم واټ دبدرګې لپاره ډير وخت تړل شوې و، او پوره نهه نيمې بجې د ددريمې درجې مډال ګټونكې دخپلو لسګونو مينه والو سره په داسې حال كې تير شو چې په زرهاوو خلكو، ناروغانو، ښځو او ماشومانو پوره دوه ساعته د قهرمان دراتګ لپاره خپل تګونه ځنډولي و.
سركونه پرانستل شو او بې حوصلې موټرو لكه دلومړي ټولګي زده كوونكي چې درخصتۍ له زنګ سره په بيړه منډې كړي وځغاستل، زه هم دخپل دفتر په موټر كې په بيړه وركښيناستم، راډيو چالانه شوه او لومړې راپور يي همدا و چې، دتكواندو قهرمان نيكپاه په داسې حال كې دخلكو دشور، ځوږ او اتڼونو په بدرګه هيواد ته راستنيږي چې وړمه شپه ايتلافي ځواكونو په خوست ولايت كې دكركټ دملي لوبډلې يوتن تكړه لوبغاړې رحمت ولي چې له څو بهرنيوو لوبو څخه يي افغانستان ته مډالونه راوړي و واوژه.
ددغه راپور په اوريدو مې دنيكپاه قهرماني له ياده ووته او دبدرګې دغه كاروان مې دشهيد رحمت ولي دجنازې له قافلې سره پرتله كاوه.
اوس نو زه ددوه مخې دنيا بل چرخ ته ناست وم.
داسيايي هيوادنو په اتلولۍ كې دافغانستان بيرغ دكركټ ملي لوبډلې پرخپلو لاسونو هوا ته پورته كړې و، دلومړي ځل لپاره د افغانستان دكركټ ملي لوبډله دنورو هيوادونو دتجربه لرونكو لوبډلو په منځ كې دافغاني غرور په ښودو ډګر ته راننوته، سيالۍ پيل شوې، افغانستان پرله پسې دسيالو ډلو څخه ميدانونه ګټي ، افغانستان په خپل تاريخ كې دلومړي ځل لپاره ديوې نړيوالې سيالۍ سرته بريالې په چټكۍ سره ووت او پائ كې يي دعمان هيواد دتكړه لوبډلې سره داسيا دلويي وچې دروانو سياليوو مساوي لوبه وكړه اودنړيوالو اتلوليو مډال يي ترلاسه كړه. افغان اتل رحمت ولي په ډګر كې له خوښئ څخه خدائ ته په سجده پروت دې ا ونور لوبغاړي هم دخوښئ څخه اوښكې تويوي او دافغانستان افغانستان نارې يي له ستونو څخه دكويټ دښار په اسمان كې انګازې جوړوي.
دافغانستان اتله لوبډله هيواد ته راستنه شوه، په نړيوالو رسنيوو كې دكركټ جام او دافغانستان ګټل ددغه هيواد په تاريخ كې يوه بې سارې لاسته راوړنه وبلل شوه خو سخت زړيوو او دوه مخيوو چارواكيوو نه وستايل او نه يي په څه ونازول، نه يي چاته كور وركړ او نه پيسې.
دغرنيوو سيمو پښتانه ځوانان هماغسې سرشاره دهيواد په مينه مست يوځل بيا په نړيوالو لوبو كې دلومړۍ درجې اتلولۍ له انګلستان څخه راوړې خو ظالمو چارواكو بيا هم نه دوئ ونازول او نه يي وستايل او لكه څنګه چې په نهرو ګيډو او سپيرو مخونو دغو نړيوالو سياليوو ته تللي و او په همدغه بڼه يي دافغانستان لپاره وياړونه راوړل او په هماغه بڼه بيرته هيواد ته راستانه شول او هماغسې نهرې ګيډې او سپيره مخونه بيرته دهيواد په غيږ كې اوسي.
خونن چې زه دسړك پرغاړه ولاړ يم او دسلهاوو دولتي چارواكو موټرې ګورم چې دنيكپاه دبدرګې لپاره درې ګړۍ په امنيتي پيره كې ښكته او پورته دهوايي ډګر پرسرك ځغلي نو داسيا دلويي وچې دكركټ سيالۍ او د اروپا په جرسي كې دافغاني اتلانو غمجنې څيرې او دكركټ دملي لوبډلې داتل شهيد رحمت ولي څيره مې سترګو ته ودريږي چې نه په ژوند چا ولمانځل او نه يي په مرګ چا غږ پورته كړ خو دافغانستان لپاره يي وياړونه پرځائ پريښودل. ددغه دوه مخې نړۍ بې انصافه بچيانو نن يو اتل كابل ته دخوښيوو په بدرګه راننويست او بل اتل يي په خوست كې په بمونو والوزاوه او دتل لپاره يي افغانستان ته دنورو وياړونو دراوړو هيلې ور مړې كړې. خو دشهيد رحمت يادونه به دهيواد په تاريخ كې تل ژوندي او ددښمنانو مخونه به يي تور وي.
اروا يي ښاده او ياد يي ژوندې. |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ځوانان | safi : له طرفه |
|
|
|
| 25 Aug 2008 09:43:50 am |
سندريز افغانستان |
|
|
يوه ورځ به دې خداي راولي جانانه
دا دوير او دماتم ټغر به ټول وي
زمانې به تاج په سر وي درته ايښې
دسندرو شور به رسي تر اسمانه
داد غم اوښان به واړه كډه شويي
چيرته لرې داغيار ښار او كوڅو ته
دا مرګونه دپيړۍ به دې له خاورې
په توبو توبو ډير لري كډه شويي
خونړي انقلابونه به نور مړه وي
دا دغم دزمانې بچې به مړه وي
مشالونه به دښار كوڅو كې بل وي
دتيارو ديوان به ګرده سره مړه وي
پرمختګ او ترقي به زمونږ شعار وي
وروسته پاتې ولسونو ته به زيري
بدرګه دښكلا پيغلې سره ليږو
ابادي به ددې خاورې زمونږ كار وي
ښاپيرۍ دچين ماچين به دې سلام ته
هره ورځ په بدرګه دپري ذاتو
ستا دحسن په دربار كې حاضريږي
پرښتو به دې غوږ ايښي وي كلام ته
انګازو به دې دمينې غرو رغو كې
ځائ نيولي وي دډزو او بمونو
تنكي ژڼكي به دې څڼو سره درومي
اتڼونه به وي ستا هره ورشو كې
هره پيغله هر زلمې به دې دمينې
دښكلا كيسو كې يو بل نه ځاريږي
دټوپك خونړې ميل به وي مات شوي
نور به نه توييږي يو څاڅكې دوينې
رڼاګانې به ښارونه په سر اخلي
بانډې كلي به ځليږي په رڼا كې
دكونړ په سيند به جوړ دبريښنا بند وي
خوشالي به ټوله سيمه په سر اخلي
سپيرې دښتې به دې ټولې وي ښيرازه
هريرود به دهلمند دغاړې هار وي
تور لوګي به دې نور نه خيژي اسمان ته
د باروتو زور به خم وي ستا له نازه
دجګړو دبلاګانو زور به مات وي
خوشالي به وي په لويه پكتيا كې
اهريمن به دزمانې به رانسكور وي
اتڼونه به هر لوري سات په سات وي
داټپي ټپي كندهار به دې له بخته
له ملالې، له ايوبه تر ابداله
يوځل بيا دزمانې په سر كې تاج شي
ګيله من به نه وي نور له خپله بخته
دزرينو وړانګو لمر به دې راخيژي
ستا دحسن له ختيځه ننګرهاره
دسپين غره واورې به پاكې وي له دوده
ارغوان به څانګې څانګې دې راخيژي
دا درې درې راغونه به دي ډك وي
سيلانيان به دنړۍ ورته رادرومي
دا دهسك په تندې ستورې نورستان به
ستا له مينې په ملي غرور كې پټ وي
دتاريخ دتمدن څلې به جوړ شي
هير دې نشي دوياړونو په غزني كې
رڼې هيلې به ويالو غوندې بهيږي
يو دمينې دښكلا كلې به جوړ شي
يوه ورځ به دې خدائ راولي جانانه
دا دوير او دماتم كيسې به نه وي
دظلمونو دمرګونو وار به تير وي
وار به زما او ستا په لاس كي وي جانانه
درنګونو دنياګۍ به وي ودانه
فظاګانې به وي سپنې په كوترو
جنګ به ورك وي خدائ دې ورك كړي له دې دره
غږ دسولې به رسيږي تر اسمانه
دا د غرب دهوسونو تږي وږي
افغاني ځوانان به بيرته په ديار شي
دا غربت به دې په هيرو كيسو شمير وي
په دې خاوره كې به نه وي تږي وږي
دجومات له منارو به انګازې وي
ډله ډله به روان وي جوماتو ته
ورورولي او اتفاق به هره خوا وي
دټوپك دډز به وركې انګازې وي
مړوندونه به له شنو بنګړيوو ډك شي
بنګړي واله ترور به بيا كلي ته راشي
سره لاسونه به له شنو منګيوو تاو شي
ګودرونه به له مستو پيغلو ډك شي
دشپونكي شپيلئ به بيا په نڅا راشي
ياقربان به يي دغره په څوكو ګرځي
دليوانو دپړانګانو پښې به فلج وي
دهوسيوو سيل به بيا په نڅا راشي
دګورګرو او مماڼو وخت به راشي
پلوونه به دپيغلو وي نښتي
په اغزنو څانګو ونو دګور ګرو
دزركانو او د زاڼو وخت به راشي
دبلبل دغږ نغمې به شي راپورته
دنښتر له هاغه پورې ځنګله نه
دغه سرې دانې دانې ونې به ډكې
له سنځلو ډكې ډكې شي راپورته
هره خوا به سندريز افغانستان شي
هر وګړې به له دې خاورې قربان شي
لكه ستورې به سرلوړې په اسمان شي
سرلوړي به دې هيواده په جهان شي
عنايت ساپې
دخپلواكۍ ۸۹ كليزه
داسد ۱۳۸۷-۲۸
اګست ۱۸ ۲۰۰۸
كابل |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : شعرونه | safi : له طرفه |
|
|
|
| 11 Aug 2008 11:25:34 am |
لکه اوبه بې رنګه ماشوم |
|
|
پیر محمد کاروان
له روهي ويبپاڼي په مننه
دښار په ګڼه ګوڼه کې دخرڅوونکو دنارو يو شور جوړو داوړي سختې ګرمۍ خوله لګولې وه. ماشوم دسړک پر غاړه اوبه خرڅولې. نارې يې وهلې:
واه واه، وڅښئ وڅښئ، لکه اوښکې رڼې اوبه، يخې اوبه لکه شربت خوږې اوبه. ماشوم به په لاسونو کې دوه تش ګیلاسونه سره شرنګ وهل. دسړک پر غاړه تېرېدونکو به چې دماشوم داوبو خرڅولو انداز ته پام شو نوموسکي به شول. که به تږي هم نه وو اوبه به یې ترې واخيستلې او پيسې به يې ورکړې تر غرمې وروسته دماشوم داوبو ډک سطل تش شو. ماشوم موسکى و او رنګ رنګ نيم لامده او نيم وچ نوټونه يې وشمارل او بيايې په جيب کې کېښودل. کيڼ لاس يې پر جيب ټينګ ونيوه. په ښې لاس کې يې داوبو تش سطل چې په منځ کې يې دوه ګیلاسونه هم وو راواخيسته ، ګړندى ګړندى په لاره روان شو. لږ مزل يې وکړ چې په خولو کې لوندخيشت شو. دلارې پر سرکيناست. سطل يې ګېلاس ته ښه ور ځنځاوه. نيم غرپ اوبه پکې وې. ايله يې شونډې پرې لمدې شوې. سطل يې کېښود. دګريوان تڼۍ يې پرانستې په دواړو لاسونو يې خپله لمن دببوزي غوندې ځان ته ووهله. خولې يې لږې وچې شوې. سطل يې را واخيست کيڼ لاس يې پر جيب ټينګ ونيوه او بيا موسکى اولږ ګړندى روان شو. تر يوه ځايه لاړ. قدمونه يې سست شول. ديوې لويې بنګلې دباغچې ديوال ته يې ډډه ووهله، او لکه ويشتلې مرغۍ ستړې ساه يې واخیسته . دباغچې دروازه خلاصه وه. باغچه له رنګارنګ ګلونو ډکه وه. باغوان ګلونو ته په پايپ اوبه ورکولې. دبنګلې څښتن په ګلونو کې ګرځېده. دباغوان خواته راغى:
- شاباس دګلونو ښه خدمت کوه، چې درنه مړاوي نه شي. باغوان داوبو پايپ په چمن کې خوشې کړ. دخوشامندو په انداز يې وويل:
- صاحب له سترګو دې قربان شم، ګلونه خوپه ما لکه ماشومان داسې ګران دي. دبنګلې او باغچې خاوند سر وښوراوه، روان شو او په چمن کې يې آرام آرام ګامونه اخيستل. د ماشوم غوږونه څک وو او په باغچه کې يې سترګې ګنډلې وې. په شونډو يې موسکا راغله سطل يې را واخيست را روان شو. دباغچې په دروازه را ننوت او داوبو پايپ يې په خوله کې ونيو. باغوان په غوسه لاس ور واچاوه او دماشوم له خولې يې داوبو ډک پايپ لاندې وغورځاوه. دماشوم جامې په اوبو لمدې شوې. په سترګو کې يې اوښکې راغلې اوپه غوسه يې ورته وويل:
- مخ دې تور دروغجنه. باغوان په غوسه داوبو پايپ ته لاس کړ او ماشوم يې ملاته پرې وواهه. ماشوم په ملا کې کوږ شو وتمبېده ځان يې ونيو او سطل يې را واخيست او په ژړا دباغچې له خلاصې دروازې راووت. له جېب يې پيسې را وايستې، نوټونه لږ نور هم لامده شوي وو. نوټونه يې بيا په جېب کې کېښودل. کيڼ لاس يې پر جيب ټينګ ونيوه. بيا مخ په بره روان شو. څو ځله يې شاته مخ واړاوه، ټنډه يې تروه کړه اوله ځان سره يې وويل:
دروغجنه مخ دې تور. پر لاره تېرېده. لږ اخوا ترګڼې ونې لاندې ماشومانو سبق وايه. ونې ته را نږدې شو. ځاى پر ځاى ودرېده دمعلم په کيڼ لاس کې تنکۍ لښته وه او په ښي لاس يې پر توره تخته يو څه وليکل. په لوړ آواز يې وويل:
- ماشومان ګلونه دي. ماشوم دمعلم خواته رانږدې شو، په جلالي انداز يې وکتل:
- دروغجنه درواغ وايې. معلم لښته له کيڼ لاس نه ښي لاس ته کړه او شغ شو چې پر ماشوم يې وار وکړ. دماشوم له غاړې نه شنه تغمه راتاو شوه. سخت يې وژړل، دکور خواته په منډه شو. دسطل کړنګاريې پورته کېده. شاته يې مخ واړاوه بيا په منډه شو. معلم له ځان سره ويل احمقه. ځينو شاګردانو خندل او ځينې شاګردان په چورتو نو کې ډوب وو. ماشوم په ژړا کورته راغى. مور يې وير وکړ: په ژړا شوه:
- ولې زويه له تا مې صدقه کې دا چا وهلى يې؟
- ماشوم په ژړا ځواب ورکړ:
- دروغجنو ووهلم. مور ښيرا وکړه:
- وۍ د دوى لاسونه شنه کې. دماشوم اوښکې يې په ګوتو پاکې کړې. ماشوم له جېب نه لمده نوټونه را وايستل او خپلې مورته يې ورکړل. مور ماشوم په غېږ کې ونيو او پر سترګويې ښکل کړ. ماشوم کټ کټ وخندل. ويې ويل:
- مورې ارمان چې له ما سره ټولې دنيا تا غوندې مينه کولاى ، دمور په سترګو کې اوښکې راغلې او په ځير ځير يې خپل زوى ته وکتل.
لکه اوبه بې رنګه ماشوم |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : لنډې کیسې | safi : له طرفه |
|
|
|
| 11 Aug 2008 11:24:54 am |

| 27 Jul 2008 12:18:59 pm |
ولس مشر ته لیک |
|
|
اسحق شيواني
دفراه ولایت د ناامنیو په اړه ولس مشر ته لیک
باور به دي نه راځي چي په داسي ښار کي دي ژوند کوم چي امکان لري هره شیبه د مرګ له دیو سره مخامخ شم او د ابد نړی ته وګرځم . دا یواځي زما ستونزه نه ده، بلکه ددې ځای ټول خلک ورسره لاس او ګریوان دي . هره ورځ چي د کوره کارته ځم، فکر کوم چي بیا به کورته را ستون نشم .
کله چي سهار شي نوبیا د یو بل څخه پوښتنه کوو څه نوي خبره؟ څوک خوبه يي نه وي تښتولۍ؟؟؟
خو ډیر کم داسي پیښیږي چي وانوورو « فلانی دي پیژندی؟ پرون/نن تښتول شوی دی . هغه فلانی يي د فراه – هرات/فراه – کندهار پر لویه لار د ۳۰۳ موټر څخه کښته کړی . هغه فلانی زده کوونکی چي ډیر لایق او د ښه استعداد خاوند ؤ، هغه چي یوتحصیلي بورس ته هندوستان ته کامیابه شوی ؤ او غوښتل يي چي ولاړشي، په لاره کي يي مخ را ګرځولی او د موټر څخه يي کښته کړي . او با الآخره ( هغه د فلاني خان ښځ نه وه، هغه يي د دوو ماشومانو سره تښتولی.............) « دا هغه څه دي د ټولو فراهیانو غوږونه ور سره اشنا دي .
آوازي په هره سیمه کي شته، خو هغه بیا په رشتیا هم یو آوازه شي او زیات وخت هغه دروغ وی، خو زما په ښار کي داسي نه دی، دلته چي دي کله یوه خبره واوریدل هغه بیا سل په سلو کي رښتیا وي .
بیا هم دلته اوری :
« رشتیا خبر شوي؟ هغه دفلاني د زوی د خلاصیدو په بدل کښي يي شل ملیونه ایرانی تومان غوښتي دي . خبر شوي؟ هغه د فلاني زوی چي يي تښتولي ؤ هغه يي وژلی د ی . خبريي، هغه فلاني چي يي تښتولی ؤ، دهغه نښي نښاني په فلاني غره کښي پیدا شوي . او رښتیا! وايي هغه د فلانی ښځه د کورني اختلافاتو لپاره تښتول شوي ده . او دا بږنونکي خبر د هر ملګري او خواخوږي څخه اوري چي ( ګوره! ځان ته دي ډیر پام کوه، د سړي تښتونکو یو نوی بانډ پیدا شوی چي د ډیر لږو پیسو دپاره خلک تښتوي او که پیسی ور نکړي سمدستي يي سر له تنه بیلوي) او داسي نور «
دغه او دي ته ورته خبرو پر ټولو خلکو بده اغیزه کړي او ټول انديښمند دي، دهیچا پرڅهره به د خوشحالی نښه ونه ویني . نر، ښځه، لوي، کوچني، ځوان او سپینږیري ټول په دغه فکر کي دي چي څنګه ځان دغه ځناورو د منګولو څخه وساتي .
ترټولو بد وحشت او ډار د زده کوونکو په څهرو کي څرګندیږي او هره ورځ زړه نا زړه د کوره د ښوونځي په لور روان شي، ارو مرو به فکر کوي چي ګویا د هغي خوا به ژوند یا روغ رمټ بیرته راستون شم او که نه؟ ایا زه او یا کوم بل ټولګیول خوبه مي ونه تښتول شو او ........؟؟؟
کله چي ټولګي ته داخل شي، سمدستي د ښوونکي څخه پوښتنه وکړي ایا رښتیا ده چي ښوونکوته يي اخطار ورکړی او دايي هم ویلي چي ټول هغه کسان چي ښوونځي ته ځي هغوی ته مونږ خبر ور کوو چي لاړنشي؟؟؟
ښوونکی ددې لپاره چي زده کونکوته يي ډاډ ورکړی وي، وايي دا هسي خبري دي، هیڅ هم نشته .
دهر درس دشروع نه مخکي، د خبرو اترو جریان ښه تود وي او هر زده کوونکی خپله انديښنه د خپل ښوونکي او ټولګیوالو سره شریکه وي . ځیني ددې ټولو ستونزو لامل بهرني پوځونه بولي، ځیني بیا خلک ملامته وي او ځیني بیا حکومت په بي کفایتی تورنه وي .
ددې لپاره چي هره شیبه د عامو اوبي ګناه هیوادوالو د وژني او ځورني شاهد ونه اوسم ، د افغانستان تلویزیوني چینلونه مي بند کړي او نه يي ګورم ځانته دوکه ورکوم سریال، فوټبال او یا هم کومه بله لوبه ګورم، هغه هم د بهرني چینلونو څخه .
ځیني وخت مي ستوني را ډک شي او ډیر مي په خپل ځان او هیوادوالو زړه وسوځي او خداي (ج) مخاطب کړم چي ای د قدرتونو او کمال خاونده! مګر مونږ کومه داسی ګناه کړي ده چي ستا دداسي عذاب سره مخ سوي یو؟
خو د بل پلوه، دولتي مسؤلین ګورم چي اصلاً په دي خبرو سر نه ګرځي او نه هم دوی ته ارزښت لري، خلک سخت نفرت ورڅخه کوي، حتی د خپلو خپلوانو د تښتولو او یا هم بي ګناه وژنوخبر هم دولتي چارواکو ته نه ورکوي، ځکه چي بیا یو کمیسو ټاکل کیږي دموضوع د څیړني لپاره.......!!!!!
دهغه ورځي څخه چي ځوان زده کوونکی د خپلو هیلو د بڼ څخه د یوې هیلي د پوره کیدو لپاره هندوستان ته دلوړو زده کړو لپاره په سفر روان ؤ او بیا په لاره وتښتول شو، هغي ورځي را پدیخوا وینو چي ځوانان بیخي نا امیده شوي دي، او پښیمانه ښکاري چي کاش سواد يي نه واي زده او ښوونځي يي نه واي لوستي، ځکه هغه بی ګناه ځوان بغیر له دې نه بل څه جرم درلود؟؟؟
ځیني وخت فکر کوم چي شاید زه په منځنی پیړی کښي ژوند کوم، هیڅ باور مي نه راځي چي په یوویشتمي پیړی کښي دي زه په داسي یو هیواد کښي ژوند کوم .
څو ورځي مخکي يي د هغه ځوان زده کوونکي هډوکي د هغه وکورنی ته وسپارل او تراوسه معلومه نشوه چي دا هډوکی د هغه ځوان دي که یا!!!
باور لرم چي تاسو په دې خبرو باور نکوي، خو کاش چي دا رښتیا نه وای، خو څه وکړو چي یو تریخ حقیقت دی . څو ورځي مخکي مي غوښتل چي ولس مشر ته یو لیک ولیکم دده د انټر نيټ پاڼي (ویب سایټ) له لاري، تر څو د فراه ولایت په روانو حالاتو ورته یو څه ولیکم . خو ملګرو راته وویل چي ویب پاڼه يي په هفتو او میاشتو نه تازه کیږي او هغه هیڅ خبر ندي په ویب پاڼي .
زه نه پوهیږم چي ایا کولای شم چي ښاغلي ولس مشر دخپل خلکو د ژند څخه چي هره شیبه د مرګ سایه احساسه وي او د مرګ له دیو سره مخامخ دي ددې لیک په واسطه خبر کړم . خوخیر په هر حال، خپل زړه خوبه خالي کړم شاید د ښاغلي ولس مشر د سلګونو مشاورینو څخه یو ناببره دا مقاله ولولي او ښاغلی ولس مشر دخلکو ددې درد څخه خبر کړي .
ښاغلی ولس مشر!
نه پوهیږم چي تراوسه دي د خپل ګران زوی میرویس بیقراري او ځوریدل لیدلی؟ ایا داسي حالت راغلی چي هغه ډیر بیقرار او په تکلیف وي او ستا او دمور څخه مرسته غواړی؟ که دې لیدلی دي، نو یوه شیبه د هغه ماشومانو، ځوانانو، سپینږیرو او ښځو په حال هم ځان خبر کړه چي د نا امني تر سیوري لاندي د فراه غوندي ولایت کښي د ژوند شپي او ورځي سبا کوي او هیڅوک دهغوی درد نه دوا کوي او د هغوی ستونزي نه اوري . دا یوه خبره سپینه در ته کوم چي دا ټول هغه کسان دي چي هیڅ اقتصادي توان نلري چي مهاجر شي د هغه زرګونو نورو کورنیو په څیر چي دخپل کور او کلي پريښودلو ته د ناامنی له وجي اړشوی .
ښاغلی ولس مشر!
ایا د اختطاف درد دي تراوسه څکلی؟ ایا د هغه بوري مور چي د خپل یواځني زوی د تښتیدلو او بیا وژلو په غم کښي سوي کوکاري وهی او ریدلای سی؟ ایا د هغي په درد پوهیږي، چي هغه دخپل ځوانیمرګ زوي درد څونه ځوروي؟
ایا د هغه پلار په حال چي زوي يي دمخي نه تښتول کیږي او څو ورځي ورسته يي هډوکي ورته رالیږي خبر یي؟
ایا پوهیږي چي د هغه کس به څه حال وي چي ښځه او دوه کوچنیان يي تښتول شوي دی؟
دا بیچاره ولس د چا دروازه وټکوي ښاغلی ولس مشر؟؟؟
تراوسه لا ستا هغه رنګا رنګ انتخاباتی شعارونه ځاي ځای ځوړند دي . څه سوي هغه خبري، څه سول هغه سره او شنه باغونه........
ایا دا ددیرشو کالو خواری او تکلیفونه بس ندی چي پردي ملت راغلي؟ زه ستا څخه ځواب غواړم، ځکه چي اوس ته ددې هیواد او خلکو مسؤل يي . مونږ ستا دسړکونو، بندونو او روغتونونو دبیا رغوني شعارونه درته بخښو، یواځي امنیت غواړو. پریږده چي وږي ویده شو، پریږده چي خلک مو زاړه کالي واغندي، پریږده چي لڅي پښي وګرځو او لوږه مو څهره را بدله کړي، خو په امن کی و اوسو.
ایا را ته ویلاي سی چي ددې ناامنی او بي باوری مسؤل څوک دي؟ ستاسو دولتي مسؤلین د څه شی لپاره دي؟ بهرني سرتیری او په اصطلاح زمونږ دوستان په دې هیواد کي کومه وظیفه لري؟ د امنیت ساتلو او که پرواده او یا ملي پولیسو باندي د بمبار کولو؟؟؟
ښاغلی ولس مشر!
مونږ ته ووایه چي کومه دروازه و ټکوو، چرته ولاړ شو او څه وکړو؟! |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ټولنیزې لیکنې | safi : له طرفه |
|
| |
| 1 2 3 ...19 20 21 Next |