| | |
  Time [GMT +4.5] : 05 Jul , 20:02:16 | |
01 Jun 2008   03:02:10 pm
افغانانو مبارک موشه افغانــــــــــــــــــــان نړیوال اتلان
نن د جرسي په ټاپو کې زموږ شازلميانو کوربه هېواد ته په دوه (2) وېکټو ماتې ورکړه , او د اتلولۍ جام يې په ډېره مېړانه تر لاسه کړه . او په ټوله نړۍ کې يې دافغان او افغانستان نوم روښانه کړه , تور , سور او زرغون بيرق په لوبغالي کې هره خوا رپېده څو تنوانګرېزانو له اينټر نيټ نه د افغانستان جنډې کاپي کړي وي او دافغان لوبډلې ملاتړ ته راغلي ول . خو د هغو افغانانوپه هکله څه نظر لرئ ؟ چې کرېکټ پردۍ لوبه بولي (د هغو موخه پاکستان دی) په داسې حال کې چې کرېکټ انګريزي لوبه دهدجرسي لوبډلې مشر(مير) پچه وګټله او دمنډو جوړولو پرېکړه يې وکړه , په دې سوچ (اند) چې په هره لوبه کې موږ ډېرې منډې جوړه کړي دي او نن به هم ډېرې منډې جوړې کړ و, خو افغان بالرانو يې دا هيله پوره کېدو ته پرې نه ښوده او د جرسي ډېره تجربه لرونکې لوبډله چې هر ډول امکانات لري په ٨٠ منډو وسوځوله(39.5/ 80 /all out)البته په دې ٨٠ منډويواځې ٥٥ په بېټ (bet)جوړې شوي او پاتې ٢٥ يې اضافه (Extras) دي چې دا افغان کرېکټ لپاره ښه زېری ا وخبره نه ده . په افغان بالرانو کې ښاغلي حميد حسن څلور , ښاغلي هستي ګل درې , ښاغلي دولت احمدزي او ښاغلي محمد نبي يو،يو لوبغاړي وسوځول . افغان منډه جوړونکو خپله موخه چې (81 runs) منډې وې په ٣٨ اور کې داتو (٨ )لوبغاړو له لاسه په ورکولوتر لاسه کړه اود جرسي د سياليو اتل شول , کله چې ښاغلی رايس احمدزی په٢ منډو وسوځېده نو افغان لوبغاړي ډېر تر فشارلاندې راغلل . خو ښاغلی هستي ګل عابد دلوبې ډګر ته راغی اودتېزومنډوجړولو هچه يې وکړه او بريالی هم شو , او په څلويښتو توپونو يې د٢شپږيزواو ٢څلوريزو (6x2 ,4x2 )په مټ ٢٩ منډې جوړې کړې او و نه سوځېده .او دلوبې ښو لوبغاړی ونومول شو. ما دا لوبه په زوندۍ بڼه اورېده چې تورزن هستي ګل د ګټلو منډه جوړه کړه نو د ډېرې خوښۍ نه مې له سترګو اوښکې راغلې . زه د یو افغان په توګه ټولو ګرانو هېواد والو ته د زړه له کومې موبارکي وايم . او دافغان واکوالو څخه هيله کوم چې ددې تورزنواو ننګياليو شازلميانو قدر وکړي ښه يې ولمانځي , ښه لوبغالي ورته جوړ کړي . که حکومت څه نه کويبايد ملت يې ترې وغواړي . زه د ښاغلي ايمل پسرلي صيب ډېر مننوونکی يم چې افغانانو ته يې په زوندۍ بڼه احوال ورکولښاغلی او د قدروړ تاج ملوک ,ګران نوروز منګل او ټولو زړه ته را نژدې لوبغاړو ته مورکي وايم .
نعيم مومند
له بينوا څخه په مننه
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ځوانان    |   safi  :  له طرفه
28 May 2008   02:57:43 pm
دبې پايلو پايلې
دتير په څير سږ هم دهيواد په كچه په لسهاوو زره هغه زده كوونكي چي دكانكو ر په ازموينو كې يې ګډون كړې و بې پايلې اعلان شول . له دغه اعلان سره سم به دډيرو هغو زده كوونكو شونډې وچې شوي وي چې دخپلې بريا په هيله يي دهمدغې شيبې درارسيدو انتظار ويست، دډيرو هغو زده كوونكو غوړيدلې هيلې به مړاوې شوي وي چې له دولس كلن زيار وروسته به يي دخپل پوهنيز ژوندانه ديوبل بريالي پړاو دپيل خوبونه ليدل او دډيرو استعدادونو زرغونې پاڼې به دلوړو زده كړو وزارت دبې مهاره پريكړو په پايله كې رژيدلي وي .
خوپه ريښتيني ډول هغه زده كوونكي به چې له خپلو ښوونځيوو څخه په لوړو نومرو فارغ شوي وو او اوس يي دوړتيا پرځاي دبخت په ډګر كې بايللي وي ډير خواشيني شوي وي، ځوريدلي به وي او دلوړو زده كړو د وزارت دمسولينو ړندو پريكړو ته به يي دزورواكۍ په ډګر كې په نهيلو او ژړغونو سترګو كتلي وي.
ددغې سكالو دشاربلو په پايله كې غواړم پردوو ټكو څو كرښې وليكم، لومړې دا چې دكانكور دپايلو اورولو سره سم دلسهاو زره ځوانانو برخليك تريوې ګونګې پوښتنې لاندې راغلې چې دژورې ارزونې پربنسټ ښايي دغه حالت نه يواځې په فردي ډول بلكه په ټولنيزه او ملي كچه ديولړ جدي ستونزو د راولاړولو ته لاره هواره كړي.
كله چې دغه بې پايلې زده كوونكي دخپلو كورنيوو له غړيوو سره يوځائ كيږي نو هرو مرو به د زده كوونكي دوړتيا اوظرفيت په اړه له هغوئ سره پوښتنه پيدا كيږي، او يا به هم دخپلو سيالانو په وړاندې كه څه هم دغوره استعداد درلودنكي وي بيا هم ځانونه دناكامو او مغلوبو فاتحانو په توګه ګڼي. او ډير كله به دخپل خوار قسمت دلرلو له مخې ځوريږي.
بايد وويل شي چې ټول زده كوونكي ښايي دخپلو ازموينو په پايله كې يو ډول احساس ونه لري دځينو به يي حوصلې لوړې خو دځينو به يي بيا كمزروې وي، خو په ټوليز ډول له طبيعي سرچينو څخه په اخستل شوي څرك داجوتيږي چې انساني هوس تل دپرمختګ دزيري تمه لري نه داچې دځوړتيا په لور لاړ شي.
همدا لامل دې چې زمونږ زياتره ځوانان دطبيعت په وړاندې له پرتو خنډونو سره دټكر پرمهال دوه لارې نيسي چې يوه يي دمثبت پرمختګ او بله يي هم دمنفي او يا ناوړه پرمختګ لاره ده چې انساني هوس هڅوي څو يوه ضرور خپله كړي.
له دې امله يوشمير هغه زده كوونكي چې دخپل ګونګ برخليك له اعلان څخه خبرشي نو دويښ او هوښيار زده كوونكي په څير ددغه حالت منلو ته يو څه انديښمن وي خو خپل مورال له لاسه نه وركوي او دبيلابيلو لارو دغه نيمګړتيا پوره كوي، دراتلونكي كال دكانكورلپاره يوځل بيا دكورسونو، ځانګړو زده كړو او مطالعې خواته مخه كوي او ياهم دپوهنتون پرځائ يولړ شخصي تعليمي مركزونو ته دشموليت په نيت خپلې هڅې پيلوي او دوخت نه په ګټه اخستنه دخپل پوهنيز درك كچه لوړوي.
بل ډول ځوانان په داوړ حالاتو كې دنهيلئ او ياهم داقتصادي ستونزو له امله دكارو بار لور ته مخه كوي او دتل لپاره دزده كړو له چاپيريال سره خدائ پاماني كوي.
خو يو لړ هغه ځوانان چې نور يي هيڅ دلاسه پوره نه وي په يوډول نه يوډول دنظام پرضد پروپاګند ته لاره هواروي، او ډير كله داسې هم كيږي چې دوئ دزده كړې دزمينې په نه شتون ددولت دمخالفينو ليكو ته جذبيږي او له هغه ځايه دخپل زړه بړاس وباسي. او ياهم په نشه ايي توكو روږديږي چې نه يواځې ځان او ټولنې ته ديوخطر په توګه بروز كوي بلكه پرټولنه ديوستر بار په توګه خپل اغيز پريباسي. اوياهم ښايي داسې زده كوونكي وموندل شي چې له خپل ژوند سره په يو ډول نه يوډول لوبې وكړي.
له دې امله بايد دولت او په ځانګړي ډول دلوړو زده كړو وزارت دغې ستونزې ته ديوې سرسري مسلې په توګه ونه ګوري، بلكه دحل لپاره يي ګړندي ګامونه پورته كړي.
دغو زده كوونكو ته بايد په بيلابيلو تعليمي مركزونو كې د زده كړې زمينه برابره شي، دكارموندنې په لاره كې بايد ورسره مرسته وشي، لنډمهاله روزنيز پروګرامونه ورته جوړ كړل شي او ترټولو مهمه دا چې ټولو زده كوونكو ته بايد په مساوي ډول دهغوئ دو ړتيا پربنسټ حقوق وركړل شي .
او داځكه چې مونږ وليدل يوشمير هغه زده كوونكي چې دټولګي ديولټ شاګرد په توګه به مشهور و دهغه زده كوونكي په پرتله چې ديوبااستعداده شاګرد په توګه پيژندل كيده تر ټولو غوره پوهنځي ته راغلې
نو دا دلوړو زده كړو وزارت تر ټولو مهمه دنده ده چې دبې پايلو زده كوونكو حالت ته ديو ريښتيني حل په موخه دلومړيتوب حق وركړي او پرينږدي چې دغه يوڅه ارامه فضا يوځل بيا دتورو لوخړو كوربنه شي.
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ټولنیزې لیکنې    |   safi  :  له طرفه
13 Mar 2008   12:09:09 pm
انځورونه
















































































  تبصرې  :  [0]  |  برخه : په زړه پورې انځورونه    |   safi  :  له طرفه
28 Feb 2008   09:34:47 am
دماشوم دښې روزنې لپاره څودپام وړټکي
محمدظریف عنایت زی

دپلاراومورلویه ځانګرتیادخپلوماشومانوپه وړاندې دهغوي د مسوولیت جدي احساس دی چې بایدپه ځان کې یې پیداکړي ، میندې اوپلرونه غواړي چې ښه بااستعداده اوروغ بچیان ولري ددې کارلپاره دالاندې ټکي په پام کې نیول ډیراړین بريښي .

ــــ له ماشوم سره خپل چلندکنټرول کړئ .
ــــ دماشوم خبروته په ښه توګه غوږنیسئ .
ــــ دخپل ماشوم احساساتودرک کړئ .
ــــ له ماشوم سره مرسته کوئ چې ټولنیزې اړیکې څنګه ټینګې کړي .
ــــ خپل ماشوم په ناسمونومونونه مه یادوئ اوهغه ته سم اخلاق اوچلندورپه ګوته کړئ .
ــــ ماشوم ته دزده کړې اوکشفونې لپاره فرصت برابرکړئ
ــــ هیڅکه پرهغه په زورخپله خبره اوافکارمه ورتپئ .
ــــ هڅه وکړئ چې ماشوم ته دزده کړې خوندورزده کړئ ،هغه ماشوم چې تل خپل پلاراومورپه زده کړې اومطالعې بوخت ویني بې له دې چې څوک ورته ووایي هغه هم همدادزده کړې روده خپلوي .
ــــ له ماشوم سره یوځاي ډوډۍوخورئ ځکه دډوډۍخوړلوپه وخت کې دکورنۍغړي سره خبرې کوي اوماشوم هغه کلیمې چې ورته اړتیالري زده کوي .
ــــ دماشوم له ښوونکي سره تل په تماس کې شئ ځکه په دې کارسره دخپل ماشوم دلیک لوست نیمګرتیاوې په ښه توګه پوره کولاي شئ .
ــــ دماشوم لپاره دښوونځي دکورنۍدندې دترسره کولواولوبولپاره مناسب مهال ویش په نظرکې ونیسئ .
ــــ کله چې ماشوم په کوم مضمون کې کمې نمرې اخلي خپل زغم له لاسه مه ورکوئ له هغه سره په نوموړې برخه کې مرسته وکړئ .
ــــ خپل ماشوم هیڅکله مه مایوسه کوئ ځکه هغه ښه پوهیږي هرڅه چې غواړي هغه ټول نشي لرلی یوازې کله کله غواړي چې تاسو امتحان کړي .
ــــ ماشوم ته په تونده لهجه خبره مه کوئ ځکه داکارهغه ته داورښیي چې یوازې قدرت مهم دی ،که هغه په ښه توګه رهنمايي کړئ ښه غبرګون ښيي .
ــــ ماشوم ته هسې بې ځايه وعده مه ورکوئ ځکه ښايي چې که هغه پوره نشئ کړاي پرځان به دهغه باورله منځه یوسئ .
ــــ کله چې درته وايي چې پرې ګران نه یاست مه په غوسه کیږئ داد هغه دزړه خبره نه ده دایوازې له هغه سره ستاسودناسم چلندطبعي غبرګون دی .
ــــ داسې کارمه کوئ چې ماشوم ځان ډیربې ارزښته انسان احساس کړي په دې صورت کې به دهغې دجبرانولولپاره دخپل عمرپه پرتله لوړعمرلرونکي په توګه عمل وکړم .
ــــ دداسې کارونوکولوته یې مه اړباسئ چې دهغه په توان کې نه وي داکارپه هغه کې دتل لپاره دناتوانۍاحساس پیداکوي .
ــــ دخپل ماشوم ناوړه عادتونه بیابیامه وریادوئ ځکه داکارنه یوازې ددغه رازعادتونودمخنیوي سبب نه کیږي بلکه هغه دوامداره کوي .
ــــ دنوروهمزولوپه وړاندې خپل ماشوم مه رټئ که له هغه سره په یوازې توګه خبرې وکړئ اوناسم کارونه یې ورپه ګوته کړئ ډیر اغیزمن ثابتیږي
ــــ کله چې ستاسوماشوم په سمه توګه دښه اوبدتوپيرکولاي شي هغه ته بې ځایه نصیحت مه کوئ ځکه داکارداړتیاپه وخت بیاخپل اغیزله لاسه ورکوي .
ــــ له خپل ماشوم سره داسې چلندمه کوئ چې خپله وړه غلطي لویه ګناه وبولي ځکه ډیرځله دګناه له ویرې له نویوتجربوډه ډه کوي .
ــــ کله چې ماشوم کومه کوچنۍغلطي وکړي هغه په ناسموخبرومه رټۍ اومه ورته وایاست چې ته ډیربدهلک یانجلۍیې ځکه په دې توګه به ښايي چې فکروکړي په ریښتیابددی اوبیابه نورناوړه کارونه هم کوي .
ــــ ماشوم تل هڅه کوي هرڅه وآزمویي اوهرومروله هغې یوڅه زده کوي نوپه دې کارکې ورسره مرسته وکړئ .
ــــ دماشوم پوښتنوته په سړه سینه ځواب ووایئ اوله پوښتنې کولو یې مه منعه کوئ .
ــــ هیڅکله دافکرمه کوئ که له خپل ماشومه په یولړمواردوکې بخښنه وغواړئ داستاسودشان مخالف کاردی بلکه داعمل ستاسو په وړاندې دهغه دلازیات صمیمیت اونژدې والي سبب کیږي .
ــــ داهیڅکله مه هیروئ چې ماشوم له هڅولواوتشویق پرته نشي بریالی کیداي .
ــــ له ماشوم سره داسې چلندوکړئ چې له خپلوملګروسره یې کوئ په هغه صورت کې به موماشوم هم له تاسوسره دخپل ملګري په توګه عمل کوي .



دبينوا ويبسايټ څخه په مننه
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ټولنیزې لیکنې    |   safi  :  له طرفه
24 Feb 2008   02:45:52 pm
يوه شيبه مو پام غلط كړۍ!


















  تبصرې  :  [0]  |  برخه : په زړه پورې انځورونه    |   safi  :  له طرفه
 
1 2 3 ...18 19 20 Next
برخي
[11] ځوانان
[6] كابل چاپ مطبوعات څه وايي؟
[1] كار موندنه
[2] لنډې کیسې
[4] نړیوال ادب
[1] هنداره او لوستونکي
[1] ژوندۍ خبرې
[5] ژباړې
[1] کور
[1] کرهڼه (پوښتنې او ځوابونه)
[20] ټولنیزې لیکنې
[5] په زړه پورې معلومات
[11] په زړه پورې انځورونه
[1] افغانستان او پرپولو جګړه
[2] اړیکې
[15] ادبي ټوټې
[1] دهندوستان سفرليك
[12] شعرونه
Jun 2008 جولاې 2008 Aug 2008
S M T W T F S
    1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30 31   
ارشيف
[1] مارچ 2008
[2] فبروري 2008
[2] جنوري 2008
[9] دسمبر 2007
[2] نومبر 2007
[2] جولاې 2007
[8] جون 2007
[5] مئ 2007
[6] اپريل 2007
[9] اکتوبر 2006
[16] سپتمبر 2006
[38] اګست 2006
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006