|
|
| 02 Oct 2006 11:36:48 pm |
اوږد مهاله كډوالي او د افغان ماشومانو راتلونكى |
|
|
كه له يوې خوا وروستيو ناخوالو، خونړيو پېښو، وژنو او ناكراريو په هيواد كې د مېشتو افغان ماشومانو ژوند او راتلونكى له ګواښ سره مخ كړى نو بل لوري ته بيا اوږدمهالي كډوالۍ او د ژوندانه خرابو شرايطو له هيواد څخه بهر د افغان كډوالو ماشومان هم سخت اغېزمن كړي او د هغوى ژوند يې له ناڅرګند برخليك سره مخ كړى دى .
د دغه راز كډوالو ماشومانو شمېره زرګونو ته رسېږي،كوم چې د ژوندانه له هر راز اسانتياوو، زده كړو او انساني عاطفې څخه بې برخې دي او دې ته اړ وېستل شوي چې د خپلو بې وزلو كورنيو سره د لاسنيوي په موخه سختو كارونو ته اوږه وركړي .
يوولس كلن حميدالله چې له خپلې کوچنۍ خور سره يو ځاى، هره ورځ له ډېرانونو كاغذونه ټولوي، وايي چې موريې هره ورځ سهار وختي له خوبه پاڅوي، ترڅو تر نورو وړاندې كاغذونه ټول كړي اوكور ته يې د ډوډۍ پخولو لپاره راوړي .
حميدالله وايي، پلار يې خټګردى او موريې دشتمنو خلكو په كورونوكې جامې وينځي، او د نورو كډوالو تر څنګ په خېمو كې ژوند كوي .
دى وايي : موږ ډېر بې وزلي يو، پلار مې د سوند لپاره لرګي نه شي اخيستلى، نو ځكه دې ته اړ يو چې هره ورځ كاغذونه ټول كړو .
د وړوكي حميدالله په څېر په زرګونو نور افغاني ماشومان هم د ژوند له هر راز اسانتياوو څخه بې برخې دي، او له خپل هيواد او ټاټوبي څخه لري د كډوالۍ په نامناسبو شرايطو كې د مرګ او ژوند په كشمكش كې ساه اخلي .
ديارلس كلنه برېښنا چې د يوه پاكستاني شتمن په كور كې كاركوي، وايي، پلارمې مړ شوى، ورورمې كراچۍ ته دمزدورۍ لپاره تللى، او پخپله له يوه کوچني ورور اومور سره په يوه كرايي كور كې ژوند تېروي .
هغې زياته كړه : له تېر يوه كال راهېسې په دې كور كې كار كوم، كوټې اوكور ورته جارو كوم او ددې ترڅنګ يې وړوكي ماشومان هم اراموم، چې د دې ټولو كارونو په بدل كې راته دورځې تش پنځو س روپۍ راكوي .
برېښنا وايي چې د زيات كار او ستومانۍ له امله ورته د وجود درد پيدا شوى، اود دغه درد د مخنيوي لپاره مجبوره ده چې هره ورځ د درد ضد ګولۍ وخوري .
برېښنا، چې په سترګو كې يې اوښكې ډنډ شوې وې، زياته كړه : كه موږ بې وزلي نه واى ، نو ولې به مې په پرديو كورونو كې كار كاوه . . . ؟؟؟
د گڼ شمېركارپوهانو په اند، هغه ماشومان چې د شتمنو خلكو په كورونو كې كاركوي، د هغو ماشومانو په پرتله زيات له اروايي فشار اود ځان ټيټ ګڼلو له احساس سره مخ دي، كوم چې په ازادانه ډول كار كوي .
ډاكټر او اروا پوه محمد لعل داور د دغه راز ماشومانو په اړه وايي : هغه ماشومان چې د شتمنو خلكو په كورونو كې كار كوي د نورو په پرتله له زيات اروايي فشار سره مخ دي .
د نوموړي په وينا، په هغو شتمنو كورونو كې چې افغان ماشومان كاركوي، هغوى د شتمنو ماشومانو له ژوند ويني چې له هر راز اسانتياوو څخه برخمن دي .
دى وايي، دغه راز ماشومان د ژوندانه تر پايه له دغه اروايي فشار او كمترۍ له احساس سره پاتې كېږي،چې په پايله كې ورته ډول ډول عصبي ناروغۍ هم مخه كوي .
ډاكټر محمد لعل داور وايي ، ډېر امكان شته چې دغه راز كارګر ماشومان تر بلوغت وروسته نشو ته هم مخه كړي، ځكه دوى د ماشومتوب له دورې څخه داروايي فشار ښكار شوي وي .
دغه راز د ګڼو كډوالو ماشومانو ژوند پر غربت او بېوزلۍ سربېره د خپلو پلرونواو ميندو د بې غورۍ له لاسه هم له ناڅرګند برخليك سره مخ دى .
دغه راز ماشومان چې په كم عمر كې په يو لړ بې لاريو او اخلاقي فسادونواخته شوي ، له زده كړو بې برخې دي او خپل زيات وخت د بربنډو فلمونو په كتلو او يا هم د ويډيو ګېم په لوبو تېروي .
دماشومانو يو تن ښوونكى هدايت الله خوشحال وايي، د پلرونو او ميندو له بې غورۍ سره سره، په پاكستان كې د سينماګانو زياتوالى،او په هوټلونو كې په ارزانه بيه د فلمونو كتل د دې باعث ګرځېدلي، چې زيات شمېر كم عمره ماشومان او تنكي ځوانان اخلاقي فساد ته و هڅوي .
نوموړى وايي، د غه راز ماشومان د كار كولو ترڅنګ يو څه پيسې دځانونو لپاره راګرځوي، چې په دغو پيسو بيا په هوټلونو او سېنماګانو كې فلمونه ګوري .
د يوشمېر پوهانو په ګومان دغه راز په خپل سر لوى شوي ماشومان په راتلونكي كې هم خپلوكورنيو ته زيان رسوي او هم ټولنې ته .
افغان كارپوه ډاكټر محبوب وايي چې كه مېندې او پلرونه خپل ماشومان و نه څاري او زده كړو ته يې و نه هڅوي، نو په راتلونكي كې به هم په خپله د كورنۍ لپاره يو سر درد وي او هم د ټولنې لپاره .
د كډوالو نړيواله اداره يا يو اين ايچ سي آر هم د كډوالو ماشومانو دغه راز ټولې ستونزې مني، خو وايي چې له دغه راز ماشومانو سره مرسته كول او له بې لاريو څخه د هغوى راګرزول يو ستونزمن كار دى .
هغوى ددغه راز ماشومانوژوند د اندېښنې وړ بولي او وايي ددغه راز كم عمره كډوالو ماشومانو سلنه (فيصدي) پنځوسو ته رسېږي چې ژوند يې له نامعلوم برخليك سره مخ دى .
كډوال افغان ماشومان له نړيوالو ټولنو او خپلو مشرانو څخه د هغوى پر وړاندې پرتو ټولو ستونزو او ناخوالو ته د پاى ټكى اېښودل غواړي، او د امن او سولې په فضا كې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدلو رنګين خوبونه ويني . |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : ټولنيزې ليكنې | nadim : له طرفه |
|
|
|
| 17 Sep 2006 12:19:42 am |
پتنګان |
|
|
په ژوندانه كې مي يو مهال داسي هم و، چې ښكلا راته تر يوې اندازې ځانګړې معنا لرله،ګومان كوم هغه مهال به د اوو يا اتو كالو وم، تش دوې اوونۍ يا يوه مياشت وړاندې تر هغه چې يتيم خانه مي د يوه بوډا سړي په لاس وركړي .
په يتيم خانه كې د معمول په څېر سهار وختي له خوبه پاڅېدم، خپله بستره به مي د يوه وړوكي عسكر په څېر ځاى پر ځاى كوله او د شلو دېرشو نورو ماشومانو سره به يو ځاى سهارنۍ خوړلو ته كښېناستم .
يوه ورځ د سهارنۍ تر خوړلو وروسته چې بيرته د خوب كوټې ته راګرځېدم، ناڅاپه مي پام شو چې د يتيم خانې مسئول پر ګلونو چار چاپېره الوتونكي پتنګان نيسي، د هغه دې كار ته ښه ځير شوم، هغه دغه ښكلي پتنګان د تور په وسيله نيول، بيا به يې سنجاق د هغوى له سر او وزرونو تېر كړ او د يوه كلك پنډ كاغذ پر مخ به يې ونښلول، ماته د دغو ښكلو او بې آزاره موجوداتو وژنه يو بې رحمانه كار ښكارېده .
ما څو ځلې د دغو ګلونو په منځ كې قدم وهلى و، پتنګان زما پر سر، بدن او لاسونو كښېناستلي وو او د هغوى ښكلا ته له نيژدې ځير شوى وم .
شېبه پس د ټليفون ږغ اوچت شو، د يتيم خانې مسئول كاغد د پنجرې پر يوه څنډه كېښود، او د ټليفون د ځوابولو لپاره يتيم خانې ته ننوت، زه د كاغذ پر لور ور روان شوم، د كاغذ پر مخ د سنجاق شوو پتنګانو څخه يوه پتنګ ته ځير شوم چې له سنجاق څخه يې د وتلو هڅه كوله، كښېناستم، د هغه له يوه وزر څخه مي سنجاق لري كړ، هغه خپل وزر د الوتلو په دود ښوراوه، غوښتل يې له دې ځايه وتښتي خو بل وزر يې لا په سنجاق كې بند و، آخر يې وزر پرې شو،پر مځكه را ولوېد او په لړزېدو شو، د هغه پرې شوى وزر مي را واخيست، هڅه مي كوله په خپلو لاړو يې ور ونښلوم او د يتيم خانې د مسئول تر بيرته راتلو وړاندې يې په الوتو راولم .
هر څومره هڅه چې مي وكړه ناكامه وه، د پتنګ وزر جوړ نه شو، شېبه نيمه تېره نه وه چې د يتيم خانې مسئول په دروازه كې راڅرګند شو او يوه غوسه ناك اواز يې راباندي وكيښ، ما چې هر څومره ورته وويل، دا كار مي نه دى كړى، خو زما پر خبرو يې باور نه كاوه، هغه پنډ كاغذ يې پورته كړ او په پوره زور سره يې زما پر سر وواهه، پتنګان ټوټې ټوټې يوې او بلي خواته سره وپاشل شول، كاغذ يې پر مځكه وغورځاوه او په آمرانه لهجه يې راته وويل چې، ټوټي شوي پتنګان سره راټول كړه او چيرته لري يې وغورځوه، او پخپله لاړ .
زه همالته د هغې لويې او زړې ونې تر څنګ كښېناستم، هڅه مي كوله د پتنګانو د وجود اندامونه سره را يو ځاى كړم، تر څو وكړاى شم د هغوى بدنونه په بشپړه توګه په مځكه كې ښخ كړم، خو له بده مرغه چې دا كار ناشونى و، د هغوى لپاره مي يوازې دعا وكړه او بيا مي د هغې لويې ونې تر څنګ په مځكه كې ښخ كړل .
اوس چې هر كال پتنګان د يتيم خانې پر لورې راځي او پورته كښته الوزي، هڅه كوم له دې ځايه يې وشړم، ځكه هغوى نه پوهيږي چې يتيم خانه د ژوندانه لپاره تر ټولو بد ځاى او د مړينې لپاره تر ټولو بدترين ځاى دى .
ليكوال : راجر ډين كايزر Roger Dean Kaiser
ژباړن : بشير احمد نادم |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : لنډې كيسې | nadim : له طرفه |
|
|
|
| 16 Sep 2006 02:58:48 pm |
څنګه كولاى شو، ښكلي او په زړه پوري عكسونه واخلو؟ |
|
|
كه چيرې د عكاسۍ كمرې هم د انسان په څېر ذهن لرلاى، نو د ښكلو او په زړه پورې عكسونو د اخيستلو لپاره كافي وه چې كمره مو هماغه لوري ته نيولې واى او تڼۍ مو كښېكښلې واى، خو داسې نه ده .
كله چې يوه سوژه يا يوه موضوع زموږ نظر ځانته وركاږي، ذهن مو د هغو ګڼو څيزونو له منځ څخه چې په شا او خوا كې يې قرار لري، نېغ هماغې سوژې ته پاملرنه كوي، دغه راز د بېلابېلو رڼاګانو د پرتله كولو وړتيا د انسان د سترګو يوه بله ځانګړنه ده چې د عكاسۍ د كمرې پر وړاندې يې لري
د دې لپاره چې عكس اخلو او غواړو له ليدونكي سره همدغه اړيكه ټينګه وساتو، په كار ده يو شمېر باريك او ظريف ټكي په پام كې ونيسو .
عكاسي هم لكه د نورو وسيلو په څېر ځانته بېله ژبه لري، د دغې ژبې زده كړه له موږ سره مرسته كوي چې د اخيستل شويو عكسونو په وسيله خپل فكرونه او زموږ شا او خوا نړۍ خلكو ته بيان كړو .
د لاندنيو ټكيو په نظر كې نيول زموږ سره د ښكليو او پېغام لرونكو عكسونو په اخيستلو كې مرسته كوي :
• رڼا، د يوه ښه عكس اخيستلو لومړۍ اړتيا :
د فوټو ګرافۍ كلمه په انګليسي ژبه كې د رڼا په وسيله د اخيستنې په معنا ده، مناسبه رڼا زموږ عكس ته روح بخښي خو بالعكس نېغه او مستقيمه رڼا بيا زموږ عكس بې خونده كوي او بې اړتيا سيورې پكي پيداكوي ، د يوه ښه او معياري عكس اخيستلو لپاره غير مستقيمه رڼا په كار ده او دغه ډول رڼا زموږ په عكسونو كې رنګونو ته نوى ژوند هم بخښي .
هغه ورځې چې په آسمان كې نازكه وريځ د لمر د توندوالي مخه نيسي، سهار وختي او مازديګر د ښو او په زړه پوري عكسونو د اخيستلو لپاره مناسب وختونه دي، خو دا خبره بايد له پامه ونه باسو چې رڼا بايد زموږ پر سوژه چې عكس يې اخلو وځليږي نه پر كمره باندې .
• زړه وړونكې سوژه :
د يوې زړه وړونكې سوژې يا موضوع ټاكنه لومړى ګام دى، تر عكس اخيستلو وړاندې بايد له ځان څخه وپوښتو چې په ټاكل شوې موضوع يا سوژه كې كوم څېز زموږ نظر ځانته ور كش كړى دى، په همدې اساس بايد هڅه وكړو چې دغه ټكى په خپل عكس كې په ښه توګه ځاى كړو .
دغه راز له ټاكل شوې سوژې څخه د يوه عكس په اخيستلو بسنه و نه كړو بلكې د ټاكل شوې موضوع د لا ښه څرګندولو لپاره په كار ده، د عكس اخيستلو پر مهال بېلابېلې زاويې تجربه كړو، دغه كار موږ ته د ښو او په زړه پوري عكسونو د ټاكنې فرصت راكوي .
په پورتني عكس كې د ډول ډول سبزيو په ګڼه ګوڼه كې د شنو پيازو د ګېډيو حالت او رنګ د عكاس د پاملرنې وړ ټكي دي، كه هر څومره ياد شوي عكس دغه ټكي په ښه توګه په نښه كړي دي خو په لانديني عكس كې بيا د عكاس د پاملرنې وړ نكته ځواكمنه ده، او د سوژې د عمودي والي له امله پوره عكس وړاندې شوى دى .
• دوه ګامه وړاندې :
ټولې كمرې د زوم كولو (د كمرې د عدسيې د اوږدېدلو) اسانتيا نه لري، دغه كار د بېلابېلو څيزونو له ګڼې ګوڼې څخه يوه كوچنۍ برخه هم په نښه كولاى او څرګندولاى شي .
د هغه څه د لري كولو لپاره چې په عكس كې يې د راوستلو اړتيا نه ليدل كيږي، تر ټولو ښه لاره دا ده چې د عكس اخيستلو پر مهال ټاكل شوې موضوع ته ور نږدې شو او هغه څه چې غواړو يې په عكس كې راولو .
د كمرې د تڼۍ تر كښېكښلو وړاندې څو ګامه ټاكل شوې موضوع ته ورنږدې شئ او د خپلې كمرې له كړكۍ څخه هغه ته وګورئ، كه بيا هم هغې برخې چې تاسو يې عكس اخلئ، ستاسو د عكس ساحه پوره نه وې نيولې، كولاى شئ نور هم ور نږدې شئ .
په لانديني عكس كې، په اوبو كې د آسمان د شنه رنګ ځلېدنې او د پاڼو پوښل شوې سطحې د عكاس پام ځانته وراړولى دى، د دغه ټكي د لا ښه ځلېدو لپاره بايد له عكس څخه نور اضافي شيان لري شوي واى چې دغه كار ټاكل شوې موضوع ته د ور نږدې كېدلو په صورت كې شوى دى .
• د عكس شا و خوا :
دا چې كومو شيانو ته په خپل عكس كې ځاى وركړو او كوم شيان بايد په عكس كې رانشي، د يوه عكس د برياليتوب تر ټولو ستر راز دى .
د كمرې مستطيل شكله كړكۍ، چې له هغه څخه نړۍ ته ګورو، زموږ د عكس شا او خوا يا ساحه جوړوي، د عكس تر اخيستلو وړاندې د همدغې كړكۍ په وسيله كولاى شو هغه څه چې د عكس د بيان لپاره لازم دي راولو او هغه څه چې زيات دي لري يې كړو .
د كمرې ځاى ته تغير وركول، له سوژې څخه زموږ د كمرې واټن او يا هم د سوژې ځاى ته د امكان په صورت كې تغير وركول د عكس شا او خوا ته تغير وركوي .
• د عكس شاليد (بيګراونډ) :
د عكس شاليد يا بيګراونډ، د عكاسۍ په ژبه كې د هغه شور او زوږ سره پرتله كولاى شو چې اورېدونكو ته زموږ د ږغ د رسېدلو مخنيوى كوي .
د كمرې ځاى ته په تغير وركولو سره كولاى شو بيګراونډ ته تغير وركړو، آرام او له ګڼې ګوڼې څخه پاك بيګروانډ، ليدونكي ته وخت وركوي چې په پوره ځيرتيا عكس ته وګوري .
• كمپوزيشن يا اوډول :
هغه څه چې د كمرې له كړكۍ څخه يې وينو زموږ عكس جوړوي، دلته بايد فكر وكړو چې زموږ د عكس اجزا په پوره ځيرتيا د يو بل په څنګ كې اوډل شوي او كنه ؟
كمپوزيشن يا اوډل كولاى شو د ژبې له ګرامر سره پرتله كړو، كه چېرې مو لفظونه او توري يو د بل په څنګ كې په منظم ډول اوډلي وي نو وينا به مو مفهوم او پېغام ولري .
د عكس د اجزاوو تر منځ اړيكه زموږ د عكس كمپوزيشن يا اوډنه جوړوي، دا اړيكه بايد هغه ډول وي چې د عكس له اخيستلو څخه زموږ موخه په څرګنده توګه بيا ن كړي .
د عكس اخيستلو مركز تل د ټاكل شوې موضوع د ځاى ښه والى نه دى، د كمرې ځاى ته په تغير وركولو سره كولاى شو يو ښه كمپوزيشن تر لاسه كړو .
• په عكس كې وضاحت او څرګندتيا :
هغه څه چې په يوه عكس كې روښانه (فوكس) وي د ليدونكي نظر ځانته ور كاږي، عكاس په خپل عكس كې د څرګندو او واضحو عناصرو په وسيله ليدونكي ته وايي چې ((دغه ځاى ته وګوره .))
د عكاسۍ په ګڼو ډيجټل كمرو كې چې هر څه په اتومات ډول سر ته رسيږي، د وضاحت ټكى د عكس په مركز كې قرار لري او كه چېرې ستاسو ټاكلې موضوع د عكس په يوه څنډه كې راشي نو وضاحت به يې هم په هماغه اندازه كم وي .
د يادې شوې ستونزې د اواري لپاره كولاى شئ :
سوژه د عكس د ساحې په منځ كې راولئ، تڼۍ ته نيم زور وركړئ او ښه ځير شئ .
په دې ډول ستاسو سوژه روښانه كيږي او كولاى شئ، د عكس د ساحې په هره برخه كې چې غواړئ يې هلته ځاى وركړئ .
اوس نو تڼۍ ته چې نيمه مو كښېكښلې ده، پوره زور وركړئ او عكس واخلئ .
دغه تګلاره په ټولو عكسونو باندې نه عملې كيږي، كله نا كله بيا د يوه عكس مبهم پاتې كېدل د موضوع له بيانولو سره مرسته كوي .
• د عكس ژوروالى :
هغه څه چې په عكس كې په څرګند ډول ليدل كيږي د عكس ژورتيا جوړوي، دغه ژورتيا دا ممكنه كوي، تر څو زموږ د چاپېريال هغه برخې چې په طبعي حالت كې د دريو بعدونو (خواوو) لرونكي دي، په يوه عكس كې چې يوازې دوه بعده لري په نښه كړو .
رڼا د يوه عكس د ژوروالي تر ټولو مهم عامل دى، په ډېره رڼا كې د كمرې كړكۍ لكه د پيشو د سترګې په څېر د ورځې له خوا تنګيږي، او دغه ډول دغه شرايط په عكس كې نور وضاحت او څرګندتيا هم منځته راوړي .
د عكس د اجزاوو داسې اوډنه چې ځيني كمرې ته نږدې او ځينې لري وي هم زموږ عكس ته ژوروالى بخښي، لوړې عدسيې (زوم) لرونكې كمرې ژور عكس اخلي او لنډې عدسيې بيا د عكس ساحې ته پراخوالى وركوي .
د نړۍ تر ټولو مشهور عكاس كارتيه برسون وايي : ((عكاسي داسي يو هنر دى لكه څوك چې د لومړي ځل لپاره نړۍ ته ورګوري . ))
ژباړن: بشير احمد نادم |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : عكاسي | nadim : له طرفه |
|
|
|
| 01 Sep 2006 08:44:43 am |
اړيكې |
|
|
د ويبلاګ د منځپانګې د لا ښكلا او څرنګوالي په اړه ستاسو مشورې، نظرونه او نېوكې ډېر ارزښت لري، هيله ده په دې برخه كې له ما سره په لاندنيو پتو اړيكې ټينګ كړئ :
bashir.naadim@gmail.com :: برېښناليك
00923337809763 :: گرځنده |
|
| |
تبصرې : [2] | برخه : اړيكي | nadim : له طرفه |
|
| |
| 1 |