|
|
| 07 Nov 2007 02:41:17 pm |
د مشرف دوېمه کودتا او د پاکستان د راتلونکي تت عکسونه |
|
|
د پاکستان د شپېته کلن عمر زياته برخه پوځ خوړلې ده خو دا لومړى ځل دى چې يو پوځي مشر يې دوه ځل کودتا کوي. جنرال پروېز مشرف لومړنۍ کودتا د ١٩٩٩ کال د اکتوبر د مياشتې په دولسمه نېټه وروسته له هغې وکړه چې د ملک دننه د هغه وخت د صدراعظم نواز شريف د حکومت څخه په پراخه پېمانه سر ټکېده او ان ځينو سياسي ګوندونو په اشارو کنايو کې پوځ ته د قبضې بلنه ورکوله.
په همدغو ورځو کې د صدراعظم نوازشريف او د هغه لخوا د ټاکل شوي پوځي مشر جنرال پروېز مشرف ترمنځ سخت اختلافات رامنځته شول او لکه څنګه چې هر ځل او هر ځاى کېږي، جنرال مشرف د يو بهرني هېواد په سفر و چې نوازشريف له خپل منصبه ګوښه کړ خو هغه په خپل ځوابي بريد کې د نوازشريف د حکومت بستره ورټوله کړه او هر څه يې په خپل لاس کې واخيستل.
د دويمې کودتا مخ شکل خورا توپير درلوده. دا ځل حکومت خپل و، د ملک دننه زېږېدلې ستونځې د مشرف خپلې وې، خلک لکه څنګه چې د لومړنۍ کودتا پر مهال د نواز شريف د حکومت څخه بېزاره وه دا ځل دده د حکومت څخه بېزاره وه او لانجه د يو داسې قاضي سره وه چې خپل زور يې لا د مخه د ملک په لارو کوڅو کې ښودلى و.
د سترې محکمې په تر ټولو لوړ منصب ناست قاضي افتخار چوهدري، داسې ويل کېږي، چې دا ځل د مشرف د ولسمشرۍ د مشروعيت پر ضد پرېکړه کوله خو مخکې لدې چې دغه پرېکړه اعلان شي، مشرف خپل وار پرې لومړى کړ او يو ځل بيا يې کودتا وکړه.
دا کودتا، چې د جنرال مشرف په ګډون د پاکستان ټول حکومت ورسره وارخطا معلومېږي، د خپل کړۀ وړۀ، موجوده وضعې، پخوانيو پېښو، سياسي کړکېچ او پراخ مخالفت له امله ډېر خوارۀ وارۀ اړخونه لري. د حکومت د وارخطايۍ لامل دادى چې دا د نړۍ په تاريخ کې ښايي لومړنۍ کودتا وي چې يو پوځي جنرال د خپل جوړ کړي حکومت پر مهال وکړه او سمدستي وروسته يې په خپله وېنا کې په خلاص مټ د خپلو ناکاميو اعلان هم وکړ خو د اعتراف جرائت يې ونکړاى شو.
د جنرال مشرف په وېنا، د کودتا د کولو دلايل دا وو:
٠ ترهګر ډېر پياوړي او منظم شوي دي.
٠ په پوځ او پوليسو بريدونه زيات شوي دي.
٠ ترهګر اَن د ملک زړه اسلام اباد ته رارسېدلي دي.
٠ زمونږ نه څوک نه ډارېږي.
٠ وضعه ډېره خرابه شوې ده.
٠ د سترې محکمې قاضيانو له خپلو څادرونو زياتې پښې غزولې.
٠ سترې محکمې خطرناک ترهګر خوشې کول.
٠ د ترهګرۍ په وړاندې جګړه له خطرې سره مخ وه.
٠ اقتصادي لاسته راوړنې له لاسه وتلې.
دا دلايل د غور وړ دي. ترهګر رښتيا هم ډېر پياوړي او منظم شوي دي او په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه د خطرې نه بلکې له يوې سختې او سترې ماتې سره مخامخ ده. خو پوښتنه داده چې ددې مسئوليت د چا په غاړه دى؟ نښې نښانې او د نړۍ د تقريباً ټولو نظر لرونکو غږ خو دادى چې د ترهګرو په پياوړي کولو او منظم کولو کې پخپله د پاکستان د استخباراتي ادارو او ځينو ګوندونو لاس دى. که دا خبره سمه نه هم وي نو دا خو سمه ده چې ترهګر پياوړي شوي او منظم شوي د بل چا په حکومت کې خو نه دي، په هماغه حکومت کې دي چې پخپله جنرال مشرف جوړ کړى دى او په خورا وياړ سره يې د خپل اته کلن حکومت ستره لاسته راوړنه ګڼي.
د همدې حکومت پر مهال بنسټپال ځواکونه د القاعده او طالبانو په نامه د وزيرستان، باجوړ، مومندو او نورو سيمو نه تر سوات او اسلام اباده ورسېدل، ځانمرګي بريدونه د پخوا پر نسبت څو سوه چنده زيات شول، په خلکو او د خلکو په کاروبارونو نېغ په نېغه حملې وشوې، د انسانانو د ذبح کولو جزاوې ايجاد شوې، د ړندو بمباريو په ترڅ کې په سلګونو بې ګناه خلک ووژل شول او دا لړۍ لا هم په نژدې راتلونکي کې نه ښکاري چې پاى ته ورسېږي.
په قاضيانو او ستره محکمه دا تور چې خطرناک ترهګر يې خوشې کول هم يو څه د خندا وړ خبره معلومېږي. ځکه چې د مشرف د دويمې کودتا يوه ورځ لا نه وه وتلې چې پخپله همدې حکومت اتلس داسې بنديان خوشې کړل چې د حکومتي معلوماتو له مخې په ځانمرګيو بريدونو کې يې لاس درلوده. دغه بنديان د وزيرستان د بېت الله محسود د ډلې سره تړلي وه او د هغو څه د پاسه دوو سوو بنديانو په بدل کې خوشې شول چې څو مياشتې وړاندې په وزيرستان کې تښتول شوي وه. د څه دپاسه دوو سوو وسله والو پوځيانو تښتونه يوه بېله داسې موضوع ده چې ډېرې پوښتنې يې راولاړې کړې دي او جلا بحث ته اړتيا لري.
جنرال مشرف او په سايکل سپرو (ق ليګ) مشرانو په خپل فکر د ملک دننه د موجوده ستونځو د حل لپاره بيړنى حالت يا ايمرجنسي اعلان کړه چې دا پخپله يوه ستونځه ده. نو ايا يوه ستونځه به بله ستونځه حل کړي؟ د بې نظير بوټو په وېنا دا به لا نورې ستونځې پسې وزېږوي، خو د زياتو سياسي شنونکو بيا دا فکر دى چې جنرال مشرف سره له دې پرته بله چاره نه وه ځکه چې وايي په اوبو کې ډوبېدونکى هر بوټي ته لاس اچوي او ښايي د جنرال مشرف لپاره دا اخري بوټى و چې لاس يې ورواچاوه. لدې وروسته څه پېښېدونکي دي؟ که دا حقيقتونه وليدل شي او غور پرې وشي نو د يو څو تتو عکسونو منظرنامه پکې ليدل کېږي.
٠ خلک په بشپړه توګه د موجوده حکومت څخه بېزاره دي.
٠ قضاييه او مېډيا چې د يو ملک د نظام دوه مهمې ستنې ګڼل کېږي په پوره زور او شور سره د جنرال مشرف پر ضد مېدان ته راوتلي دي.
٠ هره ورځ دومره زوره ورې اوازې خپرېږي چې جنرال مشرف يې په خپله ترديد کولو ته اړتيا ويني. دا د وارخطايۍ يوه بله علامه ده.
٠ پيپلز پارټي چې د پاکستان تر ټولو زيات کارکوونکي لرونکى سياسي ګوند دى او په دې وروستيو کې يې د جنرال مشرف سره تفاهم شوى و هغې هم د نوې وضعې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.
٠ د امريکا په ګډون ګردې نړۍ د پاکستان په نوې وضعه اندېښنه ښودلې او دا يې د نه منلو وړ بللې.
٠ د ګردې نړۍ په سطح د جنرال مشرف دې اقدام ته د هغه د جرمونو او ناکاميو د اعتراف په توګه کتل کېږي.
٠ په ملک کې دننه قضاييه، انتظاميه، پوځ، سياسي ګوندونه او استخباراتي ادارې د يو بل سره د ټکر په حالت کې دي.
په دغسې يو حالت کې د يو ملک قرار، د وګړو بې يقيني او وېره او د مشرانو خپلسري او ستونځې په ستونځو حل کول يوه داسې تګلاره ده چې د کوم مثبت بدلون طمع ترې نه شي کېدلاى ځکه چې روښان يوسفزى هسې نه وايي:
چې تراوسه هيڅ رڼا پکې رانغله
ددې کور بنياد جوړ ايښى چا د شپې دى
خو بيا هم مونږ د بهترۍ او ښه والي لپاره لاس په دعا يو. |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : انتخاب | hadi : له طرفه |
|
|
|
| 06 Jun 2007 06:21:16 pm |
غزل |
|
|
عبدالهادي حېران
زړونه مستي غواړي، د ښکلو نظارې غواړي
خو څو بې زړه خلک رڼا وژني تيارې غواړي
وخته چې تم نۀ شې منزل ته رسېدل دي ضرور
دوه ګامه تګ پاتې دى، دوه درنې نارې غواړي
د محبت قاتل څه نوې بهانه موندلې!
وايي: شپه د ستورو نه حساب د شوګيرې غواړي
د مرګ پرستو پښتنو ژوند به نو څنګه ښه شي
چې دعا هم کوي نو ډېرې هديرې غواړي
دا چې ځان وژني دوى همدغه دى فطرت راوړى
دوى په هر حال کې د سرونو منارې غواړي |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : شعرونه | hadi : له طرفه |
|
|
|
| 13 Apr 2007 03:27:01 pm |
ادبي مرکه |
|
|
زمونږ ژبه چې تراوسه پورې کوم ادب لري دا يواځې د شوقي ليکوالانو تخليق دى، د ضرورت تر مخه يو فيصد کار هم نه دى شوى. تر څو پورې چې دا ژبه د خلکو ضرورت نه وي ګرځېدلى تر هغې يې هيڅوک ويلو ته نه تيارېږي، او چې کله دا د خلکو ضرورت شو، خلک به يې پخپله په ويلو پېل وکړي، او بيا به وګورئ چې دا ژبه کوم ادب او کومو ليکنو ته اړتيا لري، او څومره تشې لري هغه په څو مياشتو کې پوره کېږي او کنه.
بشپړه مرکه دلته ولولئ
http://www.samsoor.com/hadi.htm |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : انتخاب | hadi : له طرفه |
|
|
|
| 05 Apr 2007 10:37:56 am |
سپينه پاڼه |
|
|
عبدالهادي "حېران"
خبره ما په ښکاره د لاپې په توګه خو په حقيقت کې د ضرورت ترمخه کړې وه. داسې وه چې زما يو د سلام ترحده پېژندګلو سړي خپرندويه ټولنه جوړه کړې وه او زه ترې په همدغه ورځ خبر شوى وم. نو د خپل وزګار وخت د تېرولو لپاره ورغلم. او د ورتلو سره پوهه شوم چې سړى پرېشان دى. د پوښتنې کولو ضرورت نۀ و. هغه په خپله راته لګيا شو.
- " ته خو هم ليکوال يې کنه؟"
- " ؤ ولا، کله کله خو يو څه نا څه ليکم نو"
- "يره ما خو ويل چې دا ليکوالان او شاعران به سم خلک وي، خو دوکه شوى وم".
ما ورته وخندل. ددې خبرې بې له خندا څه ځواب کېداى شو!. ځان مې داسې ورته متوجه کړو چې ګويا د هغه د پرېشانۍ په معلومولو کې دلچسپي اخلم.
- " هغه فلانکى صېب دى... ته خو يې پېژنې کنه؟..."
- " ؤ، ډېر ښه يې پېژنم"
- " هغه ورځ مې د يو کتاب د ليکلو کار وروسپاره. نن يې د راوړلو وعده کړې وه. خو چې اوس مې ورته ټلېفون وکه نو وايي چې لس ورځې به پې نورې لګي. الکه چې لس ورځې پې لګېدې نو مخکې دې ولې نه ويل؟ ښه پوهېږي چې زمونږ کار نوى دى او کوشش مو دا دى چې په لږو ورځو کې ډېر کار وکو. خو بس دوکه شوم نو، بيا به په ليکوال او شاعر سړي باور ونۀ کم."
- " کتاب په څۀ موضوع دى؟" ما هم د هغه په غم کې د ځان شريکولو لپاره ورو غوندې ترې وپوښتل.
- " د کتاب نوم ((زمونږ ټولنه: يوه لنډه پېژندګلو)) دى. هغه راته ويلي وو چې زۀ يې درته په درېو ورځو کې ليکم".
زۀ په ټوله کيسه پوه شوم. دې ښاغلي نوې نوې خپرندويه ټولنه جوړه کړې وه او غوښتل يې چې په لږ وخت کې په بېلابېلو موضوعاتو ډېر واړه واړه کتابونه خپاره کړي چې نوم يې د خلکو په نظر کې راشي او کار يې ښه روان شي. کوم ليکوال ته چې يې د دې کتاب د ليکلو کار سپارلى و هغه هم ما پېژنده. د هغه دپاره په دې موضوع په درېو ورځو کې دغسې يو سرسري کتاب ليکل څه ګران کار نۀ و خو هغه يوه او بله بهانه ددې لپاره کوله چې دا يو ګران کار وښئي او بيا د ډېرو پېسو غوښتنه وکړي. داسې هغه ځکه کول چې هغه د کتابونو ليکلو د شوق د مرحلو نه هم راتېر شوى و او پېسو ته يې هم څه اړتيا نه لرله. خو زما حال داسې نه و. ما د کتابونو ليکلو شوق هم لاره او پېسو ته هم محتاج وم. د اخبار په معاش څه کېږي؟ د کور کرايه، د ګاز او برېښنا بِلونه، د خوراک څښاک خرچې، او نوي نوي عجيبه عجيبه مرضونه. والله که د کارخانو امدن ورته ټينګ شي خو مونږ ګوزاره کوو او په دې مو سترګې پټې کړې دي چې ځه خو قسمت دى. نو ځکه مې په زړۀ زړۀ کې ددې کار د رانيولو اراده وکړه. او هغه ته مې وويل:
- " يره دا خو څه دومره غټ کار نۀ دى. پکار ده چې په وخت يې کړى وى. ما خو ددې نه غټ غټ کتابونه په دوو دوو ورځو کې ليکلي دي".
- " ښه، نو ته يې ولې نه ليکې!؟"
- " وبه يې ليکم... دا خو څه دومره غټه خبره نه ده"
- " ښه نو واوره، کتاب بايد د سلو مخونو نه کم نه وي، د موضوع ټول ضروري اړخونه پکې څېړل شوي وي، د يو مخ شل روپۍ او د کتاب له خپرېدو وروسته لس کتابونه به ستا حق الزحمه وي. که پروف دې وکتل نو د هغې به جلا حق الزحمه درکړو. اوس وايه په څو ورځو کې بى وليکې؟"
ما ددې نه مخکې دوه داسې فرمايشي کتابونه ليکلي وو چې ماته يې دوه سوه روپۍ د يو مخ حق الزحمه راکړاى شوې وه خو هغه د بل چا په نامه خپاره شوي وو، او په شل روپۍ يو مخ په دومره لږ وخت کې کتاب ليکل داسې کار و چې د شرمه يې چاته يادونه هم نه شوه کېداى خو ضرورتونه انسان په همداسې وخت کې ارزانه ارزانه خرڅوي!. هغه سره مې سبا ماځيګر پورې د ليکلو وعده وکړه او هغه چې څومره حېران شو هماغسې يې باور هم وکړ. زر يې جېب ته لاس کړ او پنځلس سوه روپۍ يې راکړې.
- " دا درسره کېده... نور حساب به سبا ماځيګر کوو".
ما پېسې د لږ سَت نه وروسته په جېب کې کېښودې، هغه ته مې د خپل ګرځنده تليفون لمبر ورکړ او د هغه ځاى نه د راوتلو سره سم مې په ذهن کې د کتاب خاکه ترتيبول شروع کړه. نيم ساعت وروسته چې زه کور ته ورسېدم نو د کتاب خاکه تياره وه. د کتاب د ليکلو نه وړاندې په اړونده موضوع يو څو کتابونه - چې ما د ځان سره لرل - لوستل ضروري وو نو د هغو په لوستلو مې پېل وکړ. په کور کې ټول لوى واړه زما په دې عادت پوهېږي چې کله کله زه اته اته نهه نهه ساعته ليکلو لوستلو ته ناست يم او خوراک څښاک هم نه کوم نو هغوى راباندې کار نه لري خو دا مياشت مې يوه بوډۍ او کونډه ترور چې د زړه مريضه ده او کلي نه د علاج لپاره راغلې وه راکره مېلمنه وه، هغه څو ځل راغله چې ډوډۍ ته مې پاڅوي خو ما ورته وويل چې ډېر ضروري کار کوم.
يو څو ساعته د يو څو کتابونو د سرسري او ضروري مطالعې نه وروسته مې د کتاب په ليکلو پېل وکړ او نيمه شپه چې اوده کېدم نو نيم کتاب مې ليکلى و. سهار ورته وختي راپاڅېدم او چې غرمه کېدله نو ما کتاب هم پاى ته رسولى و. د ډوډۍ له خوړلو او لږې دمې وروسته مې يو ځل بيا ټول کتاب له سره ولوست. د ضروري بدلونونو او سموَنو نه وروسته مې د خپرندويې ټولنې مشر ته تليفون وکړ او د کتاب ټول سرليکونه او ترتيب مې ورته وښوده. هغه زما د تېزۍ او د کتاب د ترتيب ستاينه وکړه او ورسره يې دا وړانديز هم وکړ چې د خلکو د ژبو، رسم و رواج، تاريخي روايتونو، کړه وړه او د ژوند د وسايلو په هکله د ليکل شويو بابونو ترڅنګ که په اخر کې د اخلاقي قدرونو په اړه هم يو مختصر باب وليکل شي نو ښه به وي. زما په فکر د کتاب په ټولو بابونو کې د خلکو د اخلاقي قدرونو ذکر ځاى په ځاى شوى و او دې دپاره پکې ځانله باب ته څه اړتيا نه وه خو دا خارښ د هرې ادارې په مشر کې وي چې په يو روغ جوړ کار کې به خامخا نيمګړتيا راوباسي. که داسې ونه کړي نو بيا يې مشرۍ ته ډېر سخت زيان رسېږي. بس زړه نا زړه مې يو ځل بيا قلم کاغذ ته لاس کړ، د يو څه سوچ او غور نه وروسته مې په ليکلو شروع وکړه او ايله مې په کاغذ باندې د سرليک ټکي ليکلي وو چې کشرى ورور مې وارخطا کوټې ته راننوت او چيغې يې کړې:
- " هله لالا! ترور مړه شوه"
د مرګ غږ په چا بد نه لګي! او په ما خو بېخي د بدو نه بتر ولګېد. هر څه مې په ځاى ګوزار کړل او ورمنډه مې کړه. اول خو مې داسې محسوس کړه چې زه پخپله مړ شوى يم. خو بيا چې مې ترور سترګې وغړولې نو په ما کې هم ساه وغړېده. سمدستي مې بهر ته منډه کړه او د سړک د غاړې نه مې يو موټر راروان کړ. په څومره تُندۍ کې چې مې ترور موټر ته وخېژوله، په همدومره تُندۍ کې ما هم يو سوچ وکړ. په منډه ورغلم، د کتاب ټولې ليکلې پاڼې مې يو ځاى کړې، په يوه پاکټ کې مې واچولې او د ځان سره مې واخيستلې. ترور ته چې مې درې ورځې مخکې کوم ډاکټر دوايانې ليکلې وې هغه ويلي وو چې د يوې اونۍ لپاره له هېواده بهر ځي. په زړه کې مې وويل لېډي ريډينګ – چې مونږ ورته جرنېلي روغتون وايو - ته به لاړ شو او بيا مې سوچ وکړ چې خداى خبر څو ورځې به په روغتون کې يو، که موقع په لاس راغله نو دا ليکل شوې پاڼې به وروسپارم او پاتې پاڼې به هماغلته په روغتون کې وليکم. اوس که يې نه ليکم هم ليکم به يې، روغتونونه خو د سړي نه پېسې داسې وباسي لکه ګاڼۍ د ګني نه اوبه. ښه شوه چې تنخوا مې هم اخستې او د کتاب پېسې هم لاس ته راغلې دي. پته نشته خداى پاک همېشه پېسو له مريضتيا پېدا کوي که مريضتيا له پېسې!
د جرنېلي روغتون په کارډيالوجي وارډ کې شور، بويي، او مردارى ښه ډېر و خو ډاکټر نۀ و. هلته ناست نور مريضان يې هم په لټون وو خو ما يې زيات لټون ځکه کاوه چې ترور مې ډېره زياته په تکليف وه او ما هغه په تکليف کې نه شوه ليدلى. که ډاکټر پېدا شو خو ښه که نه نو د ترور نه خو به مې سترګې پناه وي. کله يو وارډ او کله بل وارډ، ډاکټر نه و نو څه به مې پېدا کړى واى. بېرته د ترور خوا ته ورغلم. هماغسې تکليف!. بېرته راووتم او بيا مې د ډاکټر لټون پېل کړ. خداى خبر ډاکټر مې لټوو که هسې د ډاکټر د لټولو په بهانه مې سترګې راپناه کولې. خو دا ځل مې ډاکټر بياموند. لابراتوار کې په خبرو بوخت و. خبرې يې په سپين کوټ کې نغښتې يوې ښځې سره کولې چې د روغتون کارکوونکې معلومېده. ما د هغوى په خبرو کې مداخلت وکړ او د خپلې ترور د تکليف مې ورته وويل هغه ځواب راکړ:
- " وروره تکليف کوم مريض ته نه وي، لږ صبر وکه درځم" بېچاره لکه چې په خپله هم مريض و او ډېر په تکليف کې و. زه بهر راووتم او هلته ورته ودرېدم، تر څو چې هغه فارغ شو او راووت. په لاره لاره مې ورته د خپلې ترور حال بيان کړ چې د زړه مريضه ده او دوره پرې راغلې ده. هغه د اي سي جي پوښتنه وکړه، ما ورته وويل چې درې ورځې وړاندې يې اي سي جي کړې ده.
- "درې ورځې وړاندې پرېده، ورشه اي سي جي اوکه"
زه سمدستي په پوښتنه پوښتنه د اي سي جي ځاى ته ورغلم. هلته ولاړ هلک ته چې مې د اي سي جي وويل، نو ځواب يې راکړ:
- " صبر اوکه، مشين مې ګرمولو ته ايښى دى، چې ګرم شي درځم" ما ورته د مريض د تکليف خبره وکړه، هغه په اول ځل خو بېخي وانۀ ورېدله، په دوهم ځل يې په هماغه "د مړې ګېډې فارسي" والا انداز کې ځواب راکړ:
- " ياره درته ومې ويل چې مشين کار نۀ کئي، په خپله يې وينې چې ګرمولو ته مې ايښى دى... ښۀ تعليم يافته سړى ښکارې خو په خبره ځان نۀ پويى" نور نو ما سره څۀ دليل نۀ و. مشين خو ما پېژنده هم نۀ چې کوم يو دى، خو هغه ته بيا هم "تعليم يافته" ښکارېدم. چاروناچار بېرته د ترور خوا ته ورغلم. هغه اوس د هغه ډېر تکليف نه لږه ښه ښکارېده ځکه چې مور سره مې لګيا وه څه يې ورته ويل. زه چې يې وليدم، مور مې زر راپاڅېده او پوښتنه يې رانه وکړه چې څه وشو. ما ورته وويل چې د اي سي جي مشين کار نه کوي، او ډاکټر اي سي جي غواړي. ترور مې په ښکنځلو شروع وکړه.
- " هئ بې غېرته، هئ بې پدره، تا زه هسپتال ته راوړې يم، دلته خو ټول قصابان دي، کوم شخصي ډاکټر نشته..."
نور مې وانۀ ورېده چې څۀ به يې ويلي وي ځکه چې زه د وارډ نه وتلى وم. د کتاب کاغذونه مې تيار په لاس کې نيولي وو او د روغتون نه بهر مې منډه کړه. يو ټيکسي سره مې خبره وکړه چې رحيم ميډيکل سنټر ته به ځو. نژدې د خپرندويې ټولنې دوکان هم و. ټيکسي والا مې په هماغه لاره وروست، هلته مې کاغذونه ورکړل او ورته مې وويل چې زۀ روغتون ته ځم ترور مې مريضه ده، تاسو دغه شوى کار وکړئ نور به وروسته ګورو.
رحيم ميډيکل سنټر کې د زړونو ډاکټر په درېيم پوړ و، په لِفټ باندې يې ليکلي وو "خراب هى" نو مجبوراً په پښو وختلو. ترور کې چې مې څۀ ساه راپېدا شوې وه هغه ترې بېرته لاړه. د ډاکټر کلينک ته چې ورسېدو نو هلته لا بد حال و. ما ويل اصلي روغتون خو دا دى. ترور او مور مې د ښځينه ؤ کوټې ته وروستلې او زه په لمبر پسې ورغلم خو د لمبر ورکولو والا موجود نه و. په پوښتنه معلومه شوه چې د ماځيګر لمانځه ته تلى دى. د هغه د خالي مېز نه ډېر خلک راتاو وو او د هر چا مريض ته د بل نه زيات تکليف و. هلته راته معلومه شوه چې دې خلکو لا يوه او دوه ورځې مخکې لمبرونه اخيستي دي. د لمبر ورکوونکي په مېز "موت کا منظر" او ځينې نور ډاروونکي کتابونه پراته وو. په زړه کې مې وويل: سړى د خداى نه وېرېدونکى ښکاري، انشاء الله چې لمبر به راکړي. لږ ساعت وروسته هغه راغى، ښه په ناز و ادا کښېناست او چې ما ورته د لمبر خبره وکړه نو هغه رانه پوښتنه وکړه چې د کومې نېټې لمبر غواړم. ورته ومې ويل "ما مريض د ليډي ريډنګ هسپتال نه راوستى دى او ډېر تکليف دى ورته، که مهرباني وکړئ د اوس لپاره لمبر راکړئ". په هغه لکه چې دا خبره بده ولګېده. ماته د څۀ ځواب راکولو نه بغېر يې خواته ولاړ سړي ته مخ ورواړوو او د دوو ورځو وروسته لمبرونو په ورکولو يې پېل وکړ.
ما هم بل کوښښ ونکړ او بهر راووتم. ما سره سم يو هلک هم راووت چې د چايو لوښي ورسره په لاس کې وو. بهر ته د راوتو سره يې ماته په ځير ځير وکتل نو زه هم ورته ودرېدم. هغه رانژدې شو او ويې ويل:
- " داسې نمبر هيچا ته نۀ ورکيي، چې مريض دې مړ کېږي هم نې ګوري"
ما په ځواب کې ورته هيڅ ونه ويل. هغه خبره په خپله واضحه کړه:
- " که خامخا نننى نمبر غواړې نو پينځۀ سوه روپۍ ورکه".
- " پينځۀ سوه؟ بيا به مېلاؤ شي؟"
- " راکه چې زې درله تې اوس راوړم"
سمدستي مې د پينځوؤ سوو لوټ ورکړ. هغه د چايو لوښي هماغلته کېښودل، دننه لاړ ، د هماغه لمبر ورکوونکي نه يې لمبر واخيست او ماله يې راوړ. بس زړه مې ارام شو او په منډه ورغلم مور ته مې وويل چې لمبر مې ترلاسه کړ.
ډاکټر ته چې ورغلو هغه ته مو د مريضتيا ټوله کيسه تېره کړه او هغه دوايانې مو وروښودلې چې درې ورځې وړاندې يو بل ډاکټر ليکلې وې. هغه دوايانې خو يې پرې سمدستي بندې کړې، او د اي سي جي او نويو ټسټونو نه وروسته يې ورته نورې دوايانې وليکلې.
دوايانې چې مو راواخيستلې او کور ته راغلو نو ماسختن ؤ. ستړى داسې وم چې ويل مې مړ دې وى خو چې اوده وى. او تر سهاره داسې اوده شوم چې هيڅ په ځان نه يم خبر شوى. خو سهار چې پاڅولى شوم نو معلومه شوه چې مريضتيا او تکليف هماغسې دي. نور نه پوهېدم چې څه وکړم. يو ګاونډي مې پخوا په کوم روغتون کې کار کړى دى. هغه ته په دې نيت ورغلم چې که د کوم ښه ډاکټر يا کومې ښې لارې د راښودلو مرسته راسره وکړي. هغه ته چې مې ټوله کيسه تېره کړه نو بېګانۍ دوايانې يې وکتلې او بيا يې وويل "دا دوايانې جعلې دي".
- "جعلي دي؟" زما يقين نه راته. دا لمبر ترلاسه کول، معاينې کول، منتونه کول، منډې وهل، او نتيجه يې جعلي دوايانې. ددې مطلب دا دى چې ترور مې غلطه ده، يواځې په روغتون کې قصابان نه دي ناست، بلکې کوڅه په کوڅه چړې په لاس ولاړ دي.
- "ښه نو اصلي دوايانې د کوم ځاى نه راوړو؟"
- "داسې وکه د کوم ډاکټر نه چې يې اول معاينه کړې ده د هغه فون نمبر پېدا که او مشوره ترې واخله او دا بېګانۍ دوايانې فوراً واپس که".
- " چې جعلي دوايانې خرڅوي نو واپس کوي به يې چېرته؟" دا اخيستل شوى څيز بېرته ستنول زما لپاره لا ځانله يو ډېر ستر سردرد دى.
- "ته خو اخبار کې کار کوې کنه؟"
- " و، اخبار کې يم"
- " نو د اخبار کارډ ورته وښايه، په منډه به يې درنه واخلي"
په يو "ښه" ويلو سره د هغه نه راروان شوم. په زړه زړه کې مې اخبار ته ښې ښکنځلې وکړې. بېچاره ته د پېښور د اخبارونو حال څه معلوم دى. کۀ معلوم شو د جعلي دوايانو خرڅوونکو ته به سلام وکړي. يو جېب وهونکي، غل او جعلي کاروبار لرونکي لپاره د اخبار کارت ترلاسه کول ډېر اسان خو د اخبار د کار کوونکي لپاره دغه کارت ترلاسه کول داسې دي لکه د يو سم سړي لپاره غلا کول. د خپل کور په دروازه چې ننوتم نو په موبايل مې زنګ راغى. لمبر د خپرندويې ټولنې د مشر و.
- " هلو! څنګه يې، خبر شوم چې څه مريضتيا درپېښه وه"
- " ؤ ولا، ترور مې مريضه ده، همدا اوس هم ډاکټر ته روان يو"
- " خداى دې خېر کړي. که ماته څۀ خدمت وي نو وايه"
- "نه، مننه"
- "ښه، نو آ کتاب خو دې ما وکوت، ما درته ويلي وو چې د اخلاقي قدرونو په اړه پکې هم يو باب وليکه خو تا يې يواځې سرليک ليکلى او نوره پاڼه دې سپينه پريښې ده..."
- " بس دغه پاڼه پکې سپينه چاپ کړئ"
- "سپينه يې چاپ کړو؟ څه مطلب؟"
- "مطلب دا چې اخلاقي قدرونه کۀ وى نو ما به پرې خامخا څۀ ليکلي وى". |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : لنډې کيسې | hadi : له طرفه |
|
|
|
| 01 Mar 2007 11:51:15 am |
د ترهګرۍ په وده کې د مېډيا ونډه |
|
|
وړمه ورځ مې د بي بي سي په نېټ پاڼه يو خبر ولوست چې باجوړ کې چا د يو خط له لارې د موسيقۍ اورېدونکو څخه غوښتي چې ددې کار څخه دې لاس واخلي. لدې څو ورځې وړاندې په همدغه سيمه کې يو بل په لاس ليکلي خط کې نايانو ته دړکه ورکړاى شوې وه چې د خلکو ږيرې دې نه خروي ګنې نو له بدو عواقبو سره به مخ شي.
د بي بي سي هومره يوه ستره خبري اداره چې غږ يې هره ورځ په لسګونو ژبو باندې په څه دپاسه سلو هېوادونو کې په مليونونو خلکو ته رسېږي، دا ډول يو خط ته دومره زياته پاملرنه ولې کېږي؟ دا دقيق غور ته اړتيا لري.
په همدې باجوړ کې هره ورځ سرکونه جوړېږي، سپورتي لوبې ترسره کېږي، د ښوونځيو ترمنځ مسابقې کېږي، د ادبي او علمي غونډو تابيا کېږي او خلک د پاکو اوبو، برېښنا، تدريس او نورو شيانو ستونځې لري خو بي بي سي ورباندې غوږ نه دى ګرولى. په پېښور کې ددې نه هم لا غټې مسئلې زما تر نظره تېرې شوې. د مثال په توګه پاکستان کې مېشتو افغاني مهاجرينو ته د راجسترۍ د کارتونو د ورکولو پر مهال په زرګونو هغو افغانانو دا کارتونه ترلاسه کړل چې په افغانستان کې اوسېږي او مهاجر نه دي، د پېښور په ترانسپورت کې دا مرض ډېر عام شوى دى چې ته به په يو تم ځاى له ډېر انتظار وروسته په يو موټرکې د کښېناستو ځاى پېدا کړې او ښه کلک به کښېنې خو موټروان به په بل تم ځاى درته ووايي "وروره مونږ دلته کار لرو تاسو کوز شئ زه مو بل موټر کې کښېنوم". چار و ناچار مجبور يې چې بل موټر کې په ولاړه لاړ شې. دغسې نورې هم ډېرې ستونځې شته چې بايد مطبوعات يې د چارواکو مخې ته راوړي او داسې ډېر د خېر ښېګڼې کارونه شته چې که مطبوعات يې يو څه ياد کړي نو ډاډګيرنه يې کېداى شي.
دا د تجربې خبره ده. مطبوعات د خلکو په ذهنونو او سوچونو يو سمدستي اغېز لري او بيا هغه مطبوعات چې د عامو خلکو باور يې ګټلاى دى، خلک په ډېره اسانۍ ښو او مثبتو کارونو ته تشويقولاى شي. که مېډيا د مثبتو کارونو ډاډګيرنه وکړي نو نور خلک هم په هماغه لاره ځي او هماغه څه کوي چې په مېډيا يې يادونه کېږي.
خو نن سبا چې ګورې نو د مېډيا څه کار دى؟ بي بي سي او د بي بي سي په تقليد سيمه ايز مطبوعات په خپلو غټو خبرونو کې وايي چې په باجوړ کې د نامعلومو خلکو له خوا په يو لاس ليکلي خط کې موټر چلوونکو ته ويل شوي دي چې موسيقي دې نه اوري، په خوست ولايت کې په يوه شبنامه کې د ښوونځيو استادانو ته دړکې ورکړاى شوې دي. او داسې نور.
دغه ډول خطونه هر څوک ليکلاى او په يو څو خاصو ځايونو کې خورولى شي. په لاس د يو کوچني خط ليکل څه ګران کار نه دى. خو کله چې دغه ډول خطونه په دومره لويه کچه د مطبوعاتو په لومړيو مخونو کې ځاى نيسي نو دا له يوې خوا په خلکو کې د وېرې ترهې يوه فضا جوړوي او له بلې خوا دغسې نورو څو جنوني کسانو ته (چې زمونږ په ټولنه کې يې له خېره کمى نشته) ډاډ ورکوي چې هغوى دې هم خطونه وليکي او خلک دې وډار کړي. دغسې بيا دا لړۍ نوره هم پر مخ ځي او د ټولو خلکو ژوند له امنيته د بې امنۍ په لور بوځي.
دغه مېډيا چې په ځانګړې توګه د جګړو او ورانۍ د خبرونو سره ډېره زياته مينه لري، هر ځاى او هر وخت په دې لټه کې وي چې دغسې خبرونه راټول او په زيات coverage سره يې خپاره کړي. په هره راډيو، هره ورځپاڼه، هر تلويزيون او هره نېټ پاڼه د داسې خبرونو ډېروالى په سيمه کې يو جنګي ذهنيت پيدا کوي او د ترهګرۍ د مقابلې په ځاى د ترهګرۍ په وده کې ډېر رول ترسره کوي.
زما په فکر که مطبوعات، او په ځانګړې توګه هغه اليکترونيکي مېډيا چې ډېر خلک په خپل باور تر اغېز لاندې لري، د پېښو او واقعاتو عکاسي او د خپلو خپرونو ترتيب په داسې ډول تشکيل کړي چې مثبت کارونه او د ټولنې مثبت اړخونه ډېر روښانه کړي او د ورانۍ او ورانکارۍ کارونه يواځې د غندنې په لهجه کې وړاندې کړي نو داسې امکانات شته چې ډېرې ستونځې پخپله له منځه لاړې شي. |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : نوې ليکنې | hadi : له طرفه |
|
| |
| 1 2 3 ...19 20 21 Next |