Arakozia: 3rd Pashto weblog

Notice
I will be back very soon with fresh pieces/writings...

د باران حسرت
یو مرگونې شان چوپتیا ده
نه کوم یار شته، نه همدم مې
تنها ناست یم په کوټه کې
بس نڅیږي یو قلم مې

پر وجود مې لمبه تاو ده
هر یو غړی مې سوځیږي
رانه وړی یې خوږ خوب دی
دا ......

باران او ستا یاد
د سپرلي یوې شېبې کې
د ښکلا په ننداره وم
چې مې ځان پکې لیده خپل
د جهان په نظاره وم

ستا خواږه خواږه یادونه
هر قدم راسره مل و
ستا په خیال کې گرځېدمه
اور مې بل د زړه ......

د نوي کال په مناسبت
شېبې يو له بل پسې کډې کوي او د شپو ورځو په تېرېدو سره، مياشتې او بيا کلونه هم تېريږي. عجيبه دنيا ده! ځيني د وخت پر تېرېدو اوښکې تويوي او ځيني بيا د نوي کال او نوي فصل ......

رخـــــــه
[b]يادونه: دا شعر د پيانېست په نامه، د امريکايي فلم له ليدو څخه په اغېز ليکل شوی. په دې فلم کې د هولوکاسټ پېښې انځور شوي او څرګنديږي چې څنګه انسان د مذهب او توکم په تور، ......