| | |
  Time [GMT +4.5] : 07 Sep , 02:31:30 | |
02 Jun 2008   04:45:01 am
Notice
I will be back very soon with fresh pieces/writings
 برخه : ادبي لیکني    |   fawad  :  له طرفه
28 Aug 2007   06:50:52 pm
د باران حسرت
یو مرگونې شان چوپتیا ده
نه کوم یار شته، نه همدم مې
تنها ناست یم په کوټه کې
بس نڅیږي یو قلم مې

پر وجود مې لمبه تاو ده
هر یو غړی مې سوځیږي
رانه وړی یې خوږ خوب دی
دا څه درد دی چې بلیږي؟

یو ناڅاپه هنگامه شي
د آسمان زړه کې بریښنا شي
د باران څاڅکي راتوی شي
پرې موزونه دا چوپتیا شي

زه له کټه شم راښکته
ځان تکیه کړم په لاسونو
د کړکۍ په لوري ځمه
په لړزنو قدمونو

ځپېدلی تود بدن مې
رسوم د کړکۍ خوا ته
د باران قطرې رالغړي
د رڼې هېندارې شا ته

په حسرت بهر ته گورم
باران ښکلې پایکوبي کړي
آسمان بیا په سخا شوی
سپینې تالندې مستي کړي

خپلې ناړې تېرومه
خو وچ حلق مې لا سوځیږي
خوله مې وچه، شونډې وچې
د کباب په شان وریتیږي

وهېندارې ته نژدې کړم
خپلې چاودې، زخمي گوتې
په حسرت یې پرې موښمه
خو قطرې شي رانه ورکې

وایم ماته کړم هېنداره
لاس مې وباسم بهر ته
له تقدیره بغاوت کړم
ځان لوگی کړمه شرر ته

آسمان بیا هم لاغوریږي
ملغلري دي توئیږي
تود بدن مې کړکۍ شاته
بس وریتیږي، نه لمدیږي

د اوبلنو سترگو وړاندې
دا جهان راته خړېږي
هرڅه گډ شي یو له بله
ستا تصویر ترېنه جوړېږي

لامع
واشنگتن دی سی
٠٧.٢٨ . ٠٨
10:30 pm
 برخه : شعرونه    |   fawad  :  له طرفه
22 May 2007   09:38:30 pm
باران او ستا یاد
د سپرلي یوې شېبې کې
د ښکلا په ننداره وم
چې مې ځان پکې لیده خپل
د جهان په نظاره وم

ستا خواږه خواږه یادونه
هر قدم راسره مل و
ستا په خیال کې گرځېدمه
اور مې بل د زړه په تل و

چې ناڅاپه په آسمان کې
سپینو تالندو بریښنا کړه
وریځې ونڅېدې ښکلې
پیل یې ځمکه کې غوغا کړه

د باران څاڅکي راتوی شول
سړول یې سره اورونه
په سخا یې لمدوله
وچې پاڼې، سره گلونه

د باران هرې قطرې کې
بس یو ستا د مخ تصویر و
ستا د حسن تجلا وه
ستا د مینې یو تاثیر و

د یوې شېبې لپاره
مخ مې پورته کړ آسمان ته
په تودو شونډو، د مچو
خواست مې وکړ و باران ته

په سلهاوو رڼو څاڅکو
مچې راکړې له آسمانه
ما مې غېږه کړه ورخلاصه
انگېره مې دا له تا نه!

پر وجود مې بهېدلې
خوږې مچې دې شیندلې
بې له ډاره مې په غېږ کې
خندیدلې، مستېدلې

ستا د مینې دا ارمان مې
په باران لږ څه دمه شو
ځوان وجود مې لیونی و
له جنونه را اېله شو

د امریکا غږ آشنا ټلویزیون
٢١ مې ٢٠٠٧
 برخه : شعرونه    |   fawad  :  له طرفه
11 Mar 2007   08:57:58 pm
د نوي کال په مناسبت
شېبې يو له بل پسې کډې کوي او د شپو ورځو په تېرېدو سره، مياشتې او بيا کلونه هم تېريږي. عجيبه دنيا ده! ځيني د وخت پر تېرېدو اوښکې تويوي او ځيني بيا د نوي کال او نوي فصل رارسېدل لمانځي. په هر صورت، وخت تېرېدونکی دی او په تېرېدو يې زموږ ژوند هم لنډيږي.
بيا هم نوی کال پخپلو يوه ستوو قدمونو زموږ خوا ته راروان دی، نه يې څوک مخه نيولی شي او نه يې هم راتګ ګړندی کولی شي. د کلونو مودې به يوه اندازه وي خو هر کال، په تېرېدو سره يې، ځانته يوه څېره پيدا کوي چې د هغې څېرې هره برخه، زموږ د ژوندانه يوه خاطره ده. موږ که يو کال رايادوو، نو خامخا د هغۀ کال خاطرې راژوندې کيږي. موږ به سږنی کال هم، د خپلو سږنيو خاطراتو سره، د تېرې زمانې غېږې ته سپارو او پرته له دې چې د خپل راتلونکي په هکله وپوهيږو، نوي کال ته هوسيږو. ته پوهېږې چې ولې؟
انسان په ژوند کې تل په لټه کې دی. هېڅ نيکمرغي هغه د لا زياتو په لور، له يون څخه نشي ايسارولی! هغه غواړي خپل خيالونه وپالي، او دې پاللو ته وخت په کار دی. وخت، که څه هم پخپل ذات کې ويشل شوی نه دی، خو موږ هغۀ ته د رنګونو او فصلونو له مخې، بڼه ورکړې ده. همدا رنګونه دی چې له زاړه څخه يې نوي ته خوشحاله يو او په خندا خندا يې د راتګ هرکلی کوو.
که ددې رنګ په راتګ کې، ستا د ژوند د لا برياوو د غوټيو غوړېدل نغښتي وي، (چې هيله مې هم همدا ده)، نو له امله يې زما د زړه له تله مبارکي ومنه.

فؤاد لامع
لمر ټلويزيون – کابل
د مارچ لسمه

 برخه : ادبي لیکني    |   fawad  :  له طرفه
11 Mar 2007   08:56:16 pm
رخـــــــه
يادونه: دا شعر د پيانېست په نامه، د امريکايي فلم له ليدو څخه په اغېز ليکل شوی. په دې فلم کې د هولوکاسټ پېښې انځور شوي او څرګنديږي چې څنګه انسان د مذهب او توکم په تور، کړول کيږي، مينه يې ترې اخيستل کيږي، او بلاخره د مرګ کندې ته غورځول کيږي.

،کله چې ويره خپره
،وينې، رنګونه بدل
او د مذهب عقيده اور وګرځې
،او هاغه وخت چې مينه
،تريخ د باروتو
تريو د وينو خوند راخپل کړي ځيني
او چې د زړونو تشېدو لپاره
يو څاڅکې اوښکه نه وي
نه هم د سويو کړيکو چيغو ته کوم غږ پاته وي
،يواځې هلته به وي
!چې يو انسان د ځناور پر ژوندون رخه کوي

لمر ټلويزيون – کابل
د مارچ 9 جمعه
 برخه : شعرونه    |   fawad  :  له طرفه
 
1 2 3 ...16 17 18 Next
برخي
[25] ادبي لیکني
[36] شعرونه
[24] ورځنۍ خبرې
[1] ژوند ليک
[1] د ملگرو ویبلاګونه
Aug 2008 سپتمبر 2008 Oct 2008
S M T W T F S
  1 2 3 4 5 6
7 8 9 10 11 12 13
14 15 16 17 18 19 20
21 22 23 24 25 26 27
28 29 30     
ارشيف
[9] مئ 2007
[7] فبروري 2007
[4] جنوري 2007
[6] نومبر 2006
[3] اکتوبر 2006
[6] سپتمبر 2006
[4] اګست 2006
[1] جولاې 2006
[3] جون 2006
[12] اپريل 2006
[33] مارچ 2006
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006