| | |
  Time [GMT +4.5] : 05 Jul , 20:01:52 | |
21 May 2007   09:58:20 am
دچا ژوند ښه شوى
دچا ژوند ښه شوى


په تېرو ٥ کلونو کې د افغانستان د اقتصاد د ودې او پرمختگ په ډگر کې يو لړ داسې کارونه شويدي چې کېدى شي په مثبته توگه ورته وگورو. دحکومتي شمېرو او خوشبينيو له مخې دافغانانو د سړي سر کلنى عايد نژدې څلور سوه ډالره ته لوړ شوى . داسمه ده چې سړکونه ، ښونځي ،کلينيکونه او پلونه په جوړيدو دي چې ظاهري اغيز يې په خلکو نه ښکاري . زه ډېر بد بينه نه يم ، خو سوال دادى چې ولې دخلکو په ژوند کې کوم بدلون نه ښکاري .زه منم چې د تيليفون په څو کمپنيو کې څو زره کسانو ته ښه دايمي کار پيداشوى ، خو زه نه منم چې دملي پيوستون د پروگرام او د سړکونو دجوړولو په څير پروژو کې دې خلکو ته له ٢ مياشتو زيات کار موندل شوى وي . کار او پانگه دهغو کسانو لاسته ورغلي چې کار او پانگه يې درلوده . ژوند دهغو ښه شوى چې ژوند يې ښه و. موټر او بلډينگونه هغو تر لاسه کړل چې له وړاندې يې هم درلودل . افغان چارواکي د ٥ کلونو په تېرېدو سره لاهم په دغه خاوره کې د بيکاره او په کار بوختو کسانو شمېره نشي ښولى .
افغان واکمن لاهم نه دي خبر چې څو مره افغانان په بهر کې کار کوي .
ددغه هېواد کليوالې سيمې له څو پلونو او د ښونځي او کلينيکونو له څو ودانيو پرته نور هيڅ هم نه لري .
نو ايا د خلکو په ژوند کې د بدلون ادعا کولى شو . حکومت ادعا کوي چې د سړي سر کلنى عايدله څه باندې سلو څخه ، ٣٥٥ ډالرو ته رسيدلى ، ايا دا د عادي خلکو د ژوند د ښه والي په معنا بللى شو؟ نه .
لکه چې وړاندې مې وويل دهغو خلکو پيسې او پانگه زياته شوې چې پخوايې پيسې درلودې . راځى چې يوه عادي محاسبه سره وکړو .
که دافغانستان نفوس ٣٠ ميليون وگړي حساب کړو او وگورو چې دڅومره کسانو ژوند ښه شوى .
څه باندې ٤ سوه زره دولتي کار کونکي له همدومره کورنيو پورې اړه لري چې که په منځنۍ توگه د هرې کورنۍ نفوس ٧ تنه وشمېرو ، نژدې ٣ ميليون وگړي خو داسې ژوند کوي چې مياشتنۍ عايد يې ٥٠ ډالره دي ، چې کلنۍ عايد يې ٣ سوه ډالره کيږي . لکه چې پاس مو وويل کله چې دغه ٣ سوه ډالره په ٧ کسانو وويشو په کال کې هر وگړى څه کم پنځوس ډآلره عايد لري . نو پام وگړى چې دري ميليون وگړي په دې ډول خپل ژوند تيروي .
د يو لړ ارزونو له مخې چې ٢ ميليون وگړي بيکار ه دي او يا اوږد مهالي کارونه نه لري . که دوى هر يوه ٧ نفره دکورنى غړي ولري نو ١٤ ميليون وگړي کيږي . ددوى عايدات خو هيڅ معلوم نه دي . کېداى شي د دوى کلنى عايد هم ما مورته ورته او يا څه کم وي .
همدارنگه ويل کيږي چې ٢ ميليون نور افغانان په کرکيليه بوخت دي چې د کرنېزو محصولاتو عوايد هم ټولوته معلوم دي .تېرو څو کلنو وچکاليو او د کرنيزو محصولاتو کم توليد او د بازار نشتوالي ته په کتوسره به ددوى عايد هم لږ څه په مامورينو ښه وي . که ددغو بزگرو دکورنۍ په گډون ټول نفوس لس ميليون حساب کړوچې د ځينو کورنيو دوه او يا درې تنه په کرکيله بوخت دي نو داسې ښکاري چې دافغانستان ٢٧ ميليون وگړي چې پخوا هم د بې وزلى په ستونزه اخته و اوس هم همغه پخوانى حالت لري . ځيني کيداى شي ووايي چې دغه ما مورين او بزگران يو څه نور کارونه هم کوي دا بيخي سمه خبره ده نو فرض به کړو چې ددوى ټولوکلنى عايد سل ډالره دى ، نو منلى شو چې زموږ دد ولتي چارواکو هغه ادعا يوه څه مبالغه ده چې وايي دخلکو په ژوند کې ډېر ښه والى راغلى .
اوس نو راځو خپلې اصلي موضوع ته داچې پيسې نو دچا زياتې شوي ، ژوند دچا ښه شوى آو په لويو ښارونو که دغه بلډنگونه او کورونه دچادي . دا هر چاته معلومه ده .
يو زيات شمېر يې دپخوانيو او اوسنيو قومندانانو ، دځينو سوداگرو ، لوړ پوړو حکومتي چارواکو چې د عايد درک يې نه دى معلوم او دهغو کسانو چې د مخدره توکو په قاچاق او اداري فساد کې لاس لري . ددغو کسانو شمېره په خپله دولت ته نه ده معلومه او موږ هم څه نشو ويلى خو که يې په دوه يا ٣ سوه زره حساب کړو نود کورنۍ د غړو په گډون ١ يا ٢ ميليون وگړي کيږي چې دافغانستان ټوله پانگه ددوى جيبونو ته تللې او حکومت يې په ټولو حسابوي . که دغو شميرو ته وگور د افغانستان د اټکلېدونکي نفوس شمېره راکوي چې ومو ويل ٣٠ ميليون ښول کيږي .
ټول افغانان په يو ه شي سره يوه خوله دي چې دمخدره توکو د قاچاق او بډو او اداري فساد له لارې ډېرو خلکو پيسې تر لاسه کړي
اوس که راشو ديته چې که دغه کسان دومره زيات وي لکه چې دلته ما فرضي شمېره ورکړ ه نو دا بېا ويرونکي ده .
هيله ده چې حکومت دعادي وگړو لپاره ددايمي کار په موندلو کې هڅې وکړي . نه لنډ مهالي کارونه لکه دکوم سړک او ښونځي په جوړولو کې د يوې او ٢ مياشتو کار . په دغه کا رسره به نه د کاريگر ژوند ښه شي او نه به يې دغه هېواد ته هيله پېدا شي .
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : مرکې    |   asim  :  له طرفه
21 May 2007   09:35:05 am
دکابل کوچيان د ښونځي خاوندان کيږي
دافغانستان په پلازمېنه کې د لومړي ځل لپاره دکوچيانو د ځانگړي ښونځي دجوړولو چارې پيل شوې . په دغه ښونځي به څه باندې سل زره ډالره ولگيږي چې د سلگونو کوچي زده کونکو لپاره به پر ليک لوست سربېره د ليليې اسانتياوې هم ولري .
د پوهنې وزارت وايي ډېر ژربه په ٦ نورو ولايتونو کې هم دکوچيانو لپاره ورته ښونځي پرانيستل شي .
له اوږدو کلونو وروسته دالومړى ځل دى چې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو د کو چي ماشومانو لپاره د زده کړې هڅې پيل شويدي .


دکابل ښار په ختيځ د بتخاک په سيمه کې دکوچيانو لپاره دغه جوړيدونکى ښونځي په ټول هېواد کې دکوچيانو دوهم ښونځى دى چې د ٧ سوه زده کونکو لپاره به د ليلې په گډون د زده کړې اسانتياوې ولري . دا ښونى به د څه باندې سل زره ډالرو په لگښت سره په ٤ مياشتو کې جوړشي . غزني په افغانستان کې لومړنۍ ولايت و چې د سلگونو زره کوچيانو څخه يې د څو سوه کوچي زده کونکو لپاره دزد ه کړې امکانات برابر کړي و.
دپوهنې وزير حنيف اتمر په کابل کې دکوچيانو د ښونځي دجوړېدو د کار د پيل پر مهال کوچيانو ته په ځينو نورو ولايتونو کې د ورته ښونځيو جوړولو زيرى ورکړ.
((٦ نور ښونځي به ژر په بادغيس ، بغلان ، پکتيکا ، خوست ،ننگرهاراوکندهار کې پرانېزو . په غزني کې له وړاندې جوړ شوى .))
دغه ټول ٨ ښونځي يوازې دهلکانو لپاره جوړيږي چې د زرگونو زده کونکو لپاره به د شپې د اوسېدو اسانتياوې هم ولري .خو ښاغلي اتمرله کوچيانو سره د يو شمير گرځنده ښونځيو دجوړلوژمنه هم وکړه چې ښونکي به يې هم کوچيان وي . کو چيان وايي که حکومت ددوى د نجونو لپاره امنيت او د زده کړې اسانتياوې برابرې کړي نو تياردي چې خپلې لوڼې هم ښونځيو ته وليږي .کوچى حاجي محمد له همدې کسانوڅخه يو دى (( موږ نجونو ته ښونه غواړي خو داسلام په چوکاټ کې ، يعني هلکانو او نجونو ته بايد جلا جلا ښونځي جوړ شي ،نو موږ تياريو خپلې نجونې ور وليږو .))
له تيرو څو کلونو راپديخوا په پرلپسې ډول کوچيان او په پارلمان کې ددوى استازي له حکومته د ښونځيو او کلنيکو نو غوښتنه کوي .
دافغانستان د پوهنې وزارت وايي په هر ولايت کې په جوړېدونکو لويو مدرسو کې هم کوچيانو ته ونډه په پام کې نيول شوې ده .
د تېرو ٣ لسيزو جگړو، ماينونو اوڅوکلني وچکالى په سپېرو دښتو غرونو او رغونو کې د ښونځيو ، اوبو ، سيوري ، باغ ، ځمکې او روغتيايې مرکزونو دنشتوالي يا ليرې والي له کبله له نورو خلکو ډېرکوچيانو ته زيان رسولى او ويل کيږي چې لاهم ددغو ستونزو حل دومره اسانه کار نه دى . کوچېان په نړى او افغانستان کې روان پرمختگ ته په کتو سره غواړي چې حکومت ديو منظم پلان سره سم ددوى د کورونو ځمکې وويشي او د ژوند ټولې اړوندې اسانتياوې دې ورته برابرې کړي .
خو د کوچيانو څه باندې ٣ ميليون نفوس ته په کتو سره ددغه ډول ښونځيو د جوړولو دومره په خرپ او درب اعلان به خندونکى وي .
په يو شمير ولايتونو کې پوهنتونونه جو ړ شول خو دکوچي لپاره ديوه ښونځي په جوړولو دومره نغا ره ووهل شوه .
په هر صورت دافغانستان دغه ورسته پاتې خلک هم انسانان دى او تر دې مهاله هيڅ حکومت ورته څه نه دي کړي . د ښاغلي اتمر دې کو ر ودان يې چې پر دغه لاره يې لومړني گامونه پورته کړل .
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : مرکې    |   asim  :  له طرفه
12 Apr 2007   11:18:05 am
دبرېښنا ستونزه
دافغانستان د بريښنا وزير وايي ډېر ژر به دکابل ښار پاتې سېمو ته د برېښنا غځول پيل شي . دا وخت ١٥ په سلو کې افغانان بريښنا لري . ښاغلي اسماعيل خان چې دحساب ورکولو په لړ کې ېې له خبريالانو سره خبرې کولې ژمنه وکړه چې د ٢٠٠٨ کال تر نېما يي به د ازبکستان له برېښنا څخه په کابل او يو شمېر نورو لايتونو کې عملي گټه پورته شي . خو ورسره جوخت ېې خبر دارى ورکړ چې د بودجې د کموالي له کبله به دغه برېښنا په خلکو ونشي ويشلى .
دغه وزارت تير کال څه باندې سل ميليونه ډالره د اوبو او برېښنا په پراخولو او تنظيم لگولي .



دټولې پلازمينې د روښانولو ژمنه يو ځل بيا پر داسې وخت کيږي چې دافغانستان د اوبو ټول بندونه له اوبو ډک شوي ،خو دکابل ښار درېمه برخه لاهم برېښنا نه لري . چارواکي وايي دم گړۍ ېې لس ميليون ډالره تر لا سه کړې چې د ښار ختېځې څندې به پرې روښانه کړي .دکابل ټولو څه باندې ٤ ميليون ښارې اوسېدونکو ته د برېښنا رسول د چارواکو په وينا په سلگونوميليونو ډالرو ته اړتېا لري . دبرېښنا وزيراسماعيل خان وايي دکابل ښار د رحمن مېنې ، سيدنورمحمد شا مېنې او احمدشا بابا مينې داوسېدونکو لپاره دبرېښنا دور رسولو چارې په همدې اونۍ کې دڅه باندې ٣ ميليون دالرو په لگښت پيل شوي ، خو يادونه ېې وکړه چې د جذ ب د وړتيا د نشتوالي له کبله همدا اوس له ٥٠ ميگاواټه بريښنا څخه گټه نشي پورته کولى
.
(( په همدې شپو او ورځو کې موږ٥٠ ميگاواټه اضا فه برېښنا لرو خو ويشلى يي نه نشو. لامل ېې دادى چې د جذب قوه ېې نشته . دکابل ښار د برېښنا دشبکې رغول او غځول همدا اوس ٤٥٠ ميليون ډالرو ته اړتېا لري ، ځکه چې د کابل د برېښنا ټول وسايل له کا ره لوېدلي . اوس موږ دښار د برېښنا دغځولو لپاره لس ميليون ډالره لرو .))

ښاغلي اسماعيل خان خبردارى ورکړ که په پلازمېنې کې د بريښنا د جال دغوړولو او پراخولو لپاره پيسې تر لاسه نکړي نو له سختو ستونزو سره به لاس گريوان شي .

(( زموږ ستره اندېښنه داده چې د راتلونکي کال په مېزان کې د ازبکستان او تاجکستان څخه راتلونکي بريښنا به د شبکې د نشتوالي له کبله جذب نشو کړى . دا به ستر ناورين وي ځکه ددغې برېښنا په وړاندې بايد پيسې ورکړو او دخلکو کورونو رڼا کړو.))

داوخت په ټول افغانستان کې ١٥ په سلو کې خلک بريښنا لري چې دازبکستان څخه د ٣٠٠ ميگاواټه برېښنا په رارسېدو سره به دغه شمېره نوره هم لوړه شي . کابل ته ددغې برېښنا د را رسېدو وخت د ٢٠٠٨ کال وروستۍ مياشتې ټاکل شوي خو تردې نيټې دمخه به دافغانستان هغو شمالي سېمو ته دغه واردونکې برېښنا وويشل شي چې د برېښنا دغه تارونه پرې راتيريږي . يوازې تېرکال څه باندې سل ميليون ډالره په افغانستان کې د اوبو او برېښنا په ويشلو او تنظيم لگول شوي.
ښاغلي اساعيل خان داوبو او برېښنا د سلگونو نورو وړو او لويو پرژو د پيل او بشړيدوخبر هم ورکړ چې له لسو تر سل ميگاواټه بريښنا به توليدوي ، په دې برخه کې د کجکې د برېښنا دبند جوړول هم راځي چې څه په لسگونو ميليون ډالره پرې لگيږي .
افغان حکومت دم گړۍ زر ميگاواټه برېښنا او ٢ ميليارد ډالرو ته اړتيا لري چې په دغه هېواد کې دخلکو لمړنيو ستونزو ته پرې ځواب ووايي .
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : مرکې    |   asim  :  له طرفه
01 Apr 2007   05:18:55 pm
دځمکو غصب
د افغانستان د ښاري پراختيا وزارت دميليونونو ډالرو په لگښت دکابل ښار دکانالېزېسېون او بې نقشي کورونو دسمبالولو چارې پيل کړي . داخبره ملت ته دحساب ورکونې دبهيرپه لړ کې دښاري پراختېا وزير وکړه ،خو يوسف پښتون يو شمېر زور واکانو ته گوته ونيوله چې په دولتي ځمکه ېې خېټه اچولې او د دولت زور پرې نه رسيږي . دحساب ورکونې د لړۍ بل چارواکى د روغتيا وزير و چې وېې ويل تېرکال ېې ٨٠ په سلو کې افغانان د اساسي روغتيايي خدماتو تر پوښښ لاندې راوستي . ښاغلي محمد امين فاطمي په ډاگه کړه چې يوازې په کليوالو سېموکې ېې په تېر کال کې تر ٤ ميليون د زياتو وگړو درملنه کړې.



دښاري پراختيا وزير پرداسې مهال په ډاگه يو شمېرهغه زور واکان خبريالانو ته وښول چې د ښاري خدماتو او دځمکو دنمرو د نه ويش پر سرله يو لړ نيوکو سره مخامخ دى . يو سف پښتون ملت ته دحساب ورکونې پر وخت دخپلو يو لړ کارونو دکتارولو تر څنگ وويل چې که د ځمکې ددغې مافيا مخه ونه نيول شي گواکي ښاري خدمات نشي تر سره کيدى . ده په يو څه احساساتي لهجه په کابل کې د يو شمېر نيول شويوځمکو عاملين په گوته او په ډاگه ېې کړه چې د دولت زور پرې نه رسيږي .
((تردوه نېم زره ميليون ډالره زيات پانگه د ودانولو په برخه کې شوې خو له چورپور پرته نو ر هيچيرته د کورونو جوړيدل نه ليدل کيږي.که دځمکو دغصب مسله حل نشي هيڅ ښاري پروگرام پرمخ نه درومي .دا چور قومندانانو کړى .په کابل کې ددفاع دوزارت ملکيت د مرنجان غونډۍ د قومندان رشيد په نوم يوه کس په زور نيولې ، دروغ نه وايم .))
ښاغلي پښتون وويل د افغانستان دملي شورا يو شمېر غړي هم د دولتي ځمکو په غصب کې لاس لري خو دداسې تگلارې د وړاندې کولو خبره ېې وکړه چې دده په اند که عملي شي نو دغې ستونزې ته به پاى ورکړي .
دښاري پراختېا دوزېر په خبره چې دغو زورواکانو په ټول افغانستان کې تر ٣ ميليون جرېبه زياته ځمکه نيولې . خو ددغو ستونزو له شته والي سره سره ېې يادونه وکړه چې په تېر کال کې ېې دميليونونو ډالرو په لگښت د کورونو لپاره دځمکو د ويشلو، د کابل ښار د کانالېزېسيون ، او بو رسولواو بې نقشي کورونو دسمبالولويا بهسا زى چارې پيل کړي .

((بهسازي هم ډېره مهمه مسله ده . پخوا داسې و چې چا به بې نقشي کور جوړ کړو ښاروالۍ به ويجاړاو.که لس يا شل کوره وي وبه ېې نړوو.نژدې دوه ميليونه وگړي دکابل ښارپه دغو بې نقشې کورونو کې ژوند کوي ددومره خلکو کورونه نړوى شم .))

دغه چاره به دکابل ښاريانو په گډون دافغانستان د نورو هغو ښاري اوسېدونکو لپاره ښه خبر وي چې دخپلو بې نقشې کورونو د برخليک په اړه فکر کوي . دبهسازي په نوم دغه پروگرام د ښار شته بې نقشي لارې کوڅې لويوي او کورونه خلکو ته قانوني کوي .
دښاري پراختيا له وزير وروسته د روغتيا وزير په تفصيل سره دتېر کال په خپلو کړوکارنو رڼا واچوله . ده وويل دافغانستان ٨٠ په سلو کې خلکوته اوس اساسي روغتيا يي خدمات رسيږي او د يو شمېر هغوناروغيو يادونه ېې وکړه چې له کبله ېې په دغه هېواد کې داخته کسانو او مړينې کچه کمه شوې .د روغتيا وزير دنژدې ټولې څه باندې نوي ميليون پراختيايي بودجې مصرف ، په کلېوالو سيمو کې د ٤ ميليون وگړو د درملنې اود سلگونو روغتيايي مرکزونو جوړول خپلې مهمې لاسته راوړنې وبللې .
((د تېرو ٢ کلونو په اوږدو کې تر ٧ سوه زېات روغتيايي مرکزونه جوړ شوي . د نري رنځ د ناروغۍ د پيژندنې او درملنې لپاره تر ٨ سوه زيات مرکزونه جوړ شوي د ٨٣ کال څلور برابره شوي. لومړنې ارقام ښيي چې ددغې ناروغۍ څخه دمړينې شمېره له ٢٣ زرو څخه ١٢ زرو ته را ټيټه شوې .))
خو لاهم دافغانستان تر نيمايي زيات کلي کلينيکونه نه لري او په هرو سل زرو ښځو کې ١٦ سوه د زېږون پر مهال مري چې دروغتيا د وزير په وړاندې ستره ننگونه ده . ښاغلي فاطمي په کابل او څونورو ښارونو کې د يو شمېر نويو عصري روغتونو نو د جوړېدو يادونه هم وکړه چې د څو کلونو په ترڅ کې به رامنځ ته شي . خو دافغانستان په سويل کې د روغتيايي کارکونکو په وژل کېدو او تښتول کېدو ېې سخته اندېښنه وښوده چې ورسره جوخت د يو شمېر ناروغيو دخپرېدا او د روغتيايي خدماتو د په ټپه درېدو لامل کيږي .
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : رپوټونه    |   asim  :  له طرفه
01 Apr 2007   05:18:08 pm
کلتوري يرغل
دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير خبردارى ورکړ چې ددغه هېواد کلتور د نورو هېوادونو ترفرهنگي يو غل لاندې دى . کريم خرم د دولتي چارواکو لخوا د حساب ورکونې په دريمه ورځ خبريالانو ته داخبره وکړه . ده هغو هندي ډرامو او فلمونو ته گوته ونيوله چې دامهال په يو شمېر خصوصي تلويزونونو کې خپريږي .
بل خوا د ښځو چارو وزيرې بيا دتېرکال مهمې لاسته راوړنې د ښځو د وضيعت د ښه والي لپاره په بيلا بېلو برخو کې دلسگونو تگلارو او سيمنارونو جوړول وښول او يادونه ېې وکړه چې په دغه هېواد کې د ښځو روان وضيعت د اندېښنې وړ دى .




دحساب ورکونې د لړۍ په درېمه ورځ د اطلاعاتو اوکلتور او ښځو چارو وزيرانو دخپلو ادارو په ترسره شويو کارونو رڼا واچوله . دواړو وزيرانو دخپلو کړو کارونو اوږد ليست خبريالانو ته وړاندې کړ او په شويو کارونو کې ېې ځانونه بريالي وبلل .دواړو د خپلو بودجو دمصرف يادونه وکړه.
دکلتور وزير دملي موزيم درغولو په گډون د څوکتابونو چاپېد ل، د يو شمير تاريخي اتارو خوندي کول ، د يو شمېر سيمينارونو داېرول ، دملي راډيو او تلويزون د خپرونو پراخول ،او دترويزم د ډگر دعواېدو زېاتول دتېر کال مهم کارونه وشميرل.
له ښاغلي کريم خرم نه ډېرې پوښتنې په يو شمېر تلويزوني چينلونو کې د بهرنيو ډرامو او فلمونو دمنفي اغېز په اړه وي . ده دغه کار کلتوري يرغل وبا له چې په وينا ېې ژر به ډله ېېزو رسنيو ته دکورنيو او بهرينو خپرونو فېصدي وټآکل شي .
اکچ
په دې سربېره ېې دکتابتونونو کموالى ، تشکيلاتي تورم او دبودجې کموالى غټې ستونزې وبللې او ژمنه ېې وکړه چې دمطبوعاتو دازادى د ساتلو ترڅنگ به دکتابونو دچاپ زياتولو، د توريزم پراخولو او دځوانانو روزلو ته ډېر پام وکړي .
د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر بيا د ښځو په وضيعت اندېښنه وښوده او يادونه ېې وکړه چې ددغو حالاتو د ښه والي او دتاوتريخوالي دکموالي لپاره ېې په تېر کال کې بېلا بېلې تگلارې جوړې کړي او اجراېېوي وزارتونو ته به يي د پلي کولو لپاره وسپاري . د خپلې ادارې په مټ ېې د ښځو دحقونو د پوهونې په اړه د لسگونو سيمينارونو او خپرونو چاپولو ته هم اشاره وکړه ، خو دغه ډ ېر تر سره شوي کارونه په ښارونو پورې اړه لري .لاهم په ولايتونو کې نجونې په وړوکوالي کي وديږي ، دکورني شخړوسره لاس او گريوان او له کوره بهر کارونو ته نه پرېښول کيږي. د بشري حقونو د رپوټ له مخې يوازې دافغانستان په لويديځو لايتونو کې څه باندې سلو ښځوتېرکال ځانونه سوځولي او گڼ شمير نور دکورني تاوتريخوالي سره لاس او گريوان دي چې ددغې چارې دعملي مخنيوي کوم گام نه تر ستر گو کيږي .
مېرمن غضنفر وايي ددغو سترو ستونزو له منځه وړل ډېر وخت غواړي .
((داسمه ده چې کوم ځانگړى بنسټيزاو اساسي کار نه دى شوى .دا ددې لپاره چې دوزارت عمر ډېر کم دى . لس کاله بايد وزارت کار وکړي ترڅو هغه څه تر سره کړي چې تا سو ېې غواړى .))
دښځو چارو وزيرې دښځو دوضيعت دښه کېدو لپاره د يوه لس کلن ملي پلان دجوړېدو يادونه وکړه چې وايي ژر به ېې حکومت ته وړاندې کړي .
دامهال په افغانستان کې ښځې دښونې ، روزنې ،کار ، بې وزلۍ او روغتيا له کبله په ناوړه حالت کې دي .دملگرو ملتونو د روغتيايي سازمان د رپوټ سره سم په هرو سلو زرو ښځو کې ېې شپاړس سوه ښځې دزيږون پر مهال مري . ددغه وضيعت ښه کېدل به له شکه چې لويو مالي منابعو ته اړتيا لري . د ښځو دوزارت دتېرکال ٢ ميليون ډالري پراختېايي بودجې ته په کتو سره تردې زيات کار له اټکله ليرې ښکاري .
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : رپوټونه    |   asim  :  له طرفه
 
1 2 3 Next
برخي
[3] مرکې
[1] داورپه ليکه -دمشرف کتاب
[2] رپوټونه
Jun 2008 جولاې 2008 Aug 2008
S M T W T F S
    1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30 31   
ارشيف
[2] مئ 2007
[10] اپريل 2007
[1] مارچ 2007
[1] جنوري 2007
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006