|
|
| 17 Jun 2008 11:18:59 am |
مځكه هغه سوځي چي اورپربل وي |
|
|
| له هغه ورځي راهيسي چي په ارغنداب ولسوالۍكي دجنګ اوازه خپره سوې ده ،ورسره سم له هغې ولسوالۍڅخه دكډوبهير د كندهار ښارپرلوري رامات سوى دى اودايې درېيمه ورځ ده چي په ډلو،ډلوكورنۍدكندهارښارته رارواني دي . همداتېره شپه مي وليدل چي ناوخته ديوې كورنۍڅوتنې ښځي ،كوچنيان او يو سپين ږيرى دكندهارښارته په پښوراروان وو اوددغي كورنۍ له ظاهري حالت څخه داسي ښكارېدل چي داقتصادله پلوه ډېركمزوري دي ځكه دوى ټولودكورهغه ضروري سامانونه په لاسونوكي راخيستي اوكندهارښار ته په نېمه شپه راورسيدل اوهلته يې دځايي اوسيدونكوڅخه داوسيدودځاى غوښتنه كوله . اورېدلي مي دي چي ددغي كورنۍپه ډول په لسګونوكورنۍپه كندهارښاركي له ناڅرګندبرخليك سره يوځاى كډه په شاله كوچنيانو اوښځو سره مل په دې سره ګرمي كي دسرپناپه هيله دناهيلي شپې اوروځي سباكوي اوتراوسه كوم دولتي ياغيري دولتي اړوندو څانګي سرلاهم نه دي په ګرځولى اونه يې پوښتنه پركړې ده چي دوى په څه حال كي دي ؟؟خو اصلي پوښتنه داده چي ترڅوبه لا افغانان اوبياپه ځانګړي ډول پښتانه په خپله خاوره كي داسي بې كوره اوبې اوره درپه دره كډه په شاګرځي ؟؟ لاترڅوبه دغه (بې ګناه ګناهګاران!!) په يوه اوبل نامه ټكول كيږي ؟؟ لاترڅوبه ددوى مېني له يوې اوبلي خواپه توپونواولويو،لويوګوليووېشتل كيږي ؟ لاترڅوبه ددوى دكورنۍغړي په بې رحمۍسره وژل كيږي؟؟اونور،نور...داهغه پوښتني دي چي دهرافغان په زړه كي غورځنګونه وهي خوداچي ځواب ته به يې كله اوڅوك مثبت ځواب وايي لاهم يوه نامعلومه راتلونكې ده . |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ليکني | speasaly : له طرفه |
|
|
|
| 11 Jun 2008 02:35:03 pm |
دشهيد(روحاني)له كورنۍسره دغمرازۍپيغام |
|
|
دارواښادعبدالصمد(روحاني)دشهادت خبرموپه داسي حال كي واوريدچي هيڅ فكرمونه كاوه ،ځكه خداى بخښلى (روحاني)په سيمه كي يوله هغوژورناليستانوڅخه ؤچي تل به يې دژورناليزم دټولواصولودپه پام كي نيولوسره خبرونه اوراپورونه خپرول . په كندهاركي (افغان ازاده راډيو)او(هڅه اونيزه )خپل ځانونه دعبدالصمد(روحاني)له كورنۍسره په دې لوى غم كي شريك بولي اوخپله روحاني ته دفردوس جنت جګي ماڼۍغواړي . خودده قاتلان بايدپوه سي چي دمرحوم روحاني په وژنه هيڅكله دبيان ازادي نه يوازي چي غلې كيداى نه سي بلكي لابه ورځ تربلي وده كوي اودده ټول ملګري اوهمسلك كسان به دخپل مسلك اود(روحاني) دپاك روح دخوښۍپه هيله لاهم قلمونه ګړندي كړي ترڅود(روحاني) غوندي دپاكوشهيدانوارمانونه په ښه ډول سرته ورسيږي اوددښمنانو توري څېرې يې لاهم نړيوالوته ښه رسواسي .موږيوځل بيادخداى بخښلي عبدالصمد(روحاني) كورنۍته دجميل صبرغوښتنه كوو اوددغه قلمي اتل پاكي ارواح ته دعقيدت ګلونه وړاندي كوو.
په ټول هيوادكي دبيان دازادۍدلاډيري غوړيدا اوپرمختګ په هيله . |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : پيغامونه ا | speasaly : له طرفه |
|
|
|
| 11 Jun 2008 02:32:24 pm |
وروستى روغبړاووروستى ديدن !! |
|
|
له ډېره وخته مي سترګي دعبدالصمد(روحاني )دڅېرې سره اوغوږونو مي ددغه خواخوږي ځوان دنوم له اورېدوسره اشناوو ځكه نوموړى په هلمندولايت كي يوله هغوتكړه ځوانانوڅخه ؤچي قلم يې شعر،ليكوالۍاوژورناليستۍته ښه جوړؤ . زه چي دده څېره راپيادوم نوماته دده ورين تندى اوله خنداډكه خوله راپياديږي اوداددې معنى لري چي خداى بخښلى (روحاني)په كندهارۍاصطلاح ((يودنامي زوى اوديارانويارؤ .))هرمهال چي (روحاني) راسره مخامخ سوى ؤنوپه ډېرورين تندي اوخندانه لهجه به يې دكندهاردټولوفرهنګيانواوژورناليستانوداحوال پوښتنه راڅخه كوله اوبيابه يې وروسته دهلمندي قلموالوپه راليږولوسلامونونازولم . ددغه ځوانيمرګ دمرګ خبرمي په لومړي ځل له طلوع ټلوېزون څخه په داسي حال واوريدچي هيڅ باورمي نه كېده چي زموږدغه قلموال دي دمرګ توري بلاته په لاس ورغلى وي ځكه نوموړي له هيڅ چاسره دښمني نه لرل اونه يې هم كوم څوك ازاركړى ؤ تل به يي همداخبره كوله چي ځوانان بايدكاروكړي اودزړونودزهيرېدوپرځاى دخپل هيوادچوپړته لستوڼي راپورته كړي .
نوموړي كه څه هم په ژورناليزم كي مسلكي زده كړي نه وي كړي خوله دغه مسلك سره يې دونده مينه درلوده چي له رپوټ اورېدوڅخه يې داسي ښكارېدل لكه ديوه مسلكي ژورناليسټ راپورچي څوك اوري . دده په راپوركي تل دژورناليزم ټولواخلاقوته پاملرنه سوې وه اوهڅه يې داوه چي دژورناليزم داصولوله مخي دځپلوهيوادوالوله احواله مسؤل كسان خبركړي .
نوموړى نه يوازي دبي ،بي،سي اوپژواك اژانس لپاره كاروكاوه بلكي په هلمندولايت كي دخپلواكي مجلې (بګړۍ)مسؤل مديريت ته يې هم په پوره ايماندارۍسره اوږه وركړې وه اوپه دې مجله كي يې هم دهلمنددناخوالوراڅرګندول ستره موخه وه . دژورناليزم ترڅنګ هغه يوتكړه شاعر،ليكوال اوښه اناونسرهم ؤ اوپه خپلوليكونواوشعرونوكي به يې دظالمانوظلمونوته ګوته نيول اودسټيج پرسرچي به كله داناونسرۍلپاره ودريدنوپه يوه ښه اندازبه يې شعرونه ويل اوناست كسان به يې هڅول چي دغونډي يامشاعرې ترپايه ورسره پاته سي ،چي دغه كمال دهرچاكارنه دى خودادروحاني(روحاني ) لوى كمال ؤچي په خندانه لهجه به يې شاعران دشعرويلولپاره ددريځ سرته رابلل.
ځوانيمرګ (روحاني) دحق ملګرى اوپه دې لاركي له هيڅ ډاراوګواښ څخه (خار)نه خوړى ځكه دى پوهيدى چي :
((حق نه ټوكيږي په باران داوښكو
حق هميشه دوينواوبه خورغواړي .))
همداوسبب ؤچي زموږدغه خداى بخښلي ياردحق درختي ته دخپل زړه وينه وركړه خودبيان دخپلواكۍږغ يې پټ نه كړاوپه ښكاره يې دننګياليانولارونيول اودخپل زړه ارمان ته چي هغه دبېچاروږغ راپورته كول ؤ ككرۍخاوري كړه خوچاته يې ټيټه نه كړه.
چي خبره راڅخه اوږده نه سي راګرځم خپل مطلب ته اوهغه داچي : دغه ځوانيمرګ خبريال ترخپل شهادت يوه اونۍمخكي همدلته كندهارته ديوڅوتنونوروهلمندي شاعرانوسره يوځاى دانارګل دوديزي مشاعرې ته دګډون په موخه راغلى ؤ كله چي په ژړي مازيګرنوموړى دمشاعري لپاره ترتيب سوي ځاى (منډيګك ماڼۍ)ته راورسيدنوزه دروغبړلپاره ورولاړسوم دروغبړپرمهال يې ټينګ په غيږكي ونيولم اوپه خندايې راته وويل : ((وزن دي زيات سوى دى . ))په هغه ورځ لكه خبرچي ؤچي دامي له ((سپېڅلي))سره وروستى روغبړدى ،ترډېره يې په غيږكي ټينګ نيولى وم اوپه دې حال كي يې دپوښتنولړۍروانه كړې وه ،له ده څخه وروسته مي له نوروهلمندي شاعرانوسره هم روغبړوكړا وبيامي دمشاعرې ترپيل كيدوترمخه دخپلي ادبي خپروني (شپه ،شپون اوشپېلۍ)لپاره دهمدې مشاعرې دجوړېدپه اړه دنظرغوښتلوورته وويل په ډيرورين تندي اوخندانه څېره يې راته وويل : ((زه پرپوښتنوغښتلى يم خوپرځوابونوباندي نه .))ماورته وويل زه هم ډيري پوښتني نه درڅخه كوم يوازي ستاسونظرغواړم ،هغه ؤچي دانارګل مشاعرې په اړه يې خوراښه اومعقول نظرراته وړاندي كړاوماهم ثبت كړ. شهيدعبدالصمد(روحاني )دغسي مشاعرې ډيري ګټور ي وبللې اوبيايې په هلمندكي دجوړي سوي مشاعرې (دهلمنددڅپاندسيند) په اړه هم ډيري خبري راته وكړي او په ګيله راته وويل چي نه وې راغلى ؟ !! زه څه پوهيدم چي دابه زماله خپل ګران ملګري اوهمسلك ځوان (روحاني)سره ورستۍخبري اوورستى روغبړي وي !!اوبيابه ترقيامته له يواوبل سره ونه ينو!! |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ليکني | speasaly : له طرفه |
|
|
|
| 20 May 2008 12:10:08 pm |
والي صاحب !د(ښوراوك)ولسوالۍپه حال خبرياست ؟؟ |
|
|
| ښورواك (ښورابك )دكندهارپه ټولوولسواليوكي دمساحت په لحاظ درېيمه غټه ولسوالي ده چي د پاكستان پولي ته څېرمه موقيعت لري،خوپه ډېره خواشينۍسره بايدوويل سي چي په دغه غټه ولسوالي كي هيڅ رسمي ښوونځى نسته .ټوله كوچنيان (هلكان اونجوني)دژونددغه مهم پړاوچي هغه يې دزده كړو وخت دى درسمي ښوونځيودنشتوالي له امله دناپوهۍپه توروتياروكي تېروي چي داډېره دافسوس خبره ده !!تاسوفكروكړى چي ددغي ولسوالۍدښووني اوروزني مسؤليت دچا پر غاړه دى اوڅوك يې بايددزده كړوغم وخوري دولايت دروندمقام،ولايتي شورا،پارلمان اوكه دپوهني وزارت ؟؟ په داسي حال كي چي دغه ولسوالي نه يوازي په كندهاركي له غټوولسواليوڅخه شمېرل كيږي بلكي دګاونډي هيوادپاكستان پولي ته هم ډېره نيژدې پرته اوكه دغه حالت همداسي روان ؤدهغې ولسوالۍخلګ اړدي چي خپل كوچنيان دګاونډي هيوادپاكستان و(سكولونو!)ته دزده كړو لپاره وليږي چي هلته به نودپښتواودري ژبو پرځاى اردواوانګليسي ژبي په زده كړي ،داحمدشاه بابااوميرويس نيكه پرځاى به (محمدعلي جناح) او (فاطمه جناح) په وپېژني چي له دغسي زده كړوڅخه به نودهيوادپه بيارغونه اوسمسورتياكي څه ګټه واخيستل سي؟؟ والي صاحب ! كه چيري خداى مه كړه د(ښوراوك) ولسوالۍدغه روان حالت همداسي روان پاته وي اونوى نسل يې دناپوهۍ په تاريكو كي همداسي رالوى سي آيافكرنه كوى چي دابه زموږ اوستاسودژوندپرهراړخيزبهيرباندي يوداسي ګذار وي چي جبران به يې نه يوازي ستاسوبلكي دوزارتونو ترتوان هم وتلى وي ځكه تاسوته ترما،ښه څرګنده ده چي په هيوادكي دټولوروانو بدبختيو مورناپوهي ده ،ترڅوچي دغه ناپوهي له منځه نه وي تللې تر هغو پوري به زموږستونزي همداسي يوپربل سره پرسر پرتې پاته وي .هيله كوم والي صاحب !چي تاسود (ښوراوك) ولسوالۍدخلګودښوونيزبهيرڅخه هم ځان خبركړى ترڅوله دې لاري موبشپړه ولسوالي دناپوهۍله تاريكوڅخه ژغورلې وي اوكنه نوترهرچابه يې ډېرمسؤليت تاسوته متوجه وي ځكه اوسمهال په كندهارولايت كي تاسودښاغلي كرزي صاحب استازي ياست اودابه پرسهيل لويديځه حوزه باندي يوبل ملاماتونكى ګذاراوباروي .داسمه ده چي په كندهار ولايت كي دپوهني رياست سته خودپوهني رياست ستاسوبېله كلكي همكارۍڅخه څه نه سي كولاى . په دې لاركي ستاسواوديادي سوي ولسوالۍ دخلګو همكاري ډېره اړېنه ده اوبايدددغي ولسوالۍ پر ټولو كوچنيانوباندي سخت زړه وسوځل سي،ځكه د (ښورواك)ولسوالۍ كوچنيان هم لكه په هيوادكي دنوروولسواليودكوچنيانوپه ډول دزده كړي حق لري اوبايدددوى دغه حق ته په درنه سترګه وكتل سي ،كيداى سي چي په راتلونكي وخت كي له همدغه ولسوالۍڅخه دهيوادتكړه سياسي اومخور كسان ولرو،خوداهغه مهال كيږي چي تاسوغوندي مسؤلين يې په ستونزوځان خبركړى اودزړه له اخلاصه سرپه وګرځوى . |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ليکني | speasaly : له طرفه |
|
|
|
| 10 Apr 2008 04:29:06 pm |
كندهاريان يوځل بيادغم پرټغر |
|
|
((پلارمي زماسره قول كړى ؤچي سهارتاته بايسكل دررانيسم خواوس ...))پردغه ځاى يې خبري په ستوني كي ژړاخفه كړې اوله سترګوڅخه يې بې اختياره اوښكې دګرېوان پرلوررواني سوې اودلوړي ژړاسره يې زياته كړه : اوس نوماته څوك بايسكل رارانيسي؟؟ . داخبري دهغه لس كلن عبدالله وې چي نن يې پلاردكندهارښارپه پنځمه ناحيه كي ديوه ځانمرګي بريدپه ترڅ كي خپل ژونددلاسه وركړى ؤاوزوى يې تړلوزنوته ناست او ټولوهغوكسانوته يې په حيرانتياكتل چي نن دځانمرګي بريدپه ترڅ دقرباني سووخپلوانواحوال پوښتولوته دميروئيس روغتون په انګړكي راټول سوي وو.يوه بله سپين سرې مي وليدل چي په ځان نه پوهيدل اوپه ژړااوچيغويې دخپل سرويښتان شكول اونارې يې وهلې چي : (( زه تباه سوم ،همدايوزوى مي ؤاوس به يې كونډه اوكوچني يتيمان دچاپردركړيږي ؟؟!!دې ته ورته نورونارواوچيغارودميرويس روغتون انګړپرسراخيستى ؤاوهغه دچاخبره يوقيامت جوړؤڅوك نه پوهيدل چي څه وكړي اوله چاڅخه پوښتنه وكړي اوپرچاددغه عام ولس دوژني ،ټپي كيدواودديرشوكورنيودخرابيدوملامتياواچوي ؟؟ يوډېرسپين ږيرى سړى چي ږېره يې په اوښكه لمده وه په لړزېدلي ږغ راته وويل : (( دخداى پاردى ،داڅنګه حكومت اوخارجيان دي چي زموږامنيت نه سي نيولاى ؟؟!هره ورځ سپين پښتانه مري اوڅوك هيڅ سرلانه خلاصوي .)) دده په ويناچي وراره يې په دې پېښه كي وژل سوى اوځوانه ښځه يې دپلارپركورپاته سوه . سپين ږيري چي خپل ځان فيض الله راوپېژانده زماديوې پوښتني په ځواب كي زياته كړه : زه نه پوهيږم چي موږافغانان په تېره بياپښتان به ترڅولكه خداى مه كړه حيوانان وژل كيږواوڅوك به موپه كيسه كي لانه وي .
كه څه هم مؤظف ډاكټرانودمركولپاره دوالي صاحب دامرغوښتنه راڅخه كوله خوځان مي په يوډول نه په يوډول ترټپيانوپوري ورساوه اوله يوه تن ټپي څخه مي چي له خپلوټپوڅخه ډيرناكراره ؤدسترګوليدلى حال وپوښتى ،هغه راته وويل : (( سهاردنهوبجوپه شاوخواكي يوسرف موټرزموږدوكان ته نيژدې ولاړؤكله چي دخارجيانودوه ټانكونه تېرسول نوپردغه موټرسرلمبه وګرځيده نورپه ځان نه يمه پوه سوى. )) دغه ټپي چي ځان يې په دې سيمه كي دوكاندارراوپيژندى زياته كړه : دخداى لپاره داڅه حال دى ،ته وګوره په دې چاودنه كي يوازي سپين پښتانه مري اوامريكايانوته هيڅ تاوان نه ورسيږي ،زه نه پوهيږم چي داجنګ اوچاودني به تركله زموږكندهاريانوويني تويوي ؟!
كله چي مي دميرويس روغتون له يوتن مؤظف ډاكټرڅخه چي نه يې غوښتل نوم يې خپورسي دقربانيانوپه اړه پوښتنه وكړه ،هغه راته وويل چي تراوسه پوري ټول راوړل سوي ټپيان اومړي ولسي وګړي دي چي كوچنيان اوسپين ږيري هم پكښي شامل دي ددې پيښي پرځاى كندهارامنيه قومندان مل پاسوال سيداقا(ثاقب )خبريالانوته ويلي ؤچي په دې ځانمرګي بريدكي دوه ويشت تنه ټپيان سوي اواته تنه نوروژل سوي دي چي دده په ويناپه ټپيانوكي دوه تنه دولتي عسكرهم شامل دي اونورټول دسيمي دوكانداران اولارويان دي.
يوتن عيني شاهدمحمدالله هم دډيرومړواوټپيانويادونه وكړه اوزياته كړه چي په دې بريدكي ترلسوډيرودوكانونوته هم تاوان رسيدلى دى اوده ليدلي دي چي دپيښي په ځاى كي دولسي وګړوويني اوغوښي يوې اوبلي خواته پرتې وي . په دغسي حالاتوكي تل دميرويس روغتون دويني له كمښت سره مخامخ كيږي چي بياپه ښاركي دټپيانولپاره دخلګوڅخه دويني غوښتنه كوي ،نن هم دهمدغه اړتياپربنسټ په كندهاركي (دسولي مركې )په لسګونوځوانان ليدل كيدل چي دټپيانودژوندژغورني په موخه يې خپل دبدن وينه وركول اوله دې لاريې خپل دهيوادپالني احساس څرګنداوه دهمدې ډلي يوتن ځوان حيات الله (معصوم ) دويني وركولوڅخه وروسته پرنوروځوانانوباندي هم ږغ وكړچي په دغسي وختونوكي دځپلوهيوادوالولاس ونيسي ځكه ځوانان دده په ويناديوې ټولني دملادتيرحيثت لري . ديادوني وړده چي پردغه سيمه يعني دكندهارښاردپنځمي ناحيې دده خواجې پرسيمه تل دغسي ځانمرګي بريدونه ترسره سوي دي چي په هره پېښه كي يې ډېرى قربانيان ولسي وګړي دي كه څه هم دكندهارښاريانوله بهرنيوځواكونوڅخه غوښتنه كړې ده چي دورځي له خوادي په ښاركي له ګرځيدوراګرځيدوڅخه ډډه وكړي خوبهرنيان كله دافغانانوپه خبرواوغوښتنوغوږګروي ؟؟!! |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : ليکني | speasaly : له طرفه |
|
| |
| 1 2 3 ...9 10 11 Next |