|
|
| 24 Jun 2008 08:02:46 pm |
د بي بي فاطمه زهرا د زوکړې جشن ټولو ته مبارک شه |
|
|
مهربان بخښونکی خداے په نامه
((د خداے ګران رسول (ص) فرمائی: فاطمه زما د وجود ټوټه ده او چې چا دا راضی کړه نو زۀ يې راضی کړم او چې چا زۀ راضی کړم نو خداے پاک يې راضی کړ او چې چا دا ناراضه کړه نو زۀ يې ناراضه کړم او چې زۀ يې ناراضه کړم نو خداے پاک يې ناراضه کړ))
څلورمې خور د مياشتې ٢٠نېټه د خداے د ګران رسول (ص)د خوږې لور او د جنت د مېرمن حضرت فاطمه زهرا (ع) د زوکړې ورځ د نړی ټولو مسلمانانو په خاصه توګه مسلمانو مېرمنو ته مبارک شه.
ډېره به ښه وی چې مسلمانان نور د غېرو قومونو پېروی پرېږدی او په ټوله اسلامی نړۍ کښې دا ورځ دمور او د ښځې د نړيوالې ورځې په توګه ونمانځل کيږي
له طرفه:
اهلبېت پښتو اکېډيمی
پېښور کوزه پښتونخوا |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : خبرونه، خبرتياوې ، رپوټونه | shaheen : له طرفه |
|
|
|
| 07 Jun 2008 12:01:27 pm |
د بي بي فاطمه زهرا (ع) د شهادت کليزه |
|
|
بزرګـــــــه لــــــور يې فاطمــــــــه ده
د بزرګــــــۍ پرې خــــاتمــــــــــه ده
مرتضـــــــــی د دې شـــــــــوهـر دی
چـــــې تــــربــــــور د پېغمـــــبر دی
امــــــــامـــــــان دي دې روزلــــــي
پاک نبـــــــــي واړه ستــائيــــــــلي
شــــــــــواهــــــــد د نبــــــــــوت دي
ښـــــــائستـــــــــه د امــــــــامت دي
صلــــــــوات زمـــــــــا پـــــــــه واړو
تحيــــــــــات زمـــــــــا پــــــــه واړو
زۀ دوستـــــــــــــــدار د دۀ د آل يـــم
په دوستۍ کښې يې خوشحال يم
چــــــې دښنـــــــۀ يـــــې د اولاد دي
هغــــــه کل پـــــــــه بــــــلا ياد دي
(خوشحال بابا )
د څلورمې خور ( جمادي الثاني ) د مياشتې دريمه نېټه د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د ګرانې لور د شهادت د کليزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په خاصه توګه د پاکو اهلبېتو مينه والو ته د زړۀ له تلا تعذيت او تسليت عرض کوو.
اهلبېت پښتو اکېډيمي پېښور (پښتونخوا) |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : خبرونه، خبرتياوې ، رپوټونه | shaheen : له طرفه |
|
|
|
| 07 Jun 2008 11:31:48 am |
د جنت مېرمن |
|
|
د جنت مېرمن
ليک: محمد رحيم دراني
پېژندګلي
نوم: فاطمه
کنيت: ام الحسن،ام الحسين،ام المحسن،ام الائمه،ام ابيها1
مشهورلقبونه: زهرا، بتول، صديقۀکبری ، مبارکه، عذرا، طاهره، سيدةالنساء، انسيه، حوريه، ذکيه، مرضيه ...
پلار: دخداے پاک وروستے پېغمبرحضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم
مور: بي بي خديجه رضی الله عنها د پيغمبر(ص) وړومبۍ بي بي او وړومبۍ ښځه چې اسلام ئې راوړ.
زوکړه: په مکې معظمې کښې د بعثت په پنځم کال
شهادت: مدينه. د هجرت يوولسم کال د پيغمبر(ص) له وفاته دوه نيم کاله وروسته
د ښخيدو ځائے: د سياسی وجوهاتو او د خپل وصيت مطابق د شپې په پټه حضرت علی عليه السلام خاورو ته وسپارله او تر ننه پورې يې د قبرسم ځائې نۀ دی معلوم.
اولاد: امام حسن مجتبی عليه السلام ، امام حسين عليه السلام، زينب (ع)، کبری (ع)، ام کلثوم(ع) او محسن عليه السلام چې سقط شو
مختصر حالات
د امامانو د مور بي بي حضرت فاطمه زهراء سلام الله عليهاروزنه د پلار په خوا کښې د نبوت په کور کښې پېل شوه، هغه کور چې د وحي او د قرآن د آيتونو د نازليدو ځاے ؤ هغه ځاے چې وړومبني مسلمانان چې په خداے پاک يې ايمان راوړے ؤ پکښې اوسيدل او په خپل ايمان تر آخره پاتې شول او په ټول عربستان کښې او په ټوله نړۍ کښې دا يو داسې کور ؤ چې د نړۍ د خلقو لپاره يې بېلګه او نمونه لرله : الله اکبر
او بي بي زهراء هغه يوازينۍ ماشومه وه چې دا هر څه يې تر خپلې خوا لرل.
هغه په کور کښې يوازې وه او د ماشومتوب وخت يې يوازې په کور کښې تيروۀ.
د هغې دوه خويندې رقيه او کلثوم له هغې نه مشرانې وې.
کيدې شي د يوازې والي راز يې دا وي چې له وړوکوالي نه د هغې روزنې ته ښه پاملرنه وشي هم د روحاني لحاظه او هم د جسماني لحاظه.
د خداے ګران رسول (ص) په استثنائي توګه د دغې پاکې بي بي په شان کښې ډېر فضائل بيان کړي دي چې د نمونې لپاره يو مبارک حديث ته شاره کوو چې فرمائي:
(( فاطمه زما د وجود ټوټه ده چې چا دا ناراضه کړه هغوي زۀ ناراضه کړم او چې چا زۀ ناراضه کړم هغوي خداے خداے ناراضه کړو))
حضرت زهرا(عليها السلام) چې کله له اميرالمؤمنين على(عليه السلام) سره وادۀ وکړ نو د يوې بېلګې او نمونې په توګه د ښځو تر مېنځ وځليده. د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم ګرانه لور لکه څنګه چې په کورني ژوند کښې د ښځو لپاره نمونه وه د خداے په اطاعت او بندګۍ کښې هم نمونه او بېلګه وه. کله چې به د کور له کارونو وزګاره شوه نو د خداے پاک په عبادت به لګيا شوه، نمونځ، دعا او د خداے په درګاه کښې ژړا او د مؤمنانو لپاره دعا کول. د هغې معمول ؤ.
امام صادق (عليه السلام) د خپلو نيکونو له لارې له امام حسن بن علی(عليه السلام) څخه روايت کړے دے: مور به مې د جمعې په شپه تر سحره عبادت کاوۀ او کله چې به لاس په دعا شوه نو ايماندارو ښځو او سړيو ته به يې دعا کوله خو د ځان لپاره به يې څه نه غوښتل، نو يوه ورځ مې ورته وويل: د نورو غوندې د ځان لپاره ولې د خېر دعا نه کوې؟ ويې فرمايل: زويه! ګاونډيان مخکښې دي.
هغه تسبې (تستيح) چې د بي بي زهراء په نوم مشهورې دي، يعنې ٣٤ ځل الله اکبر ويل، ٣٣ ځل الحمدلله ويل او ٣٣ سبحان الله ويل دي د شيعه و او سنيانو په معتبرو کتابونو کښې راغلي دي او دواړه يې مني.
د فاطمه زهرا(عليها السلام) پلار بزرګوار حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم چې تر کله پورې ژوندے ؤ نو د دنيا غمونه به يې د هغه د مخ په ليدو سره زغمل او د پلار ليدو سره به يې ټول غمونه هېرېدل او هغې ته به يې توان او آرام ورکوۀ. خو کله چې يې پلار بزرګوار له دنيا نه سترګې پټې کړې نو د خاوند مظلوميت، له هغۀ سره د امت بې وفائۍ او له ټولو نه زيات هغه ګډوډۍ او د ځينو سنتونو بدلون چې د پېغمبراکرم (ص) له وفا ته وروسته رامنځته شو، دې ټولو څيزونو د هغې روح بلکې د هغې بي بي بدن هم کمزورې کړ.
لکه څنګه چې تاريخ کښې ليکي هغې د پېغمبر(ص) په ژوند کومه بيماري نه لرله خو د هغه له وفاته وروسته د کم عمرۍ باوجود دومره کمزورې شوه چې کله به په لاره تلله نو لکه د ضعيفو بوډاګانو به يې تګ کوۀ، په ديوال به يې لاس کيښودۀ او سر به يې په يوې تورې کپړې (سرپيچک) سره تړلے ؤ. نو له دې نه اندازه لګي چې د پلار له وفات نه پس له هغې سره يوه لويه حادثه رامنځ ته شوې وه چې ځينو تاريخي کتابونو هغې حادثې ته اشاره کړې ده.
او کله چې د پېغمبر اکرم (ص) دغې ګرانې او عظيمې لور بي بي د دنيا د ناکړدو له لاسه په ژړا شورو وکړه نو هغه به له ژړا نه هم منعې کولې شوه چې هسې نه څوک ترې د ژړه سبب وپوښتي چې ولې ژاړې او هغه ورته حال بيان کړي. او حتی چې د هغې په ژړه باندې د خلقو د شکايت له مخې له مدينې نه بهر يې د هغې لپاره يو جدا ځاے وټاکۀ چې د دنيا له خلقو نه لرې به يې په هغه کور کښې ژړل چې دغه کور په (( بېت احزان )) باندې مشهور شو او نن سبا هم حاجيان د دغه کور ليدو ته ځي. کله چې له ډېره غمه په بسترې پريوته نو د مهاجرو او نصارو ښځې ورته راغلې او هغې بي بي يوه بليغه او زړۀ دردوونکې خطبه ولوسته دغه خطبه چې پکښې يې ځينو واقعاتو او حقائقو ته اشاره کړې ده په ځينو کتابونو کښې راغلې ده.
شهادت
آخر د پېغمبر(ص) لور له دنيا لاړه، دنيا يې دنيا غوښتونکو ته پريښوده او د خپل پروردګار خوا ته لاړه.
امام علي(ع) بي بي فاطمه (ص) د هغې د وصيت مطابق د شپې خاورو ته وسپارله.
د هغې بزرګوارې بي بي د شهادت په حقله هم څو قولونه دي چې له ټولو مشهور يې د هجرت د يولسم د جمادي الاول ( دريمې خور) د مياشتې ديارلسمه نيټه ده او دويم قول د هماغه کال د جمادي الثاني (څلورمې خور ) د مياشتې دريمه نيټه ده.
هغه په يو روايت کښې فرمائي: (( ستاسو د دنيا د خلقو له څيزونو څخه زما درې څيزونه ډېر خوښ دي يو د قران مجيد تلاوت کول، دويم د خداے د ګران رسول (ص) مخ مبارک ته کتل او دريم د خداے په لاره کښې انفاق ( پېسې خرچ کول) .
درود او سلام دې وي په هغې پاکې مظلومې بي بي باندې. |
|
| |
تبصرې : [0] | برخه : مقالې | shaheen : له طرفه |
|
|
|
| 03 May 2008 10:36:35 am |
پاڅون مجله په ليکه شوه |
|
|
پاڅون مجله په ليکه شوه
خبرتيارالېږونکے: سيد ياسر علي باچا
د کوزې پښتونخوا له مردان ښار څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ (( پاڅون )) مجله د روان ٢٠٠٨ عيسوي کال د مۍ او جون مياشتې د ګڼې له چاپه له راوتلو سره سم په انټرنټ کښې هم په ليکه شوه او اوس دا مجله د لر او بر پښتانۀ وروڼه خوېندې کولې شي د اېنټر نټ له لارې وګوري او هم له دې مجلې سره خپل تماس او رابطه ټينګه کړي.
دوه مياشتنۍ پاڅون مجله له تېرو څو کلونو راهسې د کوزې پښتونخوا له مردان ښار څخه په باقاعدګۍ سره خپرېږي د دې مجلې نګران مشر: ډاکټر اسرار، ترتيب ورکوونکے يې محمد اقبال اقبال او سرکولېشن منېجر يې سيد ياسر علي باچادے او اکبر هوتي اېډوکېټ او عثمان مردانوي يې په مرستيالانو کښې شامل دي
د دې مجلې د يوې ګڼې بيه ٣٠ روپۍ ده او په بهر هېوادونو کښې يې بيه شپږ ډالره ده.
د پاڅون مجلې اداره د لر او بر ټولو پښتنو د قلم خاوندانو ته بلنه ورکوي چې په خپلو قلمي زيارونو سره دې دا مجله لا ښکلې کړي.
د پاڅون مجلې انټرنټي پته: www.pasoon.org
دفتري پته: مردان د معلوماتو او مشاورتي مرکز مال روډ مردان
برېښناليک: pasoon@mardan.com
ټېلفون: 0092-937-874489 ګرځنده: ٠٣٣٣٧٨٧٤٤٨٩
بېنک اکاؤنټ: 4787-4 MCB بېنک روډ مردان |
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : خبرونه، خبرتياوې ، رپوټونه | shaheen : له طرفه |
|
|
|
| 05 Apr 2008 12:20:54 pm |
مينه په ليکه شوه |
|
|
(( مينه )) په ليکه شوه
د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د ښاغليو پښتنو مينه والو له ډېرو غوښتنو سره سم له پېښور نه خپرېدونکې د مينې مجلې چلوونکې ادارې يو وېبلاګ په ليکه کړو چې پکښې به هغه قدرمن مينه وال چې غواړي د انټر نېټ له لارې (( مينه )) ولولي نو اوس به هره مياشت دغه مجله هم لوستې شي او هم به د دغې پاڼې له لارې خپلې ليکنې او په مخلتفو ليکنو خپلې تبصرې او نظرونه رالېږلې شي.
له ګلونو مينه والو نه په ډېر احترام سره غواړو چې په مجله کښې د خپرېدو لپاره خپلې نثري او نظمي ليکنې ، تبصرې، پېغامونه او نېکې مشورې زر تر زره مونږ ته راولېږي چې (( مينه )) پرې لا ښکلې او سينګار کړو.
همدا رنګ کۀ کوم دوستان د پښتو ژبې او کلتور د پرمختګ لپاره له ادارې سره خپلې مرستې کول غواړي نو مونږ به يې په ډېرې مينې سره مرستې قبولې کړو.
د مينې وېبپاڼې پته: http://meenapukhto.blogfa.com
دفتري پته: دفتر مينه مجله کوڅه نمبر2 غريب آباد روډ شاهين ټاؤن پېښور
برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com
ټيلفون: ټيلفون: 7114566 ګرځنده: 3459047584
د بېنک کاته: اکاؤنټ نمبر 809-5 الائيډ بېنک ميونسپل بس سټېنډ برانچ پېښور
|
|
| |
تبصرې : [1] | برخه : خبرونه، خبرتياوې ، رپوټونه | shaheen : له طرفه |
|
| |
| 1 2 3 ...32 33 34 Next |