Da Nakrizo PAna 5th Poshto WEblog

غزل
څه سر مې خوږيږي، چې ياري کوم
بس دی نوره خپله غريبي کوم

خير دی که  په ګرانه راته پريوزي
زړه نه دې وباسمه خواري کوم

نور به مې د زړه چيرې ونه منم
نور به مې د عقل غلامي ......

غزل
څومره لږ وې، څومره ډېر شولې جانانه
چا ويل چې رانه هېر شولې جانانه

ملنګان دې درنه ګردچاپيره ناست دي
سم د پير بابا په څير شولې جانانه

ما وې را به شې او بخت به مې بيدار ......

غزل
که پردۍ يم درته خپل مې کړه جانانه

ته او خداى د اوربل ګل مې کړه جانانه

غزلتوري مې د سپينې غاړې هار کړه

د مين شاعر غزل مې کړه جانانه

ګوندې تا ته په څه چل درورسيږم

لاروى ......

غزل
تا ته ياد او ما نه هيرڅه دي جانانه
زما و ستا تر منځه تير څه دي جانانه

که مولا په ګوتو راکړې بيا به ګورو
اوس دې يو موسکا کې ډېر څه دي جانانه

يو خو زما د نظر شپول کې ......

غزل
ستا له پامه چې لويدلی يم جانانه
هر قدم کې ښويدلی يم جانانه

په کوم ښکلي کې چې ستا نښې پيدا وي
زه په هغه پسې تللی يم جانانه

اوس د خلکو مخکې نه درته درګورم
اوس خو دومره ......