| | |
  Time [GMT +4.5] : 06 Sep , 21:13:42 | |
03 Mar 2008   08:53:34 am
غزل
څه سر مې خوږيږي، چې ياري کوم
بس دی نوره خپله غريبي کوم

خير دی که په ګرانه راته پريوزي
زړه نه دې وباسمه خواري کوم

نور به مې د زړه چيرې ونه منم
نور به مې د عقل غلامي کوم

ښکلو ته به بيا په مينه نه ګورم
ښکلو سره دغه ناځواني کوم

ښار کې به د کلي غوندې نه اوسم
ښار کې به خويونه بازاري کوم
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : غزلونه    |   abid  :  له طرفه
23 Dec 2007   11:17:25 am
غزل
څومره لږ وې، څومره ډېر شولې جانانه
چا ويل چې رانه هېر شولې جانانه

ملنګان دې درنه ګردچاپيره ناست دي
سم د پير بابا په څير شولې جانانه

ما وې را به شې او بخت به مې بيدار شي
خو چې راغلې رانه تېر شولې جانانه

لکه باز کا په کوترې منګول ښخه
داسې زړه نه مې چاپېر شولې جانانه

ته خو سم د زړه ژورو ته کېوزې
ته خو سم د عابد شعر شولې جانانه

بازمحمد عابد
٢٠٠٧/١٢/١٣کابل
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : غزلونه    |   abid  :  له طرفه
23 Dec 2007   11:14:46 am
غزل
که پردۍ يم درته خپل مې کړه جانانه

ته او خداى د اوربل ګل مې کړه جانانه

غزلتوري مې د سپينې غاړې هار کړه

د مين شاعر غزل مې کړه جانانه

ګوندې تا ته په څه چل درورسيږم

لاروى د خپل منزل مې کړه جانانه
په رخسار مې بلا ډېر خالونه کيږده

د شينکو ستورو ځنګل مې کړه جانانه

ته له مانه څومره ډېره مينه غواړې؟

راشه ډېره ډېره ښکل مې کړه جانانه

١٥ د ډسمبر ٢٠٠٧ پېښور
  تبصرې  :  [3]  |  برخه : غزلونه    |   abid  :  له طرفه
12 Dec 2007   11:45:07 am
غزل
تا ته ياد او ما نه هيرڅه دي جانانه
زما و ستا تر منځه تير څه دي جانانه

که مولا په ګوتو راکړې بيا به ګورو
اوس دې يو موسکا کې ډېر څه دي جانانه

يو خو زما د نظر شپول کې را ايسار يې
وايه نور درنه چاپير څه دي جانانه

د جهان ښکلي به ډېر په ښکلا ناز کړي
ستا د يو ادا په څير څه دي جانانه

ستا په خوله به مرګی هم له ستوني تير کړي
باز ته زهر او ګنډېر څه دي جانانه
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : غزلونه    |   abid  :  له طرفه
12 Dec 2007   11:44:22 am
غزل
ستا له پامه چې لويدلی يم جانانه
هر قدم کې ښويدلی يم جانانه

په کوم ښکلي کې چې ستا نښې پيدا وي
زه په هغه پسې تللی يم جانانه

اوس د خلکو مخکې نه درته درګورم
اوس خو دومره پوهيدلی يم جانانه

ستا په لورې چې درځمه ښه خوشحال يم
خو خپه درنه راغلی يم جانانه

ماته دومره ډېره ډېره مينه راکړه
تا چې څومره ځورولی يم جانانه


١٩ ليندۍ ١٣٨٦
کابل، خيرخانه
  تبصرې  :  [0]  |  برخه : ازاد شعرون    |   abid  :  له طرفه
 
1 2 3 ...39 40 41 Next
برخي
[23] ازاد شعرون
[1] اړيکې
[8] د يارانو تب
[121] غزلونه
[1] قطعې
[20] لنډې کيسې
[9] په يارانو ت
[1] ژوند ليک
[19] ګزارشونه
Aug 2008 سپتمبر 2008 Oct 2008
S M T W T F S
  1 2 3 4 5 6
7 8 9 10 11 12 13
14 15 16 17 18 19 20
21 22 23 24 25 26 27
28 29 30     
ارشيف
[6] دسمبر 2007
[2] مارچ 2007
[3] جنوري 2007
[3] نومبر 2006
[1] اکتوبر 2006
[2] سپتمبر 2006
[2] اګست 2006
[2] جولاې 2006
[51] جون 2006
[45] مئ 2006
[86] اپريل 2006
لټون
تړون
Powered by Worbal.com Copyright © 2004 2006